08/03/2026
په ګوجرنواله کي د ضلع کرم اوسيدونکي محمد اويس يي په يوه جعلي مقابله کي وژلي شوي او روستو پري د منشياتو جعلي پرچه کاټ شوي.
دا اولني پیښه نه ده په دي ملک کي هميشه ددي ملک د ادارو دغه کاروبار پاتي شوي دوي هميشه په پېښور، کراچي، لاهور، پينډي کي د سنيچر په شکل د سمګلر په شکل او د ترهګر په نامه د پښتانو افغانانو نسل وژنه کړي.
ددغي ملک اعلي چارواکي په دغه ظلم جبر کي پورا پورا ککړ دي ځکه تراوسه په دي ملک کي ددغي شان واقعاتو تراوسه سهي تحقیقات نه دي شوي او کورنيو ته انصاف نه دي ورکړل شوي
بلال اورګزي
28/02/2026
منظور پښتین به هیڅکله په داسي جګړه کي ”تبلیغاتي“ رول ونه لوبوي چي افغان ولس ته یې تر ګټي زیان ډېر وي. هغه روان وضعیت او پایلي یې په ژوره توګه سنجولي، او پوهیږي چي څه وخت او څنګه غبرګون وښيي. مانا، کله چي پاکستان پر افغان خاوره برید وکړ، اړتیا وه چي څرګند غبرګون وښيي، او دا کار یې په ډاګه او بې ابهامه ډول وکړ. نه یوازي دا چي برید یې وغانده، بلکي د پاکستان د دې تجاوز په اړه یې تر هر چا روښانه او منطقي دریځ وړاندې کړ.
خو تر دې وروسته چي کوم حالت رامنځته کړل سو، کاملاً د افغانستان په زیان او یو اړخیز دی. دلته د منظور په څېر هوښیار او باتدبیره مشر ته پکار نه ده چي له واقعیتونو لیري، پاپولیستي بیانونه خپاره کړي او د دې زیانمن حالت ته د دوام برخه سي. هغه ته ددې جګړې تعریف معلوم دی او نه غواړي چي هسي په مفته کي د افغان انسان وینې پکښي تویه سي.
په هر صورت، خو دا په دې مانا هم نه ده چي منظور غلی کښيني او یوازي ننداره کوي. لکه د تل په څېر، هغه یو وار بیا د مدني مزاحمت او اعتراض لار تعقیب کړې. د پاکستان د اوسنیو بریدونو پر ضد او د افغانستان په ننګه یې نن په جرمني، فرانکفورټ کي لاریون ترسره کړی، هغه کار چي تر هر چا په واشنګټن او لندن کي د ناستو چکچکیانو په توان پوره دی، خو نه یې کوي.
بله مهمه دا ده چي واکمن باید هر څومره ژر د پاکستان سره روانه زیانمنه جګړه ودروي، او خپل ټول پام دې ته واړوي چي څنګه د ایران او امریکا د جګړې له امله د لارو بندېدو ستونزه، او د افغانستان سوداګرۍ ته رسېدونکي خطرونه، په سمه توګه حل کړي. د ایران جګړه نن ماځیګر پيل سوه، او په همدې ماځیګر د افغانستان په مارکیټونو کي د توکو بیې دوه چنده لوړ سوې. دا بحران دی، او ژورېدو مخه یې باید ونیول سي.
لیک Ahmadshah Sahil
26/02/2026
د تورو جنګ وي که د سترګـو جنګ وي
چـې را پـه سـر شي پـه شـا کـېږمـه نـۀ
اوس هـم پــه هـغـه لاره ځـم او راځــم
خـو په يو خاص ګوټ پېر ودرېږمـه نـۀ
پـه دې تيارو کښې چـې تـر اوسـه پورې
ورک نــۀ شوم زيــاره نـو ورکـېـږمـه نـۀ
ارواښاد ډاکټر خالق زيار
23/02/2026
دې ته مو پام دی؟ منظور پښتین دا ځل دا نه دي ویلي چي پاکستاني پوځ پر ”افغانستان“ برید کړی، یا پر ”بر وطن“، بلکي خبره یې له تیراه راپيل کړې، بیا پر اورکزو راغلی، او له هغوی څخه سیده یې د ننګرهار د بهسودو پېښه غندلې او بیا وروسته پر وزیرستانونو او بجوړ غږېدلی.
دلته مهمه نقطه دا ده چي منظور دا ټولي پيښي په دوو بېلو کړل سویو جغرافیو کي نه، بلکي په یوه جغرافیه کي څيړي او غندي. مطلب، دا یې نه دي ویلي چي پاکستان پر افغانستان یا پر ننګرهار برید وکړ، بلکي مستقیم یې د هغي ټارګیټ سوي ولسوالۍ نوم یاد کړی. ددې مانا دا ده چي منظور دغه ټولو ساحو ته د یوه وطن، یوې جغرافیې او یوې سیمي په سترګه ګوري.
یو ځل یې راته ویل چي دا کار په دې خاطر کوي چي پښتنو ته وښیي چي یوازي ستاسي تاریخ او کلتور نه، بلکي ستاسي درد هم یو او شریک دی. بناً، پر وړاندي یې مبارزه هم باید په شریکه وسي.
منظور پښتین په ننني پیغام کي یو بل څه هم ویلي او هغه دا دي چي وايي ”د پنجابي استعمار له هر شکل څخه، او د هغوی استعماریت ته جواز جوړونکو څخه د وطن ژغورل، د ملت د هر وګړي یو سپېڅلې فریضه ده.“
دلته د ”پنجابي استعمار هر شکل“ جمله هم یوه خاصه مانا لري، او ”استعماریت ته جواز جوړونکي“ هم په ځان کي یو څه لري. بیا به بل وخت پرې وغږیږو.
ښه دی چي منظور خو سته!
ساحل
20/02/2026
دا رهبر دا امام دا سالار پیژنۍ ؟
ستا د دیدن ماښام ته ناست یم
زما روژه به تر قیامته پوري وینه
Khalid GhaYoor
19/02/2026
یوې خبري ته مو پام را اړوم
د پي ټي ایم چي څومره زندانیان سته تر اوسه یوه ته هم قانوني سزا نه ده اورول سوې
علي وزیر یونیم کال ،صمدحاجي یو کال
نورالله ترین او حنیف پښتین سل ورځي کیږي چي بندیان دي
څومره موده چي هم په زندان کي تېره سوې ده یوه پیشي بله پیشي ججان ځان نهام کړي ،ریاستي وکیلان پټ سي په مختلفو بهانو غیرحاضر سي دا ځکه چي په دوی کي د پي ټي ایم د دلیل اورېدلو توان نسته د پي ټي ایم سره د مخامخ کېدو توان نه لري
د پي ټي ایم د کلکو او برحق دلیلونو په وجه دوی قانوني سزا نسي ورکولی
نورالله ترین او حنیف پښتین خو د عدالت بغیر فوځي زندانونو ته وړل سوي دي
کله چي ددوی قانون ،جج او محکمه په قانوني لحاظ د مخامخ کېدو توان نه لري
په دې لحاظ نو پي ټي ایم ریاست ته قانوني ماته ورکړې ده
په سیاسي لحاظ ریاست کله هم د پي ټي ایم سره مخامخ نه دی کښېنستلی البته یوازي د معاملې وړاندیزونه کوي چوکۍ ،حکومتونه ،پیسې او نور شخصي وړاندیزونه کوي چي د پي ټي ایم له لوري فوراً رد سوي دي
په دې لحاظ پي ټي ایم ریاست ته سیاسي ماته ورکړې ده
ریاست پر پي ټي ایم تشدد کړی دی ،د پي ټي ایم غړو ریاستي مرمیو ته سینې سپر کړي دي د پي ټي ایم غړي په شهادت رسېدلي دي ،زخمي سوي دي ،شکنجه سوي دي
خو پر شا سوي نه دي پر خپله دعوه کلک ولاړ دي او مخته یې وړي
په دې لحاظ پي ټي ایم ریاست ته نظامي ماته هم ورکړې ده
د ریاست اخیرنۍ حربې پروپیګندا ده شک خپرول دي ،وېره او مایوسي خپرول دي
د پي ټي ایم ځوانان دي په ډېره مېړانه همدا اخیرنۍ حربه هم ورشنډه کړي
تر دې حربې وروسته د پي ټي ایم هدف پروت دی
لیک زلمی زيارکښ هڅاند
16/02/2026
ځیني سیاسي ناځوانۍ او ملي خیانتونه باید په ډاګه یاد کړو تر څو پښتانه په راتلونکي کي له سیاسي تېروتنو وژغورل سي او په ملي پریکړو کي دلستوڼي مارانو ته متوجه اوسي
لکه
د ګیلمن شهید تر شهادت وروسته ټول پښتانه د پنجاب خلاف درېدلي وه ،کرکه او نفرت پیدا سوی و
ټولو پښتنو دخیبرجرګې یوولسم اکتوبر تاریخ ته په تلوار شپې حسابولې او د ټولو پښتنو سره له پنجاب څخه دازادۍ فکر پیدا سوی و
دا د ازادۍ یوه ډېره زرینه موقع وه
ځکه ازادي تل د انګېزې شاته پرته وي یعني تر څو چي انګېزه نه وي پیدا سوې تر هغو ازادي هم نسي راتللی
پنجاب سخت متوجه و او په دې انګېزه هم پوهېدی چي دا د پښتنو لپاره یوه زرینه موقع ده
او پښتانه د پي ټي ایم په شکل کي یو لوی تحریک لري چي ددې انګېزې په اهمیت هم پوهیږي او له دې څخه ګټه هم اخیستلی سي
پنجاب په دې هم پوهېدی چي څومره زور کاروي په همهغه اندازه د پښتنو غصه پاریږي او کرکه یې سیوا کیږي
پنجاب یوه هوښیارانه پرېکړه وکړه
خپله چپ پاته سو خو خپل کار یې خپلو پښتنو ملګرو ته وسپاری
محمودخان اڅګزي له اسلام اباد څخه ویډیو وکړه چي پښتونخوا د پاکستان برخه ده پښتانه اولسونه دي د خپل فوځ خلاف نه پورته کیږي
دا د پښتنو سره هغه لویه جفا وه چي تاریخونه به یې د شاشجاع سره یو ځای ولیکي
دلته د ښاغلي هڅه دا وه چي د پنجاب په امر د یوې اپوزیسیون چوکۍ په بدل کي د پښتنو دازادۍ دا لویه موقع ضایع کړي
تر دې وروسته یې دخیبرجرګې خلاف پروپیګنډې شروع کړې
او د خیبرجرګې سره هممهاله یې جلسه اعلان کړل تر څو د پښتنو یوه برخه له خیبر جرګې څخه راوګرځوي
دوم ملي خاﺉن علي امین ګنډاپور و
چي د پنجاب په امر یې پر جرګه حملې وکړې د پي ټي ایم غړي یې شهیدان کړل ،خیمې یې وسوځولې ،د جرګې لاري یې بندي کړي وې،د جرګې د ضرورت سامان یې نه پرېښووی ،پر جرګه یې اوبه بندي کړې یعني چي څومره وس یې درلودی دخیبرجرګې خلاف یې وکاروی
او وروسته یې دخیبر جرګې سره هممهاله د عمران دخلاسون په پلمه د اسلام اباد احتجاج اعلان کړی د پښتنو یوه لویه ډله یې اسلام اباد ته بوتلل تر څو خیبرجرګه کمزورې کړي او د پښتنو توجه بلي خواته واړوي
دا پیښي د تاریخ برخه جوړي سوې چي پښتنو ته تر پنجاب د پنجاب پښتنو مریدانو ډېر تاوان اړولی دی او د دوی راتلونکی نسل به ددوی په نومونو شرمیږي تر دې چي په پښتونخوا کي د اوسېدو جواز به نه لري
نور بیا۔۔۔
لیک زلمی زیارکښ هڅاند
15/02/2026
چي ته پيدا شوې وطن غلام وي، چي ته يې هم وطن غلام دی، خو دومره توپير راغلی دی چي ستا د وجود په برکت اوس په سل کښې که ډېر نه ؤ لږ خلګ خو ازادي غواړي
انسان د خپل ټولنيز کرداره په وجه د اجتماعي ګټو له پاره د خپل زاتي ژوند د قربانيو په سبب يوو عظمت ته رسيږي، دا عمل په تاريخ کښې ډيرو انسانانو په بيلا بيلو طريقو کړی دی، خو ځينې انسانان ځکه لوړ وي چي هغوي هغه عمل کوي کم چي هم د کائناتو د خالق خوش وي هم د ټولو انسانانو يعنی د ظالم په مخ کښې د مظلوم په صف کښې د رېدل، زه هيڅ د سياسي الفاظ يا منطق په پوش کښې خبره نه کوم هغه ځکه چي دغه چلند په اوسني وخت کښې ډېر ريوايتي شکل اخيستی دی، دا چي اوسني جديده سياست قامي مخورو ته هغه عقل هم ور کړی دی چي پر دوو دسترخوانونو د کښې نستلو شرف لري، خو ته ځکه پياوړی يې چي پر خپل دريځ کلک ولاړ يې، ته يوو مظلوم يې خو غلامي دي قبوله کړې نه ده، ته محکوم قام نماینده يې خو ازادي غواړې، ته ځکه هم باتور يې چي د ازادۍ په حاصلاتو کښې په خپله هم پر عملي ميدان ولاړ يې
دا وخت چي ته تر کم ازيت او کيفيت تېرېږې دا ستا کمزوري نه ده بلکه دا هغه تاريخي بوج دی چي پر موږ له څلورو صديو پروت دی
ياسير عرفات تر دوو کلونو پوري د استعمار تر قبضه لاندي وي خو هغه ويل زه فلسطین نه پرېږدم ځکه چي دوي بيا زما وطن نيسي
يوازي ته نه يې محاصره بلکه درست پښتون افغان ملت محاصره دی، موږ ته چي هر څوک هر رنګه پيغور را کوي هغوي غواړي چي دا کيسه ختم شي، خو موږ او دا درست محکوم قام دا نه غواړو چي ته دي نه يې، که څه هم ارتقا سته خو دا يوو بدلون ستا د فکر او عمل په انتظار دی، چي په غلام حيثيت څلور سوه کاله ګړد ملت خاموش وي اوس دي د ازادۍ د اخيستلو له پاره څو کاله ستا انتظار هم وکي، موږ له تاريخه ورک قام که ؤ هم خو ډېر په ناروغ حيثيت ستا شتون د هغو ټولو تيرو اتلانو د فکري او مبارزې مجسم شکل دی کمو چي قام ته ازادي غوښتله
لیک ايثار
15/02/2026
جُرت، شعور، رڼا، ننګ، پښتو، پښتونواله،ملي فکر،