02/06/2026
مدرسه په چنده چلیږي = سوالګر دي"
"د پلار د ملګرو په تعاون چلیږم = غیرت مند یم"
(الزامي سوال:)
وروره، ستا په قاعده خو چې څوک هم د بل په پیسو چلیږي هغه "سوالګر" دی کنه؟
نو ته بیا څه شوې؟ ۔۔۔۔
د پلار د ملګرو " فنډ" باندې چلیدونکی سوالګر!
فرق صرف دا دی چې د مدرسې سوال د دين دپاره دی، او ستا سوال د خپل نفس دپاره دی۔ کوم یو بهتر دی؟
(عقلي جواب:) "چنده" او "سوال" کښې فرق
چنده:د یو لوړ مقصد دپاره د امت نه مالي شرکت غوښتل۔
سوال: خپل ذاتي ضرورت دپاره لاس نیول۔
دلیل 1: د نبي ﷺ مسجد نبوي هم په چنده جوړ شو۔ صحابه کرامو کجورې او پیسې راوړې۔
نو ستا په قول خو نعوذ بالله نبي ﷺ هم "سوالګر" وو؟ استغفر الله۔
دلیل 2: ستا یونیورسټۍ، هسپتالونه، NGO، فلاحي ادارې، ټول په "فنډ" او "ډونیشن" چلیږي۔ حکومت ټیکس اخلي۔
نو ستا منطق باندې خو * ټول وزیران، ډاکټران، پروفیسر سوالګر شول، ځکه د عوامو په پیسو چلیږي۔ بیا دغه پیغور صرف مولا او مدرسی تہ ولی دے۔۔۔
بلکه ستا پلار چی کوم مسجد جوڑولو افتتاح لپارہ ئ ،، شیخ طیب ،، راوستے وو نو ھغہ جلسه کی ئ ھم ستا د مسجد او مدرسی لپارہ د چاندی اعلان کڑے وو۔
والله منم دي ګوري لکه د کارغه .... هم خوري او مکوحه هم سنډی
«اصل خبره:» مدرسه سوال نه کوي، امت د خپل دین د بچ کولو دپاره مدرسه چلوي۔ دا د امت غیرت دی، سوال نه دی۔
۳. الزامي جواب:
"مننه چې دې خپله وویل تا هم په خیرات ژوند کاوه۔ خو تا کښې او د مدرسې طالب علم کښې 3 فرقه دي:
(1). د مدرسې طالب علم د پلار د ملګرو نه پیسې نه غواړي۔ هغه د امت نه د دين د خدمت دپاره مرسته غواړي، او په بدل کښې امت ته حافظ، عالم، او امام ورکوي۔
(2). ته د پلار د ملګرو په احسان چلیږې، او په بدل کښې امت ته څه ورکوې؟ *د علماء سپکاوی، د مدارسو بدنامي، او فتنه!*
(3). د مدرسې "سوالګر" د شپې په 2 بجو پاڅیږي، تهجد کوي، درس وایي۔ *او د پلار د ملګرو "غیرتي سوالګر"* د شپې په 2 بجو د علماء په ضد پوسټونه کوي۔
نو وایه، د چا سوال په امت دروند دی؟ د هغه چې دين زده کوي، که د هغه چې په فیس بک کښې د دین دپاره پیغور ورکوي؟"
د ده "غیرت" ته أئینه ښودل:
"ته چې په فخر سره وایې چي 'زما خرچه د پلار ملګري چلوي'،
دا خو د عربي متل دی: 'تموت الحرة ولا تأكل بثدييها'
یعني غيرتمنده /آزاده ښځه وږي مري، خو خپل تيونه (سينی) نه خوري.
د جاهلیت په زمانه کښې به ځینو بې غیرته ښځو خپل عزت خرڅولو او په بدکارۍ به یې پیسې ګټلې۔ عربو به ویل چې غیرتمنه ښځه د لوږې نه مري خو خپل عزت نه خرڅوي۔ دغه متل د ډیر سخت غیرت دپاره ویل کیږي۔
غيرتمند جانانه په غيرتي لاسونو څنګه د پلار د ملګرو سوال ته لپه غوړوی.
که 'په سوال چلیدل' عیب وي، نو اول خپله د پلار د ملګرو نه لاس واخله، حلاله مزدوري وکړه۔ بیا د مدرسې نه حساب وغواړه۔
"د مدرسې چنده د امت غیرت دی، او ستا 'تعاون' ستا بې غیرتي"
#حامدارمړ
د حامد ارمڑ ورور نہ ڈیرہ مننہ کوم چی پہ داسی خکلی انداز ے جواب کڑی

27/05/2026
25/05/2026