*بهاري سمستر د درسونو د پیل خبرتیا!!*
د کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ټولو برحال محصلینو ته خبر ورکول کېږي، چې د راتلونکي بهاري سمستر درسونه به له گرمسيرو پوهنتونونو سره هم مهال د چهارشنبې په ورځ، د روان ۱۴۰۴ لمريز کال د دلوې مياشتې پر ۱۵مه نېټه، چې د ۱۴۴۷ سپږميز کال د شعبان المعظم مياشتې له ۱۶مې نېټې سره برابره ده، رسماً پیل شي؛ نو پر همدې بنسټ د دې پوهنتون ټولو برحال محصلینو ته خبر ورکول کېږي، چې پر ټاکلې نېټه خپلو درسونو ته په منظم ډول حاضر شي.
Depart. of Forestry & Natural Resources, SJAU Kunar
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Depart. of Forestry & Natural Resources, SJAU Kunar, Public & Government Service, Salarbagh, Asadabad, Kunar, .
02/10/2025
سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د زارعت پوهنځي څلورم ټولگي محصلینو ته د کارموندنې مؤثرې لارې چارې تر سرليک لاندې يو ورځنی سېمينار دایر شو.
دغه روزنيز سېمينار چې د ياد پوهنځي د ځنگلپوهنې او طبيعي منابعو ديپارتمنت له لوري د پوهنتون مسلکي پرمختيا آمريت په همکارۍ جوړ شوی ؤ، لسگونو محصلينو په کې برخه لرله. پيل کې د ځنگلپوهنې او طبيعي منابعو د ديپارتمنت آمر پوهنيار شاهدالله امن په خپلو خبرو کې ياد سېمينار د محصلينو د ظرفيت لوړونې په برخه کې مهم وباله او له برخهوالو يې غوښتنه وکړه چې په خپل فعال گډون سره د سېمينار له ټولو مطالبو د مهارتونو په زياتونه کې پوره گټه واخلي. ورپسې د ياد ديپارتمنت استاد پوهنيار سيد رحمت الله سادات د دندې غوښتليک چمتو کولو، د دندې لټون وېبپاڼو او د مرکې مهارتونو په تړاو چمتو کړي معلومات وار په وار تشرېح کړل او همداراز يې د گډونوالو پوښتنې هم ځواب کړې.
د يادونې ده چې برخهوالو محصلينو د سېمينار پر دايرېدو خوښي وښوده او په راتلونکي کې يې د ورته نورو پروگرامونو د جوړېدو غوښتنه وکړه.
02/08/2025
خزاني سمستر د درسونو د پیل خبرتیا!
د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ټولو محصلینو ته خبر ورکول کېږي چې د روان لمريز کال د زمري پر ۱۱مه نېټه، چې نن د شنبې له ورځې سره برابره ده، د خزاني سمستر درسونه رسماً پیل شوي دي، نو گران محصلين دې په منظم ډول خپلو درسونو ته حاضر شي.
له ټولو محصلینو څخه هیله کېږي چې پر ټاکلې نېټه خپلو درسونو ته حاضر شي؛ د غیرحاضرۍ په صورت کې به د سوبتیا په کتاب کې ناسوب شمېرل کېږي او راتلونکی مسؤليت به يې خپل وي.
يادونه: د جدیدالشمول محصلانو د نوملیکنې بهیر به د درسونو له پيل سره سم، سر له نن څخه پيل او هممهاله به د درسونو په جريان کې ترسره کېږي.
02/08/2025
جدید الشمول محصلانو د نوملیکنې خبرتیا!
سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ته د ۱۴۰۴ لمریز کال په کانکور ازموينه کې بريالیو جدیدالشمول محصلينو ته خبر ورکول کېږي، چې د نوملیکنې لپاره دې، سر له نن(۱۱/۵/۱۴۰۴هــ . ش مطابق ۸/۲/۱۴۴۷هـــ . ق) څخه له ټاکل شوي مهالوېش سره سمه مراجعه وکړي.
پاملرنه: د نومليکنې پر مهال باید لاندې موارد په جدي توگه په پام کې ونيول شي:
1 - د بریالي محصل فزيکي شتون اړین دی.
2 - اصل تذکره چې د کانکور نومليکنه یې پرې کړي وي او د تذکرې دوه رنگه کاپي باید ولري.
3 - څلور قطعې (۳*۴) انځورونه، چی بکگراونډ یې سپين وي.
4 - خپل شهرت (نوم، پلار نوم او نيکه نوم) په انگليسي ژبه بايد په ليکلې بڼه له ځان سره ولري.
5 - هر محصل باید د دولسم ټولگي اسناد، فعال موبايل نمبر، ایمیل ادرس او ID نمبر ولري.
ټول جدید الشمول محصلان دې د پورته مواردو په نظر کې نیولو سره، په سالار باغ کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون اړوند د معلوماتي ټکنالوژۍ مرکز ته مراجعه وکړي.
02/04/2025
📢 د پاکې هوا اهمیت او د ککړتیا مخنیوی 🌿🌍
پاکه هوا زموږ د ژوند لپاره حیاتي ده! 🌬️ دا زموږ روغتیا ساتي، چاپېریال ته ګټه رسوي، او د اقلیم د توازن ساتلو کې مهم رول لري. خو بدبختانه، د هوا ککړتیا ورځ تر بلې زیاتېږي، چې د بشري روغتیا او طبیعي ایکوسیستمونو لپاره لوی ګواښ دی.
✋ د هوا ککړتیا زیانونه:
❌ د سږو او زړه ناروغۍ زیاتېږي 😷
❌ د ماشومانو وده متأثره کوي 🧒
❌ د اقلیم بدلون ته لاره هواروي 🌡️
❌ د نباتاتو او څارویو ژوند ته زیان رسوي 🌱🐦
🔍 د هوا د ککړتیا مهمې سرچینې:
🏭 د فابریکو دود او زهرجن ګازونه
🚗 د موټرو، بسونو، او موټرسایکلونو لوګی
🔥 د سکرو، لرګیو، او کثافاتو سوځول
🏠 د کورونو او صنایعو له طرفه د کیمیاوي موادو کارول
✅ د پاکې هوا ساتلو حل لارې:
🌳 ډېرې ونې وکرو، ځکه چې ونې کاربن ډای اکسایډ جذبوي
🚲 د عامه ترانسپورت، بایسکل، او پیاده تګ څخه ګټه واخلو
⚡ د انرژۍ پاکې سرچینې (لمر، باد، او اوبه) وکاروو
🛑 د غیر ضروري کیمیاوي موادو او پلاستیک کارول محدود کړو
🏭 د فابریکو او وسایطو د ککړتیا کمولو لپاره مقررات عملي کړو
💚 راځئ، د پاکې هوا لپاره یو ځای کار وکړو! 💨🌱
تا سو هم خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړئ! 👇
کاپي: پوهنيار سيد رحمت الله سادات
29/03/2025
✨ د اوبو ساتنه – زموږ مسؤلیت، زموږ راتلونکی! 🌍💧
اوبه د ژوند سرچینه ده، خو متأسفانه، زموږ د ناسمې استفادې او ککړتیا له امله د پاکو اوبو سرچینې کمېږي. راځئ، چې د اوبو ارزښت درک کړو او د راتلونکو نسلونو لپاره یې وساتو.
✅ ولې د اوبو ساتنه مهمه ده؟
🔹 اوبه زموږ د ژوند، کرنې او صنعت اساسي اړتیا ده.
🔹 د پاکو اوبو کمښت کولی شي د ناروغیو، وچکالۍ او اقتصادي ستونزو لامل شي.
🔹 د اقلیمي بدلونونو له امله د اوبو سرچینې له خطر سره مخ دي.
✅ څنګه کولای شو اوبه وساتو؟
💧 د اوبو بې ځایه مصرف مه کوئ – د نل بندول عادت کړئ.
💧 د باران اوبو راټولولو ته اهمیت ورکړئ.
💧 د ککړتیا مخنیوی وکړئ – د کیمیاوي موادو او کثافاتو اچول په اوبو کې مه کوئ.
💧 د اوبو مؤثره کارونه وکړئ – د اوبو سپموونکي وسایل وکاروئ.
💡 یوه قطره اوبه، یو ژوند ژغوري!
راځئ، د خپل چاپېریال ساتنه وکړو او د راتلونکو نسلونو لپاره پاکې اوبه خوندي وساتو. دا پیغام له خپلو ملګرو سره شریک کړئ او د اوبو ساتنې لپاره اقدام وکړئ! 💙♻️
#مسؤلیت
24/03/2025
د ځنګلونو، اوبو او پاکې هوا اهمیت اړوند د نړۍ والو ورځو په پار علمي سیمینار دایر شو.
د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت او د محصلینو انسجام امریت له لورې د کرنې پوهنځي په همغږۍ سره درې مهمې نړۍ والې ورځې ولمانځل شوی، یاده غونډه د لوړو زده کړو وزارت په لارښوونه ترسره شوه، چې په کې د پوهنتون رهبري، د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو، استادانو، محصلینو او د اړوندو سکتوري ادارو میلمنو ګډون وکړ. غونډه د پوهنتون رئیس شیخ عبد المالک محسن په افتتاحي وینا سره پیل اود غونډې پر مهال، د کرنې پوهنځي استادانو هر یو پوهنیار شاهدالله امن د ځنګلونو ارزښت او ساتنې، پوهنمل دوکتور امین الله نورزی د اوبو ارزښت، ورپېښ ګواښونو او ساتنې، او پوهنیار سید رحمت الله سادات د پاکې هوا اهميت په اړه مختلف موضوعاتو په اړه ارزښتناک علمي او تخنیکي معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل.
د غونډې وینا والو د ځنګلونو، اوبو او اقلیم اهمیت، ننګونو، او د هغوئ د مدیریت پر لارو چارو هراړخیزه رڼا واچوله، او ګډونوالو ته یې د اړوندو ستونزو د حل لپاره لازمې سپارښتنې وکړی.
غونډه د محصلینو د انسجام امر ښاغلي مطیع الله مسرور له لوري د دعايي کلماتو په ویلو سره پای ته ورسېده.
راځئ، د خپل چاپېریال ساتنې ته ژمن واوسو، او د راتلونکو نسلونو لپاره یو زرغون او پاک طبیعت پریږدو! 🌿💧🌎
03/03/2025
نن، د وحشي ژويو/حیات وحش نړېواله ورځ (World Wildlife Day) یو ښه فرصت دی چې د وحشي حیواناتو ارزښت، ساتنه، او د هغوی د بقا لپاره هڅې خلکو ته وروپېژنو.
۱. د دې ورځې ارزښت:
دا ورځ د ملګرو ملتونو لخوا د وحشی ژویو/ حیات وحش ارزښت ته د خلکو د پام رااړولو لپاره ټاکل شوې. چې د ۲۰۲۵ کال شعار په خلکو او سیاره کې پانګونې تر عنوان لاندې لمانځل کېږي.
۲. د وحشي ژويو/ حیات وحش اهمیت:
وحشي ژوي د ایکوسیستم د توازن ساتلو کې مهم رول لري، له حیواناتو پرته، طبیعي چاپېریال به زیانمن شي او ځینې حیوانات د ورکېدو له خطر سره مخ کيدای شي، نو باید ساتنه یې وکړو.
۳. د وحشي ژويو ساتنه:
د ښکار، ناقانونه سوداګرۍ، او د طبیعي استوګنځایونو ویجاړېدل، د اقليم بدلونونه، وچکالۍ ، د ځنګلونو لمنځه تلل، د طبيعي ځایونو ښاري کیدل، د حیات وحش لپاره ستر ګواښونه دي.
د ساتنې لپاره د عامه پوهاوي زیاتوالی، د قانون پلي کېدل، او د چاپېریال ساتنه اړینه ده.
۴. د افغانستان د وحشي ژويو ارزښت:
افغانستان یو شمېر نایابه ژوي لري، لکه واورین پړانګ، وحشي وزې، لیوان، او ځینې مرغان چې تر ۱۰۰ زیات ډولونه يې د ورکیدو په حال کې دي، ددې د بقا لپاره باید طبیعي استوګنځایونه وساتل شي.
نوټ:
"د وحشي ژويو ساتنه یوازې د دولت مسؤلیت نه دی، بلکې زموږ هر یوه مسؤلیت دی. راځئ، طبیعت ته درناوی وکړو او د راتلونکو نسلونو لپاره یې وساتو!"
26/02/2025
د ځنګلپوهنې او طبيعي سرچينو ديپارتمنت د استادانو له خوا په بدخشان پوهنتون کې د افغانستان سياحتي جاذبو په ملي کنفرانس کې خپره شوې مقاله
26/02/2025
د ځنګلپوهنې او طبيعي سرچينو ديپارتمنت د استادانو له خوا په پکتيا پوهنتون کې د افغانستان اقتصاد ملي کنفرانس کې کې خپره شوې مقاله
26/02/2025
د ځنګلپوهنې او طبيعي سرچينو ديپارتمنت د استادانو له خوا په اند علمي او څېړنيزه مجله کې خپره شوې مقاله
26/02/2025
د ځنګلپوهنې او طبيعي سرچينو ديپارتمنت استادانو له خوا په اند علمي او څېړنيزه مجله کې خپره شوې مقاله
