جلال آباد ښاروالۍ - شاروالی جلال آباد

جلال آباد ښاروالۍ - شاروالی جلال آباد

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from جلال آباد ښاروالۍ - شاروالی جلال آباد, Government Organization, مخابراتو څلور لارې، جلال آباد ښار، ننګرهار، افغانستان, .

درنو هېوادوالو!
د جلال آباد ښاروالۍ د فعالیتونو، لاسته راوړنو او راتلونکي پلانونو په اړه له دې رسمي آدرس څخه معلومات ترلاسه کولای شئ.

زمونږ ښار ـ زمونږ راتلونکی
شهر ما ـ اینده ما

Photos from ‎جلال آباد ښاروالۍ - شاروالی جلال آباد‎'s post 27/05/2026

د نیکمرغه لوی اختر په مناسبت د جلال آباد ښاروالۍ نوکریوال ګروپونه د ښاریانو په خدمت کې.

د جلال آباد ښاروالۍ د مشرتابه د حکم له مخې د نیکمرغه لوی اختر په مناسبت د اختر په لومړۍ ورځ د عوایدو او محاسبې رئیس ښاغلي اکرام الدین مفتون په مشرۍ د تنظیف آمر مولوي ضیاالدین، د مارکیټونو د تنظیم آمر حضرت علي آغا د تنظیف د ۴۰۰ کارکوونکو په مرسته د ښاریانو په چوپړ کې دي.

د جلال آباد ښاروالۍ رهبري له تاسو ښاریانو غوښتنه کوي چې خپل کثافات مناسبو او ټاکل شوو ځایونو ته ورسوئ ترڅو د ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکو له لوري اړوندو ځایونو ته انتقال شي.

که د جلال آباد ښار شاوخوا مو تنظیفاتي اړتیا وه په لاندې شمېرو اړیکه ټینګه کړئ.
0789321219
0774014445
د اختر لومړۍ ورځ مو مبارک شه!
ــــــــــ
د جلال آباد ښاروالۍ رسنیز دفتر

27/05/2026

د جلال آباد ښاروالۍ مرستیال حافظ نور محمد بدر اختریز پیغام او مبارکي!👇

26/05/2026

د نیکمرغه لوی اختر په مناسبت د جلال آباد ښاروال قاري بلال اختریز پیغام او مبارکي!👇

24/05/2026

‎د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د اتمې ناحیې کارکوونکو ته اصلاحي او عقیدتي درس ورکړل شو.

‎د جلال آباد ښاروالۍ د دعوت او ارشاد مسوولینو د اتمې ناحیې کارکوونکو ته د اصلاحي او عقیدتي درسونو تر څنګ د صورت او سیرت د برابرولو او په ورځینیو چارو کې له مراجعینو سره د غوره او نیکو اخلاقو د ترسراوي سپارښتنې وکړې.
‎د دعوت او ارشاد آمر وویل: الحمدالله ټول مسلمانان یو. خپل صورت او سیرت باید د حضرت محمد «ص» په څېر برابر کړو. له مراجعینو او ولسونو سره غوره رویه وکړو. کارونو کې فساد ونه کړو. په ورځینیو چارو کې له صداقت او ریښتینولۍ څخه کار واخلو.
‎د جلال آباد ښاروالۍ د دعوت او ارشاد آمریت په دوامداره توګه خپلو ټولو کارکوونکو د اصلاحي او عقیدتي درسونه وړاندې کوي. او هڅه یې همدا ده چې د کارکوونکو د دیني پوهه او ویښتیا زیاته شي
۳ـ جوزا ـ ۱۴۰۵ هـ ش
‎ـــــــــــــ
‎د جلال آباد ښاروالۍ رسنیز دفتر

24/05/2026

د ښاري حکومتولۍ ریاست له لوري د راتلونکي لوی اختر په مناسب د کثافاتو په اړه د عامه پوهاوي کمپاین ترسره شو.

زمونږ ښار ـ زمونږ راتلونکی
شهر ما ـ آینده ما

ــــــــ
د جلال آباد ښاروالۍ رسنیز دفتر

24/05/2026

درنو هېوادوالو!
د لوی اختر په مناسبت د قربانۍ پر مهال د چاپیریال د ککړتیا او ناروغیو د مخنیوي په موخه لاندې ټکي په نظر کې ونیسئ!

زمونږ ښار ـ زمونږ راتلونکی
شهر ما ـ آینده ما
ـــــــــ
د جلال آباد ښاروالۍ رسنیز دفتر

Photos from ‎جلال آباد ښاروالۍ - شاروالی جلال آباد‎'s post 23/05/2026

له درونټې تر سرخاب پل پورې د دوهم سړک د اسفالټ (قیر ریزۍ) چارې جریان لري.

د جلال آباد ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ رئیس مولوي سیف الرحمن شینواری او د تخنیکي او سکتوري چارو ریاست تخنیکي مسوولینو د قیر اچونې له چارو لېدنه وکړه او د شرکت مسوولینو ته یې د کارونو د کیفیت، کمیت او سرعت په اړه لازمې لارښوونې وکړې.
د یاد سړک په جوړېدو سره به په دغه سیمه کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه او ښاري ښکلا زیاته شي.

زمونږ ښار ـ زمونږ راتلونکی
شهر ما ـ آینده ما

ـــــــ
۲ـ جوزاـ ۱۴۰۵ هـ ش
د جلال آباد ښاروالۍ رسنیز دفتر

Photos from ‎جلال آباد ښاروالۍ - شاروالی جلال آباد‎'s post 23/05/2026

د ښاري حکومتولۍ ریاست له لوري په نهه ګونو ناحیو کې د ګذر وکیلانو سره ناستې ترسره شوې.

د جلال آباد ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ رئیس مولوي سیف الرحمن شینواري او مسوولینو د نیکمرغه لوی اختر په مناسبت د قربانیو د پاتې شونو په اړه عامه پوهاوی او جوړ شوي بروشرې ووېشلې.
د ښاري حکومتولۍ رئیس د ناستو په لړ کې په ټولو ښاریانو غږ وکړ چې د نورو ورځو ترڅنګ د اختر په ورځو کې د قربانۍ پاتې شونې مناسبو او ټاکل شوو ځایونو ته ورسوي تر څو په آسانۍ سره د تنظیفاتي کارکوونکو له لوري انتقال شي.
د جلال آباد ښاروال په ځانګړي لارښوونې د اختر په ورځو کې د ښاروالۍ مسوولین او ۴۰۰ تنظیفاتي کارکوونکي په نهه ګونو ناحیو کې نوکریوال او د ولسونو په خدمت کې دي.
زمونږ ښار – زمونږ راتلونکی
شهر ما ـ آینده ما
ــــــــــــــــ
۲/ جوزا/ ۱۴۰۵ هـ ش
د جلال آباد ښاروالۍ رسنیز دفتر

23/05/2026

د داوطلبۍ خبرتیا!

موضوع: د جلال آباد ښار د شهید ادم خان څلور لاري د ځمک تلي مارکیټ د ( HVAC ) سیستم او ترمیماتو پروژې قرارداد په اړه:
د جلال آباد ښاروالۍ ریاست ټولو په شرایطو برابرو شرکتونو ته بلنه ورکوي چې په دې پروسه کې ګډون وکړي، علاقه مندان کولای شي د اړونده پروژې شرطنامې کاپي د اعلان له خپرېدو نېټې څخه تر «۲۱» ورځو پورې د عرض پاڼې په ارایه کولو سره د جلال آباد ښاروالۍ ریاست اړوند د تدارکاتو او قراردادونو آمریت څخه ترلاسه کړي، او خپل افرونه د شرطنامې او د شرایطو او د تدارکاتي اصولو او لایحو مطابق په سر تړلي ډول د جلال آباد ښاروالۍ د تدارکاتو او قراردادونو آمریت ته وسپاري.
د آفر پرانیستې جلسې نېټه: ۱۹/ ۳/ ۱۴۰۵ هـ ش کال سه شنبه ورځ سهار(۱۰:۰۰ ) لس بجې.

ــــــــــــ
د جلال آباد ښاروالۍ رسنیز دفتر

21/05/2026

د جلال آباد ښاروالۍ له لوري درونټې نه تر سرخاب پل پورې د دوهم لین سړک د اسفالټ (قیریزۍ)چارې پیل شوې.

مونږ ښار ـ زمونږ راتلونکی
شهر ما ـ آینده ما
۳۱ـ ثورـ ۱۴۰۵ هـ ش
ـــــــــــ
د جلال آباد ښاروالۍ رسنیز دفت

21/05/2026

‎د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د اوومې ناحیې کارکوونکو ته اصلاحي او عقیدتي درس ورکړل شو.

‎د جلال آباد ښاروالۍ د دعوت او ارشاد مسوولینو د اوومې ناحیې کارکوونکو ته د اصلاحي او عقیدتي درسونو تر څنګ د صورت او سیرت د برابرولو او په ورځینیو چارو کې له مراجعینو سره د غوره او نیکو اخلاقو د ترسراوي سپارښتنې وکړې.
‎د دعوت او ارشاد آمر وویل: الحمدالله ټول مسلمانان یو. خپل صورت او سیرت باید د حضرت محمد «ص» په څېر برابر کړو. له مراجعینو او ولسونو سره غوره رویه وکړو. کارونو کې فساد ونه کړو. په ورځینیو چارو کې له صداقت او ریښتینولۍ څخه کار واخلو.
‎د جلال آباد ښاروالۍ د دعوت او ارشاد آمریت په دوامداره توګه خپلو ټولو کارکوونکو د اصلاحي او عقیدتي درسونه وړاندې کوي. او هڅه یې همدا ده چې د کارکوونکو د دیني پوهه او ویښتیا زیاته شي
۳۱ـ ثور ـ ۱۴۰۵ هـ ش
‎ـــــــــــــ
‎د جلال آباد ښاروالۍ رسنیز دفتر

Want your business to be the top-listed Government Service?

Telephone