د کونړ ولايت له پيښو سره د مبارزې امادګۍ رياست

د کونړ ولايت له پيښو سره د مبارزې امادګۍ رياست

Share

★ خَيرُالناسِ مَن يًنفعُ الناَس ★
تر ټولو غوره انسان هغه دی چې د نورو په ګټه وي .

Photos from ‎د کونړ ولايت له پيښو سره د مبارزې امادګۍ رياست‎'s post 19/07/2026

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په نورګل ولسوالۍ کې د حرفوي زده کړو له ټولګیو څخه لیدنه او څارنه تر سره کړه

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د مسؤلینو له لورې د مسلم هنډ (MHI) موسسې له لوري په نورګل او څوکۍ ولسوالیو کې د حرفوي زده کړو د پروګرام څخه نظارت ترسره شو.

د نظارت پر مهال د دواړو ولسوالیو د حرفوي زده کړو دوه صنفونه وکتل شول د ارزونې له مخې د تدریس بهیر په منظم ډول روان و، ګډونوال په دوامداره توګه په عملي او نظري زده کړو بوخت وو او ښوونکو خپلې دندې په ښه توګه ترسره کولې
یاد پروګرام د درې میاشتو لپاره پلان شوی، او په هر یو ټولګي کې ۲۵ ویشت زده کونکي په زده کړه بوخت دي

د مسؤلینو په وینا موخه یې په کلي والي سیمو کې د خیاطۍ اړوند مسلکي مهارتونه ور زده کول دي د دې پروګرام له بشپړېدو وروسته به بریالیو ګډونوالو ته د خیاطۍ اړوند لازم وسایل او تجهیزات ووېشل شي، ترڅو وکولای شي خپل کوچني کاروبارونه پیل او د عاید مناسبې سرچینې رامنځته کړي.

په ټوله کې د نظارت پایلې د قناعت وړ وې او سپارښتنه وشوه چې د زده کړو کیفیت او د ګډونوالو حاضري په همدې ډول وساتل شي.

نېټه: ۱۴۴۸/ ۲/ ۴

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

18/07/2026

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۵۰ زیانمنو کورنیو ته د نغدو پیسو مرستې ووېشلې!

Photos from ‎د کونړ ولايت له پيښو سره د مبارزې امادګۍ رياست‎'s post 13/07/2026

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست له لوري د ګبیون وال او استنادې دیوالونو د کوچنیو پروژو چارې پیل شوي

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او ډاکار موسیسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ ددې موسیسې په مالي همکارۍ د کونړ ولایت په مرکز څاګي کلي کې د استنادې دیوالونو او ګبینوالونو کوچنیو پروژو چارې پیل کړي.

د پروژې د پیل او شروع کیدو مراسم د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریس مولوي محمد مبین (مفتون عمر)، د دې ریاست مسؤلینو، د ډاکار موسیسې د دې پروژې انجینر، قومي مشرانو، سپین ږیرو او ځوانانو په ګډون ترسره شول. ګډونوالو دغه پروژه د سېلابونو د خطرونو د کمولو، د اوبو د منظم مدیریت او د استوګنیزو سیمو او کرنیزو ځمکو د خوندیتوب لپاره یو مهم ګام وباله.

مسؤلین وایي، د پروژې له بشپړېدو سره به د سېلابي اوبو د تېرېدو لاره منظمه شي، د اوبو د راټولېدو او احتمالي زیانونو مخه به ونیول شي او د سیمې د اوسېدونکو کورونه، مسجدونه، ښوونځي، کرنیزې ځمکې او عامه شتمنۍ به د سېلابونو له ګواښ څخه خوندي پاتې شي.

د سیمې اوسیدونکو له یادې پروژې د چارو له شروع کېدو مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې لا همکاري دې ورسره وکړای شې

نېټه: ۱۴۴۸/ ۱/ ۲۶ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

11/07/2026

د ښاریانو رضایت!

د پېښو مدیریت په برخه کې د ښاریانو رضایت او هوساینه، د خدمت د دوام لپاره زموږ تر ټولو ستره هڅونه ده؛ ځکه د خلکو هره آرامه ساه موږ ته د صادقانه خدمت‌ کولو په لاره کې نوې هیله او ځواک را بښي.

09/07/2026

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۰۳ زیانمنو او مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې!

Photos from ‎د کونړ ولايت له پيښو سره د مبارزې امادګۍ رياست‎'s post 08/07/2026

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست ۱۲۹ زیانمنو او مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د اسلامي هوساینې مؤسسې (IRW) ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک پر بنسټ، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د وروستیو زلزلو له امله ۱۲۹ زیانمنو او مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې، د مستحقو کسانو د سروې او پېژندنې بهیر له بشپړېدو وروسته او د اړوندو مسئولینو په شتون کې، په چپه دره ولسوالۍ کې ۱۲۹ کورنیو ته د سرپنا د ترمیم په موخه لومړی قسط نغدي مرستې ووېشل شوې.

په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۲۱۱۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې د ټولو ۱۲۹ کورنیو لپاره په ټولیز ډول اوویشت میلونه او یؤویشت زره او نهه سوه (۲۷۲۱۹۰۰) افغانۍ ځانګړي شوي وې تر څو د خپلو سرپناوو ترمیم پرې وکړي، د یادولو وړ ده چې ۱۴۱۰۰ افغانۍ به ورته د یو څه تر میم ورسته ورکړل شې.

د دغو مرستو ترلاسه کوونکو د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست او د اسلامي هوساینې مؤسسې (IRW) څخه د زیانمنو کورنیو د ملاتړ او همکارۍ له امله مننه او قدرداني وکړه.

نېټه: ۱۴۴۸/۱/۲۲ هــ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

07/07/2026

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست د شیګل ولسوالۍ په لچی کلي کې د ډبرو دیوال پروژه بشپړه او ګټې اخېستني ته وسپارله!

Photos from ‎د کونړ ولايت له پيښو سره د مبارزې امادګۍ رياست‎'s post 07/07/2026

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست ۲۰۵ زیانمنو او مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د نړیوالې ژغورنې کمیټې (IRC) ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک پر بنسټ، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د وروستیو طبعي پېښو له امله ۲۰۵ زیانمنو او مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې، د مسحقو کسانو د سروې او پېژندنې بهیر له بشپړیدو وروسته او د مسولینو په شتون کې دکونړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې هرې کورنۍ ته ۶۵۰۰ افغانۍ ووېشل شوی، چې د ټولو ۲۰۵ کورنیو لپاره په ټولیز ډول دیارلس لکه او دوه دېرش زره او پنځه سوه (۱۳۳۲۵۰۰)افغانۍ ځانګړي شوي وو.

د دغو مرستو ترلاسه کوونکو د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست او نړیوالې ژغورنې کميټې (IRC) څخه د زیانمنو کورنیو د ملاتړ او همکارۍ له امله مننه او قدرداني وکړه.

نېټه: ۱۴۴۸/۱/۲۱ هــ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

06/07/2026

د کونړ ولایت په چپه دره ولسوالۍ کې د سیلاب له امله تړلي لارې خلاصي شوي.

Photos from ‎د کونړ ولايت له پيښو سره د مبارزې امادګۍ رياست‎'s post 10/06/2026

----- کونړ -----
په کونړ ولايت کي د ( CWSA ) موسيسي له لوري د ( 16 ) زلزله ځپليو کورنيو سره د کورونو د جوړیدو په موخه نغدي مرسته وشوه .
نن ورځ چهارشنبه د 1405/3/20 نيټه
د تيري شديدي زلزلي له امله د کونړ ولايت د څوکۍ ولسوالۍ اړوند سپيرکو بانډي د کلي اوسيدونکو ( 16 ) کورنيو ته چي د کورنۍ غړي يي په ياده زلزله کي شهيدان شوي وو.
نن ورځ ورته د ( CWSA ) موسيسي له لوري د کورونو د اساسي جوړيدو په موخه نغدي مرسته وشوه ياده دي وي چي په دغه نغدي مرسته کي چي د هر کور د جوړيدو لپاره ( $ 5000 ) پنځه زره امريکايي ډالر ځانګړي شوي چي په دري برخو کي به يادو کورنيو ته ورکړل شي.
په لومړۍ برخه کي ( $ 1500 ) پنځلس سوه امريکايي ډالر چي څه وخت مخکي يادو کورنيو ته ورکړل شوي وو او نن ورځ د دوهمي برخي په توګه هري کورنۍ ته د کونړ ولايت له پيښو سره د مبارزې امادګۍ رياست کي د ياد رياست نماينده او د ( CWSA ) موسيسي د مسؤلینو په حضور کي ( $ 2000 ) دوه زره امريکايي ډالر ورکړل شو.
او پاتي ( $ 1500 ) پنځلس سوه امريکايي ډالر به ورته څه وخت وروسته ورکړل شي .

Want your business to be the top-listed Government Service in Kunar?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Address

Kunar