02/03/2019
Narang, Kunar, Afghanistan
Narang, Kunar, Afghanistan is situated in the central part of Kunar Province south of Asadabad. It is surrounded by high mountains and the Kunar River.
02/03/2019
07/12/2018
برنرنګ
02/12/2018
د نرنګونو ولسوالئ کلي او بانډې
02/12/2018
د اولسي جرګي ۱۳۹۷ ټاکنو کښې د نرنګ اولسوالئ ټولو شپږو رایو مرکزونو څخه په مجموعي ډول ټولټال ۶۱۱۶ شپږ زره یو سل و شپاړس رايي د ولاړو ۳۱ نوماندانو لپاره وکارول شوې.
د نرنګ ولسوالئ د شپږو رايي اچونې مرکزونو د رایو شمیرې په لادې ډول دي.
۱ : کوټکي مکتب د رایي اچونې مرکز = ۹۸۰ رایی
۲ : نرنګ لیسې د رايي اچونې مرکز = ۷۹۱ رايي
۳ : کوډو انجونو مکتب رایي اچونې مرکز = ۹۵۰ رايي
۴ : لمټک مکتب رايي اچونې مرکز = ۱۰۷۷ رايي
۵ : برنرنګ انجونو لیسې رایی اچونې مرکز= ۱۰۳۱ رايي
۶: برنرنګ عالي لیسې رايي اچونې مرکز = ۱۲۸۷ رايي
مجموعه راي = ۶۱۱۶ رايي
21/10/2018
کونړ د افغانستان یو غرنی ولایت دی، چې د هېواد په ختيځ کې موقعیت لري، شمال ته يې ختیځ نورستان، سوېل ته يې ننګرهار ولایت، لوېديځ ته يې لغمان ولایت، شرق ته يې ډېورنډ کرښه ده، چې هاخوا د مومندو او باجوړ ایجنسۍ پرتې دي او قبایلي مومند او سالارزي قومونه په کې ژوند کوي.
کونړ د (لرغونى او اوسنی کونړ) کتاب پر بنسټ یوه نورستانۍ کلیمه ده، چې معنا يې د ښون يا زيتون دره ده. کونړ پخوا د ننګرهار ولایت حکمراني وه، چې په شاهي دولت کې په ۱۳۴۴ لمریز کال کې په ولایت بدل شو، چې دا مهال د مرکز اسعداباد په ګډون ١٥ اداري واحدونه: خاص کونړ، نورګل، څوکۍ، نرنګ، سرکاڼو، مروره، شیګل، دانګام، اسمار، غازي اباد، ناړۍ، وټه پور، ماڼوګى او چپه دره ولسوالۍ لري. په کونړ کې ١٣ لوی قومونه، ساپي، سالارزي، مشواڼي، شینواري، ماموند، ترکاڼي، الکوزي، مومند، بزرګخېل، ملاګوري، سرکاڼي، ګجر او کوهستاني ژوند کوي.
زما ښکلې وطن , زما کونړ Afghanistan
23/07/2017
عمرا خان په ۱۸۶۰ م کې وزېږېدو. پښتانه “عمر” ته “اوماره” غږ کوي، نو ښايي، د عمرا خان په نوم مشهور شو. لومړنۍ زدکړې يې په کور کې د حاجي عبد الجليل نه وکړې او د ده د قران استاد حافظ عبد المنان و. د ده پلار امان الله خان د جنډول خان و او د هغه له مړينې وروسته د ده مشر زوی محمد زمان، دوه نور وروڼه، حسن او افضل خان سره لاسونه يو کړل او عمرا خان يې د خپل کشر ورو محمد شاه خان سره له جنډول وشړلو.
د دې بې انصافۍ د بدل اخستو لپاره عمرا خان يوه ورځ کلا ته ورننوتو او خپل ورور محمد زمان يې ووژلو. مور يې خبره شوه چې يو زوی يې دا بل ووژلو و نو قران په لاس بهر راوتله او زوی يې له نوکرانو خلاص کړو.
په ۱۸۸۰ م کې عمرا خان د يو پير سيد احمد سره حج ته لاړو. هغه وخت د هند ديني عالمانو د شرعي نظام راوستلو لپاره يوغورځنګ پېل کړی و، چې دوه مشران مولانا محمود الحسن او مولانا رشيد احمد ګنګوهي په مکه کې وو. عمرا خان د دې دواړو نه ډېراغيزمن شو او د هغوی په مشوره، بيرته راتلو سره هغه په جنډول کې د عالمانو يوه شورا جوړه کړه، شرعي نظام او د عشر سيسټم يې جوړ کړو.
ده د جنډول دوه سيمې ميدان او بروال چې په ۱۸۱۶ م کې د دير نواب قاسم خان پرې خيټه اچولې وه، د هغه ځای د خانانو سره په روغه ځان سره کړل. بيا د شموزو سيمه يې ونيوله چې د دير نواب د سوات والي، عبد الحنان (سيدو بابا) ته ورکړې وه. که څه هم دی د عمرا خان ملګری و خو د شموزو لپاره د دير مشر سره يې لاسونه يو کړل او په عمرا خان يې حمله وکړه، ماتې يې وخوړه او د خپلو مخه ورو کسانو سره د بندي په توګه جنډول ته يې يوړو. وروسته د سوات يوې ډلې په خواست عمرا خان خپل ملګرې خوشې کړو. هغه د خپلو وروڼو نه علاوه د سيمې خانانو سره هم څو جنګونه وکړل او زيات خلک ورته تسليم شول.
باړو د جنډول مرکز اعلان شو او عمرا خان د سيمې د انتظام لپاره تحصيلونه او پکې تحصيلدار وټاکل. انګريزانو د جنډول رياست په رسمي توګه ومنلو. په ۱۸۹۰ م کې عمرا خان فيصله وکړه چې ټول دير ونيسي او د دې لپاره يې خپل ځواک په دوو برخو وويشلو او چې د يو مشري هغه پخپله کوله او څلور زره لښکر پکې و. د دويمې برخې مشري د هغه ورور محمد شاه خان کوله چې درې زره کسان ورسره وو. د دير شريف خان د دوی مقاومت وکړو خو ټينګ نشول او د محمد شاه خان پوځ بره دير ته ورسېدو او عمرا خان، د دير نوې مشر وټاکلو.
په ۱۸۹۱ م کې د افغانستان د اسمار والي شاه طهماس خان په مرموزو حالاتو کې ووژل شو او شک کېدو چې چې د ده زوی عبد القدير دا کار کړي وي. د طهماس ورور غلام خان د جنډول نه مرسته وغوښته. عمرا خان عبد القدير ته ليک ورواستاو چې واک دې خپل تره ته وسپاري. خو په ځواب کې عبد القدير ورته ګواښ وکړو. په دې ګواښ عمرا خان خپل ۵۰۰ جنګيالي د غلام خان په مشرۍ، اسمار ته ورواستول. هغوی د اسمارو نه علاوه، مرواړه، ساو او تر بريکوټ سيمه ونيوله او غلام خان د سيمې حاکم شو.
اميرعبد الرحمن دا په افغانستان تيری ګڼلو او د غلام حيدر په مشرۍ سرکاري پوځ يې اسمار ته ورواستاو. هغوی نه يواځې دا سيمه د غلام خان نه واخيسته بلکه جنډول ته هم وردننه شول او څو کلي يې ترې ونيول. عمرا خان د مومندو او سالارزو په مرسته د افغان پوځ سره وجنګېدو او خپلې سيمې يې بېرته ونیولې. امير انګريز ته خپله خواشيني څرګنده کړه او لارډ ريفون عمرا خان ته د خبرداري ليک ورواستاو چې “د تيري نه دې لاس واخلي.” د اسمارجنګ له کبله انګريزانو د افغانستان او هند تر منځ د سرحدونو د ټاکلو فيصله وکړه او يو کميشن يې جوړ کړو چې “مورتمر ډيورنډ” يې مشر و. ځينې خلک اوس هم باور لري چې که عمرا خان په اسمار حمله نه وای کړې ممکن د ډيورنډ ليکه به نه وای.
د عمرا خان مخ په زياتېدونکي ځواک د دير ناوګۍ او اتمان خيلو خانانو لپاره د منلو نه و او امير عبد الرحمان په شان دوی هم د انګريز سره لاسونه يو کړل. يو مکراني ملا چې عمرا خان د خپلې سيمې نه شړلی و، څه موده په افغانستان کې د تېرولو وروسته، بېرته راغلو او د عمرا خان پر ضد يې د کفر فتوی ورکړه. ده به هر ځای ليکونه ورواستل او خلک يې د جهاد نه منع کول.
په ۱۸۹۲ م کې د چترال مهتار امان الملک خپل زوی اميرالملک ( د عمرا خان خسر) جلاو طن کړو چې د ده پر ضد د يو بغاوت پلان يې جوړوه. امير الملک جنډول ته راغلو او عمرا خان نه يې د خپل پلار خلاف مرسته وغوښته. دی ورسره مل شو، پوځ يې ورکړو چې نصرت، ارندو او بريکوټ درې يې ونيولې. دوی هلته دوه کلاګانې او د چترال په سيند يو پل جوړ کړو نو مهتار هم انګريزانو ته د عمرا خان شکايت ليک ورواستوه. په ګلګت کې د انګريز استاځي عمرا خان ته ګواښ وکړو چې د چترال نه دې لاس واخلي.
په ۱۸۹۴ م کې عمرا خان د چترال نه بره غرونو کې کافرستان ته لښکر ورولېږلو او خپلو پوځيانو ته امر وکړو چې يا خو به کافرستان نيسي او يا به ژوندي نه راځي. خو دوی هم هغه سيمه نشوه نيولې او اخر دی پخپله د څلورو زرو پوځيانو سره په سخت ژمي کې چترال ته لاړو. په سختو واورو کې د لوارې درې نه تير شو، د کامديش خلکو ته يې د اسلام دعوت ورکړو او د هغه ځای خلک يې مسلمانان کړل. د سخت مقاومت نه وروسته عمرا خان د بشګل ټوله دره ونيوله چې د کافر خلکو مرکز و. د هغوی د باور لپاره ده پخپله يوه کافره جينۍ په نکاح کړه او د خپل پوځ څو کسانو ته يې هم هلته ودونه وکړل. د پېښور نه انګريز کمشنر عمرا خان ته پيغامونه وراستول چې دا سيمه دې پرېږدي خو هغه ورته ځواب وليکلو چې دا د چترال برخه نه وه. او دا يې ديني فريضه وه چې خلک مسلمانان کړي. تر ۱۸۹۵ م د ژمي تر پایه عمرا خان د چترال لويه برخه چې دروش هم پکې شامل و، ونيوله.
د مارچ په میاشت کې د انګريز او د عمرا خان تر منځ په چترال کې جنګ ونښتو. په مالاکنډ، ماندره او چکدره، سدو او ګوسم کې سختې جګړې وشوې او دواړو غاړو ته ځانې تاوان رسېدو خو انګريز د خپل روزلي لښکر او توپو له کبله بر لاسي و. عمرا خان خپل ټول پوځ او جنګي وسله چترال ته وړې وه، دا هر څه يې خپل د تره زوی، عبد الماجد په مشري پرېښودل او پخپله جنډول ته ورسېدو ځکه انګريز د پوځ نورې دستې د پېښور نه روانې شوې وې.
انګریزانو جنډول ته ۱۰ زره پوځ، توپې او نوره درنه وسله ورواستوله. عمرا خان په مونډا کلا کې د جنګ وسايل نه لرل. ده عبد الماجد ته پيغام ورواستاو چې د څلور زره لښکر سره د دوی مرستې له ورشي. انګريزانو له وړاندې عبد الماجد سره د درې زره لښکرو روپو او د جنډول د خانۍ ژمنه کړې وه نو هغه خپل پوځ په چترال کې ايسار کړو. د ناوګۍ خان له وړاندې انګريز لښکر سره ولاړ و او عمرا خان اوس په تش کلا کې د يو څو سوو کسانو سره پاتې و. دغه وخت کې د جنډول عام ولس، هر څه چې يې موندل د يو وروستي جنګ لپاره د هغه چاپېره راټول شول. انګريزانو غوښتل چې عمرا خان کلا نه ووځي او ورته سلامي شي خو ده پيغام وروليږلو چې ” ما نه په زرګونو غازيان چاپېره ولاړدي چې بهر مې نه پرېږدي- ښه به دا وي چې تاسو هم خپل لښکر ليرې کړئ او زه به هم دوی يوې خوا ته کړم نو بيا به زه درسره بهر خبرې وکړم. خو انګريز دا نه منل او غوښتل يې چې يا يې ووژني، يا ژوندی يې ونيسي او يا يې هند نه وشړي. د ورځې جنډولي پوځ او انګريز تر منځ نښته وشوه خو ماښام خپلو کمپونو ته لاړل. عمرا خان د جنډول د سپين ږيرو او ديني سټو سره مشوره وکړه، د ماښام لمانځه نه وروسته د کلا نه بهر په يو ديوال ودرېدو او ټولو غازيانو ته يې خطاب وکړو. “که ما سره په مالاکنډ کې ۱۶۰۰ ميړني غازيان وای نو انګريز به چرې ديخوا نه وای راغلی. په دې ماتې، له ما خاني لاړه خو له خلکو ايمان تلی دی. ما ته انګريزانو نه، بلکه ملګرو او خپلوانو شکست راکړی دی. زه به افغانستان نه بل لښکر راوړم او تر وروستيو شېبو به د دښمن سره جنګېږم.” په دې الفاظ هغه د مکراني ملا يوه ليکنه ټولو ته ښکاره کړه چې پکې خلکو ته د جهاد نه کولو غږ شوی و. عمرا خان ټولو ته امر وکړو چې د کلا ټول سامان دې واخلي. د چترال په جنګ کې د ده پوځ دوه انګريز افسران برمته نيولي وو، هغه يې بې له څه شرطه ورخوشې کړل او بيا د خپلو ۴۰ پتمنو ملګرو سره له مونډا روان شو. يو روايت دی چې کله دی ميا کلي ته ورسېدو نو اس يې ودرو او مونډا کلا ته يې په وروستي ځل وکتل.
په بله ورځ د انګريز پوځ خوشې کلا ته ورننوتلو او د خپل برياليتوب خبر يې حکومت ته ورکړو. د هغوی باور نه کېدو چې عمرا خان به دومره په اسانه کلا پرېږدي.
عمرا خان جلال اباد ته ورسېدو او د هغه ځای والي، شاه محمد خان ورته هر کلی وکړو. د غرمې ډوډۍ په وخت عمرا خان پښيماني څرګنده کړه چې کاشکه افغانستان ته نه وی تللی او په مونډا کې يې جنګ کړی وای چې يا شهيد شوی او يا بيا د انګريز له خوا نيول شوی وای.
امیر عبدالرحمن هغه ته په “چارده” کې زمکه او کور، د “خان بهادر” خطاب او د کال ۲۴ زره معاش ژمنه وکړه. خو ورسره ۵۰ عسکرو به هر وخت د ده څارنه کوله چې لښکر جوړ نکړي.
د عمرا خان شپږ ميرمنې او لس زامن وو، د لوڼو شمېره يې نه ده څرګنده. د ده خور د امير عبد الرحمن يوه ميرمنه وه. د ده مشر زوی عبد المتين د دير د نواب سره څو جنګونه وکړل او د جنډول ځينې برخې يې بېرته ونیولې خو بيا يې وبايللې.
په ۱۹۰۱ م کې عمرا خان خپل استاد عبد المنان “چارده” ته راوبللو او هلته يې د “دارلحفظ” په نوم يوه ديني مدرسه جوړه کړه. په ۱۹۰۲ م کې هغه د دويم حج لپاره مکې ته لاړو. امير د خپل زوی نصر الله لپاره د عمرا خان لور غوښتې وه خو له واده وړاندې هغه پيغله مړه شوه. د سپتمبر په یولسمه نيټه ۱۹۰۴ م کې عمرا خان د ۴۴ کالو په عمر کې وفات شو. د ده په مړينې د افغانستان حکومت دوه ورځې ويراعلان کړو او په جنازه کې د افغانستان اميراو نورو سرکاري افسرانو ګډون وکړو.
اوس په کابل کې او د کونړ په مرکز اسد آباد کې يو ښوونځي او يوه ليسه د عمرا خان په نوم شته.
23/07/2017
Click here to claim your Sponsored Listing.
