05/04/2024
اسلام آباد: (پ ر) پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ پنجاب، تيره ورځ د صوبايي ايګزيکټيو غړي عمران خټک نمسي اغوا کولو پيښه په سختو ټکو غنده کوي، او له حکومت څخه غوښتنه کوي چي په دې پيښې کي ککړ خلک دي زر تر زره ګرفتار کړل شي، او د داسي پيښو دي په مستقل ډول مخنيوی وکړي،
د پارټۍ صوبائي قيادت زياتوي چي ملک دا وخت خطرناکه انتشار سره مخ دی، سياسي او معاشي استحکام نه شتون له کبله اولس له لوژو سره مخامخ دی، لوټ مار پيښې ورځ تر بلې په زياتيدو دي،
بايد چي حکومت په دې هکله چټک ګامونه اوچت کړي،
د پارټۍ ټول قيادت د عمران خټک سره اوږه په اوږه ولاړ دي، او هر رنګه مرسته ورکولو ته ژمن دي،
د غمرازي په توګه صوبايي صدر جانان افغان، سينئر نائب صدر ايډوکيټ ايمل مندوخيل، ډپټي سيکټري يونس مومند، ضلع سيکټري ډاکټر کريم، ضلع ايګزيکټيو ايډوکيټ سعود کاکړ، او واحد ځدران، سليمان کامل، او ګڼ شمير ملګرو ملاقات وکړ.
شعبه اطلاعات و نشريات
02/04/2024
اسلام اباد:
خبرتيا: جنرل باډی غونډه
سبا ماخستن 8 بجې به پارټۍ دوتر کښې، اسلام اباد، پنډی کې موجود د پارټۍ ټولو ملګرو ناسته کيږي، چي پکښې به موجوده سياسي صورتحال او راتلونکي لائحه عمل باندي مجلسونه کيږي،
غونډه کې به مرکزي، صوبايي، ضلعي غړي شرکت کوي،
04/03/2024
اسلام اباد:
د محترم مشر پر کور ناروا ګيراو خلاف به نن
ماځيګر 4 بجې پريس کلب باندي لاريون او پريس کانفرنس وي
ټولو ملګرو، اولسواکی لپاره مبارزه کونکو وطن دوستو څخه په ګڼ شمېر د ګډون هيله کيږي
پښتونخوا ميپ پنجاب
03/03/2024
پشتونخوا میپ کے قہرمان چیرمین محترم محمود خان اچگزٸی کے گھر پر چھاپے اور چادر و چاردیواری کی پامالی کی سخت الفاظ میں مذمت کرتے ہیں۔
ان اوچھے ہتھکنڈوں کا دہائیوں سے مقابلہ کرتے آرہے ہیں، پشتونخوا میپ ریاستی اداروں کے ہرقسم ہتھکنڈوں کے خلاف آزمائی ہوئی مدافعت کی تاریخ رکھتی آرہی ہے،
ریاستی اداروں کو قانون کے پابند کرنے، جمہوریت کے تابع کرنے میں روز اول سے میدان عمل میں ہیں اور اس سے روگردانی اپنی وجود کا خاتمہ کرار دیتے ہیں،
پشتونخوا میپ پنجاب
26/02/2024
اِنَّا لِلّٰهِ وَ اِنَّاۤ اِلَیْهِ رٰجِعُوْنَ
د صوبايي ماليات سيکټري سردار کاکړ، وراره صاحب جان د ترافيکي پېښې له امله ومړ. د جنازې لمونځ به نن مازدیګر (26م فرورۍ) په کلي مالیزېۍ کټه باغ اجرم پشین کې ادا کیږي-
01/02/2024
اسلام آباد:
اليکشن مهم په سلسله کی نن په G11 کښې کارنر میټینګ د دین مامد سلیمانخیل په حجره کښی تر سره سوه،
غونډه کښې د پارټۍ کانديد انجنير ریاض یوسفزي ،پنجاب صوبايي صدر جانان افغان، سنیر نایب صدر حکیم حریفال،حاجی ولی ګل شیرانی، يونس مومند، ضلع سيکټري ډاکټر کريم، ضلع ايګزيکټيوز فريد افغان، سعود کاکړ ګډون وکړ،
په اخره کښې د سيکټر جي اليون ميشت سلیمانخیلو کورنيو له پارټی سره د هر ډول مرستې ژمنه وکړه
20/01/2024
د پښتونخوا ملي عوامي پارټي صوبائي سيکټري ملک هارون خان او صوبائي سينير نائب صدر ميرکلام وزير نن په بنو کښې ګرفتار کړل شوي دي،
پښتونخوا ملي عوامي ګوند خبر داري ورکوي چي که ګرفتار شوي کسان زر تر زره راخلاص نه شول نو د پائيلو زمه وار به د رياست متعلقه حکام وي،
19/01/2024
تحصیل کلرسيداں راولپنډی:
انتخاباتو په هکله د کلرسيداں غونډه وشوه، چي پکښې ټولو پښتنو اتحاد لپاره د ايمل خان يونټ غړي ډاکټر زرغون په مشرۍ کښې ۵کسيزه جرګه جوړه،
دغې جرګې تر نظارت لاندي به جمعې په ورځ ۵ بجې د پښتنو عامه جلسه کيږي،
په دې جلسه کښې به د پښتنو مسئلې حل کولو ژمنه له مسليم ليګ ن کانديد څخه اخيستل کيږي، او بدل کښې به پښتانه تاريخ کښې ړومبي ځل په اتحاد راټول ووټ د ټاکلي مشرانو په وينا ورکوي،
غونډه د يونټ غړي او د جرګې مشر ډاکټر زرغون په صدارت کښې وشوه،
غونډه کښې صوبائي پارټۍ په نمايندګي سردار خان کاکړ، عيد محمد سليمانخيل، بريال وطنپال، او ضلع په نمايندګي فريد افغان ګډون وکړ،
ځايي مشرانو کشې نور حاجي مومند، حاجي قدير مومند، حاجي جنت ګل، سيف الدين، خانزاده ګل، او شمس ګډون وکړ،
17/01/2024
بل سبا جمعې لمانځه پس انتخابي کمپائن په لړ کښې په ستره غونډه کيږي،
ټولو پښتنو څخه د ګډون هيله کيږي
15/01/2024
د پښتونخوا ميپ خیبرپښتونخوا رابطه سيکټري اشفاق وزير مور په حق رسيدلې ده، پاتا به يې کلي غواه خواه کښی کیږي.
پښتونخوا ميپ پنجاب په دې غم کې کورنی ته صبر او مورکی ته جنتونه غواړي،