PSO Quetta university sub campus pishin
پشتونخواه لوستونکې ساﺯمان ��
19/05/2026
د پښتونخوا سټوډنټس آرګنائزیشن پشين پوهنتون له خوا د نوي کوآرډینیټر محترم طارق صاحب د هرکلي په مناسبت د کیک پرېکولو ځانګړې دستوره ترسره شوه. 🍰
په دې موقع د محترم سېکرټري عارف اڅکزي او د پښتونخوا سټوډنټس آرګنائزیشن پشين کيمپس غړو له خوا طارق صاحب ته تود هرکلی وویل شو، او د هغه راتګ یې د پوهنتون لپاره یو مثبت ګام وباله
ورپسې د نوي کوآرډینیټر سره د پر اهمیت، او د پوهنتون دننه زدهکوونکو ته د ورپېښو بېلابېلو ستونزو په اړه تفصیلي ناسته ترسره شوه، چې پکې د زدهکوونکو د حقونو، اسانتیاوو او راتلونکو فعالیتونو په اړه مهمې خبرې وشوې.
تل د زدهکوونکو د #حقونو، #یووالي او لپاره خپلې هلې ځلې دوامداره ساتي. 📚
12/05/2026
#پشين
د پښتونخوا لوستونکې ساﺯمان پشين کيمپس لاه ډپارټمنټ (7) سمسټر کانفرنس غونډه ده پشتونخوا سټوډنټس ارګنائزيشن پښين کيمپس علاقائ سيکرټري عارف اچکزې په صدارت کښې ده قرآن کریم په تلاوت سره پيل شوا تلاوت نعمت الله اچکزی وکړې په دې غونډه کښې (9) کسيزه کابينه په اتفاق رائې سره وټاکل سوه
سيکرټري.......... اختر خان کاکړ
سنئير معاون....... اسحاق اغا
ايګزيکټيوﺯ ميمبرز
نعمت خان اچکزې، احمد شاه اچکزې، نظیر احمد، ميراجان، لطيف الله ترين، عاطف خان، تيمور خان،
همدارنګه، د يونټ د تېر کال راپور علاقائي ماليات سيکرټري مزمل پانيزي له لوري وړاندې شو.
ودي پرتمیني غونډي ته علاقائ مرستيال سيکرټري افضل خان
وینا وکړه صدارتي وينا اعلاقې سيکرټري عارف اچکزې وکړه. پدې غونډه کي اعلاقاي اطلاعات سيکرټري عبدالقديم باديزي شيرو خان اباسين اچکزي وم ګډون درلود.
د غونډې نظامت چارې علاقائ ايګزيکټيو شيرو خان تر سره کړې.
ټاکل سوې کابينې څخه اباسين خان سوګند واخيست
اطلاعات او نشريات څانګه
12/05/2026
د پښتونخوا سټوډنټس ارګنائزیشن تر نظارت لاندې سیمینار، چې موضوع یې “بابائے افغان عبدالرحیم خان مندوخېل؛ د جدید پښتون نېشنلزم باني” وه، د زونل سیکرټري وارث افغان په صدارت کښې په کوټه پریس کلب کښې ترسره شو۔
یاد سیمینار ته د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند سینئر ډپټي چیئرمېن استاد رضا محمد رضا، مرکزي سینئر سیکرټري سید عبدالقادر آغا ایډوکیټ، او مرکزي اطلاعات سیکرټري محمد عیسی روښان سیاسي، تنظيمي، عملي او نظریاتي ویناوې وکړې۔
زونل سیکرټري وارث افغان صدارتي وینا وکړه، او د نظامت چارې سینئر معاون سیکرټري ایمل څاروان ترسره کړې۔
په یاد سیمینار کښې د ګوند مرکزي سیکرټري ډاکټر بایزید روښان، صوبایي صدر نصرالله خان زیري، نائب صدر قیوم وکیل صاحب، صوبایي سیکرټري خوشحال کاسي، صوبائی ډپټي سیکرټریز ندا سنګر،پروفیسر اسد ترین ،سلیمان بازئي اومحمود ریاض ، د بوري ضلع سیکرټري مصطفی کمال کاکړ، او د سازمان صوبایي، علاقایي او یونټ ایګزیګټیوزو ګډون درلود۔
اطلاعات ونشریات
05/05/2026
#پشين
د پښتونخوا لوستونکې ساﺯمان پشين کيمپس لاه ډپارټمنټ دويم سمسټر کانفرنس غونډه ده پشتونخوا سټوډنټس ارګنائزيشن پښين کيمپس علاقائ مرستيال سيکرټري افضل خان مندوخیل په صدارت کښې ده قرآن کریم په تلاوت سره پيل شوا تلاوت وحيد خان وکړې په دې غونډه کښې (۱۱) کسيزه کابينه په اتفاق رائې سره وټاکل سوه
سيکرټري.......... ایمل خان
سنئير معاون....... عزیز خان
ايګزيکټيوﺯ ميمبرز
شير علي، حیدر خان، وحيد خان،محمود خان، وقاص خان، اجمل خان، قدرت الله، اسد خان،شاروخ خان.
همدارنګه، د يونټ د تېر کال راپور د علاقائي ايګزيکټيو ممبر برخوردار خان سالار له لوري وړاندې شو.
ودي پرتمیني غونډي ته علاقائ سيکرټري عارف خان اچکزې مزمل خان پانيزي ويناوې وکړې.
اخري او تفصيلي صدارتي وينا اعلاقې مرستيال سيکرټري افضل خان مندوخیل وکړه. پدې غونډه کي اعلاقاي ايګزيکټيوز شيرو خان استقلال خان، نورالله خان وم ګډون درلود.
د غونډې نظامت چارې علاقائ ايګزيکټيو ميمبر برخوردار خان سالار تر سره کړې.
ټاکل سوې کابينې څخه اباسين خان سوګند واخيست
04/05/2026
#پشين
د پښتونخوا لوستونکي سازمان پشين پوهنتون اعلاقه کميټي غونډه د اعلاقاي سيکرټري عارف اچکزې په صدارت کښي ترسره شوه.
تلاوت : نظير احمد
نظامت چاري : مزمل خان
ايجنډا: ابتدايي يونټونو مياشتنې غونډي، تنظيمي فعالیت، چانده. لوستونکو ته له يونيورسټي انتظاميه سخه ور پيش ستونزو حل لپاره پريکړي وس وې شيرو خان، اباسين خان ماليات سيکرټري مزمل خان ویناوي وکړې.
او اخيرنې صدارتي وينا اعلاقې سيکرټري عارف خان اچکزې په تفصیل سره پر ټولو ايجنډو خبره وکړه. عملي کار له لپاره مختلفي پريکړي وس وې.
اطلاعات او نشريات څانګه
27/04/2026
#پشين
د پښتونخوا لوستونکې ساﺯمان پشين کيمپس علاقائ حاضرو ايګزيکټيو ملګرو غونډه د علاقائ سيکرټرى عارف اچکزی په صدارت کښې ترسره سوه.
تلاوت....... اسحاق اغا
سټيج چارى...... علاقائ ايګزيکټيو شيرو خان ترسره کړې.
ويناوال.......پشين پوهنتون اعلاقې اطلاعات سيکرټري عبدالقديم خان، اباسين خان، ، برخوردار خان، استقلال خان ،نظير احمد، مصطفی اغا اسحاق اغا او مرستيال سيکرټري افضل خان
صدارتي وینا علاقې سيکرټري عارف اچکزې وکړه.
ويناوالو په تنظيمى فعاليت ده نوو لوستونکو لپاره ښه راغلاست دستوره، او لوستونکو ته ورپیښو ستونځو باندې د حل لپاره تفصيلى وينا وکړې او ملګرو په خپلو ويناوو کي وويل چي ده تنطيم د فعالیت لپاره هر قسمه قرباني ته تيار يو او ده راروان وخت لپاره لائحه عمل جوړ کړل سو.
23/04/2026
#کتاب #نړيواله #ورځ
د کتاب د نړیوالې ورځې په مناسبت ټولو هغو ملګرو، زده کوونکو او شعوري پښتنو ته مبارکي وایو چې کتاب ته د فکر، پوهې او بدلون د سرچینې په سترګه ګوري.
کتاب یوازې د لوست وسیله نه ده، بلکې د شعور ازاد فکر او ملي بیدارۍ بنسټ دی هغه ټولنه چې مطالعه کوي، هماغه ټولنه د پرمختګ درک او حقیقت پر لور ګام اخلي.
د پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن په دې باور ده چې د ځوان نسل فکري روزنه د کتاب او مطالعې پرته ممکنه نه ده. موږ د هغو ټولو هڅو درناوی کوو چې د مطالعې کلتور ته وده ورکوي او ځوانان د علم او شعور لور ته هڅوي.
راځئ چې د کتاب سره خپله اړیکه نوره هم پیاوړې کړو او د فکري پرمختګ دا لاره عامه کړو.
و ټولو کتاب مینهوالو ته دې ورځ مبارک وي.
22/04/2026
مزمتي بیان:
د پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن پشین پوهنتون له خوا د پولیسو له لوري د زونل مرستيال سېکرټري ايمل څاروان په کور د غير قانوني چاپې په کلکه غندنه کوو.
دا ډول غیر قانوني کړنې د منلو نه دي. په دې سره زموږ ملګري نه شي وېرېدلی او نه هم له خپلې مبارزې څخه په شا کېږي.
موږ د خپلو حقونو لپاره ولاړ یو او خپل غږ به دوامداره پورته ساتو.
اطلاعات او نشريات څانګه
20/04/2026
#پشين
نن د پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن پشین پوهنتون حاضرو ملګرو د علاقایي سيکرټري عارف اڅکزی او مرستيال سيکرټري افضل مندوخیل په مشري کي د پشین کیمپس نوي Coordinator طارق شاه صاحب سره تعارفي غونډه وکړه.
په دې غونډه کې نوي کوارډينيټر ته د نوي ذمه وارۍ اخيستلو مبارکي ورکړه او ښه راغلاست (welcome) یې ورته ووایه. همدارنګه د پشین کیمپس د لوستونکو د ستونزو په اړه تفصیلي خبرې وشوې.
په اخر کې طارق شاه صاحب د هر ډول مرستي باور ورکړ.
پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن (PSO)تل د لوستونکو د حقونو لپاره کار کوي او د هغوی د ستونزو حل لپاره مهم رول لري.
11/01/2026
خبرتيا!
د پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن (PSO) پښین کیمپس ټولو لوستونکو ته خبر ورکول کېږي چې
سبا، د 12مې نېټې په ورځ، یو احتجاج تر سره کېږي۔
وخت: سهار ۱۰ بجې
د PSO پښین کیمپس ټول محصلین دې په یاد احتجاج کې خپل فعال ګډون باوري کړي۔
هغه زدهکوونکي چې نږدې دي، هغوی دې په خپل وخت ځان ټاکلي ځای ته ورسوي او ګډون دې وکړي۔
دا احتجاج د پښتنو د حقونو او د عام ولس د ستونزو د حل لپاره کېږي۔
راځئ چې ټول یو موټی شو او خپل غږ پورته کړو۔
Click here to claim your Sponsored Listing.
