26/05/2026
ټول لر او بر افغان ملت ته دې د نیکمرغۍ لوی اختر مبارک وي.
دغه اختر پداسې حال کې لمانځو چې د قامي تحریک ګڼ ملګري د پنجابي استعمار په بېلابېلو زندانونو کې شپې ورځې تېروي، پښتون وطن له لوی مصیبت سره مخ دی، هره ورځ خلک جنازې پورته کوي.
خو دا دې باوجود د ملي تحریک پي ټي اېم مبارزه د خپل ملت او وطن په خاطر په لوړ عزم سره روانه ده او تر هغې به روانه وي چې خپل مرام ته رسیدلي نه وي.
ملي شهیدان او قامي زندانیان او د هغوی کورنۍ مه هېروئ.
نیکمرغه او خوشاله اختر ولرئ.
19/05/2026
د استعمار پر خلاف کلک ولاړ د وطن سپڅلی بچان.
18/05/2026
چې کله د غورځنګ له ملګرو سره روان رياستي استبداد ګورو نو باوري کيږو چې یقینا د غورځنګ تګلاره پخپل اصل او ماهيت کې استعمار ضد ده او په تاريخ کې د ازادۍ غوښتونکو خوځښتونو په وړاندې استعماري چلند شکل همداسي پاتې سوی دی او د موجوده دور ازادۍ غوښتونکو په وړاندې د استعماري استبداد پيمانه که د غورځنګ پرضد مساوي نه ده خو کمه هم نه ده.
06/05/2026
زمونږ ملګرو د وطن او قام د خپلواکۍ په خاطر بد ترین جیلونه او سزه تیرا وی.
پاکستان زمونږ د ملګرو سره تر اسراع°ل زیات ظلمونه کوی،خو یو ورځ به زمونږ د ملګرو په سختو قربانيو سره د وطن ازاد او خپلواک شی.