19/06/2025
---
📢 اطــــلاعــــیه – د کتاب مخکتنه (ادبي پروګرام)
ټولو درنو کلیوالو، مشرانو، ځوانانو او د ادب مینهوالو ته په درنښت سره خبر ورکول کېږي چې:
د مشال ادبي ټولنې تر سرپرستۍ لاندې، ان شاءالله
🗓 د جون په ۲۲مه نېټه )
📍 په شیګل کلي
به یو ، ادبي او فکري محفل ترسره کیږي.
په دې دروند پروګرام کې به د کلي د بااستعداده لیکوال راجب علي شیګلوال له خوا لیکل شوی نوی کتاب
📖 "زما ژوند او فن پړ په پړاؤ"
رسمآ معرفي او مخکتنه کیږي.
🕰️ وخت: د ماسپښين په ۲ بجې
دا پروګرام نه یوازې د کتاب مخکتنه ده، بلکې د ادب، فکر، پوهې او د کلي د ځوان استعدادونو د ستاینې یوه ښکلی هڅه هم ده.
نو له ټولو مشرانو، ځوانانو، کشرانو، استادانو او د ادب مینهوالو نه دا هیله ده چې پدې درنه او باثمره غونډه کې برخه واخلي، ترڅو دا محفل لا نور هم ښایسته، او بریالی شي.
🎙
په درنښت
✍️ راجب علي شیګلوال
(د مشال ادبي ټولنې په نمایندګي)
رجب شیګلوال

21/04/2025
17/03/2025
28/11/2024