AFGEmbassy-UAE

AFGEmbassy-UAE

Share

په ابوظبي کې د افغانستان لوى سفارت رسمي پاڼه
The Official Account of the Afghanistan Embassy in Abu Dhabi

Ministry of Foreign Affairs - Afghanistan (@MoFA_Afg) on X 28/03/2026

https://x.com/mofa_afg/status/2037912142683251195?s=46&t=rsTcjxFjBjfA-4O6btweJw

وزير خارجية إمارة أفغانستان الإسلامية يبحث هاتفياً مع نائب رئيس مجلس الوزراء وزير خارجية دولة الإمارات العربية المتحدة🇦🇪 مستجدات الأوضاع الإقليمية والقضايا الثنائية ذات الاهتمام المشترك.

Ministry of Foreign Affairs - Afghanistan (@MoFA_Afg) on X

08/03/2026

په ابوظبي کې د ا.ا.ا. لوی سفارت په کوربه هېواد کې مېشتو درنو هېوادوالو او خپلو مراجعینو ته خبر ورکوي، چې د نوموړي سفارت چارې او قونسلي خدمتونه به سر له سبا (دوشنبه) د روان زیږدیز کال 2026/03/09 څخه په نورمال ډول پیل شي.
له ټولو درنو مراجعینو څخه په درنښت هیله کېږي، چې د خپلو اړوندو کارونو د ترسره کولو لپاره د سفارت د رسمي کاري وختونو په نظر کې نیولو سره سفارت ته مراجعه وکړي.
په درنښت
په ابوظبي کې د ا.ا.ا. لوی سفارت

01/03/2026

په ابوظبي کې د ا.ا.ا. سفارت په اماراتو کې مېشتو درنو هېوادوالو او خپلو مراجعینو ته خبر ورکوي، چې تر بلې خبرتیا پورې به د نوموړي سفارت چارې او قونسلي خدمتونه ځنډېدلي وي.

په متحده عربي اماراتو کې مېشت هېوادوال دې د ځانگړو حالاتو په برخه کې د کوربه هېواد رسمي ادرسونه او خپرې شوې لارښوونې وڅاري.
د جدي اړتیا په صورت کې د سفارت په لاندې شمېرو، واټساپ او برېښنالیک اړیکه ونیسئ:

+971 54 397 0603
+971 52 907 0552
[email protected]

11/02/2026

نن په ابوظبي کې د ا.ا.ا. له سفیر ښاغلي مولوي بدرالدین حقاني سره د افغانستان اسلامي امارت د ملي المپیک او بدني روزنې کمېټې رییس ښاغلي مولوي احمد الله وثیق وکتل.

دواړو لوریو د افغانستان او متحده عربي اماراتو تر منځ د لوبیزو اړیکو پر پیاوړتیا او دوه اړخیزو همکاریو بحث او خبرې وکړې، چې د ښاغلي سفیر له اړخه په کوربه هېواد کې د همغږۍ په موخه د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرگند شو.

Photos from AFGEmbassy-UAE's post 11/02/2026

په متحده عربي اماراتو کې د ا.ا.ا. سفير ښاغلي مولوي بدرالدين حقاني د ابوظبي ملي هوایي شرکت اتحاد، د سوداگریزو او پراختیایي چارو له پلاوي سره، د ښاغلي راحیل صدیق په مشرۍ، ناسته وکړه.

په ناسته کې د اتحاد شرکت چارواکو، کابل ته له ابوظبي د پروازونو، چې د مارچ په ۲۸مه پیلېږي، د الوتنو مهالوېش، ترانسپورټي اسانتیاوو او د کابل او ابوظبي تر منځ د هوایي تگ راتگ په اړه معلومات وړاندې کړل.

د اتحاد شرکت چارواکو وویل اتحاد اوسمهال ۹۹ ښارونو ته الوت لري او ژمنه یې وکړه، چې د کابل او ابوظبي تر منځ الوتنې به د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداگريزو اړیکو د پیاوړتیا سربېره له نړۍ سره د تگ راتگ په پراختیا کې هم اغېزمن رول ولري.

ښاغلي سفیر کابل ته د ابوظبي د ملي هوایي شرکت د الوتنو له پیل خوښي وښوده، ټینگار یې وکړ، چې د مسافرو لپاره دې هر اړخیزه اسانتياوې رامنځ ته شي، په ځانگړې توگه د ټکټونو او د سفر اړوندو لگښتونو د کمښت چارو ته دې ځانگړې پاملرنه وشي.

Photos from AFGEmbassy-UAE's post 14/01/2026

په متحده عربي اماراتو کې د ا.ا.ا. سفير مولوي بدرالدين حقاني د ابوظبي دولتي شرکت "اتحاد" د امنیتي چارو رییس محترم عمر سعید المعمري سره وکتل.
‏په دې ناسته کې افغانستان ته د ابوظبي دولتي شرکت "اتحاد" د الوتنو په پیل خبرې وشوې. ښاغلي المعمري د "اتحاد" د الوتنو په اړه معلومات وړاندې کړل او ډاډ یې څرگند کړ، چې په نيزدې راتلونکې کې به د "اتحاد" الوتنې منظمې پیل شي.
‏ښاغلي سفیر وویل، کابل ته د "اتحاد" د الوتنو پیل به د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې لاپیاوړې کړي او د دواړو هېوادونو د سوداگریزې راکړې ورکړې او تگ راتگ کچې په پراختیا کې به مهم رول ولوبوي.

Photos from AFGEmbassy-UAE's post 03/11/2025

‏په متحده عربي اماراتو کې د ا.ا.ا. سفير مولوي بدرالدين حقاني په کوربه هېواد کې له يو شمير مېشتو افغان قومي مشرانو او د بېلابېلو سوداگريزو کمپنیو له مسوولینو سره وکتل.
‏په دې ناسته کې ښاغلي سفير د گډونوالو ستونزې واوريدې او د حل په لارو چارو يې گډ بحث وشو او ښاغلي حقاني له خپله اړخه د پوره همکاری اطمنان ورکړ.
‏د مجلس ګډونوالو په ابوظبي کې د ا‌.ا.ا. د سفارت له سالمې رهبرۍ، په ځانگړې توگه د ښاغلې سفیر له خدمتونو او د سفارت له اړخه په وخت د دوی ستونزو ته له رسيدنې ستاينه او مننه وکړه.

30/10/2025

‏په متحده عربي اماراتو کې د ا.ا.ا. سفیر مولوي بدرالدین حقاني د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې له ځانگړي استازي ښاغلي گیلس برټرینډ سره وکتل.

‏په دې کتنه کې د سیاسي، اقتصادي او سیمه‌یزو اړیکو په پیاوړتیا او هم د متقابلو همکاریو پر پراختیا بحث وشو.

‏په ورته مهال، دواړو لورو د سیمې د ثبات لپاره د گډو همکاریو پر اهمیت هم ټینگار درلود.

Photos from AFGEmbassy-UAE's post 04/09/2025

‏په ابوظبي کې د ا.ا.ا لوی سفارت له لوري د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې له امله د رامنځ ته شوې غمیزې په پار د تعزیت کتاب د پرانیستې مراسم ترسره شول، چې په کوربه هېواد کې د گڼ شمېر سفارتونو سیاسي استازو او ډیپلوماټانو په دې مراسمو کې گډون وکړ او خپل د غمرازۍ مراتب یې ثبت کړل.
‏د افغانستان ا.ا.ا سفیر مولوي بدرالدین حقاني د رامنځته شوې زلزلې د تلفاتو په اړه گډونوالو ته معلومات ورکړل او د هغوی د راتگ او غمشریکۍ منندویي یې وکړه.

Want your business to be the top-listed Government Service in Abu Dhabi?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Address


شارع الشيخ راشد بن سعيد آل مكتوم (شارع المطار القديم)، فيلا 26، قطعة W02/59/، منطقة السفارات
Abu Dhabi

Opening Hours

Monday 08:30 - 14:30
Tuesday 08:30 - 14:30
Wednesday 08:30 - 14:30
Thursday 08:30 - 14:30
Friday 08:30 - 12:30