Municipality Of Lashkergah

Municipality Of Lashkergah city promotion

15/10/2026

د توسعوي احمد شاهي مېني د شخصي مځکو ادعا لرونکو اشخاصو ته خبرتيا!

د نافذه اصولو او د لوړو مقاماتو د هدایت مطابق د توظیف سوي فني هیئت له خوا د توسعوي احمد شاهي مېني د پلان د تطبیق مطابق او د رهایشي نمرو د توزیع او خط اندازي جريان لري. داچي د مځکو د غصب د مخنیوي او غصب شوو مځکو د استرداد کمیسيون د (٢) ګڼه ١٤٤٥/١/٣٠ نېټې فیصلې او د کندهار زون اختصاصي محکمې د قضائي قرار د (ع ٢٦ خ ٩ ) ٥ شعبان د ١٤٤٦ نېټې او د (١٠ ع خ ٩) ١٤٤٧/١/١٣ نمبر په اساس د ياد پلان په ساحه کښې (٩) قطعات (٥٠١, ٥٠٤، ٥٠٧، ٥٠٨، ٤٨٩، ٥٨٢، ٥٠٩، ٥١٠ او ٢٣٣٥ ) قطعو کي شامله چي مجموعي مساحت یې (١٦٤٥،٤١) جریبه مځکه کيږي مطلق امارتي تثبیت شوې ده، هغه کسان چي د ياد پلان په ساحه کښې بغیر د پورته ذکر شوو قطعاتو څخه د شخصي مځکي ادعا لري خبر ور کول کيږي د خپل ملکيت اصلي اسنادو سره د غصب د مخنیوي تخنیکي هيئت ته مراجعه وکړي ترڅو د ياد کمیسون له لوري یې په هکله لازم اجراات تر سره سي.
یادونه: د اعلان د نشريدو د (١٤٠٥/٧/٢٣ نېټې څخه تر ١٤٠٥/٨/٤) نېټې پوري د ١٢ ورځو په جريان کښې که څوک په ياده ساحه کښې هر رنګه د ملکيت اسناد ولري تخنيکي هيئت ته دي وړاندي کړي که تر ټاکلي مودې پوري څوک حاضر نه سو بیا حق د شکايت نه لري.

د هلمند ولايت لښکرګاه ښاروالي

د مطبوعاتو مدیريت

*د متوازن انکشاف په موخه د ښار په اتمه ناحیه کې د ۲۲۲۰ متره کانګریټي چرۍ د جوړولو چارې "٩٠"سلنه بشپړي شوي دي*د هلمند ولا...
11/10/2026

*د متوازن انکشاف په موخه د ښار په اتمه ناحیه کې د ۲۲۲۰ متره کانګریټي چرۍ د جوړولو چارې "٩٠"سلنه بشپړي شوي دي*

د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښاروالۍ د ښاري عامه خدمتونو د پیاوړتیا، ښاري انکشاف او د ښاري زیربناوو د پراختیا په موخه، د ښاروالۍ له انکشافي بودجې څخه د لښکرګاه ښار د اتمې (۸) ناحیې اړوند د ۲۲۲۰ مترو په اوږدوالي د سیخ لرونکي کانګریټي چرۍ د جوړولو چاري څه باندي "٩٠" سلنه بشپړه شوي دي.

د لښکرګاه ښاروالۍ د انجینرۍ او زیربناوو لوی مدیر، انجینر شاه محمد «ژمن»، په وينا د اتمې ناحیې په مربوطاتو کې د ۲۲۲۰ مترو په اوږدوالي د سیخ لرونکي کانکریټي چرۍ چاري څه موده وړاندي رسماً پیل شوې وې چي اوس مهال یې کارونه "٩٠" سلنه بشپړه شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د یادې پروژې د چارو له بشپړېدو وروسته به دغه چرۍ د ښاریانو د تګ راتګ او ښاري خدمتونو د لا ښه کېدو په موخه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده، چې لښکرګاه ښاروالۍ د ښار د پراختیا، د ښاري زیربناوو د پیاوړتیا او د عامه خدمتونو د ښه والي په موخه یو شمېر نورې انکشافي پروژې هم تر کار لاندې لري.

راپور: ښاروالۍ مطبوعاتي مدیریت!

نېټه: ١٤٤٨/٤/٢٨ هـ ق

هلمندولایت لښکرګاه ښاروالۍ ریاست!

04/10/2026

*د څلورمي ناحیې اړوند ګذر ،صنفي وکیلانو او قومي مخورو سره د عامه پوهاوي په موخه ناسته ترسره سوه:*

نن ورځ یکشنیه، د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښاروال الحاج حافظ صدیق صاحب په هدایت او سپارښتنه د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ څلورمي ناحیې اړوند د ګذر او صنفي وکیلانو سره د عامه پوهاوي په موخه دې آمریت آمر حاجي ملا فیض الله اخند په مشرۍ غونډه ترسره شوه.

غونډه کي د ښاري حکومتولۍ امر حاجي ملا فیض الله اخند ترڅنګ ګذر وکیلانو، صنفي وکیلانو او قومي مخورو برخه درلوده.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

پیل کي د ګذر وکیلانو او قومي مخورو په سیمه او ناحیه کي د ښاروالۍ د هڅو ستاينه وکړه او تر څنګ یې د نورو خدمتونو هیله وکړه.

همدارنګه یو شمېر ستونزو یې د ښاروالۍ د مسؤلینو سره د حل په موخه وړاندي کړې، په وروستیو کي د ښاري حکومتولۍ امر حاجي ملا فیض الله اخند د غونډي ګډون والو ته عامه پوهاوی ورکړ او د هغوی د همکارۍ څخه یې مننه وکړه او ګډونوالو ته یې د حل په موخه ډاډ ورکړ او زياته یې کړه چي ستاسو ستونزي به تر ښاروالۍ مقام رسو.

د یادوني وړ ده چي د ښاروالۍ اړوند ښاري حکمتولۍ تر دې وړاندي هم د ولسونو د ستونزو د حل په موخه دې ته ورته غونډي ترسره کړي دي.

غونډه د دعائیه وینا په کولو سره پای ته ورسیدل.

راپور: ښاروالۍ مطبوعاتي مدیریت!

نېټه: ١٤٤٨/٤/٢١ هـ ق

هلمندولایت لښکرګاه ښاروالۍ ریاست!

03/10/2026

*لښکرګاه ښاروالۍ اداري پرسونل ته ښونيز او اصلاحي بیان په موخه غونډه ترسره شوه:*

د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښاروالۍ اداري پرسونل ته د ولس او ښاریانو لپاره د ښه او پر وخت خدمت کولو په موخه د الحاج شیخ الحدیث والتفسیر مولوی عبدالوارث صاحب لخوا ښونيز او اصلاحي بیا غونډه ترسره شوه.

غونډه کي د ښاروال الحاج حافظ صدیق صاحب ترڅنګ د کندهار جید علم الحاج شیخ الحدیث والتفسیر مولوی عبدالوارث صاحب، ښاروالۍ مالي امر محب حاجي مولوي صاحب، اداري آمرینو او مدیرانو برخه لرل.

پیل د فتر عموي مدیر قاري عبدالخالق "عباس" صاحب له لوري د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت کولو سره وشو.

د غونډي شروع د الحاج شیخ الحدیث والتفسیر مولوی عبدالوارث صاحب لخوا په ښونيز او اصلاحي بیان سره وشو ده په خپلو خبرو کي وویل: د اسلامي امارت ټول مسؤلین، باید په خپلو منځونو کي ورځنۍ چاري په یوالي او همږغۍ ترسره کړي، همدارنګه یې وویل اسلامي نظام خدمت،د خپلو امراوو اطاعت په اړه دقیق اوسئ.

همدا شان، ددې بیان په ترڅ کي الحاج شیخ الحدیث والتفسیر مولوی عبدالوارث صاحب ټولو اداري مسؤلینو ته د ولس پر وخت او ښه خدمت کولو او د خلکو او ښاریانو کارونه په حوصله مندۍ، خلاصولو سپارښتني وکړې، ده وویل:دلته تاسو ته د شهید مور راځی
کونډه راځی یتیم راځی معیوب راځی هغه چی تاسو ته ګوری خپل بچی وروڼه زامن ورته یادیږی نو تاسو یې ښه خدمت وکړی د اسلامي نظام شکر ادا کړې.

غونډه د دعائیه وینا په کولو سره پای ته ورسیدل.

راپور: ښاروالۍ مطبوعاتي مدیریت!

نېټه: ١٤٤٨/٤/٢٠ هـ ق

هلمندولایت لښکرګاه ښاروالۍ ریاست!

03/10/2026

*د لښکرګاه ښاروالۍ د مشورتي بورډ پنځلس ورځنۍ غونډه ترسره سوه:*

د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښاروال او مشورتي بورډ ریس الحاج حافظ صدیق صاحب د هدایت او لارښووني مطابق د ښاري حکومتولۍ امریت له لوري د حاجي ملا فیض الله اخند په مشرۍ د مشورتي بورډ پنځلس ورځنۍ غونډه ترسره سوه.

غونډه کي د ښاري حکومتولۍ امر حاجي ملا فیض الله اخند ترڅنګ د مشورتي بورډ مرستیال الحاج عبدالولي "دورانی" صاحب، د کمېټو مسؤولینو او وکیلانو برخه لرل.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

پیل کي د مشورتي بورډ د کمېټو مسؤولینو د تېري مياشتي ګزارشونه وړاندي کړل او د یو شمېر موضوعاتو د حل او فصل په اړه د غونډي ګډنوالو پرې خبري وکړې.

همدارنګه د اجنډا مطابق د ښاري حکومتولۍ امر حاجي ملا فیض الله اخند وینا وکړل د په خپلو خبرو کي د ګذر وکیلانو د هڅو ستاینه وکړل چي د ښاروالي سره همکاره پاته شوي دي او د یو لړ موضوعاتو د حل په موخه یې د حل ډاډ ورکړ.

غونډه په دعائیه وینا سره پای ته ورسیدل.

راپور: ښاروالۍ مطبوعاتي مدیریت!

نېټه: ١٤٤٨/٤/٢٠ هـ ق

هلمندولایت لښکرګاه ښاروالۍ ریاست!

26/09/2026

*خبرتيا!*
لښکرګاه ښاروالي نن شپه د اوومي او اتمي حوزو په حدوداتو کي کوڅه ډبه سپي وژني.
درنو ښاريانو ته خبر ورکول کيږي چي د ډزو په او ریدو سره تشويش و نه کړي.
نوټ: د تیرو شپو په جريان کي شاوخوا *١٨٠* سپي له منځه وړل سوي دي.

*لښکرګاه ښاروالي*

23/09/2026

*د ګذر، صنفي وکیلانو او بې پولي ډاکټرانو ترمنځ د روغتیایې معلوماتو شریکولو په موخه غونډه ترسره شوه*

نن ورځ پنجشنبه، د هلمند ولایت لښګرکاه ښاروالۍ اړوند د ګذر او صنفي وکیلانو او بې پولي ډاکټرانو ترمنځ د روغتیایې معلوماتو شریکو په موخه د ښاروال الحاج حافظ صدیق صاحب په هدایت او ښاري حکومتولۍ له لورې ترتیب شوې غونډه ترسره شوه.

ياده غونډه کې د ښاري حکومتولۍ آمر حاجي ملا فیض الله اخند ترڅنګ ګذر وکیلانو صنفي وکیلانو او بې پولي ډاکټرانو ولایتي مسؤولینو برخه لرل.

غونډه د قرآن کريم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت کولو سره شروع شوه.

پیل کې د بې پولي ډاکټرانو استازو روغتیایې معلوماتو لکه د حاملګی په دوران کي د مور او ماشوم صحي مراقبت په اړه معلومات وړاندي کړل او د ګذر او صنفي وکیلانو څخه یې هیله وکړل چې دغه معلومات په خپلو سیمو کې مساجدو او منبر له لارې تر نور خلکو ورسوي.

د ګذر او صنفي وکیلانو لخوا ډاډ ورکړل شو چې د صحت اړونده تر لاسه شوي معلومات به تر ښاریانو رسوي او په دې اړه به د سیمې خلګو ته عامه پوهاوی ورکوي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم دې ته ورته غونډې ګذر او صنفي وکیلانو او بې پولي ډاکټرانو ترمنځ جوړي شوي دي.

غونډه په دعائيه وینا سره پای ته ورسېدل.

راپور: ښاروالۍ مطبوعاتي مدیریت!

نېټه: ١٤٤٨/٤/٧ هـ ق

هلمندولایت لښکرګاه ښاروالۍ ریاست!

23/09/2026

*لښکرګاه ښاروال سنګین ولسوالۍ ته د يو لړ موضوعاتو د حل په موخه سفر وکړ:*

نن ورځ سې شنبه، د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښاروال الحاج حافظ صدیق صاحب چي قضای امارت، د کور او ښار جوړولو رياست، هلمند مستوفیت استازو د ښاروالۍ د دوهمي ناحیې لوی مدیر حافظ مولوي عمير او د ښاروالۍ د عوايدو مدیر یې ملتیا کول د ولایت مقام په هدایت سنګین ولسوالۍ ته د يو لړ موضوعاتو د حل او د عوایدو د راټولوني په اړه سفر وکړ.

د ښاروالۍ اړوند مطبوعاتي دفتر ته به رارسيدلو معلوماتو کي راغلي: ښاروال الحاج حافظ صاحب چي د ښاروالۍ اړوند مدیرانو او د موضوع اړوند ځینیو ریاستونو استازو یې ملتیا کول د عواید د ښې راټولیدني او مدیریت کولو په اړه نوموړي ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د يو شمیر موضوعاتو تر څنګ د عوايدو په درست ډول راټولوني او د عایداتي سرچينو اړوند نظريات شريک کړه.

په معلوماتو کي راغلي دي چي ښاروال الحاج حافظ صدیق صاحب او ورسره مل پلاوي ددې ولسوالۍ د ښارولۍ د مسؤلینو او د ولسوالۍ د اوسیدونکو استازو سره ناستي کړي دي او د عوایدو اړونده موضوع په اړه د ولایت مقام څخه هدایت شوي موضات تشریح کړي او ترڅنګ یې یو شمېر سپارښتني او لارښووني هم بیان کړي ، ددغو هدایتونو د اصولي عملي کولو غوښتني ترسره شوي دي.

د یادوني وړ ده چي د سنګین ولسوالۍ د ښاروالۍ او اړونده د اوسیدونکو د استازو لخوا ددې موضوع په اړه د اجرا ډاډ ورکړل شو.

راپور: ښاروالۍ مطبوعاتي مدیریت!

نېټه: ١٤٤٨/٤/٩ هـ ق

هلمندولایت لښکرګاه ښاروالۍ ریاست!

23/09/2026

*د ښاري نظم راوستلو په موخه په لومړۍ"١" او پنځمه"٥" ناحیه کي کمپاین ترسره شو:*

د هلمند ولايت مرکز لښکرګاه ښاروال الحاج حافظ صدیق صاحب د هدایت په اساس د ښاري نظم مدیر قاري بشیر صاحب په خاصو هڅو د ښار په لومړۍ او پنځمي ناحیېو کي د ښاري نظم راوستلو په موخه د ګڼه ګوڼي له ساحو څخه کراچۍ او وسایطو لېري کولو کمپاین ترسره شو.

د ښاري نظم مدیریت د معلوماتو له مخي: د ښار له لومړۍ او پنځمي ناحیې له سيمو څخه لومړی نظارت ترسره شو.

په ترلاسه شو معلوماتو کي راغلي چي ددغه څارني په ترڅ کي د ذکر شوو ناحیو کي د ګڼه ګوڼي له سیمو څخه کراچیوانان، دست فروشان او پارکینګ شوي وسایط لېري کړي، ترڅنګ یې ټولو ته سپارښتنه وسوه چي تر دې وروسته باید پر سړکونو د ګڼه ګوڼې جوړولو سبب نه شي.

د یادوني وړ ده چي د لښکرګاه ښاروالۍ اړوند ښاري نظم مدیريت تر دې وړاندي هم دي ته ورته کمپاینونه ترسره کړي دي.

راپور: ښاروالۍ مطبوعاتي مدیریت!

نېټه: ١٤٤٨/٤/١٠ هـ ق

هلمندولایت لښکرګاه ښاروالۍ ریاست!

*ښار ته د پاکو اوبو د داخلیدو د کانال د دریم فاز د اعمار چاري پیل شوې:*د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښاروال الحاج حافظ صدیق...
23/09/2026

*ښار ته د پاکو اوبو د داخلیدو د کانال د دریم فاز د اعمار چاري پیل شوې:*

د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښاروال الحاج حافظ صدیق صاحب په هدایت لښکرګاه ښار ته داخلیدونکي د پاکو اوبو د کانال دریم قسمت چي جمله "٧٢٠"متره مربعه کیږي د اعمار چاري د ښاروالۍ په انکشافي بودجه شروع شوې.

د انجنیرۍ او زیربناء لوی مدیر انجینر شاه محمد "ژمن" د معلوماتو له مخي: ددې کانال لومړۍ او دوهمه برخه له وړاندي بشپړي شوي او د دريم فار چاري یې اوس پیل شوې، د پاتي برخي دريمي برخي چي "٧٢٠"متره مربع دی چاري یې اوس مهال پیل شوې چي تر بشپړيدو وروسته به ګټي اخیستني ته وسپارل شي.

د ښاغلي انجنیر شاه محمد ژمن په خبره، ددې کانال په بشپړه رغوني سره به لښکرګاه ښار ته پاکي اوبه داخلي شي چي د ښار په ښکلا او د چریو په پاکولو کي به رغنده رول ولوبوي.

د یادوني وړ ده چي لښکرګاه ښاروالۍ ددې ترڅنګ يو شمیر نوري پروژې هم په لاره اچولي دي.

راپور: ښاروالۍ مطبوعاتي مدیریت!

نېټه: ١٤٤٨/٤/١٠ هـ ق

هلمندولایت لښکرګاه ښاروالۍ ریاست!

Address

D3 Helmand Lashkergah
Lashkar Gah

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Municipality Of Lashkergah posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share