03/16/2026
خاموش کردار بادشاہ پاشتین کو سلام
گزشتہ ڈیڑھ سال سے زیادہ عرصے کے دوران کہ جب سے علی وزیر جیل میں تھے، اُس وقت اور اس سے پہلے کے قید و بند کے دوران بھی ایک اور شخص تھا جو اس تمام عرصے میں زندان میں نہ ہوتے ہوئے بھی جیسے قید و بند میں ہی تھا اور مسلسل اس کوشش میں مصروف رہا کہ جیل کے اندر موجود علی وزیر اور عبدالصمد حاجی کے تمام قانونی معاملات اور دیگر ضروریات کا خیال رکھا جائے۔
اپنے ایسے باہمت اور وفادار ساتھیوں کو دل سے سلام جنہوں نے ثابت کیا کہ جدوجہد صرف تقریروں اور نعروں سے نہیں بلکہ صبر، قربانی اور مسلسل محنت سے آگے بڑھتی ہے۔
بادشاہ پاشتین کو ہیٹس آف ان کے حوصلے، وفاداری اور ثابت قدمی کے لیے۔
01/23/2026
وادی تیراہ، میدان خیبر میں نقل مکانی کے دوران شدید برفباری کے باعث ایک عظیم انسانی المیہ جنم لے رہا ہے۔ سخت سردی کی وجہ سے عورتوں اور معصوم بچوں کی بڑی تعداد کے جانی نقصان کا شدید خدشہ ہے۔ ہزاروں گاڑیاں، جن میں بچے، بوڑھے اور خواتین سوار ہیں، چیک پوسٹوں، سڑکوں اور بند راستوں پر پھنس کر رہ گئی ہیں 🌨️😢
01/23/2026
یہ غزہ فلسطین نہیں بلکہ پختونخوا تیراہ ہے
فوجی آپریشن نکل مکانی کے دوران برف اور سردی کی وجہ سے یہ معصوم بچہ شہید ہوا ہے ۔
09/29/2024
قومی عدالت/جرگے کا باقاعدہ تین روزہ شیڈول جاری کر دیا گیا ہے۔
پہلے دن، 80 کیمپوں سے (45 اضلاع اور 35 سیاسی و دیگر شعبہ جات کے سربراہان) منتخب باثر شخصیات کو ایک بڑی اسکرین پر پشتونوں کی گزشتہ سالوں میں نسل کشی، ڈالری جنگوں سے پہنچنے والے نقصانات، اور متاثرین کی پریزنٹیشنز، ویڈیوز اور دستاویزی شواہد دکھائے جائیں گے۔ اس دن کا مقصد ان حالات کی مکمل تصویر پیش کرنا ہے جو قوم کو درپیش رہے ہیں۔
دوسرے دن، بند کمرے میں باثر شخصیات ان مسائل پر غور و فکر کریں گی اور پہلا دن جو دیکھا گیا اس پر روشنی ڈالیں گی۔ اس دن کے دوران، ہر کیمپ سے ایک نمائندہ منتخب کیا جائے گا جو قومی عدالت کے آئندہ لائحہ عمل کے لیے اہم کردار ادا کرے گا۔
تیسرے دن، منتخب نمائندگان حلف اٹھائیں گے اور آئندہ کے ایجنڈے اور لائحہ عمل کو تیار کریں گے۔ اس دن کا اختتام قومی عدالت جرگہ کے نتائج اور مستقبل کے لیے بنائے گئے لائحہ عمل کے باقاعدہ اعلان سے ہوگا۔
Manzoor Ahmad Pashteen
Abdulsamad Khan
Mohsin Dawar
PTM - پښتونستان
قاضی طاہر ماسید
Afghan Voice - افغان غږ
Afghanistan My Passion
Noorullah Tareen
PTM D I khan "پی ٹی ایم ڈی آئی خان"
PTM Express
PTM chaman
PTM Updates
Pushtoon Tahafooz Movement پشتون تحفظ مومنٹ PTM.
PTM پختون تحفظ موومنٹ کراچی
Ali Wazir
08/11/2024
قامي نجات،
دا زموږ مرضي نه ده چي موږ په لمر زو که په سيوري، دا د وخت فيصله ده چي موږ بايد په هر رنګه حالت کښې سفر وکړو
دا د سياست فائده ده چي موږ بايد له دښمن سره داسي جنګ وکړو چي موږ ګټه هم وکړو او قافله هم منظمه پاته شي
خو دا هيڅ سياست نه دی چي موږ دي له سره دښمن ته دښمن نه وايو
که موږ غلامان يو نو بيا دي ولي آزادي ونه غواړو؟ که غلامان نه يو نو بيا تر اوسه دا دوني لوی جدوجهد څله پاره کېدلو ؟
که زموږ قامي دښمن موږ په دې معاف کوي چي موږ هغه ته زنده باد و وايو نو بيا بايد مخکې دا کار شوي وای
زموږ سره بله کمه لار شته پرته له دې چي په شريکه يوه چيغه وکړو چي موږ خپلواکي غواړو ؟
پښتانه سياسي کارکنان بايد پو شي چي خپلواکي ډېر لوی نعمت ده، تر ټولو مقدسه غوښتنه خپلواکي ده، د خپلواکۍ له پاره قامي وحدت پر پښتنو فرض دی، بايد موږ هڅه وکړو چي پښتانه مشران سره يو شي
زموږ و د رياست تر منځ تعلق ډېر تريخ دی، زموږ هيڅ قامي سباوون نسته، د دې رياست تر سایه لاندي د ټولو پښتنو ژوند هيڅ کله هم نه سي ښه کېدلای فقت د يو څو غټانو ماسيوا
موږ ته غټان نه بلکه درست ملت معتبر دی،
پښتون قامي عدالت د ټول پښتانه قام د شريکو مسائلو د حل له پاره يو شريک ميدان دی چي جوړيږي، په دې کښې هيڅ د کرېډټ ستونزه نسته، راسي په شريکه کار ورته وکړو، زموږ د قام وجود تر ډېره درنه ډبره لاندي دی، د رياست له پراکسي ډلو سره سم رياستي سيکورټي ادارې زموږ د وطن تر هرې کوڅې ورسېدلې
موږ ټول عمر خپلو مشرانو ته لويي لويي شملې ور په سر کړې دي
که يې د قامي نجات له پاره په دې قامي عدالت کښې شرکت ونه کړ بيا موږ ټول بايد ورته و وايو چي سرونه مو خاوري سه چي شملې مو ميراث شي
موږ بحېث يو غلام قام، څه ارځښت لرو په دې نړۍ کښې؟ بيا هم د پښتنو مشران د کرېډټ پر ستونزه د يو بل سره نه يوو کيږي
د وطن په خاطر چي کم پښتانه شهيدان شوي دي د هغو له مېرمنو خو بايد شرم راسي
د ژوند مو کم معيار دی، هيڅ هم نشته بيا هم د عقل خاوندان لګيا دي هر يو پر هره خبره خامخا د دفاع خبره کوي که هر څوني غلطي شوې وه
موږ که د قامي خپلواکۍ له پاره مړه کيږو بايد ډېر پخوا مړه شوي وای
د قامي خپلواکۍ له پاره که يو ګوند يا يو تنظيم به مشره کيږي دغه مشر بايد ډېر پخوا قربان شوي وای، چي وطن ازاديږي بيا دي سرونه ورته قربان شي، قام غلام دی او مشر يې لکه باچا داسي ژوند کوي، قام د ماشام ګوله نه لري، مشر يې پر دسترخوان لس نمونې خواړه خوري
پښتون قامي عدالت ته بايد ټول پښتانه په شريکه کار وکړو، زموږ قامي حالت بد لېدل غواړي
ايثار
#کاپی
07/19/2024
نن په بنوګُل کې د امن د پاره د بنوګل د تاریخ تر ټولو لوئ اولسی پاڅون وشو خو له بده مرغه د پاکستان فوځ مخامخ فائرینګ پرې شروع کړې دې چې ګڼ شمیر ځائی خلک پکې زخمي شوي دي.
مونږ ټول تحریک د بنوګل د اولس سره ولاړ یو او د مشاورت پس به د دې پیښې پرخلاف لائحه عمل وړاندې کوو.
07/17/2024
بنوں گُل کے حالات انتہائی دردناک ہے
گلیوں میں ہر طرف پڑے پشتون عام عوام کے لاشیں دیکھنے سے پوری پشتون قوم ذہنی اذیت میں ہے۔
پی ٹی ایم کے دوست موقع پر عوام کے ساتھ کھڑے ہیں اور دیگر علاقوں سے بھی ہمارے دوست بنوں پہنچ رہے ہیں۔
د بنوګُل حالات ډیر دردونکي دي.
د بنو په کوڅو کې پراته د عام پښتنو جسدونو کتلو پس ټول پښتانه په ذهني تکلیف کې یو.
د تحریک ملګری عام اولس ته رسیدلي دي او مزید هم وراوان دي.
07/17/2024
د قام ودانۍ له ماتېدو، تر جوړېدو
Nation Building Destruction to Construction.
د قامي ودانۍ په حقله تر ټولو لازمه دا ده چي په قامي ودانۍ کښي ځننه د ټولو اوسېدونکو رتبه به برابره وي. اوسېدونکي بزګر ته به د وانۍ باچا جوابده وي. د اوسېدونکي شپانه به د رایې حق او احترام کیږي. د قامي ودانۍ هر اوسېدونکی به د ودانۍ مالک ګڼل کیږي. د شرري پر ځای به شر ختمیږي. د صنفي توپیر تمیز به نه وي. خو دا اوسیدونکي په قامي ودانۍ کښي په درې غټو رشتو سره تړلي وي. چي یوه ژبه ده چي د دوی تر مینځ د یو بل د پوه کولو زریعه ده. بل په ژبه کي د يوه قام ټول ميراث پروت وي چي ژبه يې راتلونکي نسل ته انتقال کوي. او هم داسي بل د ودانۍ وجود دی جغرافیه ده، دریم د دوی تر مینځ عقل، پوهه، فهم، حافظه يا نفسیات دي، هغه نفسیات چي د دوی د کلتور ښکارندوي کوي. د دوی د مدنیت مظهر وي. د دوی د عقایدو(دود، دستور، مذهب) اظهار وي. په دغه درې رشتې د دغه قام قامولي جوړېږي. او د قام د وانۍ نوم پیدا کوي نو ویل کیږي چي دا یو قام دی، او دا قامي ودانۍ ده.
په عام ډول په انسانانو کي او په خاسه توګه په دغه قامي ودانۍ کي د یوه قام دغه اوسېدونکي انسانان دوه ډوله وي.
(۱). یو ځاني، چي هر څه یې تر ځانه وي.
(۲). دویم جهاني، چي هرڅه د جهان ټولنې يا د قام او وطن د پاره وي.
زورواک چي کله یوه قامي ودانۍ په قامي وګړو تنګوي .نو دغه ځاني ډله مخلوق د ځان په ګټه په کار راولي، ځکه چي د ځاني ګټې ډله د خپل نیګیټیو طبیعت، شوکماري احساس، ځاني اسراحت، دې ته جوګه کړي چي زر خرڅ سي. او استعمار ته خرید پیدا شي. نو ښکاره خبره سوه چي په قامي وانۍ کي ځننه اوسېدونکي د بل د ګټې د پاره په خپله سره اخته سول(پراکسي وار) یعني د باهر څخه تش مرسته ضروري ده. په عامه اصطلاح کي دغه ځاني ډله که له بهره د زورواک لاس پوڅي که چیرته نه وکړي هم..... خو په دغه قامي ودانۍ کي يا په قام کي د خپل حرص احساس له وجې د قامي ودانۍ په تاوان تمامېدلای سي. خو دغه ځاني ډله د خپل حرص پر اساس تابعداري، زرخریدي فکر له وجې د دغې ودانۍ په ودانېدو کي هم په کار راځي. ځکه چي خرڅېدو ته ځان ورکول د خریدار تپوس نه کوي.
چي کله زورواک د یوه قام قامي ودانۍ نړوي او د دغې ودانۍ پاته شونې په خپل کار راولي. درې کاره وکړي.
(۱). د قامي ودانۍ وګړي ګونګ کړي،یعني ژبه ترې واخلي، او کله کله ورته د ده د ژبې په مقابل کي بله ژبه، چي ده زورواک ورسره خپل مفاد تړلی وي هغه ورکړي. او د بلې يا پردۍ ژبې ورکړه په داسي شکل کي کي وي چي په هغه ژبه پوري ډوډۍ وتړي... په دې تدبیر باندي د دغه اوسېدونکو خپل احساس شل سي البته قامي احساس، قامي تاریخ، قامي حافظه، قامي یون مات شي.
(۲). قامي ودانۍ( جغرافیه) ورته اور کړي. د قام اوسېدونکي د خپلې خاورې تېښتي، د خاورې پیوستون مات کړي، بیا که د خاورې مالک په خپله خاوره کي کرونده وکري هم خو امدن(ثمر، فصل) یې د زورواک وي. ځکه چي پر ودانۍ واک د ده نه وي. یا خو د زورواک وي یا د زورواک د لاسپوڅو (په قام کي دننه حرصي ډله).دا وخت نو قامي ودانۍ ماته وي، بې سرپرسته وي، بې چته وي. هر توپان ته مخامخ شي. او هر توپان د قام پر وګړو د تندر په نسبت پرېوزي. بلکه د ده خپل وطن د واک نه درلودلو په صورت کي د ده قاتل وګرزي او د قام وګړۍ د خپلې خاورې وترهېږي.
(۳).دریم د انسانانو تر مینځ تړون مات شي د عقل، کلتور، تهذیب، د قامولی د درد تړون مات شي. دریم چلن په انسانانو پوري تړلی دی. چي د قام د وګړو، انساني، کلتوري، تهذیبي، مذهبي، فکري، قامي تذلیل شروع شي. او د قام وګړي یومخیځ له قامي ودانۍ بې برخې شي. قامي حافظه یومخیځ ورکه سي، او قامي حافظې پر ځای انفرادي حافظه بلکه ځاني حرصي حافظه ځای ونیسي، اجتماعیت(قامي اجتماعیت) ورک سي. انفرادیت یا ځان ځاني دې ځای ته را ورسیږي چي د قام هر وګړی هغه که پوه وي یا ناپوه، په شعوري او غېر شعوري توګه د استعمار زورواک آله کار سي. یا د ده د لاسپوڅو. ویل کیږي چي استعماریت له دا پکار دي چي زورواکي دومره زیاته کړي چي بیا د ټولنې عاقل انسان هم دا ګمان کوي چي خلاسون یوازي د زورواک په پلو يا لمنه کي دی بسسس، د زورواک په سایه کي ساه اخیستل یواځنی او اخري امېد پاته شي.
د قامي ودانۍ دغه د یوه قام وګړي له دې روسته تر چور چپاؤ، ربړونې، ځورونې لاندي په مکمله توګه لاندي سي. نو د قام هر پوه نا پوه وګړی د خپلې خاورې، خپلې ژبې، خپلې قامي حافظې څخه نفرت پیل کړي. او بلکه د زورواک په مرسته دغه نفرت په خپله هم کوي او په نور قام کي شعوري او غیر شعوري بڼه نفرت خپروي،یا قامي سوچ فکر د مذهب له اړخه د استعمار په ګټه ناروا وګرځوي. د قام نور وګړي له قامي سوچ او فکر راګرزوي. دا وخت د یو قام توره شپه په برخه وي. قامي ودانۍ وجود بائللی وي، د قام وګړی د انساني ژوند جوګه نه وي توبه له دې چي دی به د قامي ودانۍ اوسېدونکی وي. نو دا وخت قامي ودانۍ ماته او ريز مريز وي....
خو......
د فطرت او قدرت د قانون له مخې چي د قام وګړي د ربړونې، ځورونې په سبب زګېروی جوړ کړي، که څه هم دغه زګېروی هم انفرادي یا ځاني وي، خو زګېروي ډېر شي ځکه چي جبر او بربریت مسلسل زګېروي زیږوي یعني د ډېرېدو سبب یې مجموعه زیاته کړي او مجموعه به ارومرو اجتماعیت ته لار باسي.... او اجتماعیت بقا ده ازادي ده سوکالي ده....
قامي ودانۍ جوړېدنه.
Construction.
Nation Building
د قامي ودانۍ د جوړېدو لومړی او اول عنصر د جبر زد مذاحمت دی. چي له فطري قانون سره سم بربریت، جبر، زورواکي خامخا مذاحمت پیدا کوي.په لومړي سر کي دغه مذاحمت په دې مړو اېرو کي د بڅرکي په شکل وي، محدود وي، انفرادي وي.مغلوب مذاحمت وي اکثریتي بڼه نه لري. خو د وخت په تېریدو سره دغه مذاحمت ډېری انسانان د خپل زړه اواز وګرځوي. ځکه چي د مذاحمت په اساس د ډېری خلګو درد اشتراک پیدا کړي درد مشترک سي. نو د قامي ودانۍ خاوندان تر ټولو لومړی د جبر د ختمېدو د پاره لارې وسنجوي، قامي قضيه، محاکمه او قامي عدالت ته لار هواره کړي. د جبر د ختمېدو د پاره هر اړخیز فکر وکړي. خو دقام د راټولېدو د پاره او قامي ودانۍ د بیا جوړېدو د پاره درې مهم کارونه وکړي.
(۱).اول خپلې ژبې ته مخه کړي، چي په دې ژبه دوی خپل درد، په خپله مورنۍ ژبه یو له بل سره شریک کړي، د دې درد درمل ته د خپلې ژبې په واسطه د خپلې خاورې له لړمانه څخه درمل پیدا کړي. او د قام رنځ په رفع کولو باندي لاس پوري کړي. او بل د خپلې ژبې په مرسته د خپلې قامي حافظې، قامي تاریخ، قامي سوچ او فکر سرنوشت ولیکي. د قامي ودانۍ په بیا رغونه کي د ژبې ډېر مهم رول د قامي ودانۍ اولنی سرنوشت تړل کیږي. یعني تاته هغه خلګ په ګوته کوي چي ستا په مورنۍ ژبه شراکت در سره لري. او د دې مورنۍ ژبې له برکته هغه ستا په قامي درد پوهیږي او ملګری کیږي. بل ژبه یو قام د خپل ماضي سره وتړي، او د خپلې ژبې پر اوږو باندي د قام د ماضي فرهنګ، ادبیات، د قام او ژبې جمالیات په خپله ژبه خپل قام ته بیان او را ژوندي کړي. چي کله ماضي د یو قام پیدا شي نو د قام سرنوشت معلوم شي. یعني چي د قام ودانۍ چیرته وه؟ او اوس ولي نشته؟ او چيکوم قام ماضي ولري د هغه قام که حال هر څومره تر جبر لاندي وي هغه مستقبل يا راتلونکی پيدا کولای او لرلای شي.
(۲). د قامي ودانۍ بنیاد،او سر یا وجود پیدا کولو په خاطر د خپلې خاورې ارضي تمامیت، د خاور جوهر را برسېره کړي. د خپلې خاورې فطري او مادي غنیمت وسنجوي. د خپلې خاورې وسائل ولټوي. یعني د قامي ودانۍ بنیادونه پیدا کړي. د قامي ودانۍ چور سوی چت ولټوي. او د چور کېدو اسباب یې ولټوي.د ماضي په لټولو سره د خدای پر زمکه خپله خاوره خپل اسمان پیدا کړي. د خپلې خاورې دعوه وکړي. د خپلې خاورې سره مینه وکړي. د خپلې ودانۍ د بیا ودانېدو ارمان ولري. د خپلې ودانۍ د ملکیت سره سره پر ودانۍ د حاکمیت سوچ او فکر وپلټي. نو دلته مذاحمت د جبر پر وړاندي په مکمله توګه د فریق حثیت پیدا کړي. خو دا وخت دا فریق منفرد نه وي بلکه مجموعي وي یعني د قام د اکثريت مجموعه وي. د خپلې خاورې د واک تر لاسه کولو په خاطر بربنډ مذاحمت پیل سي.
(۳). دریم چي د ده د تشخص په بنیاد د ده قامي شکل مسخ (موښل) سوی وو د دې سدباب لپاره هغه ټول کلتوري نیګيټیو اړخونه چي د استعمار تر سایه لاندي ورته هوا ورکړل سوې وه. هغه اړخونه پریږدي او د خپل کلتور ښه اړخونه رابرسیره کړي. اجتماعیت، ورور ولي، خپلواني، ربله، شفقت، انسان دوستي، مینه، زغم، چي د یو کلتور جوهر دي (بلکه د پښتون کلتور جوهر دي)دا ولټوي او راخپل یې کړي. (که څه هم د یو قــام د کلتور جوهري اړخ هرکله زورواک تر تلــو لاندي کوي او د کلتور بد او خوړجن اړخ ته وده ورکوي په دې باندي زورواک یو خواته د قام قامي حافظه ورکه کړي بل پر دغه قام د حاکمیت جواز پیدا کړي .چي د یو قام وګړي له خپل کلتور بدظن کړي)
په داسي وخت کي چي یو قام خپله ژبه خپله کړي. نو یو غټ او ښه کار دا وسي چي د خپلې ژبې په را ژوندۍ کېدو باندي د خپل قام د قامي حافظې، قامي تاریخ، قامي کلتور، قامي ادبیات را ژوندي سي.او خپل د تېر تاریخ اتلان وپیږني. او د یو قام په صفت د تاریخ اول پړاؤ ته ننوځي. نو د قامي ودانۍ اول بنسټ یا بنیاد کښېښودل وشي.د یو قام قامي ودانۍ نوم پیدا کړي. د یو قام په صفت رغول پیل سي.......
یعني چي د یو قام په صفت ځان پیدا کړې بیا به د جغرافیې، خاورې، قامي ودانۍ د دعوه کولو حق هم پیدا کړې. او د قامي ودانۍ د جوړېدو ارمان هم سر راپورته کړي. او هم داسي به د قامي ودانۍ جوړېدو ته لڅي راونغاړې. او په پای کي به د خپل کلتور څخه خرافات، د وخت د تقاضو سره له خپل کلتور، څخه لرې کړې. او د نوي عصر سره څنګ پر څنګ او د روان دور د عصري غوښتنو سره سم په خپل کلتور کښي مینه، خپلوي، ورورلي، پښتونولي، قامي احساس، ربله، شفقت، ننګ، هوډ، میړانه، توره، وفا هر هغه ښه اړخ راوسپړې او خپل به یې کړې . له خپل کلتور څخه به کرکه، بغض، کن، هوس، شوکماري، ځان ځاني، لرې کړې.
په لنډه توګه به ووایم چي د سائنس او د فطرت له قانون سره سم چي اول ابتدأ وي بیا ارتقا وي روسته انتها وي. د خپلې ژبې پالنه د قام ابتدا ده د خپلې خاورې تر لاسه کول(ارضي تمامیت، ارضي استقلال) یا د خاورې سالمیت د قام ارتقا ده. او د قامي وګړي بلکه د عالي، آزاد، خپلواکه وګړي په صفت ژوند موندل انتها ده. یعني ازادي ده او ازادي بې بها قیمت ده.
درست پښتون له کندهاره تر اټکه.
سره یو د ننګ په کار پټ او اشکار.
خوشحال بابا.
لیک«« مسرور ، موساخېل »»»