دفتر مطبوعاتی مقام ولایت لوگر

دفتر مطبوعاتی مقام ولایت لوگر

Share

دا پاڼه د لوګر ولایت مقام د خبرتیاوو، راپورونو او فعالیتونو د خپرولو او د لوګر ولایت د لاسته راوړنو د انعکاس په موخه رامنځته شوې ده.

Photos from ‎دفتر مطبوعاتی مقام ولایت لوگر ‎'s post 11/06/2026

برکي‌برک ولسوالۍ کې د نږدې «۱۰کیلومتره» سړک ساختماني چارې «۲۵فیصده» کاري پرمختګ لري

ذوالحجې_۲۵مه_پنج‌شنبه

د لوګر ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي نورالله «حکمت» له یو‌شمېر تخنیکي انجینرانو سره په ګډه، د برکي‌برک ولسوالۍ له بازار څخه تر شیخ‌خېل کلي پورې د «۹.۷۹۵» کیلومتره سړک د اسفالټ کولو پروژې له روانو چارو څخه لیدنه او ارزونه وکړه.

د تخنیکي انجینرانو د ارزونې له مخې، د یادې پروژې رغنیزې چارې په نورمال ډول پرمخ روانې دي او تر دې دمه «۲۵٪» کاري پرمختګ لري.

د لوګر ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي نورالله «حکمت» د قراردادي شرکت انجینرانو ته د کار د کیفیت د لا ښه والي او د شته نیمګړتیاوو د سمدستي حل لپاره لازمې لارښوونې وکړې.

همدارنګه د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس د قراردادي شرکت کارکوونکو او مسؤلو انجینرانو ته په جدي توګه هدایت وکړ چې د کار کیفیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

ښاغلي «حکمت» په ټینګار سره له هغوی څخه وغوښتل چې یاده پروژه باید په قرارداد کې د ذکر شوي کیفیت، کمیت او ټاکل شوي وخت سره سم بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د لوګر ولایت مقام د مطبوعاتو او عامه اړیکو لوی مدیریت

11/06/2026

د لوګر مرستیال والي د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو پر چټکتیا ټینګار وکړ

ذوالحجې_۲۵مه_پنج‌شنبه

نن له غرمې مخکې د لوګر د مرستيال والي، الحاج شېخ انعام‌الله «صلاح‌الدین» په مشرۍ د ځمکو د غصب د مخنيوي او غصب شوو ځمکو د تثبیت او تشخیص د تخنيکي پلاوي «کمېسیون» میاشتنۍ غونډه ترسره شوه.

د غونډې په پیل کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئيس او په لوګر کې د یاد کمېسیون د تخنيکي پلاوي مشر، د ترسره شویو عمده کړنو، سروې ګانو او لاسته راوړنو په تړاو ګډونوالو ته بشپړ معلومات ورکړل.

نوموړي وویل، د تخنيکي پلاوي لخوا د غصب شویو ځمکو یو شمېر بېلابېلې دوسیې په بشپړ ډول څېړل شوې، حقوقي پړاوونه یې بشپړ او د وروستیو پرېکړو او اجراآتو لپاره مرکزي کمېسیون ته لېږل شوې دي؛ دغه راز په پاتې نورو دوسیو باندې هم په جدي توګه کار روان دی‌.

د ځمکو د غصب د مخنيوي او د امارتي ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون غړو ډاډ ورکړل، چې له ټولو اړوندو ادارو سره په همغږۍ به دغه ملي پروسه په پوره دقت او روڼتیا پر مخ وړي.

د لوګر مرستیال والي، الحاج شېخ انعام‌الله «صلاح‌الدین» په خپلو خبرو کې د یاد کمېسیون د غړو د کړنو او فعالیتونو ستاینه وکړه او د کارونو له څرنګوالي څخه یې خوښي څرګنده کړه.

د‌ لوګر مرستیال والي ټینګار وکړ، چې په ولایت کې د غصب شویو دولتي ځمکو د بېرته راګرځولو لپاره باید د کمېسیون فعالیتونه نور هم چټک او ګړندي شي.

الحاج شېخ انعام‌الله «صلاح‌الدین» همدارنګه مسوولینو ته جدي لارښوونه وکړه، چې د مرکز پل‌علم اړوند په ځینو سیمو کې د هر ډول خپل‌سرو تصرفاتو مخه ونیسي.

ښاغلي «صلاح‌الدین» په پای کې د کمېسیون غړو ته د خپلو چارو د ښه پرمختګ لپاره د ولایت د مقام لخوا د هر راز اداري او امنیتي همکاريو پوره ډاډ ورکړ.

د‌ لوګر ولایت مقام د مطبوعاتو او عامه اړیکو لوی مدیریت

11/06/2026

د لوګر د مرستیال والي الحاج شیخ انعام‌الله «صلاح‌الدین» په مشرۍ اداري غونډه جوړه شوه

ذوالحجې_۲۵_پنج‌شنبه

پرون له غرمې مخکې د لوګر ولایت اداري غونډه د لوګر د مرستیال والي الحاج شیخ انعام‌الله «صلاح‌الدین» په مشرۍ، د دفتر رئیس مولوي زین‌الله «زیدان» او د لوګر ولایت د دوهمې واحدونو د مسؤولينو په حضور کې جوړه شوه.

غونډه د قرآن‌عظیم‌الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د لوګر ولايت مقام د دفتر رئيس مولوي زین‌الله «زیدان» له‌خوا د غونډې اجنډا بیان او د تېرې ادارې غونډې د پرېکړو او تصمیمونو په اړه په تفصیل سره خبرې او د ګډونوالو نظریات، وړاندیزونه او څرګندونې واوریدل شوي.

ورپسې د لوګر مرستيال والي الحاج شیخ انعام‌الله «صلاح‌الدین» د اداري مجلس پر مهال د دولتي ادارو ترمنځ د ښه همغږۍ، انکشافي پروژو د مؤثر تطبیق، اداري شفافیت او خلکو ته د غوره خدماتو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ.

ښاغلي «صلاح‌الدین» د ادارو مسؤولینو ته په خطاب کې وویل:«خلکو ته مخلصانه خدمت، د دندې په ترسره کولو کې امانت‌داري، او د اداري اصولو او قوانینو رعایت زموږ تر ټولو مهم مسؤلیتونه دي. د لوګر ولایت مقام چمتو ده چې د دولتي چارو د چټکتیا او ښه‌والي لپاره هر اړخیزه همکاري وکړي.»

مرستیال والي همداراز له ټولو مسؤلینو وغوښتل، چې له ژمنتیا، دلسوزۍ او انضباط سره، د اسلامي حکومت د موخو او د خلکو د هوساینې په لور مؤثر ګامونه پورته کړي.

یادو مسؤولینو هر یو د نن ورځې د اجنډا پر موضوعاتو خبرې وکړی او د خپلو رسمي چارو پر وړاندې يې شته ستونزې، غوښتنې او ننګونې هم مطرح کړی.

غونډه د لوګر ولايت د استيناف محکمې رئيس شیخ محمد ګلاب «فاروقي» په دعایه پای ته ورسېده.

د لوګر ولايت مقام د مطبوعاتو او عامه اړیکو لوی مديریت

11/06/2026

د کانونو د ساتنې کمېټې غونډه د لوګر د مرستیال والي په مشرۍ ترسره شوه

ذوالحجې_۲۵مه_پنج‌شنبه

پرون له غرمې مخکې د لوګر د مرستیال والي الحاج شیخ انعام‌الله «صلاح‌الدین» په مشرۍ، د کانونو د ساتنې او حفاظت کمېټې غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د لوګر د مرستیال والي ترڅنګ، د کانونو رئیس مولوي سیف‌الله «حنفي» او د یو شمېر نورو ادارو مسوولینو او استازو ګډون کړی و.

غونډه د قرآن‌الکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه؛ ورپسې د کانونو رئیس مولوي سیف‌الله «حنفي» وویل:«الحمدلله په لوګر ولایت کې د ادارو ترمنځ ښه همغږي شتون لري او د کانونو د قاچاق پوره مخنیوی شوی دی.»نوموړي همدارنګه د خپل ریاست د کړنو او د کانونو د خوندیتوب په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې په لوګر کې د کانونو د منظم استخراج لپاره مهم ګامونه اخیستل شوي دي.

ښاغلي «حنفي» ډاډ ورکړ چې د کانونو ریاست هېچا ته اجازه نه ورکوي چې په غیرقانوني ډول کانونه وباسي او یا یې قاچاق ته زمینه برابره کړي.

د لوګر مرستیال والي الحاج شیخ انعام‌الله «صلاح‌الدين» وویل، افغانستان د کانونو له پلوه یو بډایه هېواد دی؛ هغه زیاته کړه چې اوسنی ډاډمن امنیت د کانونو د استخراج لپاره ښه فرصت برابر کړی دی.

د لوګر مرستیال والي پر کورنیو پانګوالو او سوداګرو غږ وکړ چې په دې برخه کې پانګونه وکړي، ترڅو ولس ته د کار زمینه برابره او د هېواد په پرمختګ کې برخه واخلي.

الحاج شیخ انعام‌الله «صلاح‌الدین» زیاته کړه چې کانونه الهي نعمتونه دي او افغانان باید په سمه توګه ګټه ترې پورته کړي، همدا راز نظام مکلف دی چې د کانونو د استخراج په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي.

په پای کې د امنیتي او استخباراتي ارګانونو مسوولینو د کانونو له ریاست سره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

دغه‌راز په دې غونډه کې د کانونو د لا ښه خوندیتوب په موخه د نظرونو تبادله هم وشوه.

د لوګر ولایت مقام د مطبوعاتو او عامه اړیکو لوی مدیریت

11/06/2026

د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د ازرې ولسوالۍ د ستونزو د حل په موخه د جوړې شوې کمېټې نوبتي غونډه دایر شوه

ذوالحجې_۲۵مه_پنج‌شنبه

یاده غونډه د لوګر د مرستیال والي الحاج شېخ انعام‌الله «صلاح‌الدین» په مشرۍ ترسره شوه، چې په‌کې د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو، کلیو بیا رغونې او پراختیا، مخابراتو، اوبو او انرژۍ، ارشاد، حج او اوقافو، عامې روغتیا او پوهنې ریاستونو مسوولینو ګډون کړی وو.

په غونډه کې د لوګر مرستیال والي الحاج شیخ انعام‌الله «صلاح‌الدین» اړوندو مسوولینو ته جدي لارښوونه وکړه، چې د ازرې ولسوالۍ د ستونزو د هواري او خدماتو رسولو پروسې ته باید پوره چټکتیا ورکړل شي.

مرستیال والي زیاته کړه چې دغه اقدامات د فرضي کرښې ته څېرمه او سرحدي ولسوالیو له ولسونو سره د مشرتابه «حفظه‌الله» د ځانګړې پاملرنې او مهربانۍ ښکارندویي کوي.

د یادونې وړ ده چې په نږدې ورځو کې به په دغه ولسوالۍ کې د یو شمېر پروژو عملي کارونه په رسمي ډول پیل شي. د دغو نویو کارونو ترڅنګ، له دې وړاندې هم په سیمه کې د ځینو حیاتي پروژو چارې پیل شوې وې چې اوس‌مهال جریان لري.

د لوګر ولایت مقام د مطبوعاتو او عامه اړیکو لوی مدیریت

10/06/2026

اعلان کاریابی

ذوالحجه_۲۴_چهارشنبه

ریاست پوهنتون لوگر به تعداد «۱» بست رتبه «۵ لابرانت پوهنځي تعلیم و تربیه» خویش را جهت سپردن کار به اهل کار از طریق رقابت‌آزاد به اعلان سپرده‌است بنابر آن از افراد واجد شرایط خواسته می‌شود که جهت خانه‌پوری فورم درخواستی‌ الی «۱۰ روز کاری» به مدیریت عمومی امور کارکنان ریاست پوهنتون لوگر مراجعه کنند.

آدرس: کارته‌ی مامورین ساحه‌ی شیروازه.

شماره تماس: ۰۷۷۱۰۴۲۶۸۵

بااحترام

مدیریت عمومی مطبوعات و روابط‌عامه مقام ولایت

08/06/2026

د لوګر ولایت د درنو اوسېدونکو د پام وړ!

نن په ۱۱:۰۰ بجې د لوګر ولایت د امنیې قومندانۍ د انجینرۍ ټیم لخوا د «شېروازې» په سیمه کې پخواني پاتې شوي چاودېدونکي توکي له منځه وړل کېږي.

هیله ده سیمه‌ییز خلک په دې اړه هېڅ ډول تشویش او اندېښنه ونه کړي.

07/06/2026

د لوګر په خروار ولسوالۍ کې د ۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوه کانال د جوړولو چارې پیل شوې

ذوالحجې_۲۱مه_یک‌شنبه

یاد کانال د خروار ولسوالۍ اړوند د «بخشي کلا» په سیمه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې او د «اکشن‌ایډ» موسسې په مالي ملاتړ جوړیږي، چې د چارو په بشپړېدو سره د سیمې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه په منظم ډول خړوبه شي.

د یاد کانال د پرانیستلو په مراسمو کې د خروار ولسوال، مولوي محمدایوب «خادم» په خپله وینا کې د یادې پروژې په پیل کېدو خوښي څرګنده کړه او د سیمې له اوسېدونکو یې وغوښتل چې د کارونو په ښه والي او ساتنه کې بشپړه همکاري وکړي.

ښاغلي «خادم» زیاته کړه چې د خروار سیمه‌ییزه اداره ژمنه ده ترڅو د خلکو ستونزو ته پر وخت رسېدګي وکړي او سیمې ته د نورو پرمختیایي پروژو د جلبولو په برخه کې خپلې هڅې جاري وساتي.

د لوګر د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس، مولوي نورالله «حکمت» وویل چې دغه کانال «۲۰۰» متره اوږدوالی لري او د جوړولو چارې به یې د «۲.۵» میلیونه افغانیو په لګښت د یوې میاشتې په موده کې بشپړې شي.

د ښاغلي «حکمت» په خبره؛ د دې پروژې له بشپړېدو سره به سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه، د اوبو د ضایع کېدو مخه به ونیول شي او همدا راز به د سیمې نږدې ۵۰۰ کورنۍ ترې ګټه پورته کړي.

د لوګر ولایت مقام د مطبوعاتو او عامه اړیکو لوی مدیریت

07/06/2026

خبرتیا!

ذوالحجې_۲۱مه_یک‌شنبه

موضوع: د هوايي مدافعې په رشتو کې د کانکور ازموینې لپاره د نوم لیکنې خبرتیا!

د لوګر ولایت ټولو په شرایطو برابرو ځوانانو، د دولسمو ټولګیو فارغانو او درنو اوسېدونکو ته خبر ورکول کېږي، چې د ملي دفاع وزارت د هوايي پوهنتون د هوايي مدافعې په رشتو کې د نویو محصلینو د جذب او نوم لیکنې پروسه پیل شوې ده.

د نوم لیکنې شرایط:

د فراغت سند: کاندید باید د دولسم «۱۲» ټولګي فارغ وي.

د نمرو معیار: د درې کلنو «۱۰، ۱۱ او ۱۲ ټولګیو» د نمرو په کچه «فیصدي» له «۷۵٪» څخه کمه نه وي.

د مراجعې وخت او ځای: داوطلبان کولای شي د ۱۴۰۵/۰۳/۱۲ نېټې څخه تر ۱۴۰۵/۰۴/۱۰ نېټې پورې د نوم لیکنې د پړاوونو د بشپړولو لپاره د لوګر ولایت د جلب او جذب قوماندانۍ ته مراجعه وکړي.

په درنښت

د لوګر ولایت مقام د مطبوعاتو او عامه اړیکو لوی مدیریت

07/06/2026

د لوګر د پوهنې ریاست د ۱۶ خالي بستونو د ګومارنې ازموینه واخیستل شوه

ذوالحجې_۲۱مه_یک‌شنبه

د لوګر ولایت د پوهنې ریاست اړوند د «۱۶» خالي اداري او مسلکي بستونو د ډکولو په موخه د آزادې سیالۍ ازموینه واخیستل شوه.

د یادې ازموینې د پیل په مراسمو کې د ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي زین‌الله «زیدان»، د پوهنې رئیس الحاج مولوي ګل ولي متقي او د ازموینې کمېټې غړو ګډون کړی و.

په دغو مراسمو کې د ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي زین‌الله «زیدان» د وینا پر مهال وویل، چې د نظام تګلاره په ادارو کې د اهل او په کار پوهو کسانو ګومارل دي. هغه زیاته کړه، چې دا ډول ازموینې ځوانانو ته د کار زمینه برابروي او په دولتي ادارو کې د روڼتیا او د خلکو د باور د زیاتوالي لامل ګرځي.

دا تحریري ازموینه د ولایت مقام، اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او د پوهنې ریاست د ګډې کمېټې له لوري په خورا منظم او روښانه ډول د حضرت عبدالله ابن مسعود «رض» په جامع جومات کې واخیستل شوه.

په دغه پروسه کې د «۸۲۲» تنو په شرایطو برابرو او شارټ لېست شویو نوماندانو ترمنځ سیالي وشوه. له دې ډلې به «۱۶» تنه بریالي او د لوړو نومرو لرونکي کسان په روښانه او عادلانه توګه غوره او د مرکز او ولسوالیو د پوهنې په آمریتونو کې د اداري او مسلکي غړو په توګه پر دندو وګومارل شي.

د لوګر د پوهنې رئیس الحاج مولوي ګل ولي «متقي» ګډونوالو ته د ازموینې د بشپړې روڼتیا ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې د ګومارنې پروسه په پوره روڼتیا ترسره کېږي او هرچا ته به د هغوی د لیاقت او ازموینې د پاڼې «پارچې» له مخې خپل حق ورکول کېږي.

د یادونې وړ ده، چې د مرکز او ولسوالیو د پوهنې آمریتونو لپاره د اداري او مسلکي غړو دا بستونه په نږدې وخت کې د پوهنې وزارت له لوري منظور شوي دي، چې په ډکولو سره به یې د پوهنې د آمریتونو د اداري او مسلکي کارکوونکو د کمښت ستونزه په بشپړه توګه هواره شي.

د لوګر ولایت مقام د مطبوعاتو او عامه اړیکو لوی مدیریت

Want your business to be the top-listed Government Service?

Website