06/12/2025
#اسلامآباد - د پشتونخوا سټوډنټس ارګنایزیشن
اسلام اباد ضلع ایګزیټیو حاضر ملګرو غونډه د ضلع سیکټری ارسلاء خان روشان په صدارت کښی تر سره سو -
غونډه کښی تیر کار رپورټ وړاندی سو او ائنده لپاره مهم پریکړې وسوې -
اطلاعات او نشریات څانګه پشتونخوا سټوډنټس ارګنایزیشن
پيمز انټرنيز
26/11/2025
پی ایس او اسلامک پوهنتون ته پر کامیابه او منظم علاقای کانفرنس مبارکی وایم او نوي منتخب سوي سیکټری ملګری احسان مشال او سنیر معاون سیکټری اقرار خان کاکړ ته مبارکي وایم او په دغه هیله چې تنظیم نور هم پراخ او منظم کړي -
18/11/2025
د پښتونخوا سټوډنټس آرګنائزیشن نړیوال اسلامک پوهنتون اسلام آباد علاقاي کانفرنس به د روانې میاشتې په شپږیشتمه 26 نیټه ډ پوهنتون په نیو کیمپس مین کرکټ ګراونډ کښې ترسره کیږي
د پوهنتون ټولو مترقي او جمهوري زده کؤنکو څخه د ګډون هیله ده
راشي او زمونږ کانفرنس راښائسته کړي
نیټه: 26نومبر 2025
وخت: سحار 11:30 بجې
ځاي: مین کرکټ ګراؤنډ پوهنتون
اطلاعات و نشریات څانګه
پښتونخوا سټوډنټس آرګنائزیشن اسلام آباد
10/11/2025
د پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزیشن ضلع اسلاماباد تر نظارت لاندې د پمز روغتون اسلاماباد د انټرنز ملګرو شمولیتي او انتخابي غونډه د ضلع سیکټري ارسلاء خان روشان په صدارت 25 سپتمبر ترسره شوه.
په غونډه کې د سیکټري وقار خان او سنیر معاون سیکټري واجد خان په مشري ۱۱ کسیزه کابینه وټاکل سوه.
د غونډې سټېج چارې پی ایس او اسلام اباد ضلع ایګزیټیو ملګري طلحه خټک ترسره کړې.
غونډې ته د پی ایس او اسلاماباد ضلع سیکټري ارسلاء خان روشان، د شمالي پښتونخوا او پنجاب زون زونل ډپټي ارګنایزر مطیع الله شینواری، نوی منتخب سیکټري وقار خان او سنیر معاون سیکټري ماجد خان ویناوې وکړې. او په اخر کښی ملګرو ته د پارټی مشرانو لیکل سوي کتابونه ډالي سو -
په غونډه کې ضلع ایجوکیشن سیکټري ملګري عزیزالرحمان هم ګډون درلود-
اطلاعات او نشریات څانګه پشتونخوا سټوډنټس ارګنایزیشن اسلام اباد -