PashtoonKhuwa Students Organization IIUI

Website

PashtoonKhuwa Students Organization IIUI "Empowering a generation of leaders, thinkers, and change-makers. PSO IIUI: where passion meets purpose."

د پښتونخوا سټو ډنټس ارګنایزیشن منو ګرام

زمونږ مونوګرام د نړۍ د ګلوب په پس منظر کښې د پښتنو د غریځ هېواد په جګو څوکو د لمر وړانګې ښکاروي او دا وړانګې د پښتنو د راتلونکي روڼ صباون،خپلواکۍ،پوهنې،ټولنیز عدالت او د ښه ورورلۍ د ژوند ښکارونه کوي.

خو دا هم بیخي تجربه شوې خبره ده چې د دغه ښه روڼ صباون ګټه بې له دغه دوو شیانو لکه کتاب او ټوپک چې په مونوګرام کښې انځور شوي دي تر اوسه هیڅ چېرې او هیچا نه ده کړې.

د مونوګرام په لاندې برخه کښې د غنمو وږي د ستر احمد شاه بابا له وخته زمونږ ملي سیمبل او نښان دی چې د هېواد سمسورتیا او وداني ښکاروي.

د نړۍ هېوادونه یو بل سره په جغرافیایي،معاشي،سیاسي او ټولنیځ مزو تړلي دي. د شریکو ګټو پر بنسټ نړي وال اتحادونه جوړ شوي دي، د امن،جمهوریت،ازادۍ او ټولنیز عدالت غوښتونکي په یو او دښمنان په بل قطار کښې ولاړ دي او د نړۍ ښه او بد په پښتونخوا او د پښتونخوا ښه او بد په نړۍ اثر ښندي ځکه خو د پښتونخوا د ازادۍ،جمهوریت، ټولنیز عدالت او امن انقلابي بهیر له امن کېمپ کارګري تحریکو او د ملي ازادي له غورزنګو سره په نه شلېدونکي ډول تړلي دي. په مونوګرام کښې ګلوب د دې ښکارندوی دی
منشور) د پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزیشن مرامنامه)
د ګران او تاریخي ټول وطنپال،روښان فکره،جمهوري،مترقي طلباعلمان او د وطن او اولس د خپلواکۍ او ترقۍ سره مینه لرونکي باسواده ځوانان په یو فلېټ فارم متحد کول او په علمي جهابینۍ باندې د هغوي زهنونه منوره کول او د افغان مړني اولس د ملي ازادۍ،جمهوریت،ټولنیز عدالت،امن ترقي د انقلابي ملي سیاسي لښکر د یوې دستې په حېث د لوستونکو د تعلیمي او ټول جمهوري حقوقو لپاره جدوجهد کول

جدید ترقي یافته نظام تعليم راځول، تعليم عام کول او د ټولو و‌طنپالو لپاره مفت تر مټرکه لازمي ګرځول

د ساينس او ټکنالوجۍ د عصري تقاضو مطابق نصاب تعلیم مرتب کول.د ښونې او روزنې د جدید ادارو قایمولو او ډېرولو فني پشه وارانه تعلیم ته وده ورکولو لپاره مبارزه کول

پښتو او پښتون وطن کښې د اوسېدونکو مورنۍ سرکاري تعلیم تر مټرک او بیا ورپسې د پوهنتون تر سطحې ټول تعلیم په خپله مورنۍ ژبه راځول او پښتو ژبې اداب اولسي ثقافت ته وده ورکول.

په تعلیمي اداره کښې د نظریاتي ازادي علمي او جمهوري فضا قایمول او تعلیمي ادارو کښې تفاوت ختمول او بلا رنګ ، نسل ، ژبه طبقه،مذهب او د هر وګړي لپاره یوشانتې تعلیمي اسانتیاوې برابرول

د استاذانو وقار لوړول ، د هغوي د ملازمت او هرډول جمهوري حقوقو لپاره مبارزه کول

تعلیم او د ژوند په ټولو برخو کښې د ښځې او نر د برابرۍ حقوق عملي کول

د مستعمره مشرقي پښتونخوا (موجوده خېبرپښتونخوا)، مستعمره جنوبي پښتونخوا ( موجوده بلوچیستان پښتون علاقې) په وحدت مبني د پښتون اولس د قومي حق خوداختیارۍ په بنیاد د افغانیې، پښتونخوا یا پښتونیستان په نامه خپلواکه صوبه قایمول

په ملک کښې استعماري حوکمراني نسکورول او د برابرۍ ، سیالۍ او باهمي احترام په بنیاد د بلوڅ ، سیندهي ، سرايکي محکومو قامونو د قومي ، جمهوري او د پنجاب د زپلي او زیار کښ اولس او نور جمهوري تحریکونو سره د پښتون د ملي خپلوکۍ جمهوري اولسي تحریک د متحد کولو او د پښتون اولس د جمهوري اقتدار په لاس د یوې مترقي ټولنې د جوړولو په لار کښې د ژور ټولنیزانقلاب د قومي ازادۍ جمهوري انقلاب تکمیل د رسولو لپاره مبارزه کول

د ساینسي مفکورې په رڼا کښې د وطن د ملي خپلواکۍ او جمهوري تحریک متحد کول او په محکوم (مستعمره مشرقي او جنوبي پښتونخوا) او نیم محکوم (منځنۍ پښتونخوا ازاد پښتون قبایل) باندې د زیار کښ افغان اولس د قومي اختیار او جمهوري سیاسي اقتدار د راوستلو لپاره مبارزه کول

په ملکي ائین کښې د قران و سنت مخالف دفعات نه پرېښودل

ازاد تاریخي افغانیستان د وطنپال اولس د افغان خاورې تمامیت ملي استقلال امن ، جمهوریت ، ترقي او خوشحالي ملي او اولسي ارمانونه پوره کولو د پاره مبارزه کولو کښې د هغوي حمایه او فعاله برخه درلودنه

د سامراجي استعماري (ګماشته) او جاګیردارانه نظام د ختمولو او د ملي خودمخاري او ټولنيز عدالت د قیام لپاره په ځوانانو کښې قومي او طبقاتي شعور پیدا کول او د ځوانانو د ذهني او بدني روزنې او نشونما لپاره علمي ادابي هونري ثقافتي او د لوبو پروګرامونه ترتیبول ، کلتوري ادارې تشکیلول

د خیتې او ټولې نړۍ د ځوانانو جمهوري سازمانونو سره د باهمي همکارۍ او پېوستون اړیکې ټیګول او په متحده ډول د نوي نسل د تعلیمي او هر ډول جمهوري حقوقو لپاره مبارزه کول

د ټولې نړۍ محکوم قومو او د مظلوم انسانانو د ازادۍ جمهوري جدوجهد حمایه او د ټولې نړۍ د سامرج دوښمن جمهوري قوتو ملاتړ کول او د خپال اولس په زریع د هغوي سره تر خپل وڅه اخلاقي او مادي مرسته کول او د هغوي نه د دغسې حمایې او کومک هیله کول

د زوړ او نوي استعمار، صېهونیت، نسل پرستي، مذهبي فرقه پرستي، جنونیت او بنیاد ګري په خلاف د اولسونو او قومونو د ازادۍ برابرۍ او انسان دوستۍ په حمایت کښې نه ستړې کېدونکې مبارزه کول.

06/10/2026

Oath taking ceremony of the newly elected Cabinet of PSO-IIUI ✌️

د نوي ټاکل شوی کابینه سه د حلف اخستلو پر محال.




PSO Islamabad ♥️

اسلام اباد:د پښتونخوا لوستونکي سازمان نړيوال اسلامک پوهنتون علاقایي کانفرنس ترسره سو.د پښتونخوا لوستونکي سازمان نړيوال ا...
05/10/2026

اسلام اباد:
د پښتونخوا لوستونکي سازمان نړيوال اسلامک پوهنتون علاقایي کانفرنس ترسره سو.

د پښتونخوا لوستونکي سازمان نړيوال اسلامک پوهنتون اسلام اباد تر نظارت لاندي په ستر ښار اسلام اباد په نړيوال اسلامک پوهنتون کښې د پښتونخوا لوستونکي سازمان نړيوال اسلامک پوهنتون علاقائې کانفرنس تر سره شو.

د ياد غونډي کاروايي علاقائی ډپټي سيکټري بایزید روښان ترسره کړه.

په ياد غونډه کښې د پښتونخوا پښتونخوا لوستونکي سازمان مرکزي ډپټي سیکټری وارث خان او پي اېس او پنډي/اسلام اباد ضلعي آرګنائزر ملګری فريد خان ترین او ورسره د پنډي/اسلام اباد ضلع پي اېس او ملګرو ګډون درلود.

په ياد غونډه کښې د نړيوال اسلامک پوهنتون نوي علاقايي يونټ وټاکل سو چي په هغه کښې چڼل سوي اليکشن کمیشن په اکثرت رايي سره د
سيکټري لپاره سالارخان،
معاون سيکټري لپاره بایزید روښان
او ورسره ایګریکټوز ملګري کښی ارين کاکړ، رستم خان، سعيد زمان، صابر خان، اکرام کاکړ، بصير خان دمړ، علی خان، بخت محمد، عجب خان، انعام الله، عرفان خان، زاکوان خان، حنظله خان، نقیب الله، حمید خان، عبدالرحمن، جلال خان، شبير احمد، امين اڅکزی، او په ګډون ٢١ کسيزه کابينه وټاکل سوله.

له ټاکل سوې کابينې څخه د پي اېس او پنډي/اسلام اباد ضلعی ارگنائزر فرید خان ترين سوکند واخستو.

و ياد غونډې ته د پي اېس او مرکزی ډپټي آرګنائزر وارث خان او اسلام اباد ضلعی ارگنائزر فرید ترين د تنظيم په اړه وينا وکړه او په اخير کښې علاقائی سیکټری طارق خان اڅکزی غنډي ته آخري صدارتي وينا وکړه.
او په اخر کښي راغلو ميلمنو ته سټيج سيکټري بایزید روښان کورودانی وويل.

مونږ د راغلو ټولو ميلمنو کور وداني وایو چي دوي راغلو زمونږ سره يې په دغه علاقائی کانفرنس کښي شرکت وکړ او زمونږ دغه پروګرام یې رادروند کړ.

پښتونخوا لوستونکي سازمان ټولو لوستونکو ته دا باور ورکوي چي مونږ به ستاسو خدمت ته هر وخت تيار يو.







اسلام اباد:د پښتونخوا لوستونکي سازمان نړيوال اسلامک پوهنتون اسلام اباد د علاقائی یونټ سره مربوط کويت هاسټل یونټ تر نظارت...
02/10/2026

اسلام اباد:
د پښتونخوا لوستونکي سازمان نړيوال اسلامک پوهنتون اسلام اباد د علاقائی یونټ سره مربوط کويت هاسټل یونټ تر نظارت لاندي د کویت هاسټل مياشتنی ايګزيکټيو غونډه د ملګري حسنین خان په تلاوت کلام پاک سره د کویت هاسټل سيکريټري سالار خان په صدارت کښي ترسره سوه.

د يادي غونډي کاروايي د پي اېس او کویت هاسټل يونټ معاوت سيکټري ملګري بخت محمد اڅکزی ترسره کړه.

په ياده غونډه کښې د تیر کال رپورټ وړاندی کړل سو، او د نړيوال اسلامک پوهنتون کویت هاسټل او د تنظیمی فعالیت په اړه مهمی پریکړی وسوې.

وه ناسته غونډه ته علاقائی سیکټری طارق آڅکزی په تنظيمې فعالیت او نظم و ضبط وينا وکړه.

په اخيره کښي د پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن نړيوال اسلامک پوهنتون اسلام اباد کویت هاسټل يونټ سیکټري سالار خان ملګرو ته خپله صدارتي وينا واوروله.

PSO Islamabad
PashtoonKhuwa Students Organization IIUI



اسلام اباد:د پښتونخوا لوستونکي سازمان نړيوال اسلامک پوهنتون اسلام اباد د نوي لوستونکو لپاره ښه راغلي دستوره ترسره سو.د پ...
01/10/2026

اسلام اباد:
د پښتونخوا لوستونکي سازمان نړيوال اسلامک پوهنتون اسلام اباد د نوي لوستونکو لپاره ښه راغلي دستوره ترسره سو.

د پښتونخوا لوستونکي سازمان نړيوال اسلامک پوهنتون اسلام اباد علاقائی یونټ تر نظارت لاندې نن په نيټه اول اکتوبر ٢٠٢٦ د پنجاب ايالت ستر ښار اسلام اباد په نړيوال اسلامک پوهنتون کښې د پي ايس او نړيوال اسلامک پوهنتون له اړخه نوي راغلي لوستونکو دپاره ښه راغلي دستوره/ويلکم پارټۍ تر سره شو.

د ياد غونډي صدارت علاقائی سیکټری طارق اڅکزی وکړي او کاروايي علاقائی ډپټي سيکټري بایزید روښان ترسره کړه.
په ياد غونډه کښې د پښتونخوا لوستونکي سازمان مرکزي ډپټي آرګنائزر وارث خان او د پي ایس او پنډي/اسلام اباد ضلعي آرګنائزر فرید خان ترين او سنیر ډپټي آرګنائزر جمیل کاکړ، او سنیر ملګری اسرار خان ورسره د پنډي/اسلام اباد ضلع پي اېس او ملګرو ګډون درلود.

و ياد غونډې ته د پي اېس او مرکزی ډپټي آرګنائزر وارث خان او پي ایس او پنډي/اسلام اباد ضلع آرګنائزر فرید خان ترين د تنظيم په اړه وينا وکړه

او په اخير کښې علاقائی سيکټري طارق خان اڅکزی صدارتي وينا وکړه او د ټولو راغلو میلمنو او نوي لوستونکو کورودانی وويل.

مونږ د راغلو ټولو ميلمنو کور وداني وایو چي دوي راغلو زمونږ سره يې په دغه پروګرام کښي شرکت وکړ او زمونږ دغه پروګرام یې رادروند کړ. پښتونخوا لوستونکي سازمان ټولو لوستونکو ته دا باور ورکوي چي مونږ به ستاسو خدمت ته هر وخت تيار يو.







اسلام اباد: د پښتونخوا لوستونکي سازمان نړيوال اسلامک پوهنتون اسلام اباد علاقائی يونټ ايګزيکټيو غونډه نن د نړيوال اسلامک ...
29/09/2026

اسلام اباد:
د پښتونخوا لوستونکي سازمان نړيوال اسلامک پوهنتون اسلام اباد علاقائی يونټ ايګزيکټيو غونډه نن د نړيوال اسلامک پوهنتون اسلام اباد په نیو کيمپس کښي د علاقائي سیکټري طارق خان اڅکزی په صدارت کښي ترسره سوه.

غونډه ايګزيکټيو ملګری عبدالرحمان په تلاوت کلام پاک سره پیل شوه. د غونډي کاروائي د پښتونخوا لوستونکي سازمان نړيوال اسلامک پوهنتون اسلام اباد ايګزيکټيو ملګري بايزيد خان ترسره کړه.

په ياد غونډه کښي تیر کار رپورټ وړاندي سو او د رپورټونه تنقیدی جایزه واخستل سوه.

او د آینده لائحه عمل کښي مهمي پريکړي وسوې په خاص توګه تنظیمی فعالیت، بلنه کمپین او نوري مهم پریکړي وسوي.

په اخيره کښې غونډې ته د نړیوال اسلامک پوهنتون اسلام اباد علاقائی سيکرټري طارق خان اڅکزی ملګرو ته خپله صدارتي وينا وکړه

لخوا:
اطلاعات اونشرېات څانګه پښتونخوا لوستونکي سارمان نړېوال اسلامک پوهنتون اسلام اباد




ټولو پښتنو افغانانو ته د پښتون کلتور نړیواله ورځ مو مبارک شه، پښتون کلتور دې تل ژوندی او تلپاتې وي!Happy Pashtoon Cultur...
23/09/2026

ټولو پښتنو افغانانو ته د پښتون کلتور نړیواله ورځ مو مبارک شه،
پښتون کلتور دې تل ژوندی او تلپاتې وي!

Happy Pashtoon Culture Day.
پشتون ثقافت کا عالمی دن مبارک ہو


PSO Islamabad ♥️
PashtoonKhuwa Students Organization IIUI

Pashtoonkhwa Students Organization  International Islamic University, Islamabad  The Pashtoonkhwa Students Organization,...
09/09/2026

Pashtoonkhwa Students Organization
International Islamic University, Islamabad

The Pashtoonkhwa Students Organization, International Islamic University Islamabad, strongly condemns the recent directives issued by the Pakistan Medical & Dental Council (PMDC) and King Edward Medical University (KEMU) regarding Afghan nationals enrolled in medical institutions across Pakistan.

The students affected — from 1st year to final year, as well as recent graduates — entered Pakistan legally and have invested years of hard work, resources, and aspirations in pursuing medical education. Preventing them from completing their degrees and appearing in examinations is a direct violation of fundamental human rights and contradicts the spirit of the Constitution of Pakistan, which guarantees equality and the right to education for all.

Education is a basic human right, not a privilege. These young men and women are not a threat; they are future doctors committed to serving humanity.

PSO-IIUI urges the PMDC to immediately withdraw this unjust decision and to allow all legally enrolled Afghan students to complete their MBBS degrees without any hindrance.

We stand firmly with our Afghan brothers and sisters.



پښتونخوا سټوډنټس آرګنایزیشن
نړیوال اسلامک پوهنتون، اسلام آباد

د پښتونخوا سټوډنټس آرګنایزیشن، نړیوال اسلامک پوهنتون اسلام آباد، د پاکستان میډیکل اینډ ډینټل کونسل (PMDC) او کنگ اېډورډ میډیکل پوهنتون (KEMU) لخوا د هېواد په کچه په طبي ادارو کې د افغان زده‌کوونکو په اړه د صادر شویو لارښوونو سختې غندنې کوي.

اغېزمن شوي زده‌کوونکي، چې له لومړي کال څخه تر وروستي کال او یا تازه فارغ شوي دي، په قانوني توګه پاکستان ته راغلي او د طبي زده‌کړو د ترلاسه کولو لپاره یې کلونه هڅې، سرچینې او هیله مصرف کړې ده. د هغوی د سند د بشپړولو او ازموینو د ورکولو مخنیوی د بنسټیزو بشري حقونو سرغړونه ده او د پاکستان د اساسي قانون له روح سره په ټکر کې ده چې د ټولو لپاره مساوات او د زده‌کړې حق تضمینوي.

زده‌کړه بنسټیز بشري حق دی، نه امتیاز. دا ځوانان د چا لپاره ګواښ نه دي، بلکې د انسانیت د خدمت لپاره راتلونکي ډاکټران دي.

د PSO-IIUI له PMDC څخه غوښتنه کوي چې سمدستي دا ناانصافه پرېکړه بیرته واخلي او ټولو قانوني نوم لیکنه لرونکو افغان زده‌کوونکو ته اجازه ورکړي چې خپل MBBS سندونه له خنډ پرته بشپړ کړي.

موږ د خپلو افغان وروڼو او خویندو سره په کلکه ولاړ یو.

اطلاعات اونشرېات څانګه،
پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن نړیوال اسلامک پوهنتون اسلام اباد


PSO Islamabad

Pashtoonkhwa Students Organization Central
PMDC Islamabad

پښتون قامي جرګه جنوبي پښتونخوا کوټه ٣٠، ٣١ اګست١ سپتمبر کال ٢٠٢٦ګرینډ کبابش هال جنوبي پښتونخوا کوټه
30/08/2026

پښتون قامي جرګه
جنوبي پښتونخوا کوټه
٣٠، ٣١ اګست
١ سپتمبر کال ٢٠٢٦
ګرینډ کبابش هال جنوبي پښتونخوا کوټه

بیان: پشتونخوا سٹوڈنٹس آرگنائزیشن - بین الاقوامی اسلامی یونیورسٹی اسلام آبادپشتونخوا سٹوڈنٹس آرگنائزیشن، بین الاقوامی اس...
27/08/2026

بیان:
پشتونخوا سٹوڈنٹس آرگنائزیشن - بین الاقوامی اسلامی یونیورسٹی اسلام آباد

پشتونخوا سٹوڈنٹس آرگنائزیشن، بین الاقوامی اسلامی یونیورسٹی اسلام آباد، سرحد یونیورسٹی کے اندر ایک کرنل کی جانب سے ہوائی فائرنگ اور طلبہ کے ساتھ نامناسب رویے کے واقعے کی شدید مذمت کرتی ہے۔ اور اس واقعے کی شفاف اور غیر جانبدارانہ تحقیقات کا مطالبہ کرتے ہیں۔

پشتونخوا سٹوڈنٹس آرگنائزیشن ہمیشہ طلبہ کے حقوق کے تحفظ اور فروغ کے لیے کام کرتی ہے۔ طلبہ کے لیے محفوظ اور تعلیمی ماحول کی فراہمی ان کا بنیادی حق ہے۔ تشدد اور ایسی سرگرمیوں کی جامعہ میں کوئی گنجائش نہیں ہے۔

ہم اسلام اباد انتظامیہ، حکومتی حکام سے پرزور اپیل کرتے ہیں کہ طلبہ کے تحفظ کو یقینی بنایا جائے اور ایسے واقعات کی روک تھام کے لیے فوری اقدامات کیے جائیں۔

جاری کردہ:
پشتونخوا سٹوڈنٹس آرگنائزیشن
بین الاقوامی اسلامی یونیورسٹی اسلام آباد


PSO Islamabad
Pso Awkum

🎓 CONGRATULATIONS 🎓PASHTOONKHWA STUDENTS ORGANIZATION – PSO IIUI extends its warmest congratulations to our respected me...
12/07/2026

🎓 CONGRATULATIONS 🎓

PASHTOONKHWA STUDENTS ORGANIZATION – PSO IIUI extends its warmest congratulations to our respected member Khalid Khan Achakzai from the Department of Bachelor in Business Administration, BBA Batch 2022–2026, on the successful completion of his graduation.

As an active member of PSO IIUI, he demonstrated remarkable dedication and discipline, graduating with notable academic performance and an outstanding CGPA. His sincere efforts toward student rights and his unwavering commitment to the organization have been truly commendable.PSO IIUI deeply appreciates his valuable services and pays heartfelt tribute to his contributions.

We pray for his bright future and continued success in all walks of life.

PSO IIUI Family❤️

PSO Islamabad


Address

International Islamic University Islamabad Sector H 10
Islamabad

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when PashtoonKhuwa Students Organization IIUI posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share