PMAP Europe

PMAP Europe

Share

Official page of Pashtoonkhwa Milli Awami Party Europe

29/12/2024

پښتونخوا ملي عوامي ګوند اروپا او برتانيه د هغو ټولو مېلمنو (اياز خان اڅکزي، ډاکټر ګل مرجان وزير، قدرمنې وړانګې لوڼۍ او ميرکلام وزير) او درنو ګډونوالو د زړه له کومې مننه کوي، چې زموږ پر بلنه يې د خان شهید عبدالصمد خان اڅکزي ۵۱ تلين له موږ سره د ايکس په سپېس کې ولمانځلی.

له بده مرغه د تکنيکي ستونځې له کبله زموږ د سپېس غونډه په بشپړه توګه سر ته و نه رسېده او په مېنځ قطع سو، خو په دې وريني او هيله من يو چې زموږ ګډونوالو به د درنو ويناوالو له علم او پوهې پورا پورا ګټه اخيستې وي.

29/12/2024

ښې چارې،
پښتونخوا ملي عوامي ګوند اروپا او برتانيه نن د شپې پر نهه (9) بجې د پښتونخوا د وخت او پر (4) بجې د لندن د وخت، پر ايکس باندې د خان شهيد د يو پنځوستم تلين د لمانځلو لپاره يو سپيس لري.

په تاسو ټولو په دې سپېس کې د ګډون هيله لرو. د سپېس لينک لاندې ورکول سوی دی

https://twitter.com/i/spaces/1OdKrXWgkYnJX

25/12/2024

خبرتيا
پښتونخوا ملي عوامي ګوند اروپا او برتانيه د خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي 51م تلين د راتلونکي اتوار په ورځ د دسمبر پر 29مه نېټه د ايکس (ټوئټر) سپېس له لارې لمانځي. په دې سپېس کې به اياز خان اڅکزی، قدرمنه وړانګه لوڼۍ، ډاکټر ګل مرجان وزير او د پښتونخوا د صوبائي اسمبلۍ پخوانی غړی ميرکلام وزير د خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي پر ژوند او مبارزه علمي ويناوې کوي.
له تاسو ټولو د ګډون هيله لرو.
وخت= د پښتونخوا وخت د شپې نهه (9) بجې (لندن وخت ماځيګر 4 بجې)

د سپېس لينک

twitter.com

Photos from PMAP Europe's post 16/12/2024

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د اروپا او برتانيې د صدر قدرمن فلک نياز خان يوسفزي د مور بي بي د فاتحې مراسم د برتانيې د سر ښار لندن په ختيځ کې ترسره سوه.
په دې مراسمو کې د بېلا بېلو ګوندو د نومائندګانو پشمول د برتانيې له بېلا بېلو سيمو راغليو ګڼ شمېر خلګو برخه واخيسته.

Want your business to be the top-listed Government Service in London?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Address

I’m
London