16/12/2022
کله چې عمر رضی الله عنه په توره ووهل شو او سخت ټپي شو نو لږ وروسته ورته شيدي راوړل شوي چي ويي څښي هغه يي چي وڅښلي له زخمه يي راووتې او بيرون تويي شوې، نو خپل زوی عبدالله يي راوغوښت او ورته يې حذيفه بن اليمان (هغه صحابي چې رسول ﷺ منافقان ورښودلي و) را وغواړه هغه چې راغی پوښتنه يي تري وکړه چې زما نوم خو به د منافقانو په لست کې نه وي؟ هغه په ژړا شو او ورته يي وويل چې وبښه دا د رسول الله ﷺ راز دی چاته يې نه شم ويلی، بيا يي عايشې رضي الله عنها ته زوی وليږه چې اميرالمومنين نه بلکې عمر وايي ماته د رسول الله ﷺ سره څنګ کې خښېدو ځای راکوې؟
هغې ورته وويل دلته ما ځان ته ځاي ساتلې و خو چې عمر يي غواړي اجازه ده، بيا يي زوی ته وويل ګوره که حذيفه مې جنازه کې ګډون وکړ نو مې د رسول الله ﷺ سره نزدې دفن کړه کنه هلته مې مه وروړه هغه شهيد شو او عبدالله ټول انتظار جنازه کې د حذيفه ګډون ته و چې ويي ليد حذيفه جنازه کې ګډون وکړ نو سخت خوشاله شو او. عمر رضي الله يي د رسول الله ﷺ تر څنګ دفن کړ
دا د هغه شخص حال و چې رسول ﷺ ورته په دنيا د جنت زيری ورکړي و، اوس نو بايد مونږ خپله فکر وکړو چې زمونږ څه حال دی د رسول الله لخوا ډيری د منافقانو ښودلې نښې مونږ کې موجودې ـ
کاپي

01/10/2022
30/09/2022
29/08/2022
24/06/2022
03/06/2022
31/05/2022
01/05/2022
19/04/2022
17/04/2022