Raziq Taran

Raziq Taran

Share

د رقیبانو اولســوالــــــۍ

13/11/2019

#چــــي۰دخلـــګو۰نفــــــروتــنـــــو۰ته۰مي۰پام۰شي
#ږړوي۰مي۰خپــل۰احساس۰په۰چــــــغو۰چــــــــغو

08/11/2019

حسن د مذهب د تقاضو سره کار نه ساتي
ډېر مسلمانان مې په هنده وې مین ولیدل

25/10/2019

Raziq taran

21/10/2019

د عبرت لنډه کیسه!
ضـرور یې ولــولـئ!

د یوه باچا وزیر ډیر دینداره او هوښیار وه، یوه ورځ وزير ناڅاپه خپل دُنیاوي کارونه پریښودل او د تل لپاره، د الله تعالى په عبادت مشغول شو، بله ورځ باچا هغه ته ورغی او پوښتنه یې ترې وکړه چې، ولې دې زما کار پریښود؟
وزیر په ځواب کې ورته وویل چې، د پنځو خبرو له وجې مې ستا کار پریښود.

۱-کله چې ستا په مزدورۍ کې وم ته به ناست وې، زه به درته ولاړ وم؛ خو اوس د داسې باچا بندګي کوم چې، په عبادت کی یې راته د ناستې حکم شته.

۲-کله چې ستا په مزدورۍ کې وم، تا به رزق خوړه زه به درته ولاړ وم، ما به درته کتل تا به خوړل کول؛ خو اوس د داسې باچا بندګي کوم چې، هغه ماته رزق راکوي او خپله د رزق خوړلو ته هیڅ اړتیا نلري.

۳-کله چې ستا په مزدورۍ کې وم ته به ویده شوې، ما به ټوله شپه پر تا باندې پهره کوله؛ خو اوس د داسې باچاه بندګي کوم چې، زه ویده شم هغه مې نګهبان وي.

۴-کله چې ستا په مزدورۍ کې وم، زه وېرېدم که ته مړ شې، ستا مخالفین به ما په تکلیف کړي؛ خو اوس د داسې باچاه بندګي کوم چې، هغه له مرګ څخه پاک دی او پر هرچا مسلط دی؛ نو ځکه اوس له هيچا څخه ویره نلرم.

۵-کله چې ستا په مزدورۍ کې وم، زه وېرېدم چې، که یو غلطي وکړم؛ نو ته به راته بخښنه ونکړې؛ خو اوس د داسې رحم کوونکي باچاه بندګي کوم، که په ورځ کې سل ځله غلطي راڅخه وشي او بیا بخښنه ترې وغواړم؛ نو ټولې غلطي مې رابخښي.
که مو پوره لوستلې وي نو په کمنت کې سبحان الله ولیکی او د بلی کیسی په انتظار اوسئ

ګرانو وروڼو او خويندو!
هر مسلمان ته پکار ده چې د هغې ابدي دُنيا لپاره، مزدوري وکړي، مرګ حتمي راتلونکي دی، د آخرت حساب لپاره چمتوالی ونيسئ.
او که غواړی داسی نور شایستی پند لرونکی کیسی وګوری ما ته ریکوست وکی
ستاسو ورور پښتون زلمى

20/10/2019

!

یوسړی د یوې عالمې ښځي سره واده کړی ؤ د واده ورسته یې میرمن ورته ویلي وه چې نور ژوند به په ګډه د شریعت موافق تیرو ـ

سړی خوشاله سوی ؤ چې تر دې ښه خبره نسته، نو څه وخت ورسته یې میرمن ورته ویلي وه چې شریعت کې ده خسر او خواښي پر مږور د خدمت هېڅ حق نشته، زه یې خدمت نه کوم او شریعت کې دا هم دي چې خاوند باید میرمن ته جدا کور جوړ کړي نو ماته به کور هم جوړوې.
خاوند یې سخت خفه شوی ؤ چې دا څه کیسه شوه، خو خیر تللی یو نیږدې مفتي ته او یاده کیسه یې ورته تقرار کړې ده مفتي ورته ویلي خیر مه خفه کیږي، زه لار درباسم.

ورشه میرمن ته دي ووایه شریعت د خاوند لپاره دویمه ښځه هم جائز کړې ده زه ځم دویم واده کوم هغه به زما د مور پلار خدمت هم کوي او شریکه به هغه کور کې هم اوسي، او تاته به جدا کور جوړ کړم.

ښځي چې دا خبره واوریده ول ورکوه یې جدا کور، دغه کور مو بس دی او د خواښي او خسر خدمت زه د ځان ویاړ ګڼم، بس دلې اوسو.😜

درس: هرڅه ګوګل فېسبوک کې نشته کله د ملایانو علماؤو سره هم کښینه چې څه ورنه زده کړې!
#ژباړه

20/10/2019

#د صداقت یارانې نشــته په جهان کې

د نصیب فیصلې کېږي په اسمان کې

لویه خدايه ته زمونږه مددګار شې

بې اسرې یم څوک مي نشته په جهان کې

خلګ خاندي خوشحالېږي زه ږړېــــږم

لکه ګل یم رږېــدلۍ په خــــــزان کې
غزل

مه منه دا چي په دیدن د یار توبه ماتېږي

که اوبــــــــو ته په کتو د چا روزه ماتېږي

دا یو متل دی وې د بدي خبري عمر سل کاله وي

بده خبره چاته مکوه په دا د هغـه زړه ماتېږي

دا یو متل دی وې په یو لاس تاړه نه ولکېګي

لاس راکه وه چي سره دوسي زمانه ماتېږي

دلتـــــه چـــاودنې په هر لـــور ســوې شروع

دچا جونــــګړه دچا ور او دچا کوټه ماتېږي

دلته جونګړه د غریب سي په بـــارود ویرانه

هلته کې نه چرته د خان غوندي بنګله ماتېږي

چــــــــي په غــــــیرت به یې پښتــــو نازیده

سمسوره! دلته هغه خلګ همیـــــــشه ماتېږي

19/10/2019
19/10/2019

‎!د موبايل پر سکرین می د زنګ نښه راغله…
‎وه می کتل ،
‎د نامه پر ځای می زړه ورته لیکلې وو(❤)
‎موبايل مې غوږ ته پورته کړ👂
‎له لږ ځنډ وروسته راته يې وويل :

‎سلام...
‎څنګه يې ؟

‎له غږه یی پوه شوم چی خپله ده
‎له سترګو مې څو اوښکي راغلې 😢
‎ځان مې کنټرول کړ ورته ومی ویل :

‎ښه يم.
‎شکر دی
‎بس شپی او ورځی دی چی مرګ ته یی لنډوو...

‎وې ويل: له_ژونده_خوښ_يې ؟
‎خندا راغله او په غټ زړه می وویل
‎هو ډېرررر_زيات .😢آاااااه
‎ويل يې : زه_دې_يادېږم ؟
‎موبايل مې له غوږه ایسته کړ آاااااه او غټه ساه می واخستله او ورته می وویل .
‎نه ، اصلاً دومره وخت نه لرم چی تا ياده کړم د ورځې کار کوم او د شپې ستړى یم راسم اوبیده سم .
‎ويل يې : کومه_ګيله_خو_به_رانه_نه_لرې ؟
‎د درواغو خندامې وکړه ورته ومې ویل:
‎نه ، هېڅکله نه .😢
‎هرڅه د تقدیر کارونه دی 😭
‎په ژړغوني ږغ يې راته وويل : ښه نو په خدای دی سپارم په ځان دی پام کوه ، د الله په امان .😢❌☎
‎ډیره زیااااته خاموشي خوره سوه چی پوه سوم موبايل قطع سو يوه غټه او بی رحمه چیغه مې له خولې ووتله :😢
‎په چیغو کی می پسی فریاد شروع کړ ...
‎يادېږې مې ، مرم درپسې ، بغير له تا مې ژوند د ژوند په څېر نه دی !!!
‎شېبه وروسته موبايل ته می میسج راغی ، ومی کتل چی مېسج کی یی لیکلې ول
‎لطفاً مه ژاړه اوښکي دی پاکي که حيران سوې کنه چی زه څنګه پوهه سوم ؟
‎زه پوهېږم ، چی کومه مینه ما او تا یوبل ته ورکړی هیڅکله هم نه هیریږی او نه به هیره شی او بله دا چی زه دومره هم بده او بې ارزښته نه يم چی له يو چا جدا سم او هغه دې راپسې اوښکی هم توىی نه کړي
‎بس دا ژوند دى ، کله انسانان سره يو ځاى کېږي خو زړونه نه ، کله زړونه سره يو ځاى کېژي خو انسانان نه ..😢😭😰
‎آااااه ژونده آاااااه
‎بی مینی دنیا

19/10/2019

#د۰نیمو۰شپو۰د۰شوګيرو۰تاوان۰به۰څوک۰راکوي

#زما۰په۰مخ۰د۰اوښکو۰تلو۰تاوان۰به۰څوک۰راکوي

#ستا۰د۰جـــــــفـــا۰قيصې۰اشنـا۰چـاته۰کولې۰نشم

#تش۰مي۰خولـــه۰د۰اسویلو۰تاوان۰به۰څوک۰راکوي

16/10/2019

هغه چې ځانته د اوږده عمـر دعـاوې کـوي.
هغې ته ووایه چې ژوند ګوره څه ټوکې نه دي
ـــــــــ

16/10/2019

نور چې مې څه ليکل، کاغذ و په کاغذ مې ليکل
خو چې ستا نوم مې ليکو دا مې په سينه وليکو

په زمانه پس مــې څــوک وليده چې هغسې وه
په زمانه پس مـــې يو نظم هغــه شپه وليکـــــو ـ

Want your business to be the top-listed Government Service in Quetta?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address

د بیلتـــون کور
Quetta
دغمونوخزان