Naseer Asar Official

Naseer Asar Official

Share

Social awareness of your area. Natural stone of mountainous area. And the new messages of poetry an

25/12/2023

ووٹ صرف عمران خان کا
میں نے تو اپنے ضمیر کا سودا نہیں کرنا اور آپ نے کیا سوچھا ہے؟

24/12/2023
23/11/2023

امام منظرصیب

نـور ښـه يـم خـو بس فکـر مې پـهٔ ســر کښې لیـونـې شـو
پـاګل ئـي کـړم چـې درد مـې پـهٔ پـرهـر کښې لیـونـې شـو

يـا شيـخ دي پـهٔ وجـدان کښې يا کافــــــر تـوبـې اوباسـي
څـوک دي چغـــې وهـي د خداي پـهٔ در کښې لیـونـې شـو

زنځيـــــر ئـي د کنــــډې نـه خپلـــــه پـريـوتـو رپيـــــــږي
ملنــــګ جـوړې د لـــــوږې زمـونـــږ ور کښې لیـونـې شـو

اوس کيـــــده دروازې اســلام اباد تـۀ خيـــر ئـي نشتــــه
يتيـــــم پـهٔ تشــــه خيټـــــه پيښــــور کښې لیـونـې شـو

اے وختــــه د خپـل جنګ د غرور خيـر د خداۍ نه غواړه
بـابـا مـې ورتـــه زوړ غـــــونـدې څـادر کښې لیـونـې شـو

لښکــــرې د هـاتهيـانـو بـه غـوڅيــــــږي پـاڼـي پت کښې؟
زمـــرې کـــه ورتـه يـو زمـونـږ پـۀ غـــر کښې لیـونـې شـو

د جيټ او هـــــــاړ نه او وتـو چـې وخت د ليـونتـوب وو
منظــــــــر څــۀ ليـونـي دي دسمبـــــــر کښې لیـونـې شـو

12/11/2023

امام منظر صیب کلام
درخو نه ګل اندامه ګل مکۍ زمونږه څوک دی
ګودر کښی زمونږ څه دی په بلۍ زمونږه څوک دی

راځه چه د ټانګی په انتظار سيوری ته کينو
دا ښار دی او په دی ښار کښی ابۍ زمونږه څوک دی

راځی اکثر کټونه زمونږ کور ته مازيګر کښی
د بل چا به وی موری د ډولۍ زمونږه څوک دی

ته واي ډير د کبره ماته نه ګوری زه وايم
د چا په مخ دی اوګورو سپوږمۍ زمونږه څوک دی

ګناه کيږی هله چه څوک کافره دی تر څنګ وی
د څه توبه پکار ده د غلطۍ زمونږه څوک دی

زه مست لکه طوطی کله په دی کله په دی غر
ته ګرځه په ميرو لکه مرغۍ زمونږه څوک دی

هم دا چه راته نه واﺉ هر کس چه لاړی غرق شوی
نو غم د حوصلی د همدردﺉ زمونږه څوک دی

د چا خو څوک ګل جی دی څوک ګل جان دی کار ي سم دی
نو تاسو دلته څه کوﺉ راځۍ زمونږه څوک دی

اوده شه کانړی سر ته کا خوبونه ليدل پريده
جولۍ پسی به ړوند شی د جولۍ زمونږه څوک دی

سوالګر نه يم مجبور يم جنګ می کور د مينی تش کړو
تپوس چه مونږ نه اوکړی د روټۍ زمونږه څوک دی

منظر نه د ټپو مطالبه کول ګناه ده
بد ښکارو په نغمو چه د مستۍ زمونږه څوک دی

11/11/2023

عمر دراز خادم صيب ـ تازه کلام
نه م سیلﺉ تا نه تیرې تا نه باران تا کتل
ځه چه به تاله درتلم کله م تاوان تا کتل
په ځان م خپې ایښې وي تاپسې درغلې وومه
ځما مقصد ته وې نو څنګه به م ځان تا کتل
دغه دې پریوتمه خله م شوه دخاورو ډکه
روان په زمکه ووم او بره م اسمان تا کتل
تاوان ې کړې دې او هیس په لاس ورغلي نه دي
په محبت کښې چه چا ځان تا نه جهان تا کتل

09/11/2023

امام منظر نوے کلام
کله کله وايم چه د زړه د کور ميلمه ي کا
کله کله وايم چه ته راشه لږ خفه ي کا

ځه کنه بارانه نيمه لار کښی ي راګيره کا
ځه کنه د شيخ ايمان خو اوګوره لونده ي کا

مونږ خو له ازله په تياره لوﺉ شوی خلق يو
مونږ ته دی د سترګو ډيوه څه له ښاﺉ مړه ي کا

يو خوا سوال د ننګ وو بل خوا سوال و د وطن د سر
مور راته د سر نه څادر کوز کړو چه جهنډه ي کا

ما که خداﺉ بخښی نو د کفن په سر می نه بخښی
زه به کفن څه کړم د سرتوری لوپټه ي کا

زه خو نر مزدور يم د برګرو ارمان نه راځی
مور ته اواز ورکړم که سړه وی نو توده ي کا

دی وطن ته دومره ګلابونه سپرلی نه راوړی
دا لمن دی لويه جوړه کړی ده وړه ي کا

ما سره نور څه دی چه در زار ي ستا د مخ نه کړم
راشه دغه زوړ څادر می يوسه صدقه ي کا

ای د هاړ غرمی دغه احسان به دی راباندی وی
دا چه کله ستا په نمر کښی اوګرځی نو سره ي کا

ملک څه وران خو نه دی چرته بله ځان ته اوګوره
يه منظره تاته ي چل نه درځی ړنده ي کا

09/11/2023
Photos from Naseer Asar Official 's post 08/11/2023

تازه کلام امام منظر فقير خيل
ډير داؤس او دله ګان دی دلته هم شته هلته هم شته
پښتنو کښی پنجابيان دی دلته هم شته هلته هم شته

څو سپی دلته هم غپيږی څو سپی هلته هم غپيږی
چی د امن دښمنان دی دلته هم شته هلته هم شته

د خوشحال د بڼ زمرو کښی د ميرويس د کور سړو کښی
څو ساتلی ګيدړان دی دلته هم شته هلته هم شتہ

په حيا ي څه کار نشته نورو خلقو ته کار ګوری
د بنګړو قابل ځوانان دی دلته هم شته هلته هم شته

مونږ پنجاب ته څله وايو چی ته داسی او زه داسی
زمونږ خپل کور کښی کارغان دی دلته هم شته هلته هم شته

پښتانه جنګول غواړی په کابل او پيښور کښی
د فيس بک دانشوران دی دلته هم شته هلته هم شته

نه د خور حيا ته ګوری نه د مور څادر ته ګوری
دا خرڅ شوی دلالان دی دلته هم شته هلته هم شته

چی کوم رزق خوری لګيا دی هم هغی کښی خپی راکاږی
ډير ناشکره انسانان دی دلته هم شته هلته هم شته

د ادم بچی جنت نه ويستل غواړی په هر حال کښی
شته څو کسه شيطانان دی دلته هم شته هلته هم شته

انسان هلته دی که دلته په تذليل ي خفه کيږم
خو د خپلی خولی ډمان دی دلته هم شته هلته هم شته

ګينی سپک کتل ميرويس ته يا کنځلی باچه خان ته
خو منظره هيجړاګان دی دلته هم شته هلته هم شته

08/11/2023

کور نـه غـلا شـوې وۀ زنځيـر او تمبـه نـه وۀ مـاتـه
سـامـان بيښـي پـهٔ کـور کښې نـه وو تـالـه نـه وۀ مـاتـه

څـۀ درتـه تيـر کړمـه د دي وطـن د اُوږو داستـان
د اذان نيمـه ګهنټـه اوشوه روژه نـه وۀ مـاتـه

نـور جنـت څـۀ غـواړي هـم دا ايمـانـداري وي کنـه
دومـره نـازک وخـت کښـې سـر مـات وو تـوبـه نـه وۀ مـاتـه

د رڼـا خلـک يـو د دي نـه انـدازه واخلـه چـې
پـريـوتـي کـور کښې هـر څـۀ مـات وو ډيـوه نـه وۀ مـاتـه

لکـه چـې دي خلکـو د حـق خبـره نـه ده کـړې
لکـه زمـا غـوندې د هيچـا هـم خُلـه نـه وۀ مـاتـه

دا د تـورخم د دروازې زنځيـر تـه څـوک ګـډيـدل
لا خـو مـې بـر سـره د وينـې رشتـه نـه وۀ مـاتـه

خپــــل مـوقـف مـې بـدل نـه کـړو د سـزا د ويـرې
د منصفـانـو زړۀ مـې مـات کـړو ډنـډه نـه وۀ مـاتـه

چـې تـر حـرمتـه دي لاسـونـه څنګـه اورسيـدل
وطنـه تـا تـه خـــــو ولاړه پحـره نـه وۀ مـاتـه

لکـه چـې بـل بُـت شکـن اوګـورم پـهٔ کـور کښـې چـرتـه
د سـومنـات جـــوړې پـهٔ سـر کښـې نشـه نـه وۀ مـاتـه

خلکـو پـهٔ ځـان کښې جـوړې خپـلـې نشـې اوپيـژنـدي
د ميخـانـې ورونـه بنـد وو کاسـه نـه وۀ مـاتـه

منظـر کيـدې شـي چـې ژونـدې د پهـانسـي ګاټـه لاړ وي
پـړې هـم هغسـې زوړنـد وو تختـه نـه وۀ مـاتـه

Want your business to be the top-listed Government Service in Nowshehra?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address


Chashmai Road
Nowshehra