Balkh Literary Movement بلخ ادبي خوځښت

Balkh Literary Movement بلخ ادبي خوځښت

Share

په بلخ او شاوخوا سيمو کې افغان ادب او ټولنيز پرمختګ ته ژمن څوارلس کلن بهير....

30/07/2025

غزل
حيات الله وړ

نه د تیارو پلوي پاتې، نه رڼا غواړمه
نه خیال د زلفو راځي، نه د مخ سبا غواړمه

خدای مې چې زړه اوري نو چیغو ته مې څه ضرورت
چې په فریاد به ترېنه دا او کله دا غواړمه

ستا بې لوظي، زما یقین دې په وعدو عجیبه!
چې زه دې هر مات کړی قول درنه بیا غواړمه

خال که په نیت د تورزړۍ له تندي نه پاکوې
زه په مات زړي محبت درنه همدا غواړمه

د برندو سترګو خوی یې زه داسې خود داره کړمه
نه یې د جنګ خلاف یم، نه ورنه پنا غواړمه

خپلې اوږدې خاموشۍ داسې بې پروا کړمه چې
نه د بتانو منځ کې خوښ یم، نه صحرا غواړمه

لکه تصویر په خلاصو سترګو دې ویده پاتې شم
له غړېدلو سترګو ستا، که ورته سا غواړمه

ما ته په بیا بیا نصحیت "وړه" پرما ملامت
له واعظانو نه بار بار دا اشتبا غواړمه

۱۴۰۴هـ لمریز د اسد ۸مه
مهترلام/ لغمان

28/06/2025

غزل
استاد حيات الله وړ

چې به پر ما وې د خوږو نظره! چېرته یې اوس؟
زما د هر ارمان او هیلو دره چېرته یې اوس؟

د هجر سوړ سیوریه ددې یخنۍ دې نه یمه نور
د وصال تود احساس و ګرم لمره چېرته یې اوس

لکه د درد دې په سینه داسې ویده پرېښودم
چې به دې ویښ ساتلم زه، پرهره چېرته یې اوس

چې به دې نورې غوښتې نورې غوښتې نورې غوښتې
په اوښکو سترګو پسې، غم نهره چېرته یې اوس

پرما دې ژبه د مئینو اسوېلیو زده کړه
سترګې، لېمه، زړه او زما ځیګره چېرته یې اوس

دلته خو هره خونه هره کوڅه ستا ګنمه
خو د بلنې په نیت خلاصه وره چېرته یې اوس

په ډیوه سترګو مې د زلفو اوږدې شپې رڼې شوې
پرما رانغلې د سپین مخ سهره چېرته یې اوس

په "وړ" دې واغوستې د ځوان جرئت زغرې اخیر
د باڼه ورو سترګو تور لښکره چېرته یې اوس

۱۴۰۴هـ لمریز د چنګاښ ۶مه
کانتیوا/ نورستان

29/05/2025

✍️پښتو ورځ
د پښتون د هويت او د ژبې پالنې د يادښت نېټه ده.

د خپل دغه هويت د ساتنې په پار به مو لومړي ګامونه همدا وي، چې په کورنيز او ټولنيز چاپيريال او علمي ډګر کې خپله ژبه وکاروو.
درناوی
بلخ ادبي خوځښت

25/05/2025

تا ته څه نوم واخلم؟
شاعر: صديق الله بدر

تا ته څه نوم واخلم؟
ژوند؟
خوږ دی، خو د شګو پر سر لیکل شوی
هره خوشالي‌ یې د یوې شېبې ننداره ده
او هره موسکا یې، د ژړا تر شا پټ شوی سیوری دی.

تا ته څه نوم واخلم؟
مینه؟
مینه هغه شمعه ده، چې خپل ځان سوځوي
او رڼا ‌یې یخه کوټه هېڅکله نه تودوي.

تا ته څه نوم واخلم؟
سپوږمۍ؟
سپوږمۍ یوه نیمه شپه ده چې هیڅکله ورځ نه لري
یوه رڼا، چې د بل په توره تیاره کې سترګې خلاصوي

تا ته څه نوم واخلم؟
ګلونه؟
هغه ښکلا چې خندا ‌یې د پاڼو پر شونډو وچه شوې
او عطر ‌یې یوازې د یو تېر یاد وږمه لري.

تا ته څه نوم واخلم؟
سیوری؟
سیوری له ځان سره‌ ساړه راولي
او د شپې پر شونډو خندا سکونډي

تا ته څه نوم واخلم؟
شمال؟
شمال یوه څپه ده، نه لوری لري، نه کور
د وطن وږمه نه ده، پردی باد دی.

تا ته څه نوم واخلم؟
رڼا؟
رڼا د بل د سوځېدو نغمه ده
لکه د هر څراغ چې یوه قرباني لري.

تا ته څه نوم واخلم؟
غرونه؟
غرونه ښويېږي، هم پرې د یخ د باور قدمونه ماتېږي
غرونه د غرور نه دي، د لوېدو انتظار دی.

تا ته څه نوم واخلم؟
وخت؟
وخت خو داسې تښته ده، چې نه تمېږي، او نه پشې شا ګوري
هره لحظه‌ یې د تېرېدو یوه بې‌تاوانه بښنه ده

تا ته څه نوم واخلم؟
خوب؟
خو هغه نیم‌ګړی فلم دی چې پاې ‌یې هېڅکله رښتیا نه ده
خوب یوه هیله ده چې له ویښیا سره مړه کېږي.

تا ته څه نوم واخلم؟
دعا؟
دعا، چې خوله یې خلاصه، لاسونه یې پورته نیولي وي
خو آسمان لکه د ګنهکارې په سترګه ورته ګوري.

تا ته څه نوم واخلم؟
یار؟
چې سترګې ‌یې رڼې خو قدمونه ‌یې درواغجن دي
او هره ژمنه ‌یې د باد یوه مچکه ده چې نه پاتېږي.

تا ته څه نوم واخلم؟
باران؟
باران خو یوازې اوښکې دي، چې اسمان تشوي
او هر څاڅکی ‌یې یوه نه منل شوې کیسه ده.

تا ته څه نوم واخلم؟
لاره؟
چې سر ‌یې نه ښکاري
او منزل ‌یې له مینځه تللی او کله هیڅ نه وي.

تا ته څه نوم واخلم؟
خندا؟
هغه د سترګو تر شا سوزنده خوند
چې نه غږ لري، نه ریښتیا ده

تا ته څه نوم واخلم؟
پرښته؟
چې وزرونه ‌یې سپین دي، خو نیت ‌یې نه معلومېږي
کله چې راکوزېږي، ځمکه په ویره وي.

تا ته څه نوم واخلم؟
کله چې هر نوم اخلم
یا د هیلې تابوت وي
یا د خیال جنازه

تا ته څه نوم واخلم؟
زما خټه له خاورې نه، له وېرې اغږل شوې خټه ده
هر نوم چې اخلم،
زړه مې له درزا او شک نه تښتي
او د وېرې باد پرې نغمه غږوي
لکه زوړ فلوت، چې غم‌سره یو غږ لري

تا ته څه نوم واخلم؟
کله چې هر نوم،
د یو ناورین یوه بله څېره وي؟
۱۴۰۴.۳.۴

Photos from ‎Balkh Literary Movement بلخ ادبي خوځښت‎'s post 22/05/2025

د پښتو ياګانو اسانه کارول:

01/01/2025

د کاروان صاحب نوی غزل:

ګوندې وي چې په نغمو کې دې په کار شم
که بې تاره وې سِتاره چې دې تار شم

دعاګانې راپسې دي هسې نه چې
په پاخه عمر د خامې جلکۍ یار شم

د پُنبې د فابریکې یو یو تار وایي
د ظا.لم دې نه پټکی او نه چلتار شم

بیماران که د آنارو په ارمان دي
زه دې ستا په آناري موسکا بیمار شم

لکه دوې غبرګې سندرې سره ګډې
کاشکې داسې غاړه وتی له نګار شم

ما مې سره اوښان په شنو ورېښمو بار دي
دمه ګیر به هم د شنو بنګړو په ښار شم

خدایه تږو ته مې ته اوبه اوبه کړې
سړیچنو ته دې ښه تازه انګار شم

د کاروان غزله میره د لنډیو
یوې ښکلې وې چې زه به یکه زار شم

پیرمحمد کاروان

کاپي:هميم

10/09/2024

شپه چې پخه شي، ګاونډي ویده شي
چې د موټرو اواز ودرېږي
زه د خپل کټ مخ ته ګونډې ووهم
اوښکې مې مړې مړې په باړخو ښویېږي
شونډې مې ښوري خو اواز نه لري
او دا شکرونه مې له زړه نه وځي

چې اې زما روحه له تا شکریه!
چې لا تر اوسه غاړه هسکه ساتې

چې د امېد په باغ خزان ګډېږي
چې په شنو پاڼو زېړی ولګېږي
چې د مالیار مخ په ګردو پټ شي
چې د بورا وزرې وسکڼېږي

نو اې زما روحه له تا شکریه!
چې لا تر اوسه غاړه هسکه ساتې

زه لکه سروه غاړه جګه ساتم
د حوادثو تر کوتکو لاندې
مې سر مات شوی خو کوږ شوی نه دی
د اوږدو شپو په شومه دم کې وایم

چې اې زما روحه له تا شکریه!
چې لا تر اوسه غاړه هسکه ساتم

استاد سعد الدین شپون

اروا يې ښاده

31/07/2024

د خوږ شاعر پيرمحمد کاروان يو غزل:

30/07/2024

رایشه ګېډۍ مې ستا و څڼو ته تیاره ده
ډکه له غاټولو نه زمونږ د پټي باره ده

لنګه غوا مو راوله غولانځه به یې ډکه شي
هر ډکی د شنو وښو د سپینو شیدو داره ده

لاره دې که ورکه وي نو لاره به در وښیم
لږ نږدې سنځلې ته ور تېره تر چناره ده

ته په کې مخ و ګوره او زلفې په کې سمې کړه
ما درته نیولې په ورغوي کې هنداره ده

ته کېنه کیسې کوه، تا وې د پوهنتون جلکۍ
کلي ته راغلې او د کورتو خریداره ده

تا وې شاعري څه ده، ما وې خواږه خوبونه دي
وینم یې په ویښه د زړه سترګه مې بیداره ده

ما وې چې غنم دې په ما، ته ځان ته رانجه واخله
تا وې چې په کلي کې هندوه دکانداره ده

تا وې هغه څوک وه چې ستایله دې، ما وویل
میره وه د زاڼو خو اوس پاتې له کتاره ده

دا نغمه به بیا تار ته ورخېژوم، که خدای کول
دا نغمه چې پاتې د رباب له تاره تاره ده

تا وې سپین رښتیا وایه کاروانه چې مین خو یې
ما وې هو مین یم، د غزل پَري مې یاره ده

05/07/2024

غزل
ارواښاد خاطر افريدی

دا ستا په سترګو کښې به څه پاتې شي
رقيبه يار که مې په خوله پاتې شي

يو ځلي نېغ په دې لار تېر شه اشنا
چې دې کاږه واږه کاته پاتې شي

پردی مزدور سحر وختي پاڅېږي
د شوګيرو مئين اوده پاتې شي

افسوس چې ستا په خيال به څه ښکارمه
دغه ارمان به مې په زړه پاتې شي

وستايه تل د يار ترخه خاطره
چې په کتاب کې دې خواږه پاتې شي

30/06/2024

د حمزه شینواري کلیات
لواړګۍ ، ۱ جون ۱۹۵۴
مخ - ۱۳۹

تل به په لار د مېړنو سره ځم
يمه پښتون، د پښتنو سره ځم

د مليت نمره، د پرخې په څېر
ستا د دې شوخو پلوشو سره ځم

دا چې خرد هم په ملت ځاروي
زه دې هم داسې لېونو سره ځم

پام كوه، زه هغه نظر نه يمه
چې به په دود د سپېلنو سره ځم

وايي اغیار چې د دوزخ ژبه ده
زه به جنت ته د پښتو سره ځم

راستنېدلاى چې نه شي وخت خو نه يم
خو د حالات د تقاضو سره ځم

لا خو مې ستر په نمرخاته پراته دي
نه لکه نمر د پرېوتو سره ځم

كړمه جهان چې د پښتون زلمی
له خپلو پېغلو حوصلو سره ځم

وړم مستقبل ته د ماضي روايات
زه د خپل حال د ولولو سره ځم

څو چې راغونډ په يو مركز يې نه كړم
هرې تپې ته د جرګو سره ځم

حمزه سفر که د حجاز وي نو هم
زه د پښتون د قافلو سره ځم


د حمزه شینواری رح کلیات
پجګۍ، ۱۲ کتوبر ۱۹۵۴
مخ - ۱۴۱

د خپلو اوښکو اسوېلو سره ځم
ښکلي اشنا ته د جرګو سره ځم

نن دې بادونه ما د ځان سره وړي
زه د دې ښکلیو مېلمنو سره ځم

هغه لوزونه ناپوره راسره
د ښکلي یار د بدرګو سره ځم

مینې دې خوب د لېوني کړمه زه
راځمه ډېر خو د راتلو سره ځم

ستا د محفل هغه سرور یمه زه
ستا د نظر د اوړېدو سره ځم

څو که الفت مې شو یو غږ د جرس
زه د اشنا د قافلو سره ځم

ګله بې پت لکه د پرخې نه یم
چې به د نمر د پلوشو سره ځم

نن به موسکۍ شي د عادت نه خلاف
چې یې محفل ته د لېمو سره ځم

زمانه ساز لکه ښایست شمه زه
له مجبورۍ د زمانو سره ځم

وخته راګورې په تګ تګ کې ولې؟
زه د بې نیازو مېړنو سره ځم

په سپین او تور د مینې پوه نه شم
عقله چې ستا د ورځو شپو سره ځم

عقله بس لار مې د صحرا ولیده
مخکې په نور د بړبوکو سره ځم

حمزه ته ناست اوسه د هوشه سره
زه د ښاغلیو لېونو سره ځم



15/06/2024

جاويد افتاب وايي:

څه باندې ۱۰۰۰ ټوکه کتابونه او علمي جرنالونه مې تېره ورځ د ننګرهار عامه کتابتون ته ډالۍ کړل.

دا هغه کتابونه وو، چې څو کاله وړاندې مې په دې نيت راټول کړي وو، چې زه به په هسکې مېنې کې يو عامه کتابتون جوړوم. د دې له‌پاره مې هغه وخت يو منظم پلان ترتیب کړی و، چې د کتابونو شمېر ۲۰۰۰ ټوکو ته ورسېږي، بیا به د خونې، المارۍ او څوکيو غم ورته کوم، خو له تحولاتو وروسته هر څه په خپله مخه لاړل. بیا مې هم ډېره هڅه وکړه، خو بریالی نه‌شوم، نو بیا مې لازمه وګڼله چې دا امانت د ننګرهار عامه کتابتون مسوول او ژمن انسان ضياءالدين همت مل ته وسپارم، ځکه دا د ختيځوالو حق و، نو د ننګرهار عامه کتابتون راته مناسب ځای ښکاره شو.

دا مې په دې خاطر ولیکل چې هغو ملګرو ته يو وضاحت وشي، چا چې په دې کمپاين کې راباندې د کتابونو راکولو باور کړی و. زه له ټولو هغو مننه کوم او د دې خدمت او صدقې اجرونه ورته له لوی خدای څخه غواړم.

کور جوړم ورته راوړم د کتابونو خښتې

Want your business to be the top-listed Government Service in Mazar-i-Sharif?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Website

Address

Mazar-I-Sharif