نن د می ۷م، اسلام آباد کې د افغانستان لوی سفیر محترم م.سردار احمد شکیب په مشرۍ د سفارت د ډیپلوماټانو د یو پلاوي او پیښور کې د جنرال قونسل ښاغلي حافظ محب الله شاکر په ملتیا د مولانا شیخ محمد ادریس د شهادت له امله د دعاء او تعزیت په موخه چارسده کې د نوموړي کور ته ورغی.
ښاغلي شکیب د مولانا شیخ ادریس د کورنۍ غړو، علماء او شاګردانو ته د افغانستان اسلامي امارت د غمرازۍ پیغام ورساوه او ټینګار یې وکړ چې د نوموړي جید عالم او د زرګونو علماؤو د استاذ شهادت د ټول علمي کهول، علماء کرامو او اسلامي نړۍ لپاره یوه ستره او نه جبرانیدونکې ضایعه ده. نوموړي همداراز مرحوم شیخ صاحب ته د جنت الفردوس، د نوموړي کورنۍ، طلباء او متعلقینو ته د صبر جمیل دعا وکړه.
Embassy of Afghanistan in Pakistan
Official page of Afghan Embassy in Islamabad
په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې جید او وتلی دیني عالم د دارالعلوم حقانیه اکوړه خټک استاذ شیخ الحدیث مولانا محمد ادریس صاحب نن سهار په شهادت رسیدلی. انا لله و انا الیه راجعون
په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت دغه بزدلانه عمل په ترټولو کلکو ټکو غندي، د مرحوم شیخ صاحب شهادت د پاکستان، افغانستان او اسلامي نړۍ د مسلمانانو لپاره یوه ستره ضایعه بولي.
موږ د مرحوم له کورنۍ، خپلوانو، د پاکستان علماء کرامو خصوصاً د جامعه حقانیه استاذانو، طلباؤ، او مسلمان ولس سره خپله ژوره خواخوږي او غمشریکي څرګندوو. د لوی خدای (ج) له دربارڅخه مرحوم ته جنت الفردوس، کورنۍ ته یې د جمیل صبرغوښتنه کوو.
________
With profound sorrow, we have received the tragic news of the martyrdom of eminent and highly respected religious scholar, Sheikh al-Hadith Maulana Muhammad Idrees, a distinguished teacher at Darul Uloom Haqqania, Akora Khattak, who was martyred earlier this morning.
(إِنَّا لِلَّـهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ)
The Embassy of Afghanistan in Islamabad unequivocally condemns this heinous and cowardly act in the strongest possible terms. The loss of the late Sheikh is not only a significant tragedy for Pakistan, but also a grave loss for Afghanistan and the broader Muslim Ummah.
We extend our sincerest and deepest condolences to the bereaved family, relatives, and loved ones of the deceased, as well as to the esteemed religious scholars of Pakistan—particularly the teachers and students of Jamia Haqqania—and the wider Muslim community. We pray to Almighty Allah to grant the departed soul the highest degree in Jannat al-Firdaus and to bestow patience, strength, and fortitude upon his family during this difficult time.
29/04/2026
(۱۸۵م) لسټ
لسټ کې د خپل نوم موندلو لپاره لاندې ټکي په پام کې ونیسئ:
د خپل د بایومیټرک سلیپ لاندې معلومات د لسټ له مشخصاتو سره پرتله کړئ که چیرته یوشان وي نو د پاسپورټ اخیستلو لپاره سفارت ته (د سهار له ۹ بجو د مازدیګر تر ۴) مراجعه وکړئ.
۱- نوم
۲- تخلص
۳- د بایوميټريک د ثبت مخصوص نمبر (Applicant ID: ISL….)
په درنښت
...............
جهت دریافت نام خویش در لست نکات ذیل را در نظر بگیرید:
معلومات ذیل در سلپ بایومتریک خود را با مشخصات ارائه شده در لست مقایسه نمایید، در صورتیکه معلومات مذکور یکسان باشند، جهت اخذ پاسپورت خویش به سفارت مراجعه کنید. ( از ۹ صبح الی ۴ عصر)
١- اسم
٢- تخلص
٣- نمبر مخصوص بایومتریک
با احترام
26/04/2026
24/04/2026
امروز، مؤرخ ۲۴ اپریل، رئیس جدید کمیساریای عالی سازمان ملل متحد در امور مهاجرین (یو ان اچ سی آر) آقای اسکار مانوئل سانچز، با سفیر کبیر افغانستان، محترم مولوی سردار احمد شکیب، دیدار کرد.
در آغاز، سفیر افغانستان به آقای اُسکار خوشآمدید گفت و پیرامون مشکلات مهاجرین افغان، تسهیلات و بهبود خدمات برای عودتکنندگان بهصورت مفصل گفتگو نمود. آقای شکیب اظهار داشت که مهاجرین افغان در مراکز ثبت و چکین با مشکلات فراوانی مواجهاند؛ از جمله انتظار طولانی، گرمای هوا و کمبود امکانات، آنان را با دشواریهای جدی روبهرو ساخته است. وی پیشنهاد نمود روند ثبتنام که از سوی یو ان اچ سی آر با همکاری اداره نادرا پاکستان انجام میشود، با افزایش موترهای سیار (MRV) تقویت گردد تا به تمام ولسوالیها و زونها اعزام شوند و مهاجرین از انتظار طولانی در صفها نجات یابند.
آقای شکیب همچنان تأکید کرد که در مراکز وی آر سی باید ظرفیت خدمات، از جمله تعداد کاونترها، شمار کارمندان و ساعات کاری افزایش یابد. همچنان، برای جلوگیری از آزار و اذیت بیجا، انتظار طولانی و احتمال برخوردهای نامناسب، اگر بخش ویژه رسیدگی به شکایات در این مراکز دوباره فعال گردد، مؤثر خواهد بود.
وی همچنان به مشکلات محصلین افغان اشاره نمود گفت که آنان در زمینه تأیید اسناد تحصیلیشان با چالشهای زیادی روبهرو هستند و بهعنوان یک موضوع بشردوستانه، باید همه ی جوانب به آن توجه کنند. وی افزود که این موضوع را با حکومت پاکستان نیز مطرح کرده است.
در پایان، سفیر افغانستان خواستار افزایش امکانات بشری و خدماتی در تمام مراکز ثبت و چکین، از جمله فراهم سازی آب آشامیدنی صحی، تشنابها، ادویه و تنظیم مناسب مواد غذایی شد تا مهاجرین بتوانند با عزت به کشورشان بازگردند.
در همین حال، رئیس جدید یو ان چ سی آر در پاکستان از پیشنهادهای سفیر افغانستان قدردانی کرده و اطمینان داد که اقدامات لازم برای بهبود تسهیلات در مراکز وی آر سی رویدست گرفته خواهد شد. وی افزود که موضوع اسناد محصلین افغان را قبلاً نیز با ادارات مربوطه پاکستان در میان گذاشته و در آینده نیز پیگیری خواهد کرد. آقای اسکار همچنان گفت که یو ان اچ سی آر یک مرکز ویژه برای رسیدگی به شکایات و ثبت نوبت ایجاد خواهد کرد تا مهاجرین افغان بتوانند مشکلات خود را بهصورت مستقیم و از طریق شمارههای خاص موبایل مطرح سازند.
در اخیر، رئیس کمیساریای عالی سازمان ملل متحد در امور مهاجرین از سفیر افغانستان خواست تا حکومت افغانستان به شماری از موترهای سازمان ملل که حامل کمکهای بشردوستانه بوده و در پاکستان متوقف ماندهاند، اجازه ورود بدهد. وی افزود که این درخواست را با حکومت پاکستان نیز مطرح کرده است.
ـــــــــــــــــــــــــ
نن د اپریل ۲۴مه، اسلامآباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) نوي مشر ښاغلي اوسکار مانوېل سانچز، د افغانستان لوی سفیر، محترم مولوي سردار احمد شکیب سره وکتل.
په لومړي سر کې افغان سفیر ښاغلي اوسکار ته ښه راغلاست ووایه او د افغان کډوالو د ستونزو، اسانتیاوو او ستنېدونکو مهاجرینو لپاره د خدماتو د لا ښه والي په اړه یې مفصلې خبرې وکړې. ښاغلي شکیب وویل چې افغان کډوال د ثبت او چکین په مراکزو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي؛ اوږد انتظار، ګرمي او د اسانتیاوو نشتوالي مهاجرین له سختو مشکلاتو سره مخ کړي. نوموړي وړاندیز وکړ چې د ثبت او نوم لیکنی هغه لړۍ چې یونیسیار یې د پاکستان له نادرا ادارې سره په ګډه ترسره کوي؛ که ګرځنده موټرونه ورته زیات کړي ترڅو هرې ضلعي او زون ته واستول شي، ترڅو کډوال د کتارونو له اوږده انتظاره وژغورل شي.
ښاغلي شکیب همداراز ټینګار وکړ چې په وي آر سي مراکزو کې باید د خدماتو ظرفیت لکه د کاونټرونو شمېر، د کارکوونکو تعداد او کاري وخت زیات شي. همداراز، د بېځایه ځورونو، انتظار او د احتمالي ناوړه چلند څخه د مخنیوي په پار، که یادو مراکزو کې د شکایاتو اوریدلو هغه ځانګړی بخش یو ځل بیا فعال شي نو مؤثر به وي.
نوموړي د افغان محصلینو د ستونزو یادونه هم وکړه او ویې ویل چې هغوی د خپلو تعلیمي اسنادو د تصدیق په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د یو بشري موضوع په توګه باید ټول اړخونه ورته توجه وکړي. په وینا یې د پاکستان له حکومت نه یې ورته غوښتنه کړې.
ښاغلي سفیر په پای کې د ثبت او چکین په ټولو مراکزو کې د بشري او خدماتي امکاناتو لکه د څښاک پاکې اوبه، تشنابونه، درمل او د خوراکي توکو مناسب تنظیم د لازیاتوالي غوښتنه وکړه ترڅو کډوال په عزت سره ستانه شي.
په همدې حال کې، پاکستان کې د یو ان اچ سي آر نوي مشر د افغان سفیر له وړاندیزونو څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د وي آر سي مراکزو د اسانتیاوو د زیاتوالي لپاره به لازم اقدامات ترسره شي. نوموړي زیاته کړه چې د افغان محصلینو د اسنادو موضوع یې پخوا هم او راتلونکې کې به یې هم د پاکستان له اړوندو ادارو سره شریکه کړي. نوموړي همداراز وویل چې یو ان اچ سي آر به د شکایتونو د اوریدلو او د نوبت ثبتولو لپاره یو ځانګړی مرکز پرانیزي ترڅو افغان کډوال خپلې ستونزې په مستقیم ډول او د مبایل ځانګړو شمېرو له لارې شریکي کړای شي.
په پای کې د ملګرو ملتو د عالی کمیشنرۍ مشر له افغان سفیر نه وغوښتل چې د افغانستان حکومت دې د ملګرو ملتونو هغو یو شمېر موټرونو ته اجازه ورکړي چې له مرستندویه توکو بار، په پاکستان کې بند پاتي دي، نوموړي وویل چې د پاکستان له حکومت نه یې هم ورته غوښتنه کړې ده.
ــــــــــــــــــــــــــ
Today, the newly appointed Head of United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR) in Pakistan, Mr. Oscar Manuel Sanchez, met with the Ambassador of Afghanistan, H.E. Mawlawi Sardar Ahmad Shakeeb.
At the outset, the Afghan Ambassador warmly welcomed Mr. Sanchez and held detailed discussions on the challenges faced by Afghan refugees, available facilities, and the need to enhance services for returnees. Mr. Shakib noted that Afghan refugees are encountering numerous difficulties at registration and check-in centers, including prolonged waiting times, high temperatures, and inadequate facilities, which have led to serious hardships. He proposed that the registration process, carried out by UNHCR in coordination with NADRA, be strengthened through an increased deployment of Mobile Registration Vehicles (MRVs) to all districts and zones.
Mr. Shakib further emphasized that the service capacity at VRC centers should be enhanced, including increasing the number of counters, staff, and working hours. He also underscored that reactivating dedicated complaint-handling units at these centers would be effective in preventing unnecessary harassment, excessive delays, and potential misconduct.
He also highlighted the challenges faced by Afghan students, stating that they are encountering significant difficulties in the verification of their academic documents. He stressed that, as a humanitarian matter, this issue requires the attention of all relevant stakeholders, noting that it has already been raised with the Government of Pakistan.
In conclusion, the Ambassador called for the improvement of humanitarian and service facilities at all registration and check-in centers, including the provision of safe drinking water, sanitation facilities, medicines, and proper arrangements for food, so that refugees may return to their country with dignity.
Meanwhile, the newly appointed Head of UNHCR in Pakistan expressed appreciation for the Ambassador’s proposals and assured that necessary measures would be taken to enhance facilities at VRC centers. He added that the issue of Afghan students’ documentation has previously been shared with the relevant Pakistani authorities and will continue to be pursued. Mr. Sanchez further stated that UNHCR will establish a dedicated center for complaint handling and appointment scheduling, enabling Afghan refugees to directly communicate their concerns through designated mobile numbers.
Finally, the Head of UNHCR requested the Ambassador to facilitate permission from the Afghan authorities for a number of UN vehicles, carrying humanitarian assistance and currently held in Pakistan, to enter Afghanistan. He noted that this request has also been raised with the Government of Pakistan.
22/04/2026
نن د اپریل ۲۲م، اسلام آباد کې د افغانستان سفیر محترم م.سردار احمد شکیب د خیبرپښتونخوا ایالت وزیراعلی ښاغلی سهیل افریدي سره خیبر پښتونخوا کې د افغان مهاجرینو په خاص ډول د ستنېدونکو مهاجرینو د وضعیت په اړه ټیلفوني خبرې وکړي.
افغان سفیر د افغان مهاجرینو له وضعیت په خاصه توګه لنډي کوتل کې د حمزه بابا کمپ څخه د ښاغلي افریدي د نژدې کتنې او د نوموړي په لارښوونه د نوي آسانتیاوو لکه د ثبت ګرځنده ټیمونو د بیافعالېدو په پار مننه وکړه او هیله یې وښوده چې دغه اسانتیاوې نوري هم زیاتي شي.
ښاغلي شکیب همداراز د ثبت ګرځنده ټیمونو (MRV) د ډېرولو، حمزه بابا او نورو کیمپونو کې د آسانتیاوو د زیاتولو، بیګاړي چیک پواینټ کې د زرګونه بند پاتې کډوالو ژر تر ژره خوشې کېدل او په ټوله کې افغانستان ته د مهاجرینو د عودت پروسې د تېزولو غوښتنه وکړه.
ښاغلي افریدي له افغان سفیر څخه په مننې سره وویل چې خیبر پښتونخوا کې د افغان مهاجرینو په خاص ډول د ثبت او د مهاجرینو د ساتنې له مراکزو څخه په ورځني ډول نظارت کوي، نوموړي زیاته کړه چې د پورته ذکر شويو ستونزو په اړه به اړوندو برخو ته لازم هدایات ورکړي ترڅو ژر تر ژره ورته رسېدنه وشي.
______________
Today, the Ambassador of Afghanistan to Pakistan, H.E. Sardar Ahmad Shakeeb, held a telephone conversation with the Chief Minister of Khyber Pakhtunkhwa, H.E. Sohail Afridi, regarding the situation of Afghan refugees in Khyber Pakhtunkhwa, particularly the conditions of returning refugees.
The Afghan Ambassador expressed his appreciation to Chief Minister Afridi for his recent visit to the Hamza Baba Camp in Landi Kotal and for his directives to introduce new facilities, including the reactivation of Mobile Registration Vans. He also expressed hope that these facilities would be further expanded.
Ambassador Shakeeb further requested an increase in the number of Mobile Registration Vans (MRV), enhancement of facilities at Hamza Baba and other camps, the prompt release of thousands of stranded refugees at the Begyari Checkpoint, and, in general, the acceleration of the overall process of refugee repatriation to Afghanistan.
Chief Minister Afridi, while thanking the Afghan Ambassador, stated that he personally oversees the situation of Afghan refugees in Khyber Pakhtunkhwa on a daily basis, particularly the registration and holding centers. He added that necessary instructions would be issued to the relevant authorities regarding the aforementioned issues to ensure their prompt resolution.
22/04/2026
لست (۱۸۴م):
جهت دریافت نام خویش در لست نکات ذیل را در نظر بگیرید:
معلومات ذیل در سلپ بایومتریک خود را با مشخصات ارائه شده در لست مقایسه نمایید، در صورتیکه معلومات مذکور یکسان باشند، جهت اخذ پاسپورت خویش به سفارت (از ۹ صبح الې ۴ عصر) مراجعه کنید.
١- اسم
٢- تخلص
٣- نمبر مخصوص بایومتریک
با احترام
..........
لسټ کې د خپل نوم موندلو لپاره لاندې ټکي په پام کې ونیسئ:
د خپل د بایومیټرک سلیپ لاندې معلومات د لسټ له مشخصاتو سره پرتله کړئ که چیرته یوشان وي نو د پاسپورټ اخیستلو لپاره (د سهار له ۹ بجو څخه د ماسپښین تر ۴ بجو پورې) سفارت ته مراجعه وکړئ.
۱- نوم
۲- تخلص
۳- د بایوميټريک د ثبت مخصوص نمبر (Applicant ID: ISL….)
په درنښت
22/04/2026
پرون سه شنبه، د اپرېل ۲۱مه، په اسلامآباد کې د افغانستان لوی سفارت د مهاجرینو آتشې رئیس ښاغلي محمد اصف ځدراڼ، د یادې اتشې مرستیال ښاغلي مولوي ارسلا حقیار او اداري او اجرائیوي آمر محترم عبدالله هاشمي، د افغان چیف کمیشنر ښاغلي عصمتالله شاه سره وکتل.
په دې کتنه کې د مهاجرینو اړوند مهمې او عاجلې ستونزې له نوموړي سره شریکې شوې او د حل لپاره یې د بیړنیو اقداماتو غوښتنه وشوه. په ځانګړې توګه ټینګار وشو چې ټاکل شوی ضربالاجل دې ودرول شي او کافي وخت دې ورکړل شي، ځکه په تیمرګره، چکدره او دیر کې افغان کډوالو ته ډېر لنډ مهلت ټاکل شوی او هغوی د خپلو استوګنځایونو او سامانونو د منظم انتقال فرصت نه لري.
همدارنګه غوښتنه وشوه چې د ثبت (چک او ویریفیکیشن) په مرکزونو کې اساسي اسانتیاوې لکه پاکې اوبه، تشنابونه، درمل او ګرمۍ څخه د ساتنې لازمې آسانتیاوې برابرې شي.
ناسته کې دا هم مطرح شوه چې د افغان کډوالو هغه کورني غړي چې بندیان دي، باید ژر تر ژره خوشې شي، ترڅو له خپلو کورنیو سره یوځای د ثبت بهیر بشپړ کړي. د زدهکوونکو د اسنادو د تصدیق موضوع هم یاده شوه او غوښتنه وشوه چې دا بهیر دې له ویزې پرته ترسره شي.
د ثبت د مراکزو دننه د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره د جدي تدابیرو نیول، د رشوت او اداري فساد مخنیوي، او همدارنګه د معذورو، ناروغو او سپینږیرو کډوالو د عاجل ثبت پر اړتیا هم ټینګار وشو.
برسېره پر دې، هغه قضیې هم مطرح شوې چې پکې د یوې کورنۍ ځیني غړي پاکستانی او ځیني نور افغان کډوال وي، او د حل لپاره یې د مناسبو حل لارو غوښتنه وشوه. همدارنګه وړاندیز وشو چې د نادرا ګرځنده ټیمونه دې هرې سیمي ته واستول شي ترڅو د ثبت بهیر آسانه کړي.
چیف کمشنر ښاغلي عصمتالله شاه د یادو ستونزو په اړه مفصلې خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې دا ټول موارد به له خپلو لوړپوړو چارواکو سره شریک کړي، ترڅو دا ستونزې ژر تر ژره حل شي. نوموړي همداراز ژمنه وکړه چې د مهاجرو ستونزو ته د رسیدګي په موخه به له افغان سفارت سره همغږي او همکاري جاري ساتي.
د افغان مهاجرینو د ستونزو په اړه اسلام آباد کې د افغانستان د مهاجرینو آتشې د مرستیال محترم مولوي ارسلا حقیار څرګندونې،
ــــــــــــــ
اظهارات معاون آتشه مهاجرین افغانستان در خصوص مشکلات مهاجرین افغان
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Website
Address
Islamabad
44000
Opening Hours
| Monday | 09:00 - 17:00 |
| Tuesday | 09:00 - 17:00 |
| Wednesday | 09:00 - 17:00 |
| Thursday | 09:00 - 17:00 |
| Friday | 09:00 - 17:00 |
