اتحاد یوسفزی بونیر

اتحاد یوسفزی بونیر

Share

د یوسفزوں یووالے

31/05/2026

***یوسفزئی نړیواله جرګه ***
احمد علی خان د یوسفزئی نړیواله جرګی عبوري صدر نامزد کیدو مبارکی وایو. احمد علی خان د مخکی نه مرکزی جنرل سیکرٹری وو. د ټول پختون قام او به خصوصی توګه د یوسفزئی قبیلی د پرمختګ سوچ لرونکی مشر دی.
احمد علی خان د یعقوبی ضلع صوابی سرہ تعلق لری۔ او پہ خٹہ ملک زئ رزڑ دی۔ د ملک احمد خان بابا کم چئ د یوسفزئیو ڑومبی ملک وو۔ د ھغہ د خیل نہ دی۔ مننہ

30/05/2026

****یوسفزئی نڑیوالہ جرگہ ****
""""د خان الخوانین خان گجو خان د وخت پختون خوا"""

26/05/2026

***یوسفزئی نڑیوالہ جرگہ ***
د یوسفزئی نڑیوالہ جرگے مرکزی صدر ظاہر شاہ خان یوسفزئی د لوئ اختر پہ موقع پیغام۔۔

Photos from ‎اتحاد یوسفزی بونیر‎'s post 23/05/2026

***یوسفزئی نړیواله جرګه ***
نن په نیټه ٢٣ میی کال ٢٠٢٦ په اسلام اباد کی د یوسفزئی نړیواله جرګی یوه درنه غونډه ترسره شوه..چی پدی غونډه کښی په ګنړ شمېر پوهانو او یوسفزئی مشرانو ګډون اوکړو. غنڈی ته د یوسفزئی نړیواله جرګی چیئرمین ملک جھان عالم خان یوسفزئی. قایم مقام مرکزی صدر ظاہر شاه خان یوسفزئی. مرکزی جنرل سیکرٹری احمدعلی خان یوسفزئی .رفیق خان مرکزی جاینټ سیکرٹری او نورو ګنړ شمېر مشرانو ویناګانې اوکړی. پدی موقع محترم شوکت خان یوسفزئی چکیسر شانګله یاده کړه. چی ډیر زر به د یوی درون بروګرام د یوسفزئی نړیواله جرګی د سیوری لاندی راجوړ کړم.
یاده دی وی. چی دا غونډه لطیف الله یوسفزئی راجوړه کړی وه. کم چی به راولپنڈی کی د چمبر آف کامرس غړی دی.

23/05/2026

****یوسفزئی نڑیوالہ جرگہ ****
نن پہ نیٹہ 23 مئ کال 2026ء د مرکزی صدر ظاہر شاہ خان یوسفزئی پہ اسلام آباد کئ یوئ درنئ غنڈی تہ پہ زڑہ پورئ وینا۔۔۔

20/05/2026
17/05/2026

***یوسفزئی نڑیوالہ جرگہ ***

13/05/2026

***یوسفزئی نڑیوالہ جرگہ ***
یوسفزئی نڑیوالہ جرگہ یوازې د سوات نہ پہ پورا ملک کئ د منشیات فروشانوں پہ خلاف اولاڑہ بہ وی۔ د سوات ٹولو یوسفزئیو رونڑو تہ درخواست دی۔ چئ د تنظيم سمہ لار پدئ لڑ کئ مکمل ملاتڑ اوکئ۔

09/05/2026

يوسفزۍ نړيواله جرګه۔۔۔۔۔کابينه اجلاس

نن د خالي په ورځ،په نهمه مۍ ،٢٠٢٦، سحر لس بجى،د درنو او شمله ورو يوسفزو په تاريخي خاوره ملاکنډ کي،په جرګه هوټل کښې د "يوسفزۍ نړيوالې جرګې"" د کابينې د مشرانو یوہ خاص غونډہ اوشوہ۔
د غونډې نظامت ښاغلي بيرسټر عطاءالله خان صيب اوکړو او د صدارت چارې قايم مقام صدر ريټايرډ ايس پي ظاهرشاه یوسفزئ صیب ترسرہ کړې ـ
د غونډې باقاعدہ آغاز د کلام پاک د مقدسو اياتونو څخه اوشو۔ چې سعادت ٸې اخترعلي خان صيب ته حاصل شو ـ
په تلاوت کلام پاک پسې پېوست په ایجنډہ خبرې پیل شوې۔ ايجنډا عطاءالله خان صيب کابينې ته پيش کړه ـ ايجنډا څه په دی ډول وه ۔

ايجنډا
١_ د جشن پښتونخوا جاٸزه او اثرات
٢_ د مرکزي صدر ټاکني مشوره ـ
٣_ د ذيلي کابينو تکميل
٤_ د ځوانانو د کابينو تکميل
٥_ د صوباﺉي کابينے تکميل
٦۔ د جرګې د دفتر تابيا۔
٧۔ د شجرو د څانګې کارګزاري۔

راقم الحروف ناصر خان يوسفزي د تير شوي غونډی د اهم نکاتو او پريکړو ذکر هم اوکړو۔
ګرانو مشرانو په نمبر نمبر په ايجنډه خپل تاثرات وړاندی کړل۔غونډه کښی ډيرې مهمې خبرې اوشوې او ګټور تجاويز وړاندی شو چي څه په دی ډول دي۔
د مرکزي دفتر کار ګران مشر ملک جهان عالم خان صيب صوبايي صدر عالمګير خان صيب او نجيم خان صيب ته حواله کړو او هم دوﺉ به ﺉ فاينل کړي۔
د صوباﺉ کابينې د پاره به په صلاح مشوره او جمهوري ډول سره صدر پروفيسر عالمګيرخان صيب (ملاکنډ) به د مرکزي کابينې په صلاح او مشاورت سره خپله کابينه د نولسم مۍ پوری مکمل کوي او هره ضلع به درې موزون نومونه صوبايي صدر ته ورکوي او هغوي به تري تنظيم سازۍ دپاره غړي اخلي۔صوبايي کابينه کښی به مانسهرې له نمايندګي ورکوي۔
مرکزي صدر د ټاکنې اختيار د چيﺉرمين صيب سره به ﺉ او لويه جرګه به ځان سره اعتماد کښی اخلي۔غونډه کښی د پريکړه اوشوه چي ذيلي تنظيمونه د ټول د لوﺉ اختر پوری مکمل کړی شي۔
د ځوانانو د تنظيم سازۍ په حقله مرکزي صدر ځوانان،مدثر شاه خان تفصيلي خبرې اوکړی۔زياته ﺉ کړه چي هره ضلع به تکړه ځوانان او د هغوي نومونه ورکوي چي کار مکمل شي۔د مرکزي او صوبايي کابينو دپاره به پنځه پنځه موزون نومونه وړاندي کيږي او مدثر شاه خان به په صلاح مشوره دغه عمل د نولسم مۍ پوری مکمل کوي۔دغه شان دوﺉ به هم په مشاورت سره خپله کابينه مکمل کړي او د ځوانانو تنظيم سازي عمل به مکمل شي۔
دجشن پښتونخوا په شاندار او کاميابه غونډه د کابينې ټولو غړو او د هغوي کار ته سلام پيش کړی شو چي په دومره لنډ تنګ وخت او محدود وسايلو کښی ﺉ دومره عظيم الشان کار ترسره کړو دغه غونډه د معجزی نه کم نه ؤه۔مشرانو د تنظيمي ملګرو کار اوستايو او هغه کمې بيشې ﺉ په ګوته کړو چي کوم سرزد شوي ؤ۔ د مسقبل دپاره ﺉ بهترين لايحه عمل هم وضع کړو۔د هغه ټولو ملګرو ﺉ ستاينه او داد رسي اوکړه چا چي زمونږ سره د جشن پښتونخوا په کاميابيدو کښی مالي او بدني کومک کړی ؤ۔مشرانو دغه غونډه د نظم وضبط او مهذب خلکو ننداره تصور کړه۔دغه کلتوري غونډه په تاريخ کښی اول ځل يوسفزۍ نړيوالې جرګې اوکړه۔کامياب او منظم غونډه وه او د ملګرو د غره هومره صبر او حکمت ته ﺉ دراناوی وړاندی کړو۔

د ايجنډې په هره خبره ګرانو مشرانو ډير په منظم او جمهوري انداز سره بحث اوکړو ـ په ايجنډه د کابينې هر غړي تفصيلي خبرې اوکړى ـ
تولو مشرانو په ايجنډا ډیرې ښکلې، مفصلې او ګټورې خبرې اوکړې ۔ د اوږد بحث او صلاح مشورې نه پس د کابينې مشرانو په زړہ پورې وړانديزونه وړاندی کړو۔
ياده دى وي چی په دى تاريخي غونډه کښې د يوسفزۍ نړيوالې جرګې ستر مشر چير مين ملک جهان عالم خان صيب ، ستر سيکتر ښاغلى احمد علي خان صيب، سينٸر ناٸب صدر ظاهر شاه خان صيب،رفيق خان صيب، شير علي خان،فضل الرحمن شاهد صيب،پروفيسر عالمګير خان صيب، راقم الحروف ناصرخان يوسفزى صيب،مدثر شاہ خان یوسفزي صيب، اخترعلي حان صيب،مراد خان،ډاکټر دلاور خان،عبد الله خان، عطاءالله خان، او اسلم خان ګډون اوکړو۔
ياده د وي چي د تاريخي غونډه سحر په لس بجې شروع شوي وه او د ډير اوږد او تفصيلي خبرو نه روستو مازيګر په ٥:٣٠ بجې ختمه شوه ـ

په آخره کښې د یوسفزۍ نړیوالی جرګی او مشرانو د قامي وحدت او اتفاق د پارہ د عملي ګامونو پورته کولو کلک عهد اوکړی شو ـ ټولو مشرانو دا خبره سپينه کړه چي د لوﺉ اختر پوری به په خپلو خپلو تپو او تحصيلونو کښي تنظيم سازي په تيزۍ سره مکمل کوؤ ـ
پہ آخره کښې فضل الرحمان شاهد صيب د پښتنو د اتحاد واتفاق، د ملک او قوم د ودانۍ ترقۍ،امن ،خوشحالۍ او سوکالۍ د پارہ دعا اوکړه او جرګه پائې ته اورسیدہ۔ څښتن دې زمونږ د ټولو اتحاد او اتفاق نصيب کړي۔
مونږ د مرکزي کابينې د ټولو مشرانو منندويه او مشکور يو چي غونډه کښی ﺉ ګډون اوکړو او پروګرام له ئ ښکلا ورکړه-

درنښت:
ناصرخان يوسفزی
عزيخېل سوات

Want your business to be the top-listed Government Service in Bunerwal?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Website

Address

Bunerwal
19290