14/07/2026
د جدید الشمول محصلانو د نوم لیکنې خبرتیا!
د لغمان پوهنتون د ۱۴۰۵ لمریز کال کانکور ازموينې کې د بريالیو جدیدالشمول محصلانو ته خبر ورکول کېږي چې نوملیکنې يې د روانې سرطان مياشتې له پينځه ويشتمې (25) څخه تر د اسد (5) پنځمې نېټې پورې د لغمان پوهنتون محصلانو چارو معاونيت کې ترسره کېږي. د نوم ليکنې پر مهال باید لاندې موارد په جدي توګه په پام کې ونيول شي:
۱- د بریالي محصل فزيکي شتون.
۲- محصل باید خپله اصل تذکره او د هغې درې رنګه کاپي له ځان سره ولري.
۳- څلور قطعې (۳*۴) انځورونه، چی بکګراونډ یې سپين وي.
٤-فعال ايميل ادرس او د تليفون شمېره.
یادونه: د نوم لیکنې وروستۍ نېټه د (۱۴۰۵/۵/۵) ټاکل شوې ده.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مديريت
25/05/2026
د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي د ۱۴۰۵ لمريز کال د پسرلني سمستر د ازموینې مهال وېش!
د ګرانو محصلینو د بریا په هیله!
17/05/2026
د لغمان پوهنتون ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي د څلور ګونو څانګو د څلورم ټولګیو محصلانو د پایلیکونو د دفاع لړۍ په رسمي ډول پیل شوه.
غونډه د قران کریم په مبارکو ایاتونو پیل شوه، چې پکې د لغمان پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنیار مفتي وقایت الله وقار، د څېړنې او علمي مجلې مرستیال ښاغلي پوهنمل دوکتور نجیب الله فیاض، د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنمل سردار ولي اسرار، د پوهنځي مرستیال ښاغلي پوهنمل عمران الله خنجر، د څلور ګونو څانګو آمرین صاحبانو، درنو استادانو او لسګونه محصلانو حضور درلود.
د غونډې د پیل وینا د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي رئیس پوهنمل سردار ولي اسرار وکړه. نوموړي په خپلو خبرو کې د پایلیکونو د علمي ارزښت یادونه وکړه او ویې ویل، چې د پوهنځي محصلانو د خپلو څېړنیزو موضوعاتو په ټاکنه کې دقت کړی او هڅه یې کړې چې داسې موضوعات وټاکي، چې د ټولنې او علمي ډګر اړتیاوې پوره کړي. ښاغلي اسرار د پوهنتون رهبرۍ ته ډاډ ورکړ، چې محصلانو پر خپلو موضوعاتو جدي او دوامدار کار کړی او د استادانو تر لارښوونې لاندې یې خپلې څېړنې بشپړې کړې دي.
نوموړي همداراز د پوهنځي له استادانو او د دفاع له کمېټو وغوښتل، چې د پایلیکونو د ارزونې او دفاع پر مهال بشپړ شفافیت، عدالت او علمي اصول په پام کې ونیسي، څو محصلان د خپلې علمي هڅې واقعي پایله ترلاسه کړي او د څېړنې فرهنګ لا پیاوړی شي.
د غونډې بل ویناوال د لغمان پوهنتون د څېړنې او علمي مجلې مرستیال پوهنمل دوکتور نجیب الله فیاض و. نوموړي د اسلامي شریعت له نظره د علم او څېړنې پر ارزښت مفصل بحث وکړ او ویې ویل، چې اسلام د علم زده کړې او تحقیق ځانګړی مقام ټاکلی دی. هغه زیاته کړه، چې په اوسني عصر کې د علمي پرمختګ، ټولنیزو ستونزو د حل او د فکري ودې لپاره څېړنه یو اساسي ضرورت ګڼل کېږي.
ښاغلي فیاض محصلان وهڅول، چې یوازې د فراغت لپاره پر پایلیکونو بسنه ونه کړي، بلکې د علمي څېړنو لړۍ دې په راتلونکي کې هم جاري وساتي او د هېواد د علمي او فکري پرمختګ لپاره دې خپلې هڅې لا پراخې کړي.
د غونډې په پای کې د پوهنیار ذبیح الله عرب له لوري دعا وشوه او د پایلیکونو د دفاع رسمي بهیر پیل شو. تمه ده، چې د یادو دفاعو په ترڅ کې به محصلان خپلې علمي لاسته راوړنې وړاندې کړي او د خپلو څېړنیزو موضوعاتو اړوند به د استادانو پوښتنو ته ځوابونه ووایي.
16/05/2026
د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي د کتابتون او معلوماتي ساینس څانګې څلورم ټولګي محصلینو له لوري درې ورځنی علمي سفر ترسره شو.
دغه سفر د ۱۴۰۵/۲/۲۲ نېټې سره سم د سهشنبې په ورځ پیل شو.
یاد علمي سفر د څانګې د محترمو استادانو، پوهندوی سید ضیاء الرحمن بنوري او نوماند پوهنیار نظر محمد امیري تر لارښوونې لاندې کابل ښار ته ترسره شو. په دې سفر کې محصلینو د هیواد له مهمو علمي او فرهنګي مرکزونو څخه لیدنه وکړه، چې په کې ملي موزیم، ملي ارشیف، د عامه کتابتونونو ریاست مرکزي کتابتون او نور بېلابېل کتابتونونه شامل وو.
د دې سفر اساسي موخه د محصلینو د علمي ظرفیت لوړونه او له عملي چاپېریال سره د هغوی بلدتیا وه. د سفر په جریان کې استادانو محصلینو ته د کتابتونونو، ارشیف او ملی موزیم په اړه هر اړخیز، مهم او ګټور معلومات وړاندې کړل، چې د هغوی د مسلکي پوهې په پیاوړتیا کې یې مهم رول ولوبوه.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د کتابتون او معلوماتي ساینس څانګې محصلینو ته د ظرفیت لوړونې په موخه ورته علمي سفرونه تنظیم شوي وو، چې تل یې مثبتې پایلې لرلې وي.
13/05/2026
د لغمان پوهنتون کتابتون او معلوماتي ساینس څانګې محصلانو د عملي زده کړو او مسلکي تجربو د پیاوړتیا په موخه علمي سفر پیل کړ.
دغه علمي سفر چې د لغمان پوهنتون ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي د کتابتون او معلوماتي سیاینس څانګې له لوري د پوهندوی سید ضياء الرحمن بنوري او نوماند پوهنیار نظر محمد امیري استاد په مشرۍ ترسره شو، په کې د یادې څانګې د څلورم ټولګي محصلانو ګډون کړی و. د سفر موخه د عامه کتابتونونو ریاست، ملي ارشیف او ملي موزیم څخه لیدنه او اشنایي ده.
د یادونې وړ ده چې یاد سفر به درې ورځې دوام وکړي.
04/03/2026
د لغمان پوهنتون د استادانو د جذب خبرتيا!
د نورو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ لاندې لینک ته مراجعه وکړئ:
https://mohe.gov.af/ps-AF/Vacancy-card/vacancy-414
د نوملینکې فورمه له لاندې لینک څخه ښکته کړئ!
https://mohe.gov.af/.../fwrm_bst_hay_kadr_elmy_97afc2c098
02/02/2026
په پوهنتونونو کې د درسونو د پیل وختونو په اړه خبرتیا!
26/01/2026
یاد ورکشاپ د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست لخوا نن (يکشنبه د سلواغې مياشتې پنځمه) په کابل پوهنتون کې پیل شو، چې پنځه ورځې به دوام وکړي.
د دغه ورکشاپ موخې د کتابتون پوهنې سره د کتابدارانو بلدتیا، د کتابونو د کتلاک او ډلبندۍ، د کتابدارۍ په برخه کې د عصري ټیکنالوژۍ او سافټویرونو استعمال سره بلدتیا ده، چې د لغمان پوهنتون د کتابدارۍ او معلوماتي ساینس څانګې درې تنو استادانو لخوا به ګډونوالو ته زده کړه ورکړل شي او ګروپي کار به ترسره شي.
جزيات په لينک کې:
https://whatsapp.com/channel/0029Vagcs0Q65yD5TkcOB43W
27/12/2025
د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي د ١٤٠٤ لمريز کال د خزاني سمستر د ازموینې مهال وېش!
د ګرانو محصلینو د بریا په هیله!
10/11/2025
د لغمان پوهنتون ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي کتابتون او معلوماتي ساینس څانګې ممتاز او فعال محصلان وستایل
د لغمان پوهنتو ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي کتابتون او معلوماتي ساینس څانګې لخوا هغه محصلان، چې په خپلو ټولګيو کې په لومړی، دویم او درېیم مقام کې راغلي وو او همدارنګه فعال محصلین وستایل شول.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د یاد پوهنځي رييس، د کتابتون او معلوماتي ساینس څانګې آمر، د ژورنالېزم څانګې امر، استادانو او محصلانو ګډون کړی و.
د غونډې د پیل او ښه راغلاست وینا د کتابتون او معلوماتي ساینس څانګې آمر پوهنیار عمادالدین شهاب وکړه.
شهاب پخپلو خبرو کې محصلانو ته وویل، چې ستاسې کوښښونه ستاسې د ښې راتلونکي ضمانت کوي.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه، چې محصلین باید د خپلو استادانو او ملاتړ کوونکو قدردانی وکړئ.
د ادبیاتو او بشري علومو دپوهنځي رييس پوهنمل سردارولي اسرار ګډونوالو ته د وینا پرمهال وویل: « هغه محصلین چې ممتاز شوي او هغه محصلین چې ممتاز شوي نه دي ټول له یو شان امکاناتو څخه برخمند دي خو ممتازو محصلانو خپل وخت بې ځایه نه ده تیر کړی او ځانته یې د وخت د مدیریت لپاره یو مهال وېش جوړ کړی».
ورپسې د يادې څانګې مشر استاد پوهندوی سید ضياءالرحمن بنوري وینا وکړه او زیاته یې کړه چې ياده څانګه هېواد په کچه یوازې په لغمان پوهنتون کې وجود لري او ډېر کار او زیار ته اړتیا لري نو تاسې محصلین به يادې څانګې ته په پوره صداقت او ایماندارۍ سره کار کوئ.
د غونډې په دویمه برخه کې د استادانو لخوا
ممتازو او فعالو محصلانو ته ستاینلیکونه ورکړل شول او غونډه د شرعياتو پوهنځي استاد پوهنمل م_ولوي محمد ابرار رحیمي په دعا سره پای ته ورسېدله.