Afghan Online Educational Academy

Afghan Online Educational Academy

Share

د علم ذده کړه په هر نارینه او ښځینه باندی فرض ده راځې چې دا فرض ادا کړو

17/07/2023
Photos from Afghan Online Educational Academy 's post 18/03/2023

د افغان انلاین تعلیمي اکاډمۍ د دریمې دورې د فارغینو سندونه ټول ته دې مبارک وي .
ټرینینګ نوم: معلوماتی تکنالوژي
وخت: ۱۷ ورځني

09/02/2023

یو بل زرین چانس

* سلامونه او احترامات:*
د افغان انلاین تعلیمي اکاډمۍ د راتلونکې نوې علمي برنامې اړوند ځينې ځانګړې معلومات له تاسې سره شريک کوي:

*تدريس موضوع:*
بازار او بازارموندنه (Market and Marketing)

*نوم ليکنې موده:*
ثبت نام : 1401/11/20نیټې څخه تر 1401/11/24 جريان لري.

*تدريسي پلان:*
څلور ورځنې آنلاين زده کړه؛ څلور لیکچره

*تدريس تګلاره:*
غږيز ډول د درس تشريح ارايه کيږي، درسي مواد سلايډونه يا هم pdf په بڼه هر لکچر تاسې سره شريکيږي؛ امکان دی ولري چي د ویډیو په شکل هم وړاندي شي.
20 دقيقې د پوښتنو لپاره وخت درکوو تر څو د پوښتنو اړوند ګروپ AOA Questions Group کې پوښتنې وکړئ او د هغې وروسته خپل ځوابونه ترلاسه کړې.

• درسي مهال ويش:*
سه شنبه ، چهارشنبه، پنج شنبه، جمعه ؛ د سهار 10 بجي

*اساينمنټ يا پروژه:*
د ليکچر اړوند یو اساينمنټ درسپارو، چې مجموع کې اساينمنټ 20 شل نومرې لري.
کورنۍ دنده docx او pdf په بڼه د اکاډمۍ عمومي وټساپ شمارې ته ليږل کيږي، او د هغې له مخې رجسټريشن نمبر توزیع کېږي تر څو په امتحان کې د شموليت حق ترلاسه کړئ؛ او درالیږلو په وخت کې خپل نوم او د پلارنوم په انګليسي ژبه د اکاډمۍ عمومي وتساف شمیرې ته راولیږئ.
د کورنۍ دندی تاریخ به درته د لیکچر په جریان کې اعلان شي
*امتحان اړوند:*
د امتحان لپاره لومړی شرط د کورنۍ دندو سپارل دي ځکه چې رجسټريشن نمبر د کورنۍ دندې په اساس توزيع کېږي.
امتحان به د دوشنبې په ورځ 27/11/1401 د ماسپیښن 2:00 PM په انلاين بڼه د ګوګل فورم د لارې اخيستل کيږي؛ امتحان څلور ځوابه 35 پوښتنې دي، مجموع کې 70 نومرې لري، 10 نومرې د حاضرۍ، صنفي اصولو رعايت او ليوالتيا له کبله ورکول کيږي.

*تصديق اړوند:*
برياليو زده کوونکو ته QR کوډ لرونکي معتبر اسناد ورکول کيږي.
نتیجه به د سه شنبي په ورځ د دماسپیښن دوه بجې اعلانیږې.

*اکاډمۍ وټساپ شمېره:* *93707579009*
=======================
که چیرته غواړي چې په ټرینیګ کې ګډون وکړي نو لاندي لینک باندی کلیک وکړی ترڅو د ټرینیګ په ګروپ کې ایډ شی.

23/01/2023

*سلامونه او درنښت !*
د AOA اکاډمۍ ټولو علمي اشخاصو او ګرانو ګډنوالو ته ښه راغلاست وايو، خدای دې وکړي چې ټول به روغ او جوړ یاست.
*انجینر دین محمد دیندار د افغان انلاین اکاډمۍ بنسټګر یم، غواړم چې د نوموې اکاډمۍ په اړه تاسو سره معلومات شریک کړم.

*د افغان انلاین تعلیمي اکاډمۍ پيژندنه:*
د افغان انلاین تعلیمي اکاډمي يوه خپلواکه، هراړخیزه، او د ځوان نسل روزنکي تعلیمي انلاین برنامه ده چې د ځوانانو د ظرفيت لوړونې په برخه کې ستر نقش لوبوي.
دغه اکاډمي وياړ لري چې په ټولنه کې د ځوانانو او مسلکي اشخاصو لخوا د مثبتو او هر اړخیزو برنامو د وړاندې کولو په پار خپلې هلې ځلې کوي.
د افغان انلاین اکاډمي د علم او ادب مينوالو، محصلانو، مديرانو، انجېنرانو، استاذانو، او په ټوله کې د هرې برخې زده کړیالانو ته؛ د تخنيکي، اجتماعي، اداري، او نورو مهارتونو د لوړاوي او د يو غوره علمي چاپيريال د رامنځته کېدا په موخه تاسيس شوې ده.

*. د تعقيب وړ اهداف:*
زمونږ اکاډمي په ټوله کې د هیواد په کچه د ځوان نسل لپاره د هر اړخیزه مهارتونو د ترلاسه کولو په پار هڅې کوي.

زمونږ اکاډمي لاندې اهداف لري:

▪️د علمي فرصتونو شريکول.
▪️د علمي او مسلکي کدرونو رهنمايي کول.
▪️د علمي سهولتونو رامنځته کول.
▪️د ځوان نسل سالمه روزنه .
▪️انساني ،بشري، تخنيکي ، اداري، اقتصادي مهارتونو ته وده ورکول.
▪️د تخنیکي، اجتماعي، عامه اړیکو اقتصاد او نورو برخو محصلينو لپاره د ظرفیت لوړونې علمي برنامو جوړول.

د اکاډۍ ماموريت او لرليد
*ماموریت (Mission):* دافغان انلاین تعلیمي برنامې ماموريت دادی چې د خپلو هیوادوالو لپاره د اوسنۍ پرمختللي ټولنې غوره معيارونه وړاندې کړي او د شته مسلکي، وړ او پوه اشخاصو د وړتياوو او تجربو څخه هېوادوالو ته غوره خدمات وړاندې کړو.

*لرلید(Vision):*
دافغان انلاين تعلیمې برنامې لرلید دادی چې د ځوان نسل لپاره د علمي ظرفيت لوړونې په برخه کې کار وکړي.
د افغان انلاین تعلیمي اکاډمي به تل هڅه کوي چې د انلاين برنامو په وړاندې کولو کې د علمي کدرونو، د پوهنتون استاذانو، د دولتي او غیر دولتي ادارو دمربوطه برخو منیجرانو ، د مسلکې ټرینرانو او باتجربه اشخاصو په ملاتړ ستاسی لپاره د ظرفیت لوړونې هراړخیزې برنامې تنظیم کړو؛ تر څو د ځوانانو د پرمختګ او د علمي ودې باعث شي.

*زمونږ پلان شوي روزنيز پروګرامونه:*
▪️د پروژي مدیریت، د دفتر مدیریت، Constraction Management, د اقتصاد مسلکي زده کړه.
▪️شخصيت جوړونه، مفاهیمه، د انجینري د ټولو برخو لکه Civil, Water Supply, Electrical, Solar System, او مهندسي انجینرې د برخي سافټویرونه او نورو برخو مسلکې ټرینګونه .
▪️د (سي. وي) ليکلو او کاري مرکې لارښود.
▪️د عامه اړیکو برخه، ویناوالۍ برخه، د استاذانو لپاره د لارښود برخه، د سکالرشیپونو په برخه کې او دانګلسي ژبې ځینې ټرينګونه په پام کې لري.

*نوټ:* پورته ټول روزنيز پروګرامونه به د مسلکې کدرونو د خپلو زياتو وظيفوي مصروفیتونو ترڅنګ تاسي ته د يو ملي احساس له مخې وړاندې شي.

*په ډیر درنښت او درناوي*

*د لا زياتو معلوماتو لپاره د اکاډمۍ د وتساف ګروپ سره يوځاي شي
Follow this link to join my WhatsApp group: https://chat.whatsapp.com/CYAMi5AL361Lj1X5aP9ciX

*اکاډمۍ وټساپ رسمي شمیره * +93707579009

AOA Online Traning Group 21/01/2023

که غواړي چې د یو مسلکي cv لیکنې او کاري مرکې په اصولو او قوانینو ځان خبر کړي نو لاندي وتساف ګروپ جاین کړي ترڅو په ټرینیګ کې په انلاین شکل ګډون وکړي او په پاي کې یو معتبره سند ترلاسه کړي.
انجینر دین محمد دیندار
د افغان انلاین اکاډومۍ ریس
Follow this link to join my WhatsApp group:

AOA Online Traning Group WhatsApp Group Invite

Want your business to be the top-listed Government Service in Asadabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address


Kunar Asadabad
Asadabad
2801