Watan Media HD

Watan Media HD

Share

News Agency Thư Ký Luật Sư Nguyễn Thành Trung- Tiếp nhận hồ sơ và xử lý thu hồi vốn treo, tiền bị lừa đảo trên không gian mạng.

06/04/2026

د متحده عربي اماراتو لومړي وزیر او د دوبۍ واکمن شیخ محمد بن راشد آل مکتوم په لارښوونه، د «دوبۍ بشري سازمان» له افغانستان سره د روغتیا نړیوال سازمان، بې‌پولې ډاکټرانو او د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) له خوا د حیاتي طبي مرستو د لېږد لپاره اسانتیاوې برابرې کړې دي

02/04/2026

د امریکا ولسمشر Donald Trump ویلي دي چې په ایران کې دوه ځله د رژیم بدلون شوی دی، او اوس متحده ایالات له یوې «درېیمې ډلې» چارواکو سره تعامل کوي

24/01/2026

د لارو بندېدو له امله په مستعمیره پښتونخوا کې د چاپ خونو فعالیت دورل شوی !

23/01/2026

بد خبرې د افغان کډوالو لسګونه موټرونه په واورو کې بند پتې دي 😭

#خبرونه

#تازه

22/01/2026

اسلام‌اباد – د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف خبرداری ورکړی، چې هېواد یې د افغانستان او هند له‌ خوا د ګډ برید له ګواښ سره مخ دی.

نوموړي ویلي، که څه هم افغانستان ځان د پاکستان دوست ښيي، خو په عمل کې یې دا خبره نه ده ثابته کړې.

اصف ټینګار کړی، چې افغانستان او هند له پاکستان سره رښتینولي نه کوي او د پاکستان دښمنانو ته ځای ورکوي.

بل‌ خوا اسلامي امارت د پاکستاني چارواکو دا ډول ادعاوې بیا بیا رد کړې دي او ویلي یې دي، چې د پاکستان ناامني د دغه هېواد خپله کورنۍ ستونزه ده او افغانستان به هېڅکله د کوم هېواد پر ضد خپله خاوره ونه کاروي

21/01/2026

کابل – اریانا افغان هوايي شرکت اعلان کړی، چې د یوې بوینګ ۷۳۷ الوتکې د پېرلو لپاره د داوطلبۍ بهیر پیلوي.

د یاد شرکت د خبرپاڼې له مخې، له ټولو هغو شرکتونو غوښتنه شوې، چې پر شرایطو برابر وي، تر څو د ټاکل شويو تدارکاتي اصولو او شرایطو په رعایت کولو سره په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

اریانا افغان ویلي، چې دا داوطلبۍ د شرکت د پراختیايي پلانونو په چوکاټ کې ترسره کېږي او موخه یې د الوتکو د بیړۍ پیاوړتیا ده

21/01/2026

ټرمپ وایې موږ باید د بګرام پوځې اډه نه وای پرېښې !

21/01/2026

تازه او ښه خبر افغانستان او بنګله دېش د درملو د سوداګرۍ دپراختیا پر نوو لارو خبرې کوي !

#خبرونه #تازه

20/01/2026

کابل – د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني مشر رحمت‌ الله نبیل ادعا کړې، چې د کابل ښار په شهرنو سیمه کې پر یوه چینایي رستورانت شوی برید د داع،ش ډلې له‌ خوا او د پاکستان په همغږۍ ترسره شوی دی.

نبیل ویلي، د یاد بر.ید پلان د داعش د مشر خالد المنات له‌ خوا د پاکستان د نوشهرې په سیمه کې جوړ شوی او نوموړی له پاکستاني استخباراتي ادارو سره اړیکې لري.

د هغه په وینا، په همدې سیمه کې د داعش لسګونه غړي د ورته بر.یدونو لپاره روزل شوي دي.

له بلې خوا، داع.ش خر.اسان څانګې د یاد برید مسوولیت منلی دی.

یاد بر.ید پرون مازدیګر شوی، چې له امله یې د یوه چینایي وګړي په ګډون لږ تر لږه ۷ کسان وژ.ل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي

20/01/2026

کابل – رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د داع.ش ډلې د کابل ښار د شهرنو په سیمه کې د چینایي مسلمانانو او افغانانو پر یوه ګډ رستورانت د بر.ید مسوولیت منلی دی.

د راپور له مخې، دغه چاو.دنه تېره ورځ (دوشنبه) شاوخوا درې بجې رامنځته شوې، چې له امله یې د یوه چینایي وګړي په ګډون اووه کسان و.ژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

تر دې وړاندې اسلامي امارت ویلي وو، چې په پېښه کې افغانان او یو چینایي وګړی و.ژل شوي او د پېښې د څرنګوالي په اړه یې پلټنې پیل کړې دي

20/01/2026

کابل – د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د کابل ښار په شهرنو سیمه کې د چینایانو پر رستورانت شوی برید په کلکو ټکو غندلی دی.

نوموړي د یاد برید د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي او غمشریکي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې د ژر رغېدو هیله او دعا کړې ده.

په ورته وخت کې، د دغې پېښې مسوولیت د داعش خراسان څانګې منلی او چینایانو ته یې د مرګ‌ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

خو اسلامي امارت وایي، په یاد برید کې د یوه چینایي وګړي په ګډون شپږ افغانان وژل شوي او څو نور کسان ټپیان دي

Want your business to be the top-listed Government Service in Khost?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Website

Address


Arab
Khost
00000