د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست

د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست

Share

همدا فېسبوک‌پاڼه د پکتيکا ولايت هر اړخيز مخابراتي او انټرنيټي چوپړتیاوو اړوند معلومات تر تاسو در رسؤي.

05/03/2026

بسم الله الرحمن الرحیم
په پکتيکا ولايت کي يو ویسټ سايټ له يو ځای څخه بل ځای ته تعديل او په کي تري جي خدمتونه پيل شول:
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
نيټه:۱۴۴۷/۹/۱۵
د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رېاست په هڅو او خلکو د مخابراتي اړتياوو په نظر کي نيولو سره د سلام مخابراتي شرکت له لوري په پکتيکا ولايت کي يو سايټ چي د ګيان په ولسوالۍ کې شتون لري له يو ځای څخه بل بل ځای تعديل او له ویسټ څخه لینک ته ارتقاوکړه او هم په کي تري جي خدمتونه پيل شول، چي د ياد سايټ په ارتقا سره به د يادو ولسوالۍ خلک له بشپړ او چټکو غږيزو او انټرنيټي خدمتونو څخه برخمن شي . او تره ډيره بريده به يي مخابراتي ستونزي هواري شي ، يادونه بايد وکړو چي په ياده ولسوالۍ کې د ټي ډي ايف لسمي پروژي د سلام مخابراتي شرکت يو تري جي سايټ هم څو مياشتي مخکي فعال کړل شوی وو چي اوس مهال فعال خدمتونه وړاندي کوي.
په درنښت
د پکتيکا ولايت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رېاست

11/02/2026

بسم الله الرحمن الرحیم
په پکتيکا ولايت کي دوه سايټونه له وی سټ څخه لینک او يو سايټ له ټوجي څخه تري جي ته ارتقا وکړه :
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
نيټه:۱۴۴۷/۸/۲۲
د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رېاست په هڅو او خلکو د مخابراتي اړتياوو په نظر کي نيولو سره د افغان بېسيم مخابراتي شرکت له لوري په پکتيکا ولايت کي دوه سايټونه چي يو يي د خوشامند ولسوالۍ په منارې سيمه کي او بل يي په ډيله ولسوالۍ کي له وی سټ څخه لینک او همدارنګه د اټوما مخابراتي شرکت له لوري يو سايټ ته د يحيي خیل ولسوالۍ کي له ټوجي څخه تري جي ته ارتقا ورکړه، چي په يادو سايټونو په ارتقا سره به د يادو ولسواليو خلک له بشپړ او چټکو غږيزو خدمتونو څخه برخمن شي . او تره ډيره بريده به يي مخابراتي ستونزي هواري شي ، همدارنګه د پکتيکا ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رېاست هڅه کوي چي ياد سايټونه په نيږدي راتلونکي کي تري جي او فورجي ته ارتقا ورکړي تر څو د يادو ولسواليو خلک له چټکو انټرنيټي خدمتونو څخه برخمن شي.
په درنښت
د پکتيکا ولايت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رېاست

21/01/2026

بسم الله الرحمن الرحیم
د مخابراتي شرکتونو او امنيتي اُرګانونو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته!
نېټه: ۱۴۴۷/۸/۱ھ. ق
د پکتيکا ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست مقام کې د مخابراتي شرکتونو او امنيتي اُرګانونو ترمنځ د همغږي ناسته ترسره شوه.
ناسته د مولؤي سيد عبدالکریم هاشمي لخوا د کلام الله مجيد پۀ څو مبارکو آيتونو سره پيل شؤه.
د غونډې پرانېستونکې وينا د پکتيکا ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس ښاغلي ملا محمد انور قيام عادل لخوا پيل شؤه په پیل کي يي ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وويل او پۀ ټوله کې يې د مخابراتي سايټونو د سروې، نصب، فعاليت، تخنيکي ستونزو ته پر وخت رسېدنې او نورو اړوند موضوعاتو پۀ هکله يې سپارښتنې درلودې. ښاغلي عادل د مخابراتي شرکتونو او امنيتي اُرګانونو پر همغږۍ ټينګار وکړ او د هر راز همکارۍ ډاډ يې څرګند کړ.
وروسته د ټولو مخابراتي شرکتونو (سلام، روشن، افغان بېسيم، اټوما، اتصالات او د انټرنيټي ريسلر او اي اس پي شرکتونو) مسئولينو ته پۀ نوبت بلنې ورکړل شؤې چې د هر مخابراتي شرکت د هرې څانګې مسئول د ۱۴۴۷ ھ . ق کال لاسته راؤړنې لۀ مسئولينو سره شريکې کړې او ترڅنګ يې ستونزې او اندېښنې د حل پۀ موخه مسئولينو ته واورؤلې.
پۀ غونډه کې د امنيتي اُرګانونو (استخباراتو رياست، امنیې قوماندانۍ) او ولايت قدرمن مقام استازي مفتي محمد ابراهيم اغا پۀ خپل نوبت خبرې وکړې. د يادو استازو لخوا د مخابراتي شرکتونو استازو ته پوره ډاډ ورکړل شو چې شپه او ورځ به امنيتي ادارې د دوی په خدمت کي ده.
ياده ناسته پۀ دعائيې سره پای ته ورسېده.
پۀ درنښت
د پکتيکا ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست مقام

11/01/2026

بسم الله الرحمن الرحیم
په پکتيکا ولايت کي دری سايټونه له تري جي څخه فورجي ته ارتقا وکړه :
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
نيټه:۱۴۴۷/۷/۲۰
د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رېاست په هڅو د سلام مخابراتي شرکت له لوري په پکتيکا ولايت کي درې نورو سايټونو هم خپل خدمتونه له تري جي څخه فورجي ته ارتقا وکړه ، چي ياد سايټونه د پکتیکا ولایت نکه ،زیړوک او ارګون ولسوالۍ دري سيمه کي شتون لري او د يادو ولسواليو خلک به له چټک انټرنيټي خدمتونو څخه برخمن شي چي په دي سره به د سلام مخابراتي شرکت د انټرنيټي خدمتونه چټک او د اوس عصر ټکنالوژي د غوښتني سره سم ترسره شي،همدارنګه يادونه بايد وکړو چي دوه ورځي وړاندي په مټاخان ولسوالۍ ښورکچه ،شنک سيمي او برمل ولسوالۍ ډنګر ليګډ سيمه کي دری سايټونو ته له تري جي څخه فورجي ته ارتقا کړی وه دا چي اوس مهال ياده پروسه جريان لري چي په نیږدي راتلونکي کي به د سلام مخابراتي شرکت زيات سايټونه فورجي ته ارتقا وکړي.همدارنګه د پکتيکا ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رېاست هڅه کوي چي په پکتيکا ولايت کي د ټولو مخابراتي شرکتونو خدمتونه له تري جي څخه فورجي ته ارتقا ورکړي او چټک انټرنيټي خدمتونه ولسونو ته وړاندي کړي.
په درنښت
د پکتيکا ولايت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رېاست

07/01/2026

بسم االله الرحمن الرحیم
د پکتيکا ولايت د ريسلر او انټرنېټ خدمت وړاندې کوونکو (ISP) شرکتونو څخه هر اړخيزه څارنه ترسره شوه:
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
نيټه :۱۴۴۷/۷/۱۵
د هېواد د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو د ښه تنظيم، د ناسمو او غيراخلاقي ويب‌سايټونو د مخنيوي، او د نافذه قوانينو د تطبيق په موخه، دپکتيکا ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رېاست له لوري د ريسلر او انټرنېټ خدمت وړاندې کوونکو (ISP) شرکتونو څخه هر اړخيزه څارنه ترسره شوه، تر څو د ويب‌سايټ فلټرېشن وضعيت و ارزول شي.
په ياده څارنه کي د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رېاست د هدايت او لارښووني په اساس د ټکنالوژي آمر ، د آترا مدير،استخباراتو استازي او جنايي مديریت استازي شتون درلود.
د ترسره شوې څارنې پر بنسټ لاندې موندنې ترلاسه شوې:
ځينو شرکتونو د ويب‌سايټ فلټرېشن سيستم فعال کړی و
په يو شمېر ريسلر شرکتونو کې فلټرېشن نيمګړی يا غيرفعال و
د موبايل انټرنېټ له لارې ځينې منع شوي ويب‌سايټونه د لاسرسي وړ وو.
ټولو ISP او ريسلر شرکتونو ته دې د معياري فلټرېشن سيستم د فعالولو لارښوونه وشوه .
په درنښت
د پکتيکا ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رېاست

16/12/2025

د پکتيکا ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رېاست د اي ټي ښوونيز کورس د کمپيوټر نوی صنفونه د جدي په لومړۍ نيټه پيل کوي

08/12/2025

بسم الله الرحمن الرحیم
د پکتيکا ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رېاست د اي ټي ښوونيز کورس څخه 57 تنه زده کړيالان فارغ شول :
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
نيټه :۱۴۴۷/۶/۱۶
د پکتيکا ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رېاست د اي ټي ښوونيز کورس څخه د کمپيوټر د زده کړو په برخه کي د پنځلسمی دوري لپاره 57 تنه زده کوونکي له شپږ مياشتو زده کړو له بشپړولو څخه وروسته فارغ شول، د يادو زده کړيالانو د فراغت په موخه د پکتيکا ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رېاست د غونډو په تالار کي غونډه رابلل شوی وه په ياده غونډه کي د مختلفو رياستونو رئیس صاحبانو ،د سیمی مشرانو او ځوانانو ګډون کړی وو ،د يادو فراغت په مراسمو کي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍرئیس ښاغلي ملا محمد انور قيام ګډون والو ته د کمپيوټر د زده کړو په اهميت او ارزښت باندي هر اړخيزي خبري وکړي ،تر څنګ يي يادونه بايد وکړو چي ياد رېاست د کثيرالرشتوي انستیتوت کمپيوټرڅانګي يوولس تنه محصلينو ته يو مياشتني پرکتيک دوره په برياليتوب سره بشپړه کړې وه چي ياد زده کړيالانو ته د غونډي په پای کي د فراغت سندونه توزیع شول.
په درنښت
د مخابراتواومعلوماتي ټکنالوجۍ رېاست

03/09/2025

بسم الله الرحمن الرحیم

د پکتیکا ولایت پۀ خوشامند ولسوالي کې يو بل سايټ جوړ او په کي انټرنېټي او غږیز خدمتونه پیل شول.
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته!

نېټه:۱۰/ ۱۴۴۷/۳ ھ . ق

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اترا محترمې ادارې د لسمې پروژې دوهم لاټ اړوند د پکتیکا ولایت خوشامند ولسوالي کې د سلام مخابراتي شرکت يو تري جي سايټ نصب او پۀ کې غږیز او انټرنېټي خدمتونه فعال شول.
د یاد سايټ په نصب سره به د یادي ولسوالي خلک د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو څخه برخمن شي او تر ډېره بریده به يې مخابراتي ستونزې هوارې شي.
همدارنګه يادؤنه بايد وکړو چي يوه اوونۍ وړاندې هم په نکه، زيړوک، ارګون ،اومنه ،يحيي خيل ،چهاربران او ګومل ولسواليو کې د سلام مخابراتي شرکت غږيز او انټرنېټي خدمتونه فعال شول.
د سلام مخابراتي شرکت د پاتو سايټونو ساختماني او تخنيکي چارې لا هم دوام لري چې ستاسو سره به ان شاء الله د هر سايټ د فعالیت راپور پر وخت شريک کیږي.

پۀ درنښت

پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست

26/08/2025

بسم الله الرحمن الرحیم

پکتيکا ولايت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اترا محترمې ادارې پۀ مالي لګښت د لسمې پروژې دوهم لاټ او واحدې سرچينې د سلام مخابراتي شرکت ۲۷ سايټونو د ګټې اخېستنې مراسم ترسره شول.

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته!

نېټه: ۳۰ / ۲ / ۱۴۴۷ ھ . ل

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اترا محترمې ادارې د لسمې پروژې دوهم لاټ د سلام مخابراتي شرکت د ۲۵ سايټونو او د واحدې سرچينې د ۲ سلام سايټونو د ګټې اخېستنې مراسم پۀ چاربران ولسوالۍ کې ترسره شول.
ياد سايټونه د ولايت مقام او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست پۀ ګډو هڅو او د ولس د اسانتياوو او رفاه پۀ موخه لۀ دوو پر لپسې کلونو وروسته پۀ فعالېدو دي. د يادې پروژې اته سايټونه له تېرې اوونۍ را پۀ دېخوا پۀ زېړوک، نکه، ارګون، اومنه، يحيي خېل او شخيل آباد ولسواليو کې فعال شوي دي او د پاتو سلام سايټونو د فعاليت چارې هم روانې دي.
د ګټې اخېستنې ياد مراسم پۀ چاربران ولسوالۍ کې پۀ داسې حال ولمانځل شو چې پۀ ياده ولسوالۍ کې لۀ لسيزو راهيسي هيڅ ډؤل مخابراتي اسانتياوې موجودې نۀ وې او دا لومړی ځل وو چې پۀ چاربران ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شرکت مخابراتي او انټرنيټي خدمتونه فعال شول.
د ګټې اخېستنې پۀ مراسمو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رييس ملا محمد انور قیام عادل، د پکتيکا ولايت اترا مدير مولؤي محمد ګل حامد، د افغان ټيلي کام سويل ختيځ زون آمر انجنير رحیم الله عابد، د پکتيکا ولايت محترم مقام څخه قدرمن استازی مولوي مفتون، د چاربران ولسوالۍ مرستيال، لۀ پکتيا او د مخابراتو رياست څخه اړوند تخنیکي کسان، د چاربران ولسوالۍ علمأ، قومي مخؤر مشران، ځوانان او عامو خلکو ګډون کړی و.
د يادؤنې وړ ده چې ياد سايټونه د پکتيکا ولايت پۀ ټولو ۲۴ ولسواليو کې پۀ مشخصو سيمو کې د فعالېدو پۀ حال کې دي او پۀ ټولو سايټونو کې به مخابراتي او انټرنيټي خدمتونه موجود اوسي.

د بشپړ اسلامي نظام د پايښت پۀ وياړ او د ولس د هوساينې پۀ موخه د پکتيکا قدرمن ولس ته د يادو سايټونو د فعاليت مبارکي د زړۀ لۀ تله وړاندې کؤو.

پۀ درناوي

د پکتيکا ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست مقام

23/08/2025

بسم الله الرحمن الرحیم

د پکتیکا ولایت پۀ شخيل آباد ولسوالۍ برلک کلي او يحيي خېلو ولسوالۍ مټاخېل کلي کې د سلام مخابراتي شرکت غږيز او انټرنیټي خدمتونه پیل شول.

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته!

نېټه: ۱۴۴۷/۲/۲۶ ھ . ق

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اترا محترمې ادارې د لسمې پروژې دوهم لاټ اړوند د پکتیکا ولایت شخيل آباد ولسوالۍ برلک کلي او يحيي خېلو ولسوالۍ مټاخېل کلي کې د سلام مخابراتي شرکت دوه تري جي سايټونه نصب او پۀ کې غږیز او انټرنېټي خدمتونه فعال شول.
د یادو سايټونو په نصب سره به د یادو ولسوالیو خلک د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو څخه برخمن شي او تر ډېره بریده به يې مخابراتي ستونزې هوارې شي.
همدارنګه يادؤنه بايد وکړو چي يوه اوونۍ وړاندې هم په نکه، زيړوک، ارګون او اومنه ولسواليو کې د سلام مخابراتي شرکت غږيز او انټرنېټي خدمتونه فعال شول.
د سلام مخابراتي شرکت د پاتو سايټونو ساختماني او تخنيکي چارې لا هم دوام لري چې ستاسو سره به ان شاء الله د هر سايټ د فعالیت راپور پر وخت شريک کیږي.

پۀ درنښت

پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست

Photos from ‎د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست‎'s post 20/08/2025

بسم الله الرحمن الرحیم

پکتيکا ولايت کې د مخابراتي، انټرنېټ وړاندې کوؤنکو او ريسلر شرکتونو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه.

نېټه : ۲۳ / ۲ / ۱۴۴۷ ھ . ق

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته!

پکتيکا ولايت کې د مخابراتي، انټرنېټ وړاندې کوؤنکو او ريسلر شرکتونو سره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست مقام کې د ياد رياست رييس او د اترا مدير پۀ حضور کې ناسته ترسره شوه.
ناسته د قرآن کريم پۀ مبارکو آيتونو سره پيل شوه. لۀ تلاوت وروسته د پکتيکا ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس ملا محمد انور قیام عادل د مخابراتي، انټرنېټ وړاندې کوؤنکو او ريسلر شرکتونو استازو ته د ښۀ راغلاست ترڅنګ يؤلړ سپارښتنې وکړې. نوموړي پۀ خپلو خبرو کې زياته کړه چې هر ريسلر شرکت بايد لۀ مرکز څخه د انټرنېټ وړاندې کوونکي شرکت لۀ لوري د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اترا محترمې ادارې ته معرفي او لۀ هغه وروسته دې پکتيکا ولايت ته رسماً رامعرفي کړل شي. ښاغلي عادل راغلو استازو ته پۀ خپلو خبرو کې د انټرنېټي خدمتونو د وړاندې کؤلو پۀ پار د فريکونسي جوازليکونو د ترلاسه کولو
او همداراز، د انټرنېټي باکيفيته خدمتونو د وړاندې کؤلو پۀ موخه لازمې سپارښتنې وکړې.
ښاغلي عادل پۀ خپلو خبرو کې د معرفت ليک او فريکونسي جوازليکونو ترڅنګ د هر ټاور د ثبت او راجسترېشن پۀ موخه د انټرنېټ وړاندې کوؤنکو شرکتونو او ريسلر شرکتونو استازو ته د اترا محترمې ادارې راغلي هدايات واورؤل. نوموړي د انټرنېټ وړاندې کوؤنکو شرکتونو او ريسلر شرکتونو استازو ته پۀ خپله وینا کې زياته کړه چې د انټرنېټ هر وړاندې کوؤنکی شرکت بايد د خپل ريسلر شرکت ټاور پۀ خپل نوم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اترا محترمه اداره کې ثبت او راجستر کړي. ورپسې د پکتيکا ولايت د اترا مدير ښاغلی مولوي محمد ګل حامد د پکتيکا ولايت د ليرې پرتو ولسواليو د پوښښ راؤستلو پۀ برخه کې راغلو مسئولينو ته يؤ لړ سپارښتنې وکړې او دوي يې د اترا محترمې ادارې د راغلو هداياتو او اُصولي کړنو د تطبيق پۀ پار تشویق کړل. همدا راز، د معلوماتي ټکنالوجۍ آمر ښاغلی رحمت الله دانيال د مخابراتي شرکتونو د استازوليو پۀ اړه راغلو مسئولينو ته يؤ لړ سپارښتنې وکړې او لۀ يادو مسئولينو څخه يې وغوښتل ترڅو د اترا محترمې ادارې د قوانينو پۀ رڼا کې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړي.
ناسته کې د سلام، روشن، اټوما، او اې سي جي مخابراتي شرکتونو، ايزي کنېکټ او سکای لاين انټرنېټ وړاندې کوؤنکو شرکتونو او ريسلر شرکتونو استازو پۀ خپل نوبت مشرتابه ته معلومات وړاندې کړل او دوي ټول دې ته ژمن پاتې شول چې د اترا محترمې ادارې د راغلو لارښوونو پربنسټ به خپلو فعاليتونو ته دوام ورکؤي او د ولس انټرنيټي چوپړتیاوو ته به کيفيت وربخښي.
د ناستې پۀ جريان کې يؤ اتلس ماده ايز پرېکړه ليک چمتو او پۀ ماده وار شکل د اترا کارمند لخوا ټولو ته تشريح کړل شو چې د ټولو راغلو مسئولينو د تائید وړ هم وګرځېد او يادو مسئولينو ته رسماً د تطبيق پۀ موخه ور وسپارل شو.
ناسته د دعائيې پۀ ويلو سره پای ته ورسېده.

پۀ درنښت
د پکتيکا ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست مقام

17/08/2025

بسم الله الرحمن الرحیم

د پکتیکا ولایت اومنه ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د سلام مخابراتي شرکت غږيز او انټرنیټي خدمتونه پیل شول.

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته!

نېټه: ۱۴۴۷/۲/۲۱ ھ . ق

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اترا محترمې ادارې د لسمې پروژې دوهم لاټ اړوند د پکتیکا ولایت اومنه ولسوالۍ کې چې لۀ تېرو دوو لسيزو راهيسې پۀ کې هيڅ ډؤل مخابراتي خدمتونه موجود نۀ و، لۀ نېکه مرغه د لومړي ځل لپاره د سلام مخابراتي شرکت یؤ تري جي سايټ نصب او پۀ کې غږیز او انټرنېټي خدمتونه فعال شول.
د یاد سايټ په نصب سره به د یادې ولسوالۍ خلک د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو څخه برخمن شي او تر ډېره بریده به يې مخابراتي ستونزې هوارې شي.
همدارنګه يادؤنه بايد وکړو چي ځو ورځې وړاندې هم د سلام مخابراتي شرکت په نکه ، زيړوک او ارګون ولسوالۍ درې سیمه کي غږيز او انټرنېټي خدمتونه فعال کړل.
د سلام مخابراتي شرکت د پاتو سايټونو ساختماني او تخنيکي چارې لا هم دوام لري چې ستاسو سره به ان شاء الله د هر سايټ د فعالیت راپور پر وخت شريک کیږي.

پۀ درنښت

پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست

Want your business to be the top-listed Government Service in Sharan?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Address

In Front Of New Kabul Bank Building نوي کابل بانک تعمیر ته مخامخ، ښرنه
Sharan

Opening Hours

Monday 08:30 - 15:30
Tuesday 08:30 - 15:30
Wednesday 08:30 - 15:30
Thursday 08:30 - 13:00
Saturday 08:30 - 15:30
Sunday 08:30 - 15:30