Girdikas ګردیکڅ

Girdikas ګردیکڅ

Share

گردیکڅ کلی دبھسودو ولسوالی ننگرھار ولایت

Photos 24/05/2016

Coming Soon ..!

Photos 25/02/2016
Photos 02/11/2015

Love

Mobile uploads 09/08/2015
Photos 02/08/2015

د بوټانو او څپلیو سره د جنازې او نورو لمونځونو ادا کول:

بسم الله الرحمن الرحیم
موږ همیشه د جنازې په لمانځه کې ګورو چې ځیني کسان د لمانځه پر مهال بوټان او څپلۍ اوباسي او د پاسه پرې دریږي او ځینې یې نه اوباسي او بیا ځیني وخت پر هغو چې بوټان نه اوباسي د نورو له لوري غږونه کیږي.

په لاندې احادیثو کې به تاسې وګورئ چې د بوټانو سره لمونځ (حتی په مسجد کې هم) ادا کیدی شي او سپارښتنه یې لا هم شویده.

د انس بن مالک (رض) څخه پوښتنه وشوه چې ایا پیغمبر (ص) د بوټانو سره لمونځ کړی؟ هغه ځواب ورکړ چې هو. (بخاری شریف، حدیث نمبر ۳۸۶)

دا پداسې حال کې چې ستاسې په بوټانو او څپلیو پورې چټلي نه وي، که چیرې بوټان چټل وي نو بیا ورسره د لمانځه کولو اجازه نشته. او که څوک د بوټانو سره په لمانځه ولاړ وي او پوه شي چې بوټان یې چټل دي باید سمدستي بوټان وباسي. پدې هکله د ابو سعید الخدري (رض) څخه روایت دی چې رسول الله (ص) اصحابو ته په جمع لمونځ ورکولو او خپل بوټان یې وویستل او کیڼ لور ته یې کیښودل. کله چې خلکو هغه ولید نو دوې هم خپل بوټان وویستل. کله چې پیغمبر (ص) لمونځ خلاص کړ نو پوښتنه یې وکړه چې تاسې ولې خپل بوټان وویستل؟ هغوی وویل چې موږ ته ولیدلې نو ځکه موږ هم وویستل. پیغمبر (ص) وویل ماته جبرایل (ع) راغی او راته یې وویل چې په بوټانو کې دې چټلي ده. کله چې تاسې مسجد ته راځئ خپل بوټان وګورئ که چیرې چټل وي نو پاک یې کړئ او بیا ورسره لمونځ وکړئ. (ابو داود، حدیث نمبر ۶۵۰، صحیح حدیث)

پیغمبر (ص) چې د بوټانو سره لمونځ کولو یو دلیل یې پدې حدیث شریف کې واضح شوی. د یهودو سره توپیر ولرئ، هغوې د خپلو بوټانو او څپلیو سره لمونځ نه کوي. (ابو داود، حدیث نمبر ۶۵۲، حسن حدیث خو د الباني لخوا دا حدیث صحیح ګڼل شویدی)

په مسجد کې د بوټانو سره لمونځ د هغه وخت او اوس وخت توپیر لري. اوسني هغه مسجدونو ته د بوټانو سره ننوتل منع دي چې فرش ولري، ځکه د مسجد فرش باید پاک وساتل شي. خو په ازاد میدان، پارکونو او نورو ځایونو کې چې هغه فرش نلري او د بوټانو په واسطه نه چټلیږي لکه موږ چې په اکثره ځایونو کې د جنازې لمونځ کو، او یا هم کله چې عسکر په یوه بیابان کې لمونځ کوي او یا هم کله نا کله مسافرین په یوه ځای کې دمه کیږي او لمونځ کوي نو پدې حالاتو او ځایونو کې د بوټانو سره لمونځ کول سنت دي.

د جنازې د لمانځه طریقه به ډیر ژر په ویډیویي ډول تاسې ته وړاندي شي.
الله تعلی دې موږ او تاسې ته د اسلام دین پوهه راکړي.

25/06/2015

بسم الله الرحمن الرحيم
هغه صورتونه چې په هغه کې د روژې پريښودل جايز دي :
۱- سفر : که سفر سخت وي او مسافر ته د روژې نيول ګران وي روژه پريښودل جايز دي البته که تکليف نه وي روژه نيول بهتره دي .
۲- سخت مرض : داسې مرض چې ددې پوره يقين وي که د روژې په نيولو درمل قطع شي يا د روژې نيولو سره مرض زياتيږي نو داسې مريض ته د روژې پريښودل جايز دي .
۳- حامله ښځه : که حاملې ښځې ته د روژې نيولو په وجه د هغې ځان يا بچي د پاره نقصان او خطر وي نو هغه ته د روژې پريښودل جايز دي .
۴- مرضعه ښځه : که تي ورکونکی ښځه ته د روژي په نيولو سره ځان يا بچي ته نقصان او خطر وي نو هغې ته د روژې پريښودل جايز دي ، البته که اقتصادي توان ولري بچي ته مصنوعي شيدي برابروالای شي يا يې بلې ښځې ته په معاوضه ورکولو ورکولای شي يعنې د پيو انتظام کولای شي نو په دې صورت کې د روژې پريښودل جايز نه دي .
۵- حيض او نفاس : د حيض او نفاس په وخت روژه نه نيول پکار دي .
فقه اسلامي – مولانا مجيب الله ندوي حنفي ص ۱۹۹ )
و الله سبحانه وتعالی اعلم

Photos 09/06/2015

Da Kle zwand Mo Khwakh De

15/05/2015

ﻟﻪ ﭘﻮﻫﺎﻧﻮ ﻭﭘﻮښﺗﺊ
ﻟﻪ ﻫﻮښﻳﺎﺭو ﻭﺍﻭﺭﯤ
ﺍﻭ ﻟﻪ ﻏﺮﻳﺒﺎﻧﻮ ﺳﺮﻩ ﺗګ ﺭﺍﺗګ ﮐﻮﺉ

06/05/2015

څلور عملونه ډیر ګران دي مګر اجر یي هم ډیر زیات دی. ۱: د غصې په وخت کې بښنه کول.
۲:په تنګلاسۍ کې سخاوت کول.
۳: په خلوت کې پاکدامني اختیارول.
۴: د ظالم په مخ کې حقه خبره کول.

24/04/2015

د ولس چوپړ

هر وخت به یې د هغه څارنه کوله، چې کومه غلتي یې ونیسي، یوه شپې هغه په تیاره کې ووت، یوه کور ته ورغی څه وخت هلته و بیا ولاړ، څارونکی یې وایي: سهار زه هغه کورته ورغلم په کور کې یوه زړه، ړنده او شله بوډۍ ناسته وه، ورته ومې ویل: بيګا یو سړی ستا کره راغلی و هغه دلته د څه له پاره راځي؟ بوډۍ راته وویل: دا سړی دا ډېره موده کیږي هره شپه ماته راځي، زما د ضرورت شیان راته راوړي او زما کور راته صفا کوي!، د هغه د تېروتنو څارونکي له ځانه سره وویل: مور دي بوره شه طلحه! د عمر بن الخطاب په ښویېدنو پسي ګرځې؟! . صفة الصفوه.

یادونه: د الله په لور پروګرام ستاسو فېسبوک وال ته په زړه پوري، کره او ګټور معلومات درلیږدوي لطفاً د دې لینک له لاري په دې پروګرام کې ګډون وکړئ: http://zdakra.com/pand/

23/04/2015

له ولس سره خواخوږي

یو وخت په مدینه منوره او سیمه کې کاختي راغله او خلک سخت وږي شول، له خلکو سره د نورو مختلفو مرستو په ترڅ کې یوه ورځ اوښان حلال شول او خلکو ته غوښي وویشل شوې، د اوښ کَو، ینه او لړمون یې ځان ته پاخه شوي وو او په یوه لوی لوښي کې یې عمر رضي الله عنه ته راوړل، هغه ورته وویل: که زه دا وخورم نو ډېر بد امیر به یم، ځکه خلکو ته مو غوښه او هډوکي وویشل او زه به پستې غوښي خورم! هغه یې لري کړل او له تیلو سره یې ډوډۍ وخوړله، وروسته یې خپل غلام یرفأ ته وویل: په سمغ نومي ځای کې یوه کورنۍ ده د هغوی حال پوښتلو ته دا دری ورځي زه نه یم ورغلی هغه ماته مو چې کومه پسته غوښه پخه کړې وه هغه هغې کورنۍ ته وروړئ. صفة الصفوه ۲۸۱/۱.

یادونه: د الله په لور پروګرام ستاسو فېسبوک وال ته په زړه پوري، کره او ګټور معلومات درلیږدوي لطفاً د دې لینک له لاري په دې پروګرام کې ګډون وکړئ: http://zdakra.com/pand/

22/04/2015

نېکمرغي به څنګه ترلاسه کوو؟

د صنف پنځوسو شاګردانو ته یې درس ورکاوه، ناڅاپه چوپ شو، له لیږ چوپتيا وروسته یې شاګردانو ته وویل: غواړم یوه لنډکۍ ازموینه درته ترتیب کړم، هغه داسې چې هر شاګرد ته یې یو یو بالون ورکړ او ورته کړه یې: تاسو هر یو خپل بالون وپړسوئ، بیا خپل نوم پرې ولیکئ، او ټول بیرته ماته وسپارئ او هغوی همداسې وکړل. استاد ټول بالونونه یو ځای په بله خونه کې کېښودل او شاګردان یې هغې خوني ته بوتلل، هلته یې ورته وویل: تاسو ایله پنځه دقیقې وخت لرئ په دې پنځو دقیقو کې به هر یو خپل بالون دراخلئ، شاګردانو په تیزي سره د بالونونو په کوټه غوټې پیل کړې او هر یوه کوښښ کاوه هغه بالون ترلاسه کړي چې نوم یې پرې لیکلی دی، رش او ازدحام شو، ټېلې او ټمبې او بد حال جوړ شو، پنځه دقیقې وخت تیر شو ایله دوه دريو کسانو خپل خپل بالون ترلاسه کړ نور تش لاسونه ولاړ او ستمیدل.

دویم ځل استاد ورته وویل: دا ځل بیا پنځه دقیق وخت درکوم، خو د خپل بالون ترلاسه کولو طریقه بدلوو او هغه داسې چې پرته له ټېلو او ټمبو هر کس دي هغه بالون ورواخلي چې ورته نږدې دی، په هغه لیکلي نوم ته دي وګوري او هغه ملګري ته دي بالون ورکړي، په ډېره اساني او ارام سره تقریباً په یوه دقیقه کې هر یوه ته خپل هغه بالون ورسیدی چې نوم یې پرې لیکلی و. له دې وروسته یې استاد وویل: دا هغه کیسه ده چې زموږ په ژوند کې روانه ده، هر څوک په نېکمرغي او ښه ژوند ترلاسه کولو پسې منډي وهي او نه پوهیږي څنګه یې ترلاسه کړي، خو دا خبره ډېری خلکو هیره کړې ده چې اصلي او رښتینې نېکمرغي د نورو په نېکمرغه کولو او خوشاله کولو کې نغښتې ده، د نورو د خوشاله کولو له پاره مخلصانه هڅي وکړه هغه ورکه نېکمرغي به ترلاسه کړې، او که فرضاً یواځي ځان نېکمرغه کړې او نور بدمرغه او ستومانه وي نو د بدمرغو په منځ کې ژوند په هرصورت بدمرغي ده.

یادونه: د الله په لور پروګرام ستاسو فېسبوک وال ته په زړه پوري، کره او ګټور معلومات درلیږدوي لطفاً د دې لینک له لاري په دې پروګرام کې ګډون وکړئ: http://zdakra.com/pand/

Want your business to be the top-listed Government Service in Nangarhar?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Website

Address

Girdikas Bihsood Nangarhar
Nangarhar
26000