پاڼه د عشرتی پلویانو له لوری جوړه شوی چی د نوموړی نظریات ، څرګندونی او کړنو منعکس کونکی ده.
د ښاغلی ایمل عشرتی امرخیل لنډه پیژندګلوی!
نوم : ایمل عشرتی امرخیل په خټه امرخیل د حاجی غلام حضرت خان امرخیل زوی د ۱۳۲۸ ولسی جرګه کی د میدان وردګو ولایت د خلکو استازی حاجی میر حضرت خان لمسی د میدان وردګ ولایت مرکز د دارو بابا (شینکی بابا ) په کلی کی نړی ته سترګي غړولی.
زده کړی:
ښاغلی عشرتی تر ۱۲ ټولګی خپلی زده کړی په پیښور کی تر سره کړی په کال ۱۳۸۱ه.ش کی وطن ته د بیرته را ستنیدو څخه وروس
ته د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسی علومو په پوهنځی کی څلور کلنی زده کړو په تکمیلولو د لیسانس سند د اداری اودیپلوماسی په څانګی کی تر لاسه کړی..
په کال ۲۰۱۴کی د هندوستا ن مهاتما ګاندهی له پوهنتو څخه د ماستری سند په
عامه اداره برخه کی تر لاسه کړ او Public Administration
اوس مهال د خپلی دویمی ماستری په زده کړو د تجارت په څانګه کی بوخت دی.
نوری زده کړی:
د آیرلند هیواد له الیسون انستیتیوت څخه په مالی څانګه کی دیپلوم.
د آیرلند هیواد له الیسون انستیتیوت څخه په عملیاتی مدیریت څانګه کی دیپلوم.
د لندن د اکسفور د بروکس پوهنتون د سی – ای – ټی یا کیټ اکونټنګ او مالی څانګی زده
کړی(لندن د اکسفورد بروکس پوهنتون)
د مدیریت په برخه کی دیپلوم( هندوستان)
د مالی مدیریت په څانګه کی دیپلوم ( هندوستان)
د مالی مدیریت په څانګه کی دیپلوم ستاینلیکونه(تایلند)
د زده کړی د ریفورم په څانګه کی سرتیفیکت.(هندوستان،تایلند)
او داسی نورو لسونه تریننګونه د هیواد دننه او بهار کی.
د انګلیسی د ژبی د آی- آر – سی سیستم تر ادوانس ۲ دیپلوم.
د انګلیسی د ژبی د ښونی د خاص کورس دیپلوم.
د کمپیو تر په سافت ( انجنیری ) دیپلوم .
د کمپیوټر په نورو خپرونوکی د یپلوم.
د خطاطی او خوشنویسی په نستعلیق څانګه کی مهارت.
ژبی : پښتون ، دری، انګلیسی، اردو ژبو بشپړ لیک لوست او هم په آلمانی ژبی تر یوه حده خبری کول.
کاری تجربه :
17کاله کاری تجربه په نړیوالو موسسو او ټولنیزو مدنی داوطلبی کارونو کی.
د افغانستان د ځمکومولي مديريتعين د نړيوال بانک د ځمکومديرتسي سيستم پروژه کي دسرپرست د مالي چارو متخصص.2019-2021
د نړیوال بانک د کابل ښار د ښاری ترانسپورت د اغیزمنتیا په پروژه کی د مالی مسول دنده.۲۰۱۵ -2019
۲۰۱۲ تر ۲۰۱۴ کال په نړیوال بانک کی د عملیاتی چارو تحلیل ګر په حیث دنده.
۲۰۰۹ تر ۲۰۱۲ په نړیوال بانک کی د مالی تحلیل ګر په حیث دنده .
۲۰۰۶ تر ۲۰۰۹ د لوړو زدکړ په وزارت کی د نړیوال بانک د لوړو زدکړو د تقویت په پروژی کی د مالی او اداری مسول او پولی تخنیک په پوهنتون کی د پروژی په اړند څانګو کی د ریس مرستیال .
۲۰۰۴ تر ۲۰۰۶ د کابل پوهنتون علمی څیړنیزی مرکز او د کانراد ادناورد په دفتر کی د پروژی د مرستیال په حیث دنده. Konrod Adenaur Stiftun
د انګلیسی ژبی اود خطاطی په څانګو کښی د ښونکی په توګه دنده .۱۹۹۹-۲۰۰۳
ټولنیزفعالیتون :
۱۳۹۰ کال را پردیخوا د امربابا ټولنیزه کلتوری ټولنی ( دامرخیلو مرستندویه ټولنه) موسس او د امرخیلو د سراسری شورا د ځوانانو مسول. www.amarkhails.com
معاون سکرتر جنرل (ASHNA MUN )Ashna Model United Nation) http://www.ashnaimun.org/index.php/secretariat-committee/
لیکوالی په ورځینی حالاتو لیکنی، اقتصاد ، څیړنی، تبصری ، تحلیلونه په پښتو ، دری او انګلیسی ژبو، عنوانونو د بیلګی یی به لاندی ډول دی :
۱: د کابل کانفرانس او نړیوالی ژمنی د خپریدلو ځایونه په( بینوا ، لرو اوبر، امینزی، ټول افغان: سورغر ویب پاڼو کی )
۲: ځوانان او بیکاری
۳: د بشر حقوق یعنی څه.
۴:ګرم څوک ده.
۵: په نوی پارلمان کی د ملت پر حیات ملنډی وهل
۶: دتعصب سرمنشه څوک ده .
۷:د ارزښت وړ یی چی ارزښت ورکوی ( تحلیل)
۹: له میډیا څخه په ټولنی کی اخلاقی فساد خپریدل.
۱۰: په هیواد کی د مخابراتی شرکتونو نا وړه ګټه لا سته راوړل
۱۱: د دری لیسزوجګړو اغیزی د افغانستان په چاپریال او شنیلی
How to solve Kabul city Traffic pack.12. Impact of three decade of war on Afghanistan’s environment and greenery.13
( دغه مضمون په انګلیسی ژبی لیکل شوی دی چی په ڼړیوال کانفرانس کی د ۲۰۱۱ کال داپریل په میاشت کی په پولی تخنیک پوهنتون کی دایر او مطالب یی د کتاب په شکل چاپ او خپاره شول)
د نور لیکنو خپریدلو څایونه : او ځینی یی په انترنټی ویب پاڼو لکه : بینوا ، لرو اوبر، امینزی، ټول افغان،لمړیتوب او هم ۸ صبح ، عدالت ، چراغ ورڅپاڼو کی هم خپریدلی دی.
ژوندانه چاری اوبریاوی:
د خدای تعالی پر مهربانی ، دمور او پلار اوفامیل ، دوستانو او وطنوالو په دعا دخپلو کوښښونو له وجی په کارونو کی بریالی یم، يواځینی لار د کامیابی می پر له پسی هلی ځلی او د اسلامی شریعت په رڼا کی د مشرانو مشوری د خپل ژوند تګ لاره ګرځولی ده، په خپله اراده کی قوی او ټینګ ولاړ یم د ځان، وطن، ټبر او خپلو خلکو په وړاند خدمت ته ژمن یم.
نور فعالیتونه:
په ژوندی توګه په ځیونو خپرونو کی د ځوانانو په هکله په بحثونو کی ونډه اخیستل.
د امریکا غږ آشنا رادیو سره مرکی.: د ځوانانو غیرقانونی تګ عوامل بهرنیو هیوادونوپه لور.) http://www.pashtovoa.com/content/talk-show-afghan-youths-117421249/1198460.html
د امریکا غږ آشنا رادیو سره مرکی: په هیواد کی د بیکاری عوامل.
د سلواک د ملی تلویزیون سره په ژوندی بڼه مرکه د ۲۰۰۸ کال انتخاباتو په هکله.
د څوانانو هڅول د لوړو زدکړو لپاره هغوی ته په شخصی پوهنتونو نوکی په کم لګښت دهغوی منل.
به مدنی خوزښتونو کی ونډه اخیستل
د وطن د سوکالی او ځوان نسل لپاره د هر رازی چمتوالی او تل په خدمت کی ولاړ.
تریننګونه او لاسته راوړنی:
په اداری ، مالی ، مالی مدریت ، استراتیژی جوړونی، او داسی نور برخو کی په لنډ مهال ډول زدکړی په هند، اندونیزیا ، تایلند، هندوستان ، سنګاپور هیوادونو کیړی دی چی د ۲۱ څخه زیات ستاین لیکونه ، سرتیفیکیټونه او تصدیقونه می لاسته راوړی دی.
سفرونه :
رسمی او غیر رسمی سفرونه :ترکیه، ایتالیا، لندن، جرمنی، هالند، بلجیم، لوکزامبورګ، فرانسه، دوبی، هندوستان، اندونیزیا، سنګاپور ،تایلند، سریلانکا او پاکستان هیوادونو ته چی ډیری برخه یی رسمی سفرونه وه.
لیوالتیاوی:
درس ویل، اړینو او بیوزلو سره مادی او معنوی مرستی، سفرکول، عکس اخیستل، نړیوالو دودونو سره آشنا کیدل، لامبو وهل، آزاد سپورټ ، د پلار او مور کورنی د مشرانو او ټبر احترام، له کشرانو سره شفقت او خپل ټبر ،هیوادوالو ته خدمت او ګران هیواد کی دقانون حاکمیت او تل پاتی سوله زما یواځینی هیله ده.
خاصه مینه :
له ژبنی سمتی تبعیض څخه پرته خپل وطن ، خپل دین ، کلتور افغانیت پښتونولی سره خاصه مینه.
د آزاد مستقل او اسلامی فکری استقرار خاوند.
اجتماعی ټولګټو کارنو کی برخه اخیستل خپل دین ، هیواد او خپلو خلکوته دخدمت جوګه کیدل
انسانانو ته په مادی او معنوی اړخ کی ګټه رسول می له خصوصیتو څخه دی
ټولنیز فکر او خاصیت درلودونکی.
زما خاص مکتب
هغه خاص مکتب چی زه یی تعقیبوم هغه د تواضع او تقوا مکتب دي.
کله نا کله حضیری ته ځم او ټولو مسلمانانو ته دعا کوم او له ځانه سره فکر کوم چی دغه ټول هم یو وخت زمونږ په شان تکړه او غښتلی مشران ، قومی سپینږیری او ځوانان وو، اوس د دوی یوه خبر تر غوږوکیږی چی هغه د دوی نیک عمل، نیک کارونه او په ټولنی کی ښه اخلاق وو چی تلپاتی دی، له فانی دنیا څخه له یو متر سپینی ټوټی (کفن) سره ولاړه نو دا زما خاص مکتب دی چی زه یی تعقیبوم او دغه عمل د خوږ نبی سنت هم دی چی کله به پیغمبر ص ډیرخفه او یا خوشحاله وو نو حضیری ته به ولاړ هلته به یی مړیو ته دعا ګانی کولی.
زما په اند دغه کار انسانان ښو کارونو ته هڅوی او د کبر او غرورمفکوره یی له سره او ذهن څخه لری باسی او دی ته یی هڅوی چی ښه او نیک کارونه وکړی له خپلی ژبی، لاس او اعمالو ځخه نورو ته ضرر ور ونه رسوی.
غوښتنی او هیله : غواړم چی یوه ستر مقام ته ورسیږی تر څو وکولی شم خپل هیواد ته په مشروع ډول خدمت وکړم داسی یو مقام چی په ځپلو پښو ولاړ اوپرته له کومی شخصی غوښتنی خپل کار د بیوزلو په خدمت ګړندی کړم او هیله لرم چی په ګران هیواد کی تل پاتی سوله او نیکمرغی راشی او زمونوږ هیواد یو آزاد، مستقل په اسلامی ارزښتونو او بنسټون ولاړ ، ودان او پرمختللی او د تل لپاره د سولی او ملی یووالی بیرغ پکی رپاند ه وی.
والسلام
د پاڼی مسول او ښاغلی عشرتی د پلویانو له لوری را ټول شوی لنډه معلومات تاسو ته وړاندی شول.