28/03/2026
ښځي بايد د حمل څخه يوه يا دوه مياشتي مخکي او د حمل په اولو درو مياشتو کي د فوليک اسيد 4mg ګولی هره ورځ وخوري ترڅو اولاد يي د پيدايښتي يا د دماغ او حرامغز د غلط جوړښت (Neural tube defects) څخه و ژغورل سي.
په بدن کي د فوليک اسيد کمښت د يو ډول کم خونی سبب ګرځي چي ورته ميګالوبلاسټيک انيميا (Megaloblastic Anemia ) وايي.
فوليک اسيد په زياته اندازه په برګ داره سبزيجاتو،ميوه،ينه،او پښتورګو کي پيدا کيږي .
09/02/2026
⭕ *کومي نښي موږ اپینډیسایټیس (آپندیکس) ته شکمنوي؟*
⭕ 1 د ګېډې درد
اکثره له نامه سره شاوخوا شروع کېږي
وروسته د ګېډې راسته ښکته طرف ته ځي
درد په تېرېدو سره زیاتېږي
⭕ 2 کانګې او زړه بدوالی
⭕ 3 د اشتها له منځه تلل
ناروغ خوراک ته زړه نه ښه کوي
⭕ 4 سپکه تبه
اکثره له درد وروسته راځي
⭕ 5 کله ناکله نس ناستی
په ځانګړي ډول په ماشومانو کې
⭕ 6 د ګېډې د لمس پر وخت درد خاصتآ راسته طرف ښکتني برخي
⭕ 7 د حرکت، ټوخې یا پر ښي اړخ پراته کېدو سره د درد زیادت.
04/08/2025
له سوځېدلو وروسته بايد څه وکړو ؟
1 - په بېړه ناروغ د سوځېدلو له ځای يا شي څخه لېري کړئ .
2 - پر سوځېدلي ځای تومړې او يا مازي سړې اوبه د 10 يا 20 دقيقو لپاره توی کړئ . يخی او يا ډيري يخې اوبه بايد استعمال نشي .
3 - له سوځېدلي ځای ځخه ګېڼه او زيور لېري کړئ .
4 - له سوځېدلي ځای څخه کالي لېري کړئ ، خو که کالي په پوست پسي نښتي وي مه يې لېري کوئ .
5 - سوځېدلی ځای په پاک پلاسټيک باندې پټ کړئ .
6 - که مخ يا سترګي سوځېدلي وي نو ناروغ جګ کښېنوئ تر څو دغه برخه و نه پړسيږي .
7 - که په سوځېدلي ځای تڼاکي را وخېژي بغير د ډاکتر له مشوری يي مه ماتوئ.
8 - د درد لپاره پراسېټمول استعمال کړئ .
په لاندې وختونو کې ناروغ حتماً روغتون يا ډاکتر ته يوسئ :
1 - که سوځېدلې ساحه د ناروغ تر لاس غټه وي ،
2 - که د سوځېدلي ځای پوست سپين بخن يا توربخن شي ،
3 - که د مخ ، لاسونو ، پښو اوداسي نوروغړو له سوځېدلو وروسته په هغوۍ تڼاکي را وخېژي .
که سوځېدل شديد نه وي او پورته حالتونه وجود و نلري نو تاسو کولای شئ سوځېدلی ځای په ورځ کې دوه درې ځله په واسلينو غوړ کړئ . پټېدلو ته اړتيا نلري او پخپله ښه کيږي
28/07/2025
د زړه د حملې، بندو رګونو، او کولیسټرول د مخنیوي لپاره یوه طبیعي نسخه
کاش چې دا پیغام هر انسان ولولي او بل ته یې هم ورسوي…
په نړۍ کې تر ټولو ډېر مړینې د زړه حملو (Heart Attack) له امله کېږي، او د دې تر شا لوی علت کولیسټرول لوړوالی دی.
د امریکا لویې کمپنۍ میلیاردونه روپۍ د زړه د ناروغانو له درملو څخه ګټي،
خو که تاسو ته ستونزه پېښه شي، نو ډاکټر به ووایي:
"اینجیوپلاستي (Angioplasty) وکړئ."
دا عملیات داسې وي چې ډاکټران د زړه بند رګ ته یو سپرنګ ننباسي چې ورته سټینټ (Stent) وایي.
په امریکا کې د دې اصل قيمت دوه دري ډالره او تولیدي قيمت يي د سلو تر دوه سوو ډالر دي ..
خو په پاکستان، هند یا افغانستان کې دا تر ۳ تر ۵ لاکه روپیو پورې پلورل کېږي البة پدي کي نور اړونده روغتيايي خدمات او لوازم هم شامل دي خو په لست کي تر ټولو قيمته څيز همدا وي ليکن له ورايه ښکاري چې اصل قيمت نه څلور پنځه چنده زيات پلورل کيږي. له بده مرغه يو شمېر ډاکټران د کمپنيو څخه خپل ځانګړې کميشن هم اخلي..
ځينو طبعي نسخو دغه مرض وقايي لپاره بهترينه نتيجه ورکړې چې اوسمهال په نړي کي استعماليږي
طبیعي، ارزانه او ګټوره نسخه:
دا څلور توکي سره ګډ کړئ:
1 یو ګیلاس د لیمو اوبه 🍋
🔹 فایده: لیمو د بدن وینه صفا کوي، کولیسټرول کموي، او د زړه رګونو ته ځواک ورکوي.
2. یو ګیلاس د ادرک اوبه (زنجبیل) 🫚
🔹 فایده: ادرک وینه نرمه ساتي، د زړه دردونه کموي، او د بندو رګونو د خلاصولو مرسته کوي.
3. یو ګیلاس د هوږې اوبه 🧄
🔹 فایده: هوږه د وینې فشار راکموي، شریانونه خلاصوي، او د زړه د حملې خطر کموي.
4. یو ګیلاس د اپل سایډر (مڼې سرکه) 🍎
🔹 فایده: دا د بدن ټول رګونه خلاصوي، معده پاکوي، شکر او فشار کنټرولوي، او ستړیا ختموي.
✅ دا ټول سره ګډ کړئ، او پر نرم اور یې ګرم کړئ تر څو چې درې ګیلاسه پاتې شي.
✅ وروسته یې یخ کړئ، او که وغواړئ، شات هم ورزیات کړئ.
✅ هر سهار، ۲ یا ۳ کاشوغې په نهاره وڅښئ.
🔹 ګټې:
✅ د زړه بند رګونه پاکوي
✅ کولیسټرول کموي
✅ فشار کنټرولوي
✅ د زړه د حملې مخه نیسي
✅ بدن ته تازه انرژي ورکوي
إن شاءالله دا یوه مؤثره طبیعي نسخه ده.چي اوسمهال استعماليږي.
🫀 د زړه د حملې پر مهال که څوک یوازې وي، څه وکړي؟
زیاتره خلک چې زړه حمله پري راشي یوازې وي، مرستې ته څوک نه وي. دوی بې خوده کېږي، خو یوازې تقريبا لس شل ثانیې وخت لري.
✅ عمل داسې وکړئ:
1. ژوره ساه واخلئ
2. بیا سخت يا زورور ټوخی وکړي، داسې چې له زړه نه فشار راووزي
3. هر دوه ثانیې وروسته دا عمل تکرار کړئ
📌 دا ټوخی د زړه درزا نورمالوي،
او ژوره ساه بدن ته آکسیجن رسوي.
🤲 خدایه! موږ ته روغ صحت راکړه او د انسانانو ژوند وژغوره.
28/05/2025
د آریوب ځاځیو ولسوالی روغتون د بیلابیلو څانګو څخه نظارت تر سره شو
نن ورځ چهارشنبه چې د ١٤٠٤.٠٣.٠٧ نیټې سره سمون خوري د آریوب ځاځیو ولسوالی د عامې روغتیا عمومي مدیر الحاج داکتر عبدالرحمن همدارنګه د آریوب ځاځیو ولسوالی روغتون رئیس داکتر کریم ګل توتاخیل او د آریوب روغتون مدیر منصور لخوا د آریوب ځاځیو روغتون د بیلابیلو څانګو څخه نظارت تر سره شو