24/05/2026
د کونړ ولایت د عامې روغتیا ریس د ۱۴۰۴ کال عمده لاسته راوړنو په اړه خبري کنفرانس ورکړه او لاسته راوړنې یي شریکې کړې.
نیټه: ۱۴۴۷/۱۲/۷-۱۴۰۵/۳/۳
د کونړ ولایت د عامې روغتیا ریس محترم قاري مظفرخان مخلص د ۱۴۰۴ کال په جریان کې د زیربنايي پروژو ، د روغتیایي مرکزونو د ایجاد ، خدماتو د وړاندې کولو او نورو برخو لپاره د منظور شوې تقریبا مبلغ ۱۱۳۴ میلیون افغانیو تدارک او مصرف په اړه خبرې کنفرانس او پریزینټیشن ورکړه.
په دغه مراسمو کې د کونړ مرستیال والې ، مخابراتو او اقتصاد ریسانو ، د شرقي زون د عامې روغتیا ریسانو او نماینده ګانو ، د ملي او نړیوالو روغتیایي موسساتو مسولینو ، خیریه بنسټونو ، قومي مشرانو، د روغتیا د ډګر کارمندانو ، رسنیو او نورو حضور درلوده.
د عامه اړیکو او نشراتو څانګه
24/05/2026
د کونړ ولایت د عامې روغتیا ریاست لخوا هغه ادارات او کارکوونکې چې د مرګونې زلزلې د زخمیانو په تداوي او ریفر کې مرسته کړې وه وستایل شول.
نیټه: ۱۴۴۷/۱۲/۷-۱۴۰۵/۳/۳
داچې څو میاشتي مخکې د کونړ ولایت د نورګل او څوکۍ ولسوالۍ مرګونې زلزلې متضرر کړې او په زرهاو تنه پکې شهیدان او ټپیان شوي وو.
څرنګه چې ددغه عاجلې واقعې د زخمیانو د تداوي او ریفر په برخه کې د هیواد او خاصتاً د شرقي زون په کچه مختلفو ملي او نړیوالو روغتیایي موسساتو ، د عامې روغتیا ریاستونو ، تجارانو، خیریه بنسټونو او نورو همکاري وکړه او د عاجلې واقعي په کنترول کې پوره همکاري وکړه.
نو د کونړ ولایت د عامې روغتیا ریاست لخوا د عامې روغتیا محترم وزارت په تائید د ټولو همکارو اداراتو ، عامې روغتیا ریاست کارمندانو او اشخاصو لپاره ستاینلیکونه برابر کړل.
چې نن ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د کونړ مرستیال والي محترم مولوي عبدالله (ح ق ا ن ي) ، د کونړ ولایت د عامې روغتیا ریس محترم قاري مظفرخان مخلص او نورو مشرانو په لاسونو ورکړل شول.
په دغه مراسمو کې د کونړ مرستیال والې ، مخابراتو او اقتصاد ریسانو ، د شرقي زون د عامې روغتیا ریسانو او نماینده ګانو ، د ملي او نړیوالو روغتیایي موسساتو مسولینو ، خیریه بنسټونو ، قومي مشرانو، د روغتیا د ډګر کارمندانو ، رسنیو او نورو حضور درلوده.
د عامه اړیکو او نشراتو څانګه
23/05/2026
د کانګو ناروغۍ په اړه د حیواناتو منډيانو کې تقریباً ۱۵۰۰ تنو ته روغتیایي تعلیمات او اګاهې ورکړل شوه.
نیټه: ۱۴۴۷/۱۲/۶-۱۴۰۵/۳/۲
داچې لوي اختر راتلونکې دې نو د کونړ ولایت د عامې روغتیا ریاست د خپل وظیفوې مسولیت له مخې د ارتقاء صحت مسول داکتر اجمل فضلي او د ساري ناروغیو د کنترول مسول داکتر ویس الدین او نور اړوند ټيم د کانګو ناروغۍ څخه د مخنیوي په خاطر د تیري پنجشنبې ورځې څخه کمپاین پیل کړې چې دغه کمپاین په واسطه د مرکز اسعداباد او خاص کنړ ولسوالۍ د څارویو د خرڅلاو په منډيانو کې تقریباً ۱۵۰۰ تنو ته د یادې ناروغۍ په اړه عامه پوهاوې شوې او همدارنګه په ساحه کې ددغه ناروغۍ په اړه دعامه پوهاوي تبلیغاتي مواد په زیاته اندازه توزیع شویدي.
د عامه اړیکو او نشراتو څانګه
23/05/2026
د اسهالاتو څخه د مخنیوي په خاطر د خاص کنړ ولسوالۍ په مختلفو قریو کې ۳۵ څاګانې کلورونیشن وشو، ۷۰۰ تنو ته عامه پوهاوې او ۱۵۰۰ کلچې صابون توزیع شو.
نيته:۱۴۰۵/۳/۲ مطابق ۱۴۴۷/۱۲/۶
داچې د خاص کنړ ولسوالۍ په ځینو قریو کې د اسهالاتو د ناروغانو تعداد زیات شوې وو نو پدې اساس د کونړ ولایت د عامې روغتیا ریاست په مشرۍ ، د هیلت نیټ او د یونیسف محترمو اداراتو په همکارۍ د نوموړې ولسوالۍ په مختلفو قریو کې په ۳۵ څاګانو کې کلورونیشن وشو ، ۷۰۰ تنو ته د ددغه ناروغۍ د مخنیوي په اړه عامه پوهاوې وشو او همدارنګه ۱۵۰۰ کلچې د لاس مینځلو صابون توزیع شو.
د عامه اړیکو او نشراتو څانګه
21/05/2026
د مرکز اسعداباد اړوند سالار باغ په ساحه کې د عبدالله ابن عباس مدرسه کې کلنیکي سکبیس ۳۷ تنه ناروغان تداوي شول.
نيته:۱۴۰۵/۲/۳۱ مطابق ۱۴۴۷/۱۲/۴
داچې د مرکز اړوند د سالار باغ په ساحه کې د عبدالله ابن عباس مدرسه کې د کلینیکي سکبیس اوټ بریک راپور شریک شوي وو چې د تحقیق لپاره د عامې روغتیا ریاست او هیلت نیټ موسیسې لخوا ټیم تعین او ساحې ته ولیږل شو چې ټیم په ساحه کې ۳۷ تنه سراپا ناروغان وکتل چې په کلینیکي سکبیس اخته وو تداوي شول او همدارنګه یي ۲۰۰ تنو ته روغتیایي تعلیمات ورکړل.
د عامه اړیکو او نشراتو څانګه
21/05/2026
د سرکانو ولسوالۍ د مسلم اباد په ساحه کې د غذايي تصمم ۶ تنه ناروغان تداوي شول.
نیټه: ۱۴۴۷/۱۲/۴-۱۴۰۵/۲/۳۱
داچې د سرکانو ولسوالۍ د مسلم اباد په کلي کې د غذایي تصمم ۶ تنه ناروغان پیداشوي وو یاد ناروغان د عامې روغتیا ریاست د امبولانس امریت لخوا ولایتي روغتون ته د تداوي لپاره انتقال شو.
په روغتون کې لازمه درملنه وشوه.
د عامه اړیکو او نشراتو څانګه
21/05/2026
د څوکۍ ولسوالۍ د بابړو په ساحه کې د لیوني سپي داړل شوي ۴۲ تنه ناروغان تداوي او واکسین کړل شو.
نیټه: ۱۴۴۷/۱۲/۴-۱۴۰۵/۲/۳۱
داچې د څوکۍ ولسوالۍ د بابړو په کلي کې لیوني سپي ۴۲ تنه داړلي وو د کونړ ولایت د عامې روغتیا ریاست د ټیم لخوا دغه ایمرجنسي ته ټیم ولیږل شو ټول داړل شوې ناروغان يي د څوکۍ ولسوالۍ د کچې روغتون کې تداوي کړل او همدارنګه ورته د ربیس واکسین تطبیق شول او د ټیم لخوا ورته د وقايي اړوند هدایات ورکړل شو.
د عامه اړیکو او نشراتو څانګه
21/05/2026
د کانګو ناروغۍ په اړه د حیواناتو منډيې کې روغتیایي تعلیمات وشول او همدارنګه حیواناتو دواپاشې ترسره شوه.
نیټه: ۱۴۴۷/۱۲/۴-۱۴۰۵/۲/۳۱
داچې لوي اختر راتلونکې دې نو د کونړ ولایت د عامې روغتیا ریاست د خپل وظیفوې مسولیت له مخې د کانګو ناروغۍ څخه د مخنیوي په خاطر کمپاین پیل کړه چې نن ورځ مرکز اسعداباد کې د څارویو د خرڅلاو په منډيي کې تقریباً ۵۰۰ تنو ته د یادې ناروغۍ په اړه عامه پوهاوې وشو او د کرنې او مالدارۍ محترم ریاست په همکارۍ حیوانات د کانګو ناروغۍ انتقالوونکو حشرو د مخنیوي په خاطر دواپاشي شول.
د عامه اړیکو او نشراتو څانګه
20/05/2026
د چیناري فرعې روغتیایي مرکز څخه ګډ نظارت ترسره شو.
نیټه: ۱۴۴۷/۱۲/۳-۱۴۰۵/۲/۳۰
د کونړ ولایت د عامې روغتیا ریاست د نظارتي پلان له مخې د کونړ ولایت د عامې روغتیا ریاست د معاون محترم متخصص داکتر شفیع الله احمدزې په مشرۍ د تطبیق کوونکې (پی یو ای ایم اۍ) موسسې نماینده او د فني هيئت په ملتیا د څوکۍ ولسوالۍ اړوند د چیناري فرعې روغتیایي مرکز څخه ګډ نظارت ترسره کړه.
د کلینیک د مختلفو برخو څخه هر اړخيزه ليدنې وکړې ، راجسترونه وکتل شو ، نظارتي ملي چکلیست ترې ډک شو د نظارت په جريان کې چې کومې ستونزې ليست شوې وې هغه چې په کلینیک کې د حل وړ وې پرسونل ته يي د عاجل حل هدايت وشو او کومې ستونزې چې د کلینیک په صلاحیتونو کې نه وې لیست شوې چې د حل په موخه به د تطبیق کوونکې موسسې سره شریک شي.
د عامه اړیکو او نشراتو څانګه
20/05/2026
کونړ ولایت د مرکز د خصوصي طبي سکتور څخه نظارت ترسره شو.
نیټه : ۱۴۴۷/۱۲/۳ مطابق ۱۴۰۴/۲/۳۰
د کونړ ولایت د عامې روغتیا ریاست د نظارتي پلان له مخې دڅارنې او پلټنې امریت دڅارنې ټیم په مرکز دوهمې ناحیه کې د خصوصي طبي سکتور څخه نظارت ترسره کړه چې د نظارت په جریان کې ۷ بابه درملتونونو او غاښونو د کلینیکونو څخه نظارت ترسره شوه ۸ قلمه تاریخ تیر درمل چې وزن یي ۱۰ کیلوګرامه کیږي راجمع شول او همدارنګه ۲ بابه د غاښونو کلینیکونه د جواز د نه تمدید او مسلکي شخص د نه شتون له کبله مهر لاک شول.
دعامواړیکو اونشراتو څانګه