Adil Arghandabi عادل ارغندابی

Adil Arghandabi  عادل ارغندابی

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Adil Arghandabi عادل ارغندابی, Kandahar.

15/03/2022

بیشکه چی هرڅه د الله ج له طرفه دی...!

23/12/2021

د الحمدالله سورت ۱۱ ځلی تلاوت گټی...!

20/11/2021

سمندر چی هر څومره خطرناکه دی!
که په شجاعت او زړورتوب غوټه پکښی ووهو خالی لاس نه پاتیږو!

27/10/2021

د الله ج وعده د انسان سره!
الله ج قادر، رحمن او رحیم ذات دی!

18/04/2021

زغم دروند بار دی هر شخص یی د وړلو توان نلری!

08/12/2020

دیرش ضروري او اهمې ڪرښې درسره ووایه. او ژوند ڪې یې عملي ڪړه.
تر نورو یې رسول صدقه جاریه ده.
بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَحِیْمِⓞ
①. همیشه د الله تعالیﷻ نه بخښنه غواړه.
② همیشه دالله تعالیﷻ څخه دخیر دعاء غواړه ځڪه دعاء د نجات رسۍ ده.
③. یاد ساته چی ستا هره خبره ملائڪه لیڪي.
④. په الله تعالیﷻ ښه ګمان ڪوه اګر ڪۀ یو تندر ستا په سر ولاړ وي.
⑤. تسبیحات په خپلو ګوتو سره وایه.
⑥. ڪله چی درباندې غمونه او بېـــځایه فڪرونه راجمع شي نو:
"لا إله إلا الله"وایه.
⑦. په خپلې صدقې سره د فقیر دعاء او د مسڪین محبت حاصل ڪړه.
⑧. په عاجزۍ سره یو سجده الله تعالیﷻ ته د ټولې دنیا څخه قیمتي ده.
او غوره یې وګڼه.
⑨. د هرې خبرې نه مخڪې فڪر ڪوه ځڪه اڪثره خبرې قاتلې وي.
⑩. د مظلوم د ښیرو نه او د محروم د اوښڪو نه ځان ساته.
⑪. د هر ڪتاب او اخبار دې لوستلو نه مخڪې د قرانڪریم تلاوت ڪوه.
⑫. ځان د خپلې ڪورنۍ د استقامت سبب جوړ ڪړه.
⑬. خپل نفس سره د طاعت په ڪولو جهاد وڪړه ، ځڪه نفس انسان په بدۍ باندی امر ڪوي.
⑭. د مور او پلار خدمت ڪوه.
الله تعاليﷻ به درنه راضي وی.
⑮. یاد ساته چې ستا زَړې جامې فقراؤ ته نوي دي.
⑯. ډیرې غوصې مه ڪوه. ځڪه ژوند ډیر لنډ دی د هغې نه چې ته یې تصور ڪوي.
⑰. په هر حالت ڪې تانه الله تعالیﷻ خبر دی او ستا هر حالت مراقبه دی.
⑱. د دعاګانو د قبلیدو دروازه په ګناهونو سره مه بندوه.
⑲. لمونځ ڪول د ټولو نه بهتره وسیله ده چې سړی پرې د ګناهونو نه بچ شي.
⑳. په مسلمانانو بد ګمانونه مه ڪوه، نو په راحت به وي.

21. د هر غم او خفګان سبب دِ الله تعالیﷻ څخه اعراض دی ،نو د الله تعاليﷻ دین ته مخ ڪړه.

22. قبر ڪې تاته صرف نیك اعمال فائده درڪوي.

23. چی په ڪوم مجلس ڪې دې غیبت واوریده نو هغه سړي ته وایه دالله تعاليﷻ نه وویریږه.

24. سورة ملك همیشه تلاوت ڪوه. د قبر د عذاب نه به خلاص یې!.

25. محروم هغه څوك دی چې لمونځ ڪې عاجزي نۀ وي او سترګو ڪې اوښڪې

26. مؤمنانو ته هیڅ قسم تڪلیف مه ورڪوه.

27. هر چا سره چې محبت یا بغض ڪوې نو د الله جلــجلاله لپاره یې ڪوه

28. څوك چې ستا غیبت ڪوي هغه ته معافي وڪړه ،ځڪه هغه تاته داسې نیڪۍ وبښلې چې تا نۀ دې ڪړي.

29. لمونځ، تلاوت، ذڪر داسې ڪوه چې د مسلمان زړۀ خوشحالوي.
30. دې جهنم اور همیشه یاد ساته نو د ګناه نه به بچ یې، تر څو چې شپه رڼا ڪیږي
خبیرالله قلندر

30/11/2020

دا زموږ د وطن حال دی!

15/10/2020

دا انځور يو عرب خپور کړی او ورسره يې لیکلي چې:
اتله پورته شه!
تا چې د کوم مشر لپاره د بل مشر له جنګياليو سره جګړه کوله هغو دواړو مشرانو روغه وکړه او اوس يې تر منځ ھیڅ اختلاف نشته.
مورجانه دې اوس هم تاته په تمه ده او هره ورځ د ورځې تر پايه د کور دروازې ته ژړغونې او ډکې سترګې ګوري چې ته به کور ته کله راځې .
کاپي

29/07/2020

هر انسان باید متقابل احترام ترسره کړی!
ځینی اشخاص چه د مغرورئ پر تخت ناست وی له خپل ځان څخه بغیر هیڅ شخص د احترام وړ نه بولی!
خو دا باید یاد ولرئ چه احترام متقابل ښه وی انسان په انسانیت نور هم درنیږی او ښایسته کیږی!
هیچا ته د بل چا د کوره رزق نه دی حواله د انسان سره د روزی ورکولو وعده (الله ج)کړی ده!
که غواړی چه په ژوند کی مو نور هم درانه او محترم سئ د متقابل احترام څخه کار واخلئ!

23/05/2020

وطنوالو .............!
اختر مو مبارک شه!
عید تان مبارک ....!
Eid Mubarak!
🖤❤💚

10/05/2020

د افغانانو احساسات، ارادی، اومیدونه او د وطن دوستی حس د بی ننګو او ځان غوښتونکو رهبرانو لخوا یو پر بل پلورل کیږی!

01/05/2020

د صلاة التسبیح لمونځ طریقه!

Want your business to be the top-listed Government Service in Kandahar?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Culinary Team

Attire

Website

Address

Kandahar