Sadodin Mangal Official

Sadodin Mangal Official

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Sadodin Mangal Official, Kabul.

14/10/2022

دا هغه وخت ؤ چې ملي بیرغ مو پر وزیر اکبر غونډۍ همداسې رپېدلو، د وطن حیثیت مو پۀ نړیواله کچه تر پنجاب لوړ ؤ. بانکي سیستم مو د نړۍ سره پۀ یؤ نقش قدم روان ؤ. پۀ لوګر ولایت کې به دې د ATMماشین پر مټ پۀ لندن کې د شوې مزدورۍ معاش اخیست.

وچه او لمده میوه مو د نړۍ اخر سر کاناډا او امریکا ته پۀ څلرویشت ساعتونو کې د هوایي دهلېزونو پۀ پته رسیدله. د لوړو زده کړو میتود مو د بریټانیا اکسفورد پوهنتون سره یؤ برابر ؤ. لۀ اسلام اباد الوتنه نۀ کیدله سعودي عربستان ته، اما پنجابیان به لمړی کابل ته راتلل لۀ کابل به یې سعودي ته پروازونه کؤل.

د معارف لمنې مو تر واخان، پامیر، کوټه، چمن، لکړې، سپین غر او تر انارګي رسیدلې وې. لۀ ټول افغانستان ور اخوا پۀ قبایلو کې مو هم زده کوونکي روزل، شپږ زره بابه ښوونځي مو افتتاح کړل او د اقرا برنامې پر مټ رغیدل، ۵۰۰۰ جوماتونه پۀ عصري ډؤل د رغؤنې پۀ حال کې ؤ. پۀ هره برخه کې مو پرمختګ صورت نیولی ؤ.

اداري سیسټم مو بلکل برقي شو، مامورین مو پۀ شینوارو ولسوالۍ کې پۀ برقي حاضرۍ کار کؤلو...

د اوبو مدیریت پۀ یؤ ملي بحث بدل شوی ؤ، د کمال خان بند، شاه و عروس، د مچلغو بند، د سلما بند همداسې نور کوچني او ستر بندونه ګټې اخیستنې ته سپارل شوي ؤ.

د چابهار بندر موږ د نړۍ سره دومره نیږدې کړو چې د منځنۍ اروپا تولیدات پۀ یوه ورځ کې پۀ ارزانه بیه تر اندخوي راتلل. ټولې نړۍ سره مو اقتصادي اړیکې پۀ ډیره لوړه کچه پراخه شوې وې.

ایران مو دیته چمتو کړ چې د اوبو پۀ بدل کې تیل راکړي!
پاکستان چغې وهلې چې هلئ تورخم درته خلاصوو پۀ تولیداتو مو ټیکس کموو، د چمن لار به درته چوبیس ګهنټې خلاصه وي خو تجارت مۀ بندوئ. د تیلو بیه لیټر ۳۰افغانیو ته ښکته شوې وه. ډالر پۀ ۵۸ افغانۍ بدلیدل، پۀ ټوله نړۍ کې مو سفارتونو درلودل. نۀ پوهیږم چې نور پرمختګ تاسې څۀ ته ویل...

دا ملت پۀ هیڅ مبارزه نۀ ارزي باید همداسې سرکوب شي، هر څۀ ملت خپله پر خپل ځان وکړل. دا ټول پرمختګونه همدې احسان ملت فراموشه پسخند کړل، دا ملت همداسې ربړیدلی ښۀ دی.

اوس موږ هیڅ نۀ لرو، نۀ پرمختګونه، نۀ عزت او نۀ حیثیت هو یؤ شی لرو هغه دا چې بیکاري، لوږه او جبر!

08/10/2022

مبارزې تل هغوی ګټلي کوم چې د ولس له مېنځ ، له جونګړو او له خړو خاورو راپورته شوې

او هغوی چې له جیګو او لوکسو کورونو د مبارزو چیغې وهي هغوی یوازې د سرونو تجارت کوي

باچا ذوالقرنين
ګیلامان وزیر
Manzoor Ahmad Pashteen

07/10/2022

دری رنګه بیرغ دی تل رپاند وي.♥️

05/10/2022

که د نورې نړۍ په شان قدر، حقوق او ارزښت مونږ هم ښوونکي ته ورکړي وی نن به مو تر ډېره حده ملت باسواده وه او دښمنانو ته به زمونږ د غولیدلو چانس په لاس نه ورتللو ځکه چې یو باسواده ملت هیڅکله خپل ځان او هیواد سره خیانت نه کوي بل دا چې نن به مونږ دومره خوار و زار نه وو او نه به مو هیواد داسې محتاج او وروسته پاتې وو.
د ښوونکي ورځ دې زمونږ د کړیدلي ملت ښوونکو ته مبارک وي چې د خپل ملت بچیانو ته زده کړې ورکوي او په ډېره کمه اندازه معاشونو خپلې کورنۍ ساتي.

05/10/2022

که زه د هيواد ريس جمهور وايې د معلم معاش مې 60000 افغانی کوی!

بيا مې نو کار هم ځنې غوښتی، که يې وظيفوي غفلت کړی وايې بيا مې داسې عمل ورسره کوی چې خپل لمسي ته به يې لا وصيت کړی وايې چې په هره وظيفه کې فساد او غفلت کوه خو يو دغه مقدسه دنده مه بدناموه!

په مياشت کې په اته زره افغانۍ خو ولاکه د دوه کسانو خيټه ډکه کړي، مړی ژوندی خو پريږده!

ښونکی ته بايد دولت کور، موټر، او داسې معاش ورکړي، چې ښونکی نور کار ته مجبوره نه شي.

د انستيتوت او پوهنتون استادانو ته مې پر خپل اصلي معاش سربېره کدري معاش او نور امتيازات هم ورکول.

تر هغه به موږ ښه ورځ ونه وينو تر څو چې موږ د ښونکي، ښونځي، او تعليم په ارزښت ځانونه نه وي پوهه کړي.

او دا ده فيسبوک مبارکي د ښونکي کوم درد نه دوا کوي.

او جالبه لا دا چې موږ تراوسه پورې خپل خلک په دې نه دي قانع کړي چې تعليم ستاسو د نجات لار ده.
😞

04/10/2022

پښتانه وايې:
‏"خر هماغه خر دی يواځې کته يې بدله ده"

‏دلته هم يواځې لباس بدل شوی دی، فکر، ذهنيت او تګلارې هيڅ تغير نه دی کړی.

‏هغوی چې د ( ط ) د بدلون او تغير نارې وهي، ډېر بد کوي .

02/10/2022

افغانستان 🥺🇦🇫

23/09/2022

د ولسمشر اشرف غني قديمي انځور له خپلي کورنۍ سره.
په انځور کې د ولسمشر زوئ طارق غني ، لور يي مريم غني او کورودانه يي لورا غني او همدا راز د لورا غني مشر ورور او مور شتون لري
دا هغه ولسمشر ده چې د جنګ د پای لپاره له باچاهۍ تير شو.
سعدالدين منګل

22/09/2022

په وطن مئين سړی ❤️

21/09/2022

ملاله ❤️

20/09/2022

سور لباس کې د مالديف هيواد لوبډله
او شين د پاکستان اسلامي جمهوريت لوبغاړي دي ،
ملا يې راپورته شي چې د محمد نبي نوم ګناه ده 😡
----

19/09/2022

کله چې مونږ د نړيوالو سره سيال وو.
❤️‍🔥🇦🇫😢
تربور هم په بخيلی دواړؤ ولسمشرانو ته ګوري.💁

Want your business to be the top-listed Government Service in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Culinary Team

Attire

Telephone

Address

Kabul