16/02/2024
ګرانو دوستانو، ملګرو او خپلوانو،
اسلام علیکم و رحمت الله و برکاته،
غواړم تاسو هر یو څخه د زړه له کومې مننه وکړم چې زما د والدېنو (پلار جان او مور جانی) د مړینې له امله مو راته د تسلیت کتبی او غږبز پیغامونه راستولې، زنګونه مو وهلی او یا مو د جنازی او فاتحی په مراسمو کې ګډون کړې وو.
د غم په وخت کې، د ملګرو، کورنۍ او خپلوانو شتون، مینه او ملاتړ واقعیا د ارزښت وړ دي. ستاسو شتون، ډاډګیرنه، تسلیت او دعا د هغه درد او غم په کمولو کې مونږ سره مرسته کړې چې تجربه کوم یې.
بخښنه غواړم چې ما و نه شو کړلې ترڅو د ټولو دوستانو پیغامونو یا هر زنګ ته سمدستي ځواب ورکړم.
له دوه میاشتو څخه په کمه موده کې د مور او پلار، دواړو له لاسه ورکول راته خورا سخت حالت وو چې تجربه مې کړ؛ خو په ورته وخت کې ستاسو ملتړ، شتون، تسکین، ډاډګیرنه،او تسلیت زموږ لپاره زیات ارزښت درلود، چې له همدې امله غواړم ستاسو د مهربانۍ او ملاتړ څخه یو ځل بیا د زړه له کومې مننه وکړم.
په درنښت سره،
سیال
15/02/2024
د دلوی د میاشتی ۲۶مه نیټه له افغانستان څخه د روسانو د وتلو ۳۵ مه کلیزه ده، دا ورځ د افغانستام په تاریخ کې یوه مهمه ورځ ده چې د سیمې جیو پولیټیکل منظره یې بدله کړه.
راځئ چې د دې پیښې اهمیت ته پام وکړو:
لمړی تاریخي پس منظر:
په ۱۹۷۹ کال کې پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل موخه په کابل کې د کمونیستي حکومت د جوړولو لپاره وه. په هرصورت، هغه څه چې پایله یې وحشیانه او اوږده جګړه وه چې نهه کاله یې دوام وکړ. افغان مجاهدينو چې د بېلابېلو هېوادونو ملاتړ ورسره و، د اشغال په وړاندې يې په کلکه مقاومت وکړ، چې د روسانو لپاره يې په دغه تیروتنه په ډېره ګرانه او بالاخره شرمونکې ناکامۍ تمامه کړه.
دوهم د روسانو د یرغل منفي اغیزې:
په ۱۹۸۹ کال کې له افغانستان څخه د شوروي وتل نه یوازې د دوی د ماتې نښه وه، بلکې د جګړې په پایله کې یو ویجاړ شوی هېواد هم شاته پاتې شو. دغه شخړه د سترو انساني کړاوونو، د زیربناوو د پراخې ویجاړۍ، او ژورې سیاسي بې ثباتۍ لامل شوې چې تر دا دمه یې افغانان د سخت کړاو سره مخامخ کړې دی. برسېره پر دې، د وتلو له امله رامنځته شوې خلا په افغانستان کې د وروسته پاتې کورنیو شخړو او نه جبرانیدونکې حالت منفی اغیز یې تر دا دمه محسوسیدلې شې.
دریم د افغان ملت وياړ:
سره له دې چې افغانان له سختو ستونزو سره مخامخ شول، افغان ولس د شوروي د يرغل پر وړاندې په خپله مبارزه کې بې ساري مقاومت او زړورتيا وښوده. د مجاهدینو هوډ او استقامت، د افغان ولس له نه جبرانیدونکي ملاتړ سره د مقابلی او مقاومت د روحیې څرګندوینه کوی. د شوروي ځواکونو په نهایت کې وتل د بهرني یرغل په وړاندې د خپل حاکمیت د دفاع او د خپلو ارزښتونو د ساتلو لپاره د افغان ملت د نه هیریدونکي ارادې د ثبوت په توګه به تل په تاریخ کې په زرینو کرښو لیکل کیږی.
لکه څنګه چې نن د دلوی په ۲۶مه نیټه د دې تاریخي مرحلې یادونه کوو، راځئ چې د افغانانو د قربانیو درناوی وکړو او د سولې، ثبات او سوکالۍ په لور د دوی د روانو هڅو د ملاتړ لپاره خپل تعهد یو ځل بیا تایید کړو.
د نړۍ په هغه هیوادونو غږ کوو ترڅو اجازه ورکړې چې یو باثباته، پر خپلو مټو متقی لو هوسا افغانستان تجربه کړې ځکه چې د بی ثباته افغانستان تجربه د نړیوالو او ګاونډیانو لپاره هم ښه پایلی نه درلودې.
د شوروي د یرغل په وړاندې د افغانانو د مقاومت میراث د استقامت د ځواک او د مصیبتونو په مقابل کې د انساني روح د بریا یوه نه هیریدونکې تاریخی یادونه او خاطره ده.
په درنښت،
سیال
08/02/2024
دفاتحې او ختم القران خبرتیا
دارواښادمعلم مظهرالله میرمن،دارواښاد نعمت الله اخونزاده لور دحاجي حفیظ الله اوډاکترنصرت الله وسیمي خور. دمرحوم سرمعلم مدراراله، الحاج اسدالله پردیس او مرحوم شاکرالله دتره لور.
دمرحوم مسرارالله ،مرحوم سرمعلم حدیق الله،مرحوم انورالله،انعام الله،اوشجاع الله وریندار.
دډاکټرحکمت الله سیال اووحدت الله سیال مور.
دالحاج داکټرالفت الله، ارواښادحاجي عمران اله،بختیارالله،همایون الله،بهشت الله،شوکت الله، قاري عظمت الله،خاکسارالله، انفارالله اوسهارالله دتره ښځه.
دانجنیروحیدالله سیال اوروحیدالله سیال نیا
دارواښادحاجي اسیرالله ،حاجي حمیدالله، ارواښاد معلم قدرت الله ملا مجیدالله اومحمدسلیم صراف او صدرت الله دتره دزوی میرمن.
د سیدنور علی شاه اودمرحوم سیدصابر علی شا پاچا دماما ښځه.
د پوهاند ډاکتر شریف الله نعمان اومرحوم سرمعلم نقیب الله دخورین میرمن. دانجنیرعاشق الله زلمي، کریم الله اوصابرالله ترور. دالحاج ماموررستم خان ،محمدانورجکړ،ملامحب الله خوشال، ډاکترنجیب الله خلیلي، سرمعلم شهاب الله، داکترممتاز ځوانمل ،عبدالوهاب دترورزي میرمن.
دانجنیرعطاالله چمتو ډاکترسیدنعمت الله سیدي ،څارنوال اسحاق اوحامدفخري خواښې. د مرحومې دمړینې له امله چې جنازه یې پخواخاوروته سپارل شوې، فاتحه اوخیرات مراسم يې د کورنۍ او خپلوانو لخوا د یوی ورځې لپاره اخيستل کيږي.
ټول دوستان او خپلوان دې خبر وي.
وخت:د دجمعې ورځ دلوې دمیاشتې 20مه نېټه د سهار د 8:00 څخه تر12:00 بجو پورې.
ادرس: جلال آباد ښار، څلورمه ناحيه، دیونیسیف دفتر ترڅنګ اودښځوفاتحه دارواښاد معلم مظهرالله په کورکې اخیستل کیږي.
اِنّا لِلّهِ وَاِنّا اِلَيْهِ رَاجِعُوْن°
07/02/2024
دجنازې خبرتیا
دارواښادمعلم مظهرالله میرمن،دارواښاد نعمت الله اخونزاده لور دحاجي حفیظ الله اوډاکترنصرت الله وسیمي خور ،دمرحوم مسرارالله ،مرحوم سرمعلم حدیق الله،مرحوم انورالله،انعام الله،اوشجاع الله وریندار
دډاکټرحکمت الله سیال اووحدت الله سیال مور،
دالحاج داکټرالفت الله، ارواښادحاجي عمران اله،بختیارالله،همایون الله،بهشت الله،شوکت الله، قاري عظمت الله،خاکسارالله، انفارالله اوسهارالله دتره ښځه
دانجنیروحیدالله سیال اوروحیدالله سیال نیا
دارواښادحاجي اسیرالله ،حاجي حمیدالله، ارواښاد معلم قدرت الله ملا مجیدالله اومحمدسلیم صراف دتره دزوی میرمن،
د سیدنور علی شاه اودمرحوم سیدصابر علی شا پاچا دماما ښځه،
دپوهاند ډاکتر شریف الله نعمان او مرحوم سرمعلم نقیب الله دخورین میرمن،دالحاج ماموررستم خان ،محمدانورجکر،ملامحب الله خوشال ډاکترنجیب الله خلیلي ،داکترممتاز ځوانمل او عبدالوهاب دترورزي میرمن،
د مرحوم سرمعلم مدرار الله، مرحوم شاکر الله او مرحوم اسد الله پردیس د کاکا لور، دانجنیرعاشق الله زلمي، کریم الله اوصابرالله ترور،
دانجنیرعطاالله چمتو ډاکترسیدنعمت الله سیدي ،څارنوال اسحاق اوحامدفخري خواښې په حق رسیدلې
د مرحومی بی بی جنازه یې نن چهار شنبه ددلوې دمیاشتې په اتلسمه نېټه لس بجې دخپل کور ( جلالاباد ښار زړې څارنوالۍ ) څخه اخیستل کیږي او په دوه بجې دروداتوولسوالۍ دحصارشاهي قریې ددربګي په هدیره کې ادا کيږي.
اِنّا لِلّهِ وَاِنّا اِلَيْهِ رَاجِعُوْن°
03/02/2024
رواني جګړه او د هغې مدیریت
په رواني جګړه کې مخالف لورې د ځانګړو تاکتیکونو په کارولو سره د خلکو په منځ کې داسې تبلیغات په لار اچوې تر څو د خلکو او حکومت تر منځ واټن پیدا کړې او شته باور ته زیان ورسوې، چې په دې تړاو مخالف لوری د خلکو د منفی احساساتو د پارولو هڅه کوې چې هغه په تدریجی ډول په باورونو او چلند منفی اغیز کوی.
د رواني جګړې د مدیریت او مخنیوی لپاره غوره او مؤثر غبرګون د حکومت لخوا د ځانګړو ستراتیژیو په کار اچولو سره د خلکو عمومی اذهان روښانه کوی او د خلکو د پوهاوي کچه لوړول شامل دې.
ددغه ستراتیژیو په پایله کې د ملت او حکومت تر منځ د اړیکو غښتلی کول، د باور او اعتماد فضا رامنځ ته کول، انتقادي فکر هڅول، او د ولسونو سره د حکومت لخوا د کره معلوماتو شریکول او د ولس ملاتړ تر لاسه کول ترڅو د ناسمو معلوماتو پر وړاندې ټول شموله مبارزه وشې خورا اړین دي.
برسیره پردې، د رواني مقاومت د روزنی میتود او پالیسۍ کارول کولی شي د خلکو سره مرسته وکړي چې د رواني جګړې د پارونکو تاکتیکونو د منفی اغیزو په وړاندې مؤثره او ځواب ویونکې مقاومت رامنځ ته شې.
د دې لپاره چې رواني جګړه ښه مدیریت کړل شې، اړینه ده ترڅو د ناسمو معلوماتو یا پروپاګند په دقت مطالعه، تشخیص او په سمه توګه و څیړل شې.
حکومتونه کولی شي د استخباراتې معلوماتو په راټولولو، د ټولنیزو رسنیو د څارنه، او د ارواپوهنې او د رواني جګړې د مدیریت کولو متخصصینو سره په همکارۍ او په دغه برخه کې د پانګونې له لارې د رواني جګړې ساینسي نقشه ترتیب او تحلیل شامل دی چګ.
همدارنګه د بیان ازادي د رواني جګړې په کنټرول او مخنیوي کې مهم رول لوبوي، چې په دې کې د حکومت لخوا د خلکو تر منځ د ازاد رسنیز بحثونو په لار اچول، د نظرونو تبادله او د کره معلوماتو خپرول کولاې شې ترڅو رغنده نیوکي کول و هڅول شې تر څو خلک وتوانیږې چې د لاسوهنې او واقعیت ترمنځ توپیر وکړاې شې.
د بیان ازادۍ د ناوړه یا ناسمو معلوماتو د خپرولو د مخنیوي لپاره زیات اهمیت لرې چې پرمټ یې کولای شو د ریښتینو او ناسمو معلوماتو تر منځ توپیر او د حکومت او خلکو ترمنځ د مسؤلانه اړیکو د جوړولو او د همغږۍ ډاډ ترلاسه شې.
رغنده نیوکه د رواني جګړې په مخنیوي کې خورا ارزښت لري او په ترتیب سره دغه پالیسې ازاد بحث یا ډیالوګ رامنځ ته کوې چې په پایله کې د ناسمو معلوماتو په پیژندلو کې کې ګټور تکامیږې او د حساب ورکولو کلتور ته وده ورکوي. د انتقادي تحلیلونو او فکري نظریاتو په وده ورکولو سره، رغنده انتقاد کولی شي د یوې لا باخبره او انعطاف وړ ټولنې سره مرسته وکړي، د لاسوهنې تاکتیکونو اغیز کم کړي.
دا چې د رواني جګړې په لار اچول د قدرت د تر لاسه کولو لپاره کارول کیږی ترڅو د ایډیالوژیکي توپیرونو او عامه افکارو باندې مطلوب اغیز وکړې نو له همدې امله د دغه راز جګړې د مخنیوي یا مدیریت کولو لپاره د بیان ازادی، د مثبت تفکر هڅولو ، انتقادي مهارتونو ته وده ورکول، او د خلکو په عامه پوهاوی برخو کې باید زیاته پانګونه وشې.
د رسمي ادرس څخه د خلکو سره د پر وخت، کره او ګټورو معلوماتو د شریکولو مرکزې سیستم فعالول کیلېدی رول لرې تر څو د کره معلوماتو په تر لاسه کولو سره د غلطو معلوماتو مخه ډپ شې چې په دې ترتیب د رواني جګړي هڅي د ناکامۍ ګړنګ ته لار مومې او ټولنه د ثبات پر لور خپل نورمال مزل کوی.
عامه پوهونه د خوشبختۍ رمز دې، راځئ چې په ټولنیزه کچه خپلې هڅي او نظریات همغږې کړو تر څو د رواني جګړې نړیوال ماهیت په نښه شې.
په درنښت،
سیال
01/02/2024
انسانانو ته د قران او نبوې احادیثو په رڼا کې لارښونه:
الله سبحان و تعالی په خپل مقدس کتاب قران مجید کې خپلو بندګانو ته د ده عبادت کول، د الله تعالی په نعمتونو شکر ادا کولو، ترحم او یو تر بله په نیک چلند کولو باندې ټینګار کوي.
الله تعالی مومنانو ته سپارښتنه کوي چې په قرآن مجید کې ذکر شوي لارښوونې تعقیب کړي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم تعلیمات زده کړې، ځکه چې دغه لارښوونې په پراخه کچه د ژوندانه اصول او ارزښتونه بیانوې، چې باید د پامه و نه غورځول شې.
لمړې د قران مجید لارښوني:
توحید: د الله تعالی په وحدانیت ټینګار کوي او د هغه سره د هر ډول شریک پیدا کولو څخه انکار.
لمونځ (عبادت): د پنځه وخته لمونځونو ادا کول د الله تعالی سره د معنوي ارتباط د ساتلو وسیله ده.
خیرات (زکات): په ټولنه کې ټولنیز عدالت او پیوستون ته وده ورکولو، د بې وزلو لاسنیوې کول.
روژه نیول: د روژې په میاشت کې د ځان د نظم، د بی وزله خلکو سره د خواخوږۍ او د انسانانو د روحاني پاکوالي لپاره روژه فرض کړې شوی ده.
حج: که چیرې مالي توان لرئ نو پکار ده چې په ژوند کې لږ تر لږه د یو ځل لپاره مکې ته د حج کولو لپاره تلل.
دوهم حضرت محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم تعلیمات د هغه په سنتو او احادیثو کې ورڅخه یادونه شوې:
مثالي کرکټر (غوره اخلاق): د الله رسول ته د غوره شخصیت صفت د هغه د فوق العاده سیرت او شخصیت له امله ورکړل شوی دی، چې په صداقت، مهربانۍ او عاجزۍ په څیر فضیلتونو متقې وو.
حدیث (بخاری) : په ایمان کې تر ټولو کامل مؤمن هغه دی چې د غوره اخلاق خاوند وي او په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې له خپلو ښځو سره ښه وي.
شفقت او ترحم: هغه د ټولو ژوندیو موجوداتو سره د رحم غوښتنه کوله او د نورو خلکو سره په مهربانۍ او خواخوږۍ سره چلند کوه.
حدیث (مسلم) : ما ستاسو په منځ کې دوه شیان پریښي دي، که تاسو یې په ټینګه ټینګ ونیسئ، نو له ما وروسته به هیڅکله ګمراه نه شئ: د الله کتاب او زما سنت.
عدالت: پیغمبر علیه السلام عدل او انصاف ته لومړیتوب ورکوه، پرته له دې چې د افرادو شالید هر څه وي، یعنې د د مساوي چلند هڅول.
ټولنه او ورورولي: د یوې پیاوړې او ملاتړې ټولنې په اهمیت ټینګار او د مومنانو ترمنځ د ورورګلوۍ او یووالي وده.
د علم زدکړه (د پوهې لټون): د ټول ژوند په اوږدو کې د علم او پوهې حاصلول.
په اصل کې، د قرآن مجید او د پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د لارښوونو موخه د افرادو او ټولنو لپاره د اخلاقي چوکاټ رامینځته کول او د خپل رب سره ژوره اړیکه ټینګول او د ژوند په ټولو اړخونو کې نیک چلند ته وده ورکول دي.
په درنښت،
سیال
01/02/2024
کله چې په یوه ټولنه کې روڼ اندي چوپتیا غوره کړي، نو دا د ټولنیز عقل د خرابوالي او د راتلونکي نسل لپاره د فکري بنسټ د کمزوري کولو احتمال زیاتوې.
په اصل کې د یوې ټولنې پایښت او درنښت د پوهانو په فعاله بوختیا، د ځوانانو په علمي او عملي روزنه او د رهبرۍ په اعتبار او وړتیا باندې تکیه کوي.
26/01/2024
سورة یونس :
د قران مجید په دغه مبارک سورة کې د مختلفو پیغمبرانو، په ځانګړې توګه د حضرت یونس په هکله خبري شوې دی.
سورة یونس د توحید د مفکورې، د مصیبتونو په وړاندې د صبر او د الهي لارښوونو او همدا راز د توبې او په آخرت کې د حساب د ورکولو په اهمیت ټینګار کوي.
د سورة یونس د تفسیر لنډیز :
د سورة یونس تفسیر کې د ایمان، استقامت او د الله د رحمت موضوعات په ډیره ښه بڼه روښانه شوی دې چې مومنان د اخلاقي او معنوي بصیرت په اهمیت پوه شې، ترڅو د عقیدې د سفر لار یې روښانه وې.
په درنښت،
سیال
21/01/2024
د سورة الناس پښتو ژباړه، مختصر پیغام او لنډ تفسیر
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
قُلۡ أَعُوذُ بِرَبِّ ٱلنَّاسِ. (اى نبي) ته ووایه: زه د خلقو په رب پورې پناه نیسم
مَلِكِ ٱلنَّاسِ. چې د خلقو بادشاه دى
إِلَٰهِ ٱلنَّاسِ. چې د خلقو (حقیقي) معبود دى
مِن شَرِّ ٱلۡوَسۡوَاسِ ٱلۡخَنَّاسِ. له شره د وسوسې اچوونكي، تښتېدونكي
ٱلَّذِي يُوَسۡوِسُ فِي صُدُورِ ٱلنَّاسِ. هغه چې د خلقو په سینو كې وسوسې اچوي
مِنَ ٱلۡجِنَّةِ وَٱلنَّاسِ. چی (دغه وسوسې اچوونكي) له پېریانو او انسانانو ځنې دي.
سورة الناس، د قرآن کریم ۱۱۴ او یو لنډ سورة دی چې شپږ آیتونه لري. د دې سورة اصلي پیغام د شیطان له شیطاني وسوسو څخه په الله تعالی پناه غوښتل او د شیطاني وسوسو د ناوړه اغیزو په وړاندې د الله سبحان و تعالی مرسته غوښتل دي. دا سورة د هر راز زیان رسونکو وسوسو او شکونو څخه د پناه اخیستو لپاره د الله تعالی په لور رجوع کول دی. یعنې اصلي موضوع د شیطان له وسوسو څخه د الله تعالی د پناه غوښتنه ده، کوم چې په ښکاره ډول خلک د ګناه کولو او له نیکې لارې څخه د انحراف لپاره هڅوي.
د سورة الناس تفسیر په ورځني ژوند کې د الله تعالی د پناه غوښتلو په اهمیت تمرکز کوي، او د منفي تاثیراتو په وړاندې د انساني طبیعت زیان او د دوامداره روحاني محافظت اړتیا په ګوته کوي. همدارنګه دغه سورة د هر ډول شر څخه د الله تعالی د ساتنې په لټه کې د یوې لنډې او تاثیر لرونکې دعا په توګه کار کوي.
په درنښت،
سیال