Afghanistan, Kunar, Watapur

Afghanistan, Kunar, Watapur

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Afghanistan, Kunar, Watapur, 29 falshire Terrace NE, Calgary, AB.

دا پاڼه د ټولنیزې آګاهۍ، فرهنګي ښکارندوی، او د ژوند د ښایسته شېبو د شریکولو لپاره چلېږي.
موږ هڅه کوو ټولنیز، کلتوري او ټولګټی معلومات خپلو مینوالو ته وړاندې کړو. پاڼه له رسمي ادارو سره تړاو نه لري او زموږ نشرات خپلواک او بې‌طرفه دي.

03/16/2026

د پښتون قام ريښتوني مبارز او په پښتو میین علي وزير ته د زندان نه په راخوشې کېدو ښه راغلاست او هرکلى وايو.

03/16/2026

نن د حق د لارې د زړور عالم، داعي او د ولس د درد ژباړونکي شهید مفتي منیر شاکر رحمه الله د شهادت لومړی تلین دی. دا ورځ یوازې د یو شخصیت د شهادت یاد نه دی، بلکې د هغه فکر، مبارزې او خدمتونو د تسلسل د ژمنې ورځ هم ده.

شهید مفتي منیر شاکر رحمه الله د علم، جرأت او دعوت یو روښانه مثال و. هغه خپل ژوند د دین د خدمت، د حق د ویلو او د ولس د بیدارۍ لپاره وقف کړی و. د ده وینا تل د قرآن له دلیلونو ډکه وه او د حق خبره یې بې له وېرې کوله. هغه باور درلود چې د عالم مسوولیت دا دی چې د حق پیغام خلکو ته ورسوي، که څه هم دا خبره د ځینو لپاره سخته وي.

مفتي صېب رحمه الله نه یوازې یو دیني عالم و، بلکې د خپل ولس د ستونزو او دردونو ژور احساس یې هم درلود. هغه به تل د انصاف، عدالت او د مظلومو خلکو د حقونو خبره کوله. د همدې لپاره د ده شخصیت د علم، جرأت او ولسي شعور یو ښکلی امتزاج و.

د هغه درسونه، ویناوې او دعوتي هڅې د زرګونو خلکو لپاره د الهام سرچینه وې. هغه به تل د امت د یووالي، اصلاح او فکري بیدارۍ پیغام ورکاوه. د ده ژوند موږ ته دا ښيي چې عالم باید یوازې په مدرسه کې محدود نه وي، بلکې د ټولنې د اصلاح او لارښوونې لپاره هم خپل رول ادا کړي.

د شهید مفتي منیر شاکر رحمه الله شهادت موږ ته دا درس راکوي چې د حق لاره تل قرباني غواړي. هغه خپل ژوند د دین او ولس د خدمت لپاره وقف کړ او په همدې لاره کې یې د شهادت لوړ مقام ترلاسه کړ. داسې شخصیتونه که څه هم له موږ څخه جسماً جلا شي، خو فکر، پیغام او میراث یې د خلکو په زړونو کې ژوندی پاتې کېږي.

د همدې تلین په مناسبت، د بریتانیا پي ټي ایم (PTM UK) هم نن د دې ملتپال دیني عالم د لومړي تلین یاد تازه کوي. د دې لړۍ په ترڅ کې به د ټویټر (ایکس) په شبکه کې ځانګړی ټویټري ټرینډ هم وچلول شي، تر څو د شهید مفتي منیر شاکر ژوند، فکر او خدمتونه لا پراخ خلکو ته ورسېږي.

سربېره پر دې، نن به د ایکس سپیس (X Space) ځانګړې ناسته هم ترسره کېږي چې پکې به د مفتي صاحب د ژوند، علمي خدمتونو او د هغه د میراث په اړه خبرې کېږي.

وخت: 15:00 د برتانیې وخت (UK Time)
کوربه: PTMUK_Official

له ټولو مینه والو، د علم قدرکوونکو او د حق د لارې پلویانو څخه غوښتنه کېږي چې په دې آنلاین ناسته کې ګډون وکړي او د شهید مفتي منیر شاکر رحمه الله د ژوند او مبارزې په اړه بحثونه واوري او خپل نظرونه هم شریک کړي.

راځئ چې د دې ستر شهید یاد یوازې په الفاظو محدود نه کړو، بلکې د هغه د فکر، جرأت او حق ویلو له لارې الهام واخلو. که موږ د علم، عدالت او د ولس د حقونو لپاره کار ته دوام ورکړو، نو دا به د هغه د میراث ژوندی ساتل وي.

الله تعالی دې شهید مفتي منیر شاکر رحمه الله ته د جنت الفردوس لوړې درجې ورکړي، د هغه کورنۍ، شاګردان او مینه وال دې الله ته په اجر او صبر ونازوي، او موږ ټولو ته دې توفیق راکړي چې د حق په لاره کې ثابت قدمه پاتې شو.

إنا لله وإنا إليه راجعون

03/16/2026

03/16/2026

د کاناډا پښتون ژغورنی غورځنګ د شهید مفتی شاکر د تلین په مناسبت پېغام

شهید مفتی شاکر له هغه دیني عالمانو څخه ؤ چې د دیني زده کړو او تدریس تر څنګ یې پښتون افغان وطن کې په ډیره میړانه د اوږد مهاله جنګونو او بې عدالتیو پر ضد د حق او صداقت غږ پورته کړ او د سوله ائیز پښتون ژغورنې غورځنګ د افغان ملی داعیې د سنګر د ملی شهیدانو د قطار نه هېرېدونکې تل پاتی ملی روایت په توګه ثبت شو. هغوی په خپلو علمی دینی ویناؤ کې د مذهبی جنګ پلوه بیانیو Religious War Narratives بنسټونه د قرآن او معاصر علم په رڼا کې په ډیر مدلل انداز رد کړل.

د هغوی دغه سوله ائیز او علمی دریځ په لر او بر افغان خاوره کې د جنګ پر ضد او د سولی په ملاتړ ډیره لویه فکري او سیاسي بیدارۍ ته لاره هواره کړه. هغه په ډیر څرګند ډول د میرمنو او نجونو د ذده کړي او د ژوند په هر ډګر کې میرمنو ته د مساوی حقونو د ورکړی په کلکه ملاتړ کونکې ؤ.

نوموړی د دیني علومو زده کړو تر څنګ د نړۍ په تاریخ او معاصرو ټولنیزو علمی مکتبونو او بحثونو څخه هم بشپړه اګاهی لرله. هغوی د اسلامی فقې تاریخ، حدیث او تفسیر د معاصر علمی لرلید په رڼا کې د دلیل او منطق په بنیاد معارفی کاؤ.

د خپل علمي شخصیت او د ځانګړی وینا د طرز له امله هغه د خلکو په منځ کې ډیر پراخ محبوبیت او نفوذ درلود. د ژوند تر اخری شیبو پوری هغوی د پښتون ژغورنی غورځنګ د دریځ، بیانیې او شعار په کلکه او میړانه ملګرتیا وکړه.

د پښتون ژغورنی غورځنګ کاناډا څانګه د شهید مفتي شاکر د لومړي تلین په مناسبت، د هغوی مبارزې او نه ستړې کېدونکي هوډ ته د درناوی په پار د احترام سر ټیټوی. موږ دا ژمنه کوو چې د دغه سپېڅلې مبارزې دوام به په پوره صداقت او ژمنتیا سره په شریکه پر مخ بیایو.

درنښت

03/16/2026

د پښتون قامي جرګه پیغام
د مفتی منیر شاکر د شهادت د کلیزې په موقع.

پښتون قامي جرګه د خپل نامتو غړي، مجاهد عالم او مفسر قرآن مفتی منیر شاکر د شهادت د لومړۍ کلیزې په ورځ، ټول پښتانه او د پښتونخوا خلک یادوي او د غم شریکانو ته تعزیت وايي.

مفتی منیر شاکر یوازې یو عالم نه وو، هغه د پښتون قامي جرګې فعال غړی او د پښتون قوم د حق او غیرت غږ وو. هغه تل د ظلم خلاف او د پښتنو د حقونو لپاره ودرېد. په وروستیو وختونو کې هغه د پښتون قامي تحریک (PTM) سره ولاړ وو او د پښتنو د مظلومیت خلاف یې اواز پورته کړ.

مفتی منیر شاکر شہید! پښتون قامي جرګې د دغه نمایاں غړي او د پښتنو د حقونو د مضبوط غږ، مفتی منیر شاکر په بزدلانه حمله کې شهید کړای شو. دا یوازې پر یو کس حمله نه وه، بلکې دا د پښتونخوا پر قامي قیادت او سیاسي مبارزې د خاموشولو سازش وو.
د مفتی منیر شاکر شهادت د فکر کولو وخت دی. که نن هم د پښتنو او بلوڅانو ستونزې په سیاسي توګه حل نه کړای شي، نو دا اور به ټول سیمه وسوځوي.

هغه ۱۵ مارچ ۲۰۲۵ د پېښور د اورمړ په سیمه کې شهید شو.
پښتون قامي جرګه د خپل دغه اتل غړي د شهادت غندنه کوي او د پښتون قوم څخه غوښتنه کوي چې
د مفتی منیر شاکر د شهادت کلیزه په درناوي سره ونمانځي
د مفتی منیر شاکر قرباني به هیڅکله ضایع نشي. د هغه نوم به د پښتون تاریخ کې د اتل او مجاهد په توګه زرین تورو سره لیکل کېږي.

پښتون قامي جرګه
۱۵ مارچ ۲۰۲۶

02/17/2026

د تاریخ د ارتقاء په سلسلو مې قسم
د کایناتو د فطرت په تقاضو مې قسم
د شپې لښکرې د سهار مخه نيولی نشي
تورو تيارو کې د رڼا احساس وژلی نشي

02/12/2026

📢 نن خپرېږي — د پښتون پوډکاسټ دوهمه برخه

د پښتون ژغورنې غورځنګ کاناډا (PTM Canada) له خوا وړاندې کېدونکې پوډکاسټ لړۍ کې، نن د تېراه د اوسنیو حالاتو په اړه مهمه او پر وخت مرکه خپرېږي۔

په دې برخه کې:
پوځي عملیات، جبري بې‌کوره کېدل، او هغه انساني حقونه چې د تېرې خلک ورسره مخ دي، په تفصیل څېړل کېږي۔
کوربه: شیر جان تکل
ځانګړی مېلمه: خان وزیر افریدی (د تېراه اوسېدونکی)

دا خبرې د دفترونو نه، بلکې د ځمکې له حقیقته دي۔
🎙️ همدا نن — پنجشنبه، 12 فبروري 2026
⏰ ماښام 8 بجې (Toronto وخت)
📺 د پښتون پوډکاسټ یوټیوب چینل
🔗 http://youtube.com/

👉 ستاسو غږ مهم دی — وګورئ او شریک یې کړئ۔

📢 Now Premiering — Episode 2 of Pashtun Podcast
A Podcast Series Presented by PTM Canada (Pashtun Tahafuz Movement Canada).
Today’s episode focuses on the current situation in Tirah Valley — including military operations, forced displacement of local communities, and serious human rights concerns.

Host: Sher Jan Takal
Special Guest: Khan Wazir Afridi (Resident of Tirah Valley)

This conversation brings ground realities — not official narratives.

🎙️ Premiering Today — Thursday, 12 February 2026
⏰ 8 PM (Toronto time)
📺 Pashtun Podcast YouTube Channel
🔗 http://youtube.com/

👉 Your voice matters — watch & share.

02/07/2026

پرامن مبارزه جرم نه دی. د حق غږ بندول د ټولنې پر وړاندې ظلم دی.
Peaceful struggle is not a crime. Silencing voices for rights is injustice against society.

02/07/2026

د پښتون ژغورنې غورځنګ پرامن مشران باید سمدستي خوشې شي.
عدالت او ازادي د هر انسان حق دی.
Peaceful leaders of the Pashtun Tahafuz Movement must be released immediately.
Justice and freedom are the right of every human being.

Want your business to be the top-listed Government Service in Calgary?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Website

Address

29 Falshire Terrace NE
Calgary, AB