پر دې صفحه هم راسره یو ځای سئ .
https://www.facebook.com/profile.php?id=61562994820459&mibextid=ZbWKwL
د هلمند ولایت د کلیو د بیارغوني او پراختیا ریاست/ Helmand RRD Government organization
د هلمند ولایت د کلیو بیا رغوني او پراختیا ریاست رسمي فیسبوک پاڼه
Offcial page of Helmand RRD
پر دې صفحه هم راسره یو ځای سئ .
https://www.facebook.com/profile.php?id=61562994820459&mibextid=ZbWKwL
د هلمند ولایت د کلیو د بیارغوني او پراختیا ریاست/ Helmand RRD Government organization
06/07/2024
*په هلمند ولایت کې د اوبو رسولو د یوې شبکې چارې پيل شوې*
۱۴۴۵/۱۲/۲۹هـ.ق مطابق ۱۴۰۳/۴/۱۶ هـ.ش
د هلمند ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري او د یونیسف دفتر په مالي مرسته د دغه ولایت د بغني ولسوالۍ په خنجک مزار کلي کې د څه باندې (۶،۳) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې سولري شبکې د جوړولو چارې پیل شوې.
په یاده شبکه کې د (۶۰) متر مکعب په وړتیا د پاکو اوبو د یوې ذخیرې جوړول، د (۶۰) سولر تختو نښلول ، د (۴۱۱۶) مترو په اوږدوالي پایپ غځول او د (۲۱۴) شیردهنونو نښلول شامل دي.
د دې شبکې د کار په جریان کې به لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به یې د نوموړي کلي (۵۰۳) کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.
15/06/2024
په هلمند ولایت کې د اوبو رسولو د یوې سولري شبکې چارې پيل شوې
۱۴۴۵/۱۲/۸هـ.ق مطابق ۱۴۰۳/۳/۲۶ هـ.ش
د هلمند ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري او د یونیسف اداري په مالي مرسته د دغه ولایت د واشیر ولسوالۍ په باغکه کلي کې د ( ۴۶۵۳۱۲۴) افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې سولري شبکې د جوړولو چارې پیل شوې.
په یاده شبکه کې د ( ۱۰) متره مکعب په وړتیا د پاکو اوبو د یوې ذخیرې جوړول، د (۲۰) سولر تختو او(۶۳) شیردهنونو نښلول او د (۳۳۰۰) مترو په اوږدوالي د پایپ غځول شامل دي.
د دې شبکې د کار په جریان کې به لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به یې د نوموړي کلي (۹۹) کورنيو به د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.
14/06/2024
په هلمند ولایت کې د اوبو رسولو د یوې سولري شبکې چارې پيل شوې
۶/۱۲/۱۴۴۵ هـ.ق مطابق ۲۴/۳/۱۴۰۳ هـ.ش
د هلمند ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري او د یونیسف دفتر په مالي مرسته د دغه ولایت د واشیر ولسوالۍ په لر کلي کې د څه باندې ( ۴،۷) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې سولري شبکې د جوړولو چارې پیل شوې.
په یاده شبکه کې د ( ۱۰) متر مکعب په وړتیا د پاکو اوبو د یوې ذخیرې جوړول، د (۲۰) سولر تختو نښلول، د (۳۵۸۹) مترو په اوږدوالي پایپ غځول او د (۵۰) شیردهنونو نښلول شامل دي.
د دې شبکې د کار په جریان کې به لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به یې د نوموړي کلي (۸۹) کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.
02/04/2024
*د کلیو د بیارغونې اوپراختیا وزارت لنډ او دقیق خبرونه!*
*ورځ: دوشنبه*
*نېټه: ۲۲/۹/۱۴۴۵ هـ.ق مطابق ۱۳/۱/۱۴۰۳ هـ.ش*
- د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت اړوند:
- سمنګان ولایت:
د یاد ولایت په خرم و سارباغ او فیروز نخچیر ولسوالیو کې د څه باندې (۲) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د (۴) شبکو ترمیماتي چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
- د کلیو دبیارغونې او پراختیا ریاستونو په همغږۍ او د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته:
- کندهار ولایت:
د یاد ولایت په ریګستان ولسوالۍ کې (۲۹۱) اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي وویشل شول.
- هلمند ولایت:
د هلمند ولایت په دیشو ولسوالۍ کې (۸۰۰) اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي وویشل شول.
- کندز ولایت:
د یاد ولایت په ګل تپه ولسوالۍ کې (۱۰۶۳) اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي وویشل شول.
02/04/2024
*۲۲/۹/۱۴۴۵ هـ.ق مطابق ۱۳/۱/۱۴۰۳ هـ.ش*
*د هلمند ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ او د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته د یاد ولایت په دیشو ولسوالۍ کې (۸۰۰) اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي وویشل شول.*
28/03/2024
*۱۷/۹/۱۴۴۵ هـ.ق مطابق ۸/۱/۱۴۰۳ هـ.ش*
*د هلمند ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ او د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې (۲۱۶۸) اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي وویشل شول.*
27/03/2024
*۱۶/۹/۱۴۴۵ هـ.ق مطابق ۷/۱/۱۴۰۳ هـ.ش*
*د هلمند ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ او د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته د یاد ولایت په واشیر ولسوالۍ کې (۲۰۲۶) اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي وویشل شول.*
26/03/2024
*د کلیو د بیارغونې اوپراختیا وزارت لنډ او دقیق خبرونه!*
*ورځ: دوشنبه*
*نېټه: ۱۵/۹/۱۴۴۵ هـ.ق مطابق ۶/۱/۱۴۰۳ هـ.ش*
- د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت اړوند:
- د کلیو دبیارغونې او پراختیا ریاستونو په همغږۍ او دنړیول خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته:
- غزني ولایت:
د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې (۷۱۰) اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي وویشل شول.
- پکتیکا ولایت:
د یاد ولایت په ډیله او سروبي ولسوالیو کې (۱۷۰۲) اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي وویشل شول.
- جوزجان ولایت:
د یاد ولایت په مردیان ولسوالۍ کې (۱۵۶۶) اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي وویشل شول.
- ننګرهار ولایت:
د یاد ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې (۱۱۰۷) اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي وویشل شول.
- هلمند ولایت:
د یاد ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې (۳۰۴۸) اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي وویشل شول.
- کنړ ولایت:
د کنړ ولایت په نرنګ ولسوالۍ کې (۱۴۵۰) اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي وویشل شول.
- همدارنګه په غور، سمنګان، کندز او تخار ولایتونو کې (۱۸۱۶۲) اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي وویشل شول.
26/03/2024
۱۴۴۵/۹/۱۵هـ.ق برابرد۱۴۰۳/۱/۶ هـ.ش
*په هلمندولایت کې (۳۰۴۸) اړمنو کورنیوته د خوراکي توکو ویش*
د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر او نظارت لاندې، د نړیوال خوراکي پروګرام په مالي مرسته او د بشري مرستو مؤسسې له خوا د هلمندولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې (۳۰۴۸) اړمنو کورنیوسره دخوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
په یادو مرستو کې هرې کورنۍ ته (۵۰) کیلو اوړه، (۴.۵) کیلو غوړي،
(۶.۲۵) کیلو دال ۰.۵کیلومالګه ،(۳)کیلوسوپرسیریال او (۱.۵)د ماشومانو لپاره د خوارځواکۍ توکي وویشل شول.
26/12/2023
۱۲/۶/۱۴۴۵ هـ.ق مطابق ۴/۱۰/۱۴۰۲ هـ.ش
*په هلمند ولایت کې د اوبو رسولو یوه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه*
د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري او د (IRC)مؤسسې په مالي مرسته د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ، سنګین ، موسی قلعه، نادعلي او مارجه ولسواليو کې د اوبو رسولو د یوې پروژې چارې چې پکې د څښاک پاکو اوبو د (۱۸) نویو ژورو څاګانو کیندل او د (۴۴) پخواني ژورو څاګانو ترمیم شامل دي، بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یادې پروژې په بشپړیدو سره د مرکز او نوموړو ولسوالیو (۳۱۴۸) کورنيو، (۲۷) محراب مسجد شریف او (۲) باب مدرسو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړ.
*تکمیل و بهره برداري یک پروژه آبرسانی در مربوطات ولایت هلمند*
کار یک پروژه آبرسانی شامل حفر (۱۸)حلقه چاه آب اشامیدني عمیق مجهز به پمپ هاي دستي و ترمیم(۴۴) حلقه چاه سابقه باپمپ هاي دستي آن در مربوطات ولسوالي هاي مارجه، سنگین، موسي قلعه وشهر لشکرگاه مرکز ولایت هلمند به کمک مالی مؤسسه اي ار سي ( IRC ) از طریق ریاست احیا و انکشاف دهات آن ولایت تکمیل و به بهره برداری سپرده شد.
با تطبیق این پروژه مشکلات آب آشامیدنی (۳۱۴۸) خانواده ،(۲۷) محراب مسجد شریف و دو باب مدرسه در مرکز و ولسوالي هاي متذکره مرفوع گردیده است.
16/12/2023
۳/۶/۱۴۴۵ هـ.ق مطابق ۲۵/۹/۱۴۰۲ هـ.ش
*د محیطي روغتيا ساتنې په برخه کې د هلمندولایت په کچه دياد ولايت د ګرشک ولسوالي يوازنی پاک ولسوالي اعلان شوه*
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کليوالي اوبو رسولو او روغتیا ساتني ریاست له لوري د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالي د ولایت په کچه پاکه ولسوالي اعلان شوه.
نن د يولړ مراسمو په ترڅ کېد کلیوالي اوبو رسولو او روغتیا ساتني رئیس انجینر اسدالله عمار، د هلمند ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس ملا محمود ثاني، د وزارت د تمویلوونکو ادارو مسؤل ډاکټر حیات الله عابد، د هرات ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس ملا عبدالسلام هجرت په ملتیا د یوې غونډې په ترڅ کې د محیطي روغتيا ساتنې او حفظ الصحي خدماتو د تطبیق او مدیریت په برخه کې د ولایت په کچه د هلمند ګرشک ولسوالي يوازنی پاک ولسوالي کړه.
په یاده غونډه کې د دغه ولایت د ګرشک ولسوال حاجي ملا محمد صادق، یو شمیر علماء کرامو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون درلود.
*ولسوالی گرشک ولایت هلمند در قسمت حفظ الصحه محیطی یگانه ولسوالی پاک در سطح ولایت هلمند اعلان گردید*
ولسوالی گرشک ولایت هلمند یگانه ولسوالی پاک در سطح ولایت هلمند از طریق ریاست آبرسانی و حفظ الصحه روستایی وزارت احیا و انکشاف دهات اعلان گردید.
امروز طی محفلی به حضور داشت انجنیر اسدالله عمار رئیس آبرسانی و حفظ الصحه روستایی، ملا محمود ثانی رئیس احیا و انکشاف دهات ولایت هلمند، داکتر حیات الله عابد مسئوول اداره تمویل کننده گان وزارت و ملا عبدالسلام هجرت رئیس احیا و انکشاف دهات ولایت هرات ولایت ولسوالی گرشک ولایت هلمند را از نگاه حفاظت از محیط زیست و حفظ الصحه، و تطبیق مدیریت آن یگانه ولسوالی پاک در سطح ولایت هلمند اعلان نمودند.
در محفلی که به همین مناسبت در ولایت هلمند تدویر یافت حاجی ملا محمد صادق ولسوال گرشک، علمای کرام، ریش سفیدان و جوانان اشتراک نموده بودند.
| Monday | 09:00 - 17:00 |
| Tuesday | 09:00 - 17:00 |
| Wednesday | 08:00 - 17:00 |
| Thursday | 09:00 - 17:00 |
| Friday | 09:00 - 14:00 |
| Saturday | 09:00 - 17:00 |
| Sunday | 09:00 - 13:00 |