Beyond Borders Media

Beyond Borders Media

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Beyond Borders Media, united states of America, Kabul.

30/01/2026

افغان ځوانانو د نوولس کلنو نړیوال جام نیمه پایلوبو ته لاره ومونده

له نوولس کلنې کم عمره افغان لوبډلې نن د یوې خورا ښه زړه پورې او هر اړخیزې لوبې په پایله کې سیالې ایرلنډ لوبډلې ته د ۱۹۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په دې سره یې د روان کال نوولس کلنو لوبغاړو نړیوال جام نیمه پایلوبو ته لاره ومونده.

د افغان ځوانانو دغه ستر بری دې ټولو هېوادوالو او د کرکټ مینه والو ته مبارک وي.

افغان ځوانان، د افغان کرکټ راتلونکی!

𝐈𝐍𝐓𝐎 𝐓𝐇𝐄 𝐒𝐄𝐌𝐈-𝐅𝐈𝐍𝐀𝐋𝐒 🤩🙌
Afghanistan roar into the semi-finals of the 2026 💪

Afghanistan Future Stars have registered a comprehensive 200-run victory against the Ireland U19s and have qualified for the Semi-Finals of the ICC Men's U19 Cricket World Cup 2026. 👏👏

| |

25/01/2026

انا لله و انا الیه راجعون

د ملي لوبډلې تکړه لوبغاړي الله محمد غضنفر پلار وفات شوی، الله تعالی دې مرحوم ته مغفرت او جنت الفردوس په برخه کړي.

موږ د غضنفر درنې کورنۍ سره په دې غم کې ځان شریک بولو او هغوی ته په دې سخت وخت کې د حوصلې او صبر غوښتنه کوو.

24/01/2026

The veteran and legendary Allrounder of Afghanistan cricket team. Brings energy to the team....

22/01/2026

د سریز غوره لوبغاړی دروېش رسولي ونومول شو دریو لوبو کې 156 منډې وکړې په غوره سټرایک رېټ سره 🏏🥰❤️

Photos from Beyond Borders Media's post 22/01/2026

د ویسټ انډیز پر وړاندې د درې شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ ۲-۱ د افغانستان په بریا پای ته ورسېده!

افغان لوبډله د (اي انډ) جام درې شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ په وروستۍ لوبه کې د ۱۵ منډو په توپیر له ماتې سره مخ شوه، خو په لومړیو دوه سیالیو په ګټلو سره یې د یادې لوبلړۍ جام د ۲-۱ په توپیر په خپل نوم کړ.

ویاړلی ملت، بریالۍ لوبډله
------
RESULT | WEST INDIES WON BY 15 RUNS 🚨

fought hard but fell short by 15 runs in the third T20I, as the e& Cup T20I series, powered by SuperCola, ends 2–1 in Afghanistan’s favour. 👍

|

22/01/2026

مجیب الرحمن دې الله همداسې ځلیدلی لري، په دې هیله چې بورډ هم ورباندې مسلسلې لوبې وکړي او وخت ورکړي.

پرونۍ لوبه کې مجیب‌الرحمن د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

21/01/2026

Congratulations everyone, great game of cricket.

Vs West Indies.

Photos from Beyond Borders Media's post 21/01/2026

افغان اتلانو په دویمه شل اوریزه لوبه کې هم ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه

افغان اتلانو د یوې غوره او هر اړخیزې توپ اچونې پرمټ په بریالیتوب سره له خپل هدف نه دفاع وکړه او ویسټ انډیز لوبډلې ته یې په دویمه شل اوریزه لوبه کې هم ماتې ورکړه. په دې سره افغان اتلانو د (اي انډ) جام شل اوریزو سیالیو په لوبلړۍ کې ۲-۰ مخکېوالی ترلاسه کړ او د یادو سیالیو جام یې په خپل نوم کړ.

د افغان لوبډلې دویمه پرلپسې بریا دې هم ټولو هېوادوالو ته مبارک وي.

ویاړلی ملت، بریالۍ لوبډله
------
قهرمانان افغان در دومین بازی بیست‌ آوره نیز ویست اندیز را شکست دادند

قهرمانان افغان در نتیجه توپ‌ اندازی عالی و همه‌ جانبه خود، موفقانه از هدف تعیین‌ شده خوددفاع کردند و تیم ویست اندیز را در دومین بازی بیست‌ آوره بین المللی نیز شکست دادند. با این پیروزی، تیم ملی کشور در سلسله مسابقات بیست‌ آوره جام (ای اند) ۲-۰ پیشتاز شد و جام این مسابقات را از آن خود کرد.

دومین پیروزی پی‌ هم تیم ملی را به تمام هموطنان مبارک باد میگوییم.

ملت سربلند، تیم پیروز!
-----
𝐀𝐅𝐆𝐇𝐀𝐍𝐈𝐒𝐓𝐀𝐍 𝐆𝐎𝐄𝐒 𝟐-𝟎 𝐔𝐏! 🙌

delivered a clinical performance to defeat the West Indies by 39 runs in the 2nd T20I and secure an unassailable 2-0 lead in the e& Cup T20I Series, sponsored by SuperCola. 👏👏

|

21/01/2026

د افغانستان او ویسټ انډیز ترمنځ دوهمه شل اوریزه نړیواله سیالي د کرکټ مینه‌والو لپاره له جذبې، سیالۍ او احساسه ډکه وه. افغان ملي لوبډلې په دې لوبه کې یو ځل بیا ثابته کړه چې ولې د نړۍ له پیاوړو لوبډلو سره اوږه په اوږه سیالي کولی شي. د افغانستان توپ وهونکو په زړورتیا، تمرکز او هوښیار بیټنګ سره میدان ته ښکلا ورکړه او د لوبې بهیر یې تر وروستیو شېبو پورې په خپل لاس کې وساته. هره منډه د مینه‌والو د احساساتو استازیتوب کاوه او هر شاټ د افغان کرکټ د ودې کیسه بیانوله. له بلې خوا، توپ اچوونکو هم په مهمو شېبو کې د فشار لاندې غوره توپ اچوونه وکړه او سیالي یې لا پسې خوندوره کړه. دا لوبه یوازې یوه سیالي نه وه، بلکې د افغان کرکټ د اعتماد، پرمختګ او راتلونکې روښانه هیله وه. افغان لوبغاړو وښوده چې دوی نه یوازې سیالي کوي، بلکې د بریا لپاره لوبېږي.

Want your business to be the top-listed Government Service in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Culinary Team

Attire

Website

Address

United States Of America
Kabul