شبنم بونېري تاسو ته سبا د اتوار په ورځ ماسپښين دوه بجې (2:00pm) په قيصرولی خان چوک سواړۍ بونېر کښې د یو لویې اولسي پاڅون بلنه درکوي.
د بونير د درنو پښتنو نه د ګډون په هيله
بونېر اولسي پاڅون Buner Ulasi Pasoon Official
بونېر او سوات کې د بدامنۍ او ترهګرۍ د نوي پړاؤ پهٔ ضد د بونېر اولسي پاڅون
#BunerRejectsMilitancy
د بونېر اولسي پاڅون ځوان سالار شبنم بونېري تاسو ته د سبا ماسپښین دوه بجې به په رواج ښادي هال جوړ کې د پي ټي ایم بونېر له اړخه کېدونکې یوې لویې اولسي غونډې بلنه درکوي، چې به پکې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین سره د خپلو ملګرو ګډون کوي.
د بونېر ټول ننګیالي اولس ته بلنه ده چې د مشر منظور پشتین بونېر ته په راتګ درون هرکلی وکړي او په دغه ټاکلي پروګرام کې په ګڼ شمېر کې ګډون وکړي.
مشر منظور پښتون به په دغه سباني پروګرام کې د بونېر ځوانانو او مشرانو ته د خېبر په خاوره په یوولسم اکتوبر کېدونکې د پښتنو قامي جرګې کې د ګډون په باضابطه توګه بلنه ورکوي.
شبنم بونېري
د بونېر درنو ملګرو او مشرانو ستړي مهٔ شئ!
نن ماسپښین ددرې بجې جوړ چوک بونېر کې به د پښتون ژغورنې غورځنګ له اړخه په پښتون وطن کې د ترهه ګرۍ پرضد عموماً او د باجوړ او مردان کې د خونړۍ چاودنو په ضد خصوصاً یوه لویه احتجاجي مظاهره کېږي.
د بونېر اولسي پاڅون ټولو ملګرو ته خواست کېګي چې په دغې احتجاجي غونډه کې په ګڼ شمېر سره ګډون وکړي.
په ډېره مننه
(بونېر اولسي پاڅون)
31/10/2023
بونېر اولسي پاڅون د جوړ سره تعلق لرونکي ځوان خبریال او پوډکاسټر عمران نوشاد خان د نامالومه کسانو له خوا د لاهور نه له تېرې شپې راهیسې د لادرکۍ او په جوړ بونیر کې د پولیسو له خوا د هغه په کور چاپه وهل او د هغه شپاړس کلن کشر ورور د بې ګناه نیولو په کلکه غندنه کوي.
د هغه دا لادرکي او د هغه په کور د چاپې وهلو وروسته د هغه کشر ورور نیول، د اپریل په میاشت کې د اسلام آباد میشتې وکیلې ایمان مزاري سره د هغه پوډکاسټ وروسته شوې کوم چې هغه اوس په اکتوبر کې خپور کړی دی.
عمران نوشاد د بونېر د سېمې یو ځوان پوډکاسټر دی چې د هیواد ډیری پیژندل شوي شخصیتونه میلمانۀ کوي او په اولسي ستونځو ورسره غږېږي.
بونېر اولسي پاڅون د ریاستي چارواکو نه کلکه غوښتنه کوي چې عمران نوشاد خان دې زر تر زره عدالت ته وړاندې کړی شي او د هغه کشر ورور دې خوشی کړی شي.
که ریاستي چارواکي پرامنه غږ پورته کونکي باشعوره ځوانان دغسې خاموشه کولو نه ډډه نۀ کوي او عمران نوشاد خان زر تر زره عدالت ته وړاندې نۀ کړی شي، نو بونېر اولسي پاڅون به د دغې غېر ائیني ګرفتاریو او لادرکیو په ضد په احتجاج مجبوره شي.
17/10/2023
پرون د بونېر اولسي پاڅون ځوان سالار شبنم بونېري په سوات پرېس کلب کې د سوات پرېس کلب صدر شېرین ذاده صېب، ځوان خبریال شهزاد نوید صېب او نورو ملګرو خبریالانو سره لیدۀ وکړۀ.
د دې سره سره شبنم بونېري د نوموړي خبریال فیاض ظفر صېب، امجد علي سحاب صېب، فضل خالق صېب او د سوات اولسي پاڅون ملګرو مشرانو سره هم بېلا بېل ملاقاتونه وکړو.
هغه په پښتون وطن کې د روانې بدامنۍ، په ملاکنډ ډېویژن کې د ګاډو د کسټم مسئله، د سروے اف پاکستان په نوم د ملکیتي ځمکو نیول او د پینځویشتم ائیني ترمیم د لاندې په ملاکنډ ډېویژن کې د ټېکسونو د نفاذ سره سره په نورو ډېرو مضوعاتو او اولسي ستونځو د هغوي سره خبرې اترې وکړې.
بونېر اولسي پاڅون به د یادو اولسي ستونځو په حقله ډېر زر د سوات اولسي پاڅون، سېول سوسائټۍ او نورو سیاسي و ټولنیز تنظیمونو سره په شریکه لائحه عمل جوړوي او د خپلو اولسونو د حقونو ساتنه به یقیني کوي.
۱۶/۱۰/۲۰۲۳
هم دا نن د ایلم په غرۀ بونېر کې د ترهه ګرو له خوا د پولیس په موبائل د راکټ لانچر حمله شوې، چې پکې یو سابقه ارمي پولیس ډرایور امیر ذاده په ځائے مړ شوی او د نورو کسانو د زخمي کېدو خبرونه راروان دي.
بونېر اولسي پاڅون نۀ صرف د دا رنګه واقعاتو مذمت کوي بلکې د ریاستي ادارو نه غوښتنه کوي چې په بونېر کې دې دې د روانې بدامنۍ مخه ونیسي او خپلو جنګي پالېسیو ته دې یو ځل بیا کتنه وکړي، تر څو د پښتون اولس د ځان و مال خونديتوب یقیني کړي. ګنې د بونېر اولس به د تېر ځل په شان یو ځل بیا د روانې بدامنۍ په خلاف سړکونو ته په راوتلو مجبوره شي.
د بونېر اولسي پاڅون سالار شبنم بونېري تاسو ته د دغې روان صورتحال په حقله د بونېر اولسي پاڅون موقف بیانوي.
07/10/2023
هم دا وس لګ ساعت مخکې د ایلم په غرۀ بونېر کې د ترهه ګرو له خوا د پولیس په موبائل د راکټ لانچر حمله شوې، چې پکې یو سابقه ارمي پولیس ډرایور امیر ذاده په ځائے مړ شوی او د نورو کسانو د زخمي کېدو خبرونه راروان دي.
یاده دې وي، چې د نن نه ورځ دوه مخکې هم د راپورونو ترمخه د بونېر نه څلور شکمن کسان سي ټي ډي نیولي او له ځانه سره یې وړي.
بونېر اولسي پاڅون د ډېرې مودې راهېسې په ریاستي چارواکو بیا بیا غږ کوي چې په پښتون وطن کې دې د بدامنۍ مخه ونیسي او په خپلو ریاستي پالېسیو دې نظر ثاني وکړي، خو ریاستي چارواکي لا تر دې دمه په پښتون وطن کې په امنیت راوستلو کې ناکامه دي.
په بونېر کې یو ځل بیا د ترهه ګرۍ په واقعاتو کې روان تندوالي ځائي اولس سخت په تشویش کې اچولی دی.
بونېر اولسي پاڅون نۀ صرف د دا رنګه واقعاتو مذمت کوي بلکې د ریاستي ادارو نه غوښتنه کوي چې په بونېر کې دې دې د روانې بدامنۍ مخه ونیسي او د اولس ځان و مال دې خوندي کړي، ګنې د بونېر اولس به د تېر ځل په شان یو ځل بیا د روانې بدامنۍ په خلاف سړکونو ته په راوتلو مجبوره شي....
بونیر۔ایلم غر پہاڑی میں پولیس وین پر حملہ۔
بونیر۔ایلم غر حملہ میں ایکس ارمی پولیس ڈرائیور امیر زادہ موقع پر جان بحق۔
بونیر۔ایلم غر حملہ میں پولیس وین میں موجود ارمی جوان زخمی.
بونیر۔پولیس وین ایلم غر میں عسکریت پسندوں کے خلاف جاری اپریشن کے لئے خوراکی مواد لے جارہی تھی۔
بونیر۔پولیس وین پر حملہ جبرا سے گورنمنٹ سکول ایلم کے راستے میں ہوا۔
بونیر۔ایلم غر حملہ راکٹ لانچر تھا یا ائی ڈی ڈی۔معلومات اکھٹے کئے جارہے ہیں۔
بونیر۔پولیس اور ارمی کی بھاری نفری موقع پر پنچ گئی۔
بونیر۔جان بحق اور زخمی کو ریسکیو کیا جارہاہے۔
بونیر۔جان بحق پولیس ڈرائیور کا نماز جنازہ پولیس لائن ڈگر میں ادا کی جا ئے گی۔
(ڈی پی او افس کی تصدیق)
25/09/2023
بونېر اولسي پاڅون د بونېر قامي جرګې باني رکن او د عوامي نیشنل ګوند بونېر د پي کے ۲۳ د صوبې امېدوار افسر خان ته د ترهه ګرو له خوا د بهتو او مرګ دهړکې ورکولو په سختو ټکو کښې غندنه کوي او په دې سخت وخت کې د ښاغلي او د هغه د کورنۍ سره په کلکه ولاړ یو.
بونېر اولسي پاڅون د ریاستي چارواکو نه په کلکه غوښتنه کوي چې ریاست دې د خلقو د ځان و مال ساتنه یقیني کړي.
په پښتون وطن یو ځل بیا د بدامنۍ تورې تیارې خورې دي او د ترهه ګرۍ په پېښو کې یو ځل بیا تندوالي اولس په تشویش کې اچولی دے.
که ریاستي ادارې د بدامنۍ په مخنیوي کې دغسې ناکامه وي نو بونېر اولسي پاڅون به یو ځل بیا د بونېر په سړکونو په احتجاج او مزاحمت مجبوره شي.
10/09/2023
بونیر اولسي پاڅون تیره شپه د ګاګرې پولیس سټیشن په حدودو ټانګو پل سیمه کښې په سړک باندې د نامعلومه وسله والو په ښکاره تګ راتګ باندې نه یوازې انديښنه څرګنده کړې بلکې له امنیتي ادارو غوښتنه کوي چې د دې معاملې پلټنې دې وکړی شي او حقایق دې عام اولس ته په ډاګه کړے شي.
په سوات بونېر کې حصوصاً او په ټوله پښتونخوا کې عموماً د بدامنۍ په پېښو کې راتلونکې تېزوالي او د ترهه ګرو ښکاره تګ راتګ په پښتون اولس کې یو ځل بیا اندېښنې خپرې کړي.
که په سوات بونېر کې ریاستي ادارې او امنیتي چارواکي د روانې ترهه ګرۍ او بدامنۍ په مخ نیوي کې کردار نۀ لوبوي نو بونېر اولسي پاڅون به د اولس په مرسته یو ځل بیا په سړکونو د ترهه ګرۍ ضد پرامنه مظاهرې اعلان کړي.
بونیر اولسی پاسون نے گزشتہ رات تھانہ گاگرہ کے حدود ٹانگو پل کے آس پاس سڑک پر نامعلوم مسلح افراد کی کھلے عام نقل و حرکت پر نہ صرف اپنی تشویش کا اظہار کیا ہے بلکہ سیکیورٹی اداروں سے اس معاملے کی مکمل تحقیقات کرکے حقائق منظر عام پر لانے کی بھی درخواست کرتی ہے.
سوات بونیر میں بالخصوص اور پورے پختون خواہ میں بالعموم دہشتگردی کے پے درپے واقعات اور مسلح دہشت گردوں کی کھلے عام نقل و حرکت نے ایک بار پھر پشتونوں میں تشویش کی لہر دوڑا دی ہے۔
اگر سوات بونیر میں ریاستی اداروں اور سیکورٹی حکام نے جاری دہشت گردی اور بدامنی کے سدباب کے لیے اپنا فیصلہ کن کردار ادا نہ کیا تو بونیر کے عوام ایک بار پھر بونیر اولسی پاسون کے چھتری تلے جاری دہشت گردی اور بدامنی کے خلاف ایک بار پھر سڑکوں پر پرامن مظاہروں کا اعلان کریں گے.
03/09/2023
د بونېر اولسي پاڅون د سالار شبنم بونېري په کور د ریاستي ادارو له اړخه د غېر قانوني چاپو غندنه کوو.
که شبنم بونېري په څۀ جرم کې ککړ وي نو پکار ده، د قانونې لارې د وارنټ په واسطه خبر کړے شي.
بونېر اولسي پاڅون نن ماسپښین دوه بجې په کالج چوک سواړۍ کې د انجمن تاجران بونېر د اړخه د ګرانۍ او بجلۍ د ناروا بلونو په ضد د احتجاجي مظاهرې حمایت کوي.
د بونېر د باشعوره اولس نه د ګډون په هیله
Click here to claim your Sponsored Listing.
