17/05/2021
سعودي عربستان ته د افغانستان د صادراتو لوړېدنه
دوشنبه | ۲۷ ثور ۱۴۰۰| سمون | ۱۷ می ۲۰۲۱| ریاض
د کرونا وبا محدودیتونو سربېره، د ۲۰۱۹ کال په پرتله په ۲۰۲۰ کال کې سعودي عربستان ته د افغانستان صادراتو له ۱۰۰ سلنې ډېره وده وکړه.
د سعودي عربستان رسمي احصائیې له مخې، په ۲۰۱۹ کال کې افغانستان سعودي عربستان ته د ۱۳٫۲۸ ملیونه ډالرو په ارزښت صادرات درلودل، چې په ۲۰۲۰ کال کې دا شمېره ۲۸٫۵۶ ملیونه ډالرو ته وخته.
پدې صادراتو کې د افغانستان زعفرانو، وچې مېوې او قالینو ډېره ونډه درلوده، چې د هوايي دهلېزونو له لارې له افغانستان څخه سعودي عربستان ته صادر شوي دي.
سعودي عربستان ته د افغانستان د صادراتو پلان له مخې د ۲۰۲۱ کال لپاره د ۴۲٫۵ ملیونه ډالرو اټکل شوی دی. د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ پراخو سوداګریزو فرصتونو ته په پام، موږ ژمن یو چې د سوداګریزې پراختیا دغه بهیر به جاري او د چټکتیا هڅې به یې روانې ساتو.
افزايش صادرات افغانستان به عربستان سعودی
دو شنبه | ۲۷ ثور ۱۴۰۰ | مطابق به | ۱۷ می ۲۰۲۱ | ریاض
علی الرغم محدودیت های ناشی از شیوع ویروس کرونا، صادرات افغانستان به عربستان سعودی در سال ۲۰۲۰ نسبت به سال ۲۰۱۹ بیش از ۱۰۰ درصد افزایش داشته است.
براساس آمارهای رسمی عربستان سعودی، میزان صادرات افغانستان به عربستان سعودی در سال ۲۰۱۹ به ارزش ۱۳.۲۸ ملیون دالر بوده که در سال ۲۰۲۰ صادرات کشور به عربستان سعودی به ۲۸.۵۶ ملیون دالر افزایش یافته است.
بیشترین صادرات را زعفران ، میوه های خشک و قالین وطنی که از طریق دهلیز هوای از افغانستان به عربستان سعودی صادر می گردد به خود اختصاص داده است.
پلان صادرات افغانستان به عربستان سعودی در سال ۲۰۲۱ سالانه ۴۲.۵ میلیون دالر تخمین شده است، بناءً با توجه به فرصت های گسترده تجارتی بین افغانستان و عربستان سعودی، ما متعهد به ادامه و تسریع روند توسعه تجارت میان دو کشور هستیم.
24/01/2020
د افغانستان د لمريزې برېښنا د پانګونې د جذب لپاره د سعودي عربستان په دمام ولايت کې د ۲۰۲۰ کال د جنوري په ۲۲-۲۳ تجارتي فورم ترسره شو.
پدې فورم کې د افغانستان برښنا شرکت د لمريزې برېښنا د پانګونې په برخه د شته فرصتونو په اړه د سعودي ۳۰ اړونده کمپنيو ته معلومات ورکړل. د دوهاړخيزه بحثونو وروسته د دمام سوداګرۍ خونې ژمنه وکړه چې له شته فرصتونو څخه د ګټې اخستنې لپاره به ممکنه هڅې وکړي.
په پای کې د افغانستان پلاوي د د لمريزې برېښنا د توليد د فابريکې او اړونده ارزونوونکي لابراتوار ليدنه وکړه.
06/11/2019
ښاغلي سفیر د آغلې دکتورې سکینه یعقوبي سره وکتل:
نن ورځ چهارشنبه د ۱۳۹۸ هجري لمريز کال د لړم د میاشتې په ۱۵ مه نېټه، په سعودي عربستان کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفیر او د ولسمشر ځانګړي استازي ښاغلي سید جلال کریم په خپل کاري دفتر کې د آغلې دکتورې سکینه یعقوبي سره وکتل، آغلې یعقوبي افغانه مېرمن ده چې د ښوونې او روزنې په برخه کې یې زیاتې هلې ځلې کړې دي.
په دغه کتنه کې د دغه سفارت لومړي سکرتر محترم نورولي حقوق مل، او د سوداګرۍ آتشه محترم محمد رياض سادات هم ګډون درلود، په لېدنه کې مېرمنو ته د کار او زده کړو اسانتیاوو د برابرولو په اړه یی سره نظرونه تبادله کړل.
د یادولو وړ ده چې آغلې دکتوره یعقوبي سعودي عربستان ته د اسبار نړیوال فورم کې د ګډون په موخه راغلي وه، او په یاد فورم کې یې "راتلونکې کې د ژورنالیزم" تر عنوان لاندې لیکچر وړاندې کړ، نوموړې یو شمير نړیوالې جايزې ګټلې، کتابونه یې تأليف کړې او په زرګونو افغان مېرمنو ته یې د زده کړو اسانتياوې چمتو کړې دي.
محترم سفیر با محترمه دکتوره سکینه یعقوبی ملاقات نمود:
امروز چهار شنبه مؤرخ ۱۵ عقرب ۱۳۹۸ محترم سید جلال کریم سفیر کبیر و نماینده فوق العاده رئیس جمهور اسلامی افغانستان با محترمه دکتوره سکینه یعقوبی که در بخش های تعلیم و تربیه تلاش های زیاد نموده است دیدار نمود
در این ملاقات محترم نورولی حقوق مل سکرتر اول و مسؤل فرهنگی سفارت و محترم ریاض سادات آتشه تجارتی سفارت نیز اشتراک داشتند که پیرامون آوردن سهولت ها برای زنان افغان در امور تربیه و تعلیم تبادل نظر نمودند
قابل یاد آوریست که محترمه دکتوره یعقوبی جهت اشتراک در برنامه مجمع جهانی اسبار در عربستان سعودی تشریف آورده که در برنامه متذکره روی موضع آینده ژورنالیژم لکچر مهم و همه جانبه ارایه نمودند، که نامبرده تا اکنون جایزه های متعدد را بدست ٱورده و کتاب های را مختلف را تألیف نموده و همچنان برای بسیار از زنان افغان سهولت های آموزشی را آماده نموده است.
سعادة السفير يستقبل أم التعليم في أفغانستان الدكتورة سكينة يعقوبي:
الأربعاء | 6 نوفمبر 2019 | الرياض
استقبل سعادة السفير سيد جلال كريم سفير جمهورية أفغانستان الإسلامية المبعوث الخاص لفخامة رئيس الجمهورية لدى المملكة في مقر السفارة سعادة الدكتورة سكينة يعقوبي الملقبة بأم التعليم في أفغانستان وهي إحدى النساء الأفغانيات اللاتي بذلن جهوداً كبيرة في سبيل خدمة النساء وتذليل الصعاب أمامهنّ في مجالات التعليم والعمل.
وجرى خلال اللقاء الذي حضره سعادة الأستاذ نور ولي حقوقمل المسؤول الثقافي وسعادة الأستاذ محمد رياض سادات الملحق التجاري بالسفارة تناول الأحاديث الجانبية وسبل تعزيز مكانة المرأة الأفغانية في العالم والعمل على تمكينهنّ من العمل والتعليم.
الجدير بالذكر أن الدكتورة سكينة يعقوبي حضرت إلى المملكة العربية السعودية للمشاركة في منتدى أسبار الدولي وألقت كلمة رئيسية في المنتدى حول الإعلام في المستقبل وهي حاصلة على عدد من الجوائز العالمية ومنها الحائزة الدولية لحقوق المرأة من الأمم المتحدة ولها عدد كبير من المؤلفات والكتب العالمية وساهمت في دعم ومساعدة مئات الآلاف من النساء الأفغانيات ومكّنتهم من ممارسة حياتهم العلمية والعملية في أفغانستان.
27/10/2019
د جدې په سوداګرۍ خونه کې د افغان-سعودي يو ورځنی تجارتي فورم جوړ شو چې ۱۸ افغاني کمپنيو او اړونده سعودي شرکتونو پکې ګډون کړی ؤ.
په رياض ښار کې د څلور ورځيني زراعتي نندارتون څخه وروسته دا فورم د وچې مېوې، تازه مېوې او کرنيزو توليداتو لپاره په جده کې ترسره شو.
23/10/2019
د سعودي د زراعتي نندارتون په دوېمه ورځ د افغاني او سعودي شرکتونو ترمنځ ګڼ شمېر قرادادونه لاسليک شول چې په کندهار کې توليد شوي جوسونه د سعودي او يمن مارکېټونو ته ورسوو.
بشپړ ريپوټ به د نندارتون په پای کې خپور کړو.
21/10/2019
د سعودي زراعتي څلور ورځينی نندارتون د افغانستان د ۱۸ شرکتونو په ګډون نن په رياض ښار کې پيل شو.
د افغانستان شرکتونه زعفران، وچه مېوه، تازه مېوه او نور زراعتي توکي سوداګريزې نندارې ته وړاندې کوي.
17/10/2019
Don’t Miss this wonderful Business Opportunity!
لا تفوت هذه الفرصة التجارية الرائعة!
17/10/2019
د سعودي په کرنیز نندارتون کې د افغانستان دهلېز ته ښه راغلاست!
به دهلېز افغانستان در نمایشگاه زراعتی سعودی خوش آمدید!
سعودی نینگ قیشلاق خوجالیک کورگزمه سینی افغانستان بولیمی گه خوش کلیپ سیز!
12/09/2019
د سعودي حکومت کابينې پرېکړه کړې چې د ټولو ويزو (سياحت، زيارة، تجارت، حج او عمرې) فيسونه ۳۰۰ ريالو ته راښکته کړي. همدارنګه د تکراري عمرې ويزې فيس یې هم لغو اعلان کړی دی.
تراوسه د تجارت او زيارة ويزو فيسونه ۲۰۰۰ رياله وو، چې د تجارت د پراختيا په مخ کې لوی خنډ ؤ.
ډېره تمه ده چې د نويو فيسونو په وضع کېدو به د افغان-سعودي تجارت هم ډېر پراخ شي.
26/08/2019
المملكة وأفغانستان توقعان اتفاقيتين بقيمة 367 مليون ريال 🇸🇦🇦🇫