ما خوړلې د پښتو د سره نه ده
زهٔ کهٔ خورم نو همېشه د پښتو غم خورم
خالق زيار
Khaild GhaYoor Official
سر دي درومي مال دي درومي پت دي نه ځي
د ســـــړي د چاري کل خوبي په پــــــــت ده
خوشحال بابا
12/12/2025
یو کال مخکي پنجابي فوځ وویل چي موږ هارډ سټېټ (سخت ریاست ) جوړوو
منظور پښتین په ځواب کي ورته وویل چي موږ به سخت پي ټي ایم جوړوو
د منظور پښتین د تېري ورځي له څرګندونو د پي ټي ایم د سختوالي اثرات ښکارېدل
تر پخوا یې لهجه سخته سوې وه
هر څه یې ښکاره ویل
هیڅ کنایه او اشاره یې نه ویل
د پاکستان نوم یې منفي کړی و یوازي د پنجابي نوم یې کاروی
هره خبره یې په ازادي شروع کېده او ختمېده
د لر او بر په مینځ کي د کرښو حیثیت یې ختم کړی و
د غندني پر ځای یې دانتقام الفاظ کارول
د پښتون پر ځای یې د افغان نوم کاروی
هدفونه یې لوړ سوي وه دپخوا غوندي د پنځو مطالبو غوښتنه یې نه کول بلکه د لوی افغانستان پر سرحدونو ږغېدی د افغانانو دپنځوس کلني غمیزي د حساب پلانونه یې ترتیبول
جدي امر یې وکړی:-
پاکستاني چارواکي د نړۍ په هیڅ کنج کي مه پرېږدﺉ چي چیري هم ولاړ سي پي ټي ایم به تر شا په پسې وي ددوی د جرمونو ثبوتونه به غوړوي
او په نړیوالو ادارو او عدالتونو کي به د پنجابي چارواکو خلاف دوسیې خلاسيږي
دا د پاکستان پر وجود ګذار دی او مخامخ د دښمنۍ اعلان دی
یوې بله د توجه وړ خبره یې دا وکړل
چي د دښمن خواته ورتلل یا ورسره کښېنستل بېغیرتي ده
دا ډېره لویه خبره ده له دې څخه ښکاري چي منظور پښتین نور د روغي جوړي هیڅ اراده نه لري
تر دې مخکي یې د اسلام اباد په جلسه کي هم ورته وویل چي موږ بیا اسلام اباد ته په بل ډول راځو
دمنظور پښتین اوسنی دریځ ثابتوي چي منظور نور په پاکستان کي دننه د روغي جوړي ،مزاکراتو او د پاکستان تر ایین لاندي د غوښتنو په حق کي نه دی
د ګیلمن شهید پر جنازه هم منظور پښتین پنجابي فوځ ته ویلي وه:-
داسي ښکاري چي نور زموږ او ستاسي نه وسوه داسي ښکاري چي زموږ او ستاسي لاري جدا سوې
منظور اوس په ښکاره د ازادۍ چیغه پورته کړل
په ډېر جدي ډول اخته دی چي ازادي وګټي
د پښتونخوا سیاسي ګوندونه او مشران هم په دې پوهیږي چي منظور پښتین ازادي غواړي په دوی کي د ازادۍ د قربانیو توان نسته ځکه دمنظور پښتین خلاف ددښمن په صف کي ودرېدل
دازادۍ په مبارزه کي د منظور پښتین ملګرتیا سختۍ غواړي ،قربانۍ غواړي زندانونه او سرونه غواړي خو دوی دا توان نه لري چي له خوندونو ډک ژوند په سختیو بدل کړي ځکه یې دمنظور خلاف ږغونه پورته کړل تر څو فوځ ته ثابته کړي چي موږ د منظور په خلاف ستاسو په صف کي ولاړ یو لهذا موږ د منظور په ګناه مه نیسه
دوی تر دې اندازې وېرېدلي دي چي کله خبریالان د پي ټي ایم د ورکو او زندانیانو په اړه پوښتنه ترې وکړي دوی حتا د پي ټي ایم د غړو نومونه لا نسي یادولی
هڅاند
09/12/2025
سهار او ماښام پښتون وژنه شروع وه ، چا دهشت ګر بلل چا د دهشت ګرو پالونکي چا جاسوسان او چا په نورو نومونو خو نتيجه يوه وه پښتون وژنه روانه وه
سپين ږيري ، ځوانان، ماشومان تور سری ، په هيچا رحم نه وو سري مرمۍ وريدلي کورونه ، جوماتونه ، ښوونځي ، روغتونونه هر څه ړنګيدل ، ژړا فرياد او وژنی اوس عامي شوي وی ، ټول بي وسي و ، دومره بي وسي چې اجتماعي دعاګانی به يې کولي چې اي خدايه په مونږ خو هسي هم قيامت دی ته هم د قيامت اعلان وکړه ، ګوندي په هغه دنيا کي يو څه راحت ووينو
ډلي ډلي خلک کډوال کيدل خپل خوږ وطن او کلي تري پاتی کيده د کډوالئ سخت او ستونزمن ژوند هم تر قيامت کم نه وو .
که به يو څو ورځی لږه کراري وه کډوال به بيا په لوي امید خپلو ورانو او کنډواله کورونو ته ستانه شول ، خو نا بيا هم د پخوا په څير بدبختي،
د شپي به يو کليوال وژل شوي او په پوزه به يي يو نوټ منډل شوي وو معنا به يي دا وه چې دا جاسوس وه ،
خو معلومه نه وه چې د چا جاسوس ، څنګه جاسوس ، د څه جاسوسي .
چا وواژه ؟
هر څه ورک او ګونګ وو !
سهار به يې له ويري چا جنازه هم نشوه ادا کولاي جسدونه به په ورځو ورځو پراته وو ،
څو دريشي پوش به راغلل په يوه کور به ننوتل څو ځوانان به يي راوويستل لاسونه به يي وروتړل ، سترګي به يي ورپټي کړي او ورک به يې کړل ،ورځي ، مياشتي ، کلونه به تير شول خو درک به يي ونه لګيد ، ميندو به يي د راتګ په اميد سترګی په دروازه کې ګنډلي وي ، او ميرمنو به يي په انتظار د سر تور ويښته سپين کړل ،
هيچا ددی خلکو غږ نه اوريده ، او نه په چا کښې دا جرئت وه ، چې غږ پورته کړي ،
خو ددوي له منځه يو ځوان چې همدا قيامت يې هره ورځ په خپلو سترګو ليده خپل نژدي او خواږه ملګري يې هره ورځ په يوه اوبل نوم وژل کيدل ،څو ځلي يې د کډوالئ ددوزخي ژوند مزه هم څکلي وه ، جرئت وکړ د خپل غږ پورته کولو ، د خپل مظلومیت د بيانولو ، د خپلو خلکو د فرياد او ژړا د اوريدلو لپاره يې غږ پورته کړ ، د امن غږ
مونږ امن خوښونکي يوو!
مونږ دهشت ګر نه يوو !
مونږ جاسوسان نه يو !
مونږ درديدلي او کړیدلی خلک يو !
مونږ بي وسه او ناتوانه خلک يو !
مونږ مه وژنئ !
مونږ ژوند کولو ته پريږدئ !
دا ځوان بل څوک نه وه منظور احمد پشتين وه ، چې د غږ پورته کولو سره سم پري لسګونه ، سلګونه او زرګونه مظلومان راټول شول ؛
منظور يو عام پښتون ځوان و ، پلار يې د کلي په يو ښوونځي کې استاد وه ، نه خان و ، نه ملک و او نه نواب
په جيب فقير خو د يو ويښ وجدان څښتن چې په خپلو خلکو درديده .
د خپلو مظلومو خلکو د دردونو ترجمان جوړ شو او د يوه ډله ملګرو سره يې د محسود تحفظ مومنټ په نوم د خپلو خلکو د نجات لپاره حرکت پېل کړ ،
د خپلو خلکو درد او مظلومیت يې تر ډيرو غوږونو ورسوو ، خو په دغه لاره کې دداسي خلکو سره مخ شو چې هغوي هم ددغه جبر او ظلم ښکار شوي و ، دا خلک ددوي د سيمي نه وه خو په دوي شوي او روان جبر هم ددوي په څير و او ورپسي ډلي ډلي نور خلک هم په دی غږ راټول شول ، دا ټول پښتانه وو خو د جلا جلا سيمو اوسيدونکي ، هماغه و چې ددوي روان ټولی د محسود تحفظ مومنټ څخه په پښتون تحفظ مومنټ « پښتون ژغورني غورځنګ » بدليږي .
او ډلي ډلي پښتانه چې د ظلم او جبر ښکار شوي په خپل دغه غږ پسي روانيږي .
دا غږ پياوړي کيږي او په يوه کال کې دننه د نړئ ګوټ ګوټ ته رسيږي ، هغه غږ چې بل پښتون ته به نه رسيده اوس نړيوال وه او د هر پښتون افغان نعره جوړه شوي وه .
مونږ دهشت ګرد نه يو !!
مونږ مظلومان يو !!
مونږ امن غواړو !!
هغه خلک چې جاسوسان او دهشت ګر ياديدل اوس خلکو مظلومان بلل او ددوي غږ تر نورو پښتنو رسيده .
ورځي او شپي تيريږي منظور او ملګري يې نه ستړي کيدونکي کوښښونه کوي ، جرګه ، پرلت ، جلسه او هره د امن لار ازمايي ترڅو خپل ناخبره پښتون قام او نړئ ته خپل مظلومیت وښايي ،
خو ددي هر څه باوجود ستونزه نه ده حل شوي ، لا هم پر پښتانه قام د جنګ تور ښامار پروت دی .
منظور او ملګري يې په خپل رويه کې تغير راولي اوس نه يواځي دا چی د خپل بي وسه پښتون قام بي وسي او مظلوميت بيانوي بلکی ظالم ته ګوته نيسي ، د ظالمانو له مخ نه د ايماندارۍ او انسانيت په نوم د مکر جوړ نقاب لري کوي . ددوي ظلمونه ښکاره کوي ، ددوي وحشت څرګندوي ، ددوي د انسان وژني سوداګري خلکو ته ورپيژني .
او په جار وايي
یه جو دهشتگردی هے
اس کی پيچهے وردي هے
خو د منظور او ملګرو دا غږ دا ځل دوي ته سخت تماميږي ، تور دښمن يې نور نشي زغملی ،
نغواړي د مرداري څهري يې د مکر سپيڅلي نقاب ايسته شي .
خونخواره خوله په منظوري لښکر خښوي ،
عارف وژني ، ارمان وژني ، عثمان وژني .
خو اوس يې اوبه له ورخه تيری شوي ، د يو عارف له وژلو وروسته سل او زر عارف نور پيدا کيږي ، له يو عثمان ورسته سل او زر نور عثمان او د يو ......
د منظور د ملګرو شمير د زرګونو څخه لکونو ته پورته کيږي ،
مزاحمت شدت پيدا کوي سترګی د تور دښمن په سترګو کې اچوي ، اوس د مظلوميت چغي نه وهيي بلکي د خپل حق غوښتنه کوي ، د خپلو شهیدانو د انتقام خبره کوي ، د خپل لوټ شوي وطن د وسایلو خبره کوي ، د خپل ورکو شوو پښتنو غږ کوي او دا غږ ورسره په لکونو نور منظوريان بدرګه کوي ، شاعران په شعرونو ، سندرغاړي په سندرو او ليکوالان په ليکونو ، ټول په غير اختياري ډول د منظور او غورځنګ ملګري شوي .
مظلوميت په مزاحمت بدل شوی او مزاحمت شدت پيدا کوي خو تور دښمن هم په ارام نه کښیني په منظور او ملګرو پسي يې پروپاګندي کوي ، قيدونه ورکوي ، سازشونه جوړوي په غورځنګ مسلسل ګوزارونه کوي
او يو وخت داسي راځي چی د منظور د څنګ ملګری او ښي لاس پريکوي « خوږ ژبی ګيله من وژني ! »
خو بيا هم تور دښمن غټه سهوه کوي مزاحمت پسي لا شدت پيدا کوي د لکونو غورځنګيانو تعداد ميلونونو ته رسيږي ،
د ځوانانو په وينو کې د انتقام جوش پيدا کيږي ،
منظور دا ځل د تور دښمن او د جنګ د توري بلا څخه د خلاصون په موخه تيت او پرک پښتانه راټولوي ، کور په کور حجره په حجره په هر خان او نواب پسي ګرځي سوال عذر او زارئ کوي ترڅو بي اتفاقه پښتانه په يوه ټغر راټول کړي ،
او بلاخره يو داسي ورځ رارسيږي چې د پښتنو قامي عدالت جرګه جوړيږي چې پکښې د هري طبقي پښتون ګډون کوي ، سياستدان ، ډاکټر ، انجنير ، استاد ، زده کړيال ، خبريال ، .....
د ټولو ورکو شوو ، وژل شويو ، بي جرمه قيدي شويو پښتنو ډيټا راټولوي او په يو لوی سکرين يې تر هر پښتون ، افغانه رسوي ، د پښتنو دښمن په ډاګه کوي ، او ددوي ډالري جنګونه ټولو ته ورپيژني ،
خپل وسايل معدنيات ، سيندونه، غرونه او د خپل وطن ددغه جنګ ځپلي جغرافيي ارزښت خلکي ته ورپيژني .
د پښتنو د نجات او خپلواکۍ د لټون په اړه پريکړه کوي .
د پښتنو مړه اميدونه ژوندي کيږي ،
دا ځل نو تور دښمن بيخي وارختا او ويره په سر اخلي ، دا څه وشول ؟ دا خو ټول پښتانه يو ځاي شول ؟ دا خو زما جنګي کاروبار لکه چې پاي ته رسيږي !
دا خو زه رسوا کيږم !
څه بايد وکړم ، څه وکړم ، څه وکړم
ها !
لاره شته
تور دښمن دا وار واقعا په ځان ومنله چې دا سړی مې تباه کوي نو يې ددي سړي پهبدنامولو او ربړولو لاس پوري کړ ؛
چوکۍ پرستو پښتنو ته يي د چوکۍ لالچ ورکړو ، پيسه پرستو ته يي پيسي ومنلي ، ډارنو ته سترګی برګی کړي او سرکشو ته يې ګوته وخوځوله !
پروپاګنده ، ښکنځل ، تبليغات يي د اوله لا پسي زيات کړل خپله ټوله توجو يې دی اړخ ته کړه !
خپل وحشت يي څو برابره کړو ؛
د سرکشانو په ځپلو يې شروع وکړه ،
اووووو ديني عالم او د منظور ملګری ؟
دا خو می لکه چې ددين او مذهب په نوم جوړ کاروبار هم ختميږي ؛
منير شاکر او خانزيب يې هم د توري بلا خوراک کړل ، علي ، ملک او صمد يې تر تور زندان ورسول ،
غورځنګيان يې تر سختو بنديزو لاندي ونيول ، د غورځنګ فعاليت يې ګناه کبيره وبللو ؛ بايد چې بند شي .
خو منظور او ملګري يې په ارام نه کښېني ، ددوي د توقع خلاف عمل کوي خبره اوس په نړيوال سټيج روانه وه ، د ملګرو ملتونو ددفتر مخي ته لاريون، د امريکا تکزاس ايالت ، لندن ، جرمني ، کانډا .....
اوس نو د تور دښمن مکاره څهره يواځي پښتنو ته نه ، بلکي ټولي نړئ ته ښودل کيده ،
وخت تيريږي داعيه پراخيږي غورځنګ پراخيږي اهداف لويږي څومره چې په منظور او ملګرو يې شدت زياتيږي هومره مزاحمت سختيږي ،
وخت راورسيده چې دعوه له پښتون قامه هم پورته شوه ، اوس منظور يواځي د پښتنو دعوه له تور دښمن سره نلري ، بلکی
د مظلومو بلوڅانو سره اوږه په اوږه ولاړ دی ، د ازبکانو خولئ په سر په دري ژبه خپلو تاجکو ورونو ته مخاطب دی ، د هزاره او ترکمن غم او درد هم خپل ګڼي ،
په ملي فکر ټول ولسونه راټولوي ،
دعوه له پښتون قامه لوي افغان ملت ته پورته شوه او لا په شدت مخته روانه ده
نپوهيږو چې دا سړی څه اراده لري خو هيڅ وروسته کيدل نه پيژني ؛
چې څومره پري تشدد کيږي د هغي څو برابره سختيږي .
نه ماتيږي ، نه غورځيږي ، نه پر شا کيږي .
عيان خان
03/12/2025
که هزار تورې، چړې، غشي وریږي
ما نیولی په خپل سر د پښتو ډال دی
16/11/2025
For years, countless Pashtun families have lived in unbearable uncertainty — waiting for a knock that never comes, for a voice that was silenced without reason.
This video presents findings from a 2025 report by PTM Germany, exposing the enforced disappearances of Pashtun people in Pakistan — a crisis that has scarred entire communities and shattered the lives of thousands.
The report documents 4,637 cases of abductions at the hands of the notorious Pakistani army, with over 4,300 individuals still missing — sons, fathers, students, laborers, and shopkeepers — taken without trace.
Behind each number is a human story, a grieving family, and a demand for justice that cannot be ignored.
What follows is more than data — it is the voice of a people silenced for too long.
11/11/2025
په سردي خېل کې نن يو ځل بيا د رياستي ترهګرۍ تر ټولو بده بېلګه مخې ته راغله — په مارکيټ کې پر هغو عامو خلکو بمبارۍ وشوې چې هلته يې پيرود کاوه، دا هر څه د ډرون کامرو له لارې د نښه کولو وروسته وشول، چې له امله يې څلور تنه ژوبل شول۔
د افسوس خبره دا ده چې کله ټپيان روغتون ته وړل کېدل، نو د ټوچي چک پوستې عسکرو د امبولانس په څېر موټر باندې ډزې وکړې، چې پکې يو څلور کلن ماشوم حبيب الله او دوه نور ملکي وګړي امجد او فرمان په ځای شهيدان شول۔
لومړی بمبارۍ، بيا پر ټپيانو ډزې؟
دا ورځنۍ تباهي يوازې د عامو خلکو لپاره ده، قرباني تل ولس ورکوي۔
موږ د دې ظلم سخت غندنه کوو!
Copy
09/11/2025
ممتاز یم که کامیاب یم که ناکام بلا پسي
په خپل ځان شوي خپله تجربه یمه لالیـه.
ممتاز اورکزی
يا كُشتي دَ زورورو سره مه كړه
يا دَ دوي غوندي پیدا كړه مړوندُونه
خوشحال بابا
08/11/2025
یو زه پکښې د امن او د میني په مسلک یم
د عدم تشدد په فلسفه باندي ښه کلک یم
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Website
Address
Peshawar
25000
