06/02/2026
غوجلایزیشن
غوجلایزیشن په غوجله د یوې انساني ټولنې بدلولو ته وايي. طالبانو همدا اوس د افغانستان ټولنه په شدت سره مخ په غوجل کولو روانه کړې ده. داسې یوه غوجل چې امن به په کې وي، خو نوره به نه په کې پوهنه وي، نه د انساني ژوند شرایط، نه رڼا او نه پاکه هوا. د دغې غوجلې ټول اوسېدونکي به د طالبي فکر په ميخطبیلو پورې تړلي وي او په اخورونو کې به د منځنیو پېړیو په کونجاړو شخوند وهي. هرڅوک چې د غوجلایزیشن په وړاندې غږ پورته کوي، هغه به تکفیر کیږي. په نړۍ کې اته میلیارده انسانان مخ پورته روان دي، خو طالبانو د افغانستان ټولنه مخ کښته تاترین دوزخ ته روانه کړې ده.
پښتانه په شدت سره مذبذب، ډارن، بې ارادې او دوه زړي دي. یو خوا مدني او انساني ژوند دی، بله خوا د طالبانو ډار، تکفیر او د جنت دعوې. طالبانو وکولای شول، چې په پښتنو باندې ځانونه د خدای استازي قبول کړي، خپل تور امارت له شریعت سره مترادف کړي او روښانفکري، قانونمندي، زدکړه، عصري پوهنه، پرمختګ او د اجتماعي شعور بیداري کفر وګڼي. په پنځهکلن تکفیر کې د پښتنو په لاشعور کې یو شک را پیدا شوی دی، چې که دوی انساني ژوند غواړي، اساسي قانون وغواړي، ښځې انسانانې وګڼي، خپل ملي بیرغ او ازادي وغواړي، نو هسې نه چې کافران به شي او له جنته به محروم شي. د شک دغه چینجي حتی تحصیلکرده پښتانه چې په اروپا کې اوسیږي، هم د طالبانو خوا ته ورمات کړل. ځینې خلقیان، پرچمیان او غله و فاسد لېبرالان هم په ښکاره د پښتونولۍ د عقدې له مخې خو پټ د تکفیر له ډاره طالبان شول او ځینو خو داسې وګڼله چې ګواکې طالبان به پاکستان سره جنګ وکړي، حال دا چې طالبان په خپل هر کار کې اوس هم د پاکستان له استخباراتو څخه فرمان اخلي. د افغانستان نور قومونه دا مشکل نه لري، هغوی مدني فکر کوي او له ملایانو پرته هم پوهیږي، چې اصلي اسلام هغه نه دی چې طالبان یې وايي. هغوی روښانه خلک دي او اخر به خپل ځان له دې غوجلې څخه وباسي. مصیبت ټول په پښتنو دی، چې د دوزخ له ډاره په طالب غولیدلي دي او د تکفیر له ډاره یې ټولو انساني ارزښتونو ته شا اړولې ده، حتی په اروپا کې ناست باسوادان هم وايي، بلا ورپسې جینکۍ او ښځې دې درس نه وايي ، مکتبونه او پوهنتونونه دې بند وي، خو طالبان ښه دي، جنګ نهشته، ټول پښتو وايي او د پاکستان په ضد جنګیږي. نور نو د دوی په نظر د افغانستان خلک هسې هم درس و پاکي و قانون او مدني ژوند نه غواړي همداسې خیرن، شډل، عقب مانده او بې سواده خوشحاله دي.
د غوجلایزیشن بدترین حالت دا دی، چې پښتانه ویده، بېخبره، تیاره، خرافاتي او په تپو تیارو کې ډوب دي، له یوې خوا روښنفکرانو ته وايي خو خلک راویښ کړئ او له بلې خوا کله چې روښانفکران او دعقل و علم طرفداران د ملایانو او طالبانو په ضد څه ووایي نو همدا خلک ورته د کافر، غربي او څه و څه نومونه اخلي. پښتانه به ډير شي، خو دومره به ډېر شي، لکه پاده بیا به د طالبانو په تنګه او تیاره غوجل کې هم نه ځاییږي. نور قومونه چې مدنیت او انساني ژوند غواړي، ټول له غوجلایزیشن څخه په تېښته دي.
16/09/2024
د ولسمشر غني د حکومت لوړې او ژورې
ولسمشر محمد اشرف غني په داسې مهال واک ته ورسېد چې افغانستان په یو کلېوالي او ملکلطوایفی سیستم کې بند پاتې و. هر زورواکي په خپل سیمه کې ځانته پاچاهي درلوده، او مرکزي حکومت د هغوی د تسلط تر اغېز لاندې و. د پخواني ولسمشر حامد کرزي پر مهال، د افغانستان حکومت له واکه بې برخې شوی و، او یوازې د باج ورکولو او معاملاتو په وسیله اداره کېده. په داسې حالت کې، غني هڅه وکړه چې هېواد له دغه وضعیت څخه وباسي او هره برخه یې تر یوه منظم مدیریتي سیسټم لاندې راولي.
۱. د زورواکو مدیریت
ولسمشر غني په خپل لومړي قدم کې هڅه وکړه چې زورواکان تر کنټرول لاندې راولي او هغوی ته د قانون تابعیت ور زده کړي. د هغه پر وړاندې لویه ننګونه دا وه چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې سیمیز پاچاهان شتون درلود، خو غني یو سیستماتیک سیسټم رامنځته کړ چې د دې زورواکو واک محدود کړي. هغه د حکومتي ارګانونو پر بنسټ د نظم او قانون د پلي کولو لپاره یو نوی سیسټم رامنځته کړ، چې د مرکزي حکومت واک یې لا پیاوړی کړ.
۲. د ټاپي پروژې پیل
ولسمشر غني د ټاپي نړيواله پروژه پیل کړه، چې دا پروژه د افغانستان لپاره د سیمې د انرژۍ د لیږد لپاره یو مهم ګام و. ټاپي د ترکمنستان ګاز له لارې افغانستان، پاکستان او هند ته رسوي. دا پروژه نه یوازې د افغانستان اقتصاد ته ګټه ورسوله، بلکې د سیمې هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره هم یو مهم ګام و. ولسمشر غني د دې سترې پروژې پیل او عملي کېدو ته ځانګړې پاملرنه وکړه.
۳. د سلما بند بشپړول
د سلما بند، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په دوره کې د ایران د مخالفت له امله ځنډېدلی و، د غني په دوره کې پای ته ورسېد. دا بند د افغانستان لپاره یو ستر اقتصادي پروژه وه چې د هرات ولایت د اوبو او برښنا لپاره حیاتي ارزښت لري. ولسمشر غني د دې بند کارونه بېرته پیل کړل او په پای کې یې بریالي پایله ترلاسه کړه، چې د اوبو مدیریت او د برښنا تولید لپاره یو لوی پرمختګ و.
۴. د کمال خان بند پای ته رسول
د کمال خان بند، چې د ایران د مستقیمو مداخلاتو له امله د ځنډ او خنډ سره مخ شوی و، د ولسمشر غني په وخت کې پیل او په بریالیتوب پای ته ورسېد. دا پروژه د نیمروز ولایت لپاره حیاتي اهمیت لرله او د دې بند بشپړیدو سره د افغانستان د اوبو منابعو کنټرول په لاس کې اخیستل یو ستر بری و. غني په خپلو هڅو سره وکولای شو چې د ګاونډیو هېوادونو د اغېزو مخه ونیسي او د افغانستان د اوبو مدیریت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
۵. د اوبو مدیریت او د بندونو جوړول
ولسمشر غني په خپل حکومت کې د اوبو مدیریت ته ځانګړې پاملرنه وکړه. هغه دا درک کړه چې د افغانستان راتلونکی اقتصادي پرمختګ د اوبو پر منظم کنټرول او ساتنه پورې تړلی دی. له همدې امله، غني د هېواد په بیلابیلو برخو کې د بندونو جوړولو ته لومړیتوب ورکړ، څو افغانان د خپلو اوبو پر کنټرول وپوهیږي او له دې منابعو څخه په موثره توګه ګټه پورته کړي.
۶. د کابل ښاري سیستم پراختیا
ولسمشر غني د کابل ښار د ودانیزو چارو او عصري کولو لپاره هڅې وکړې. هغه د کابل د زاړه سیستم پر ځای بلاکي او منظم سیسټم ته لاره هواره کړه، چې په دې کې د ښار د پراختیا او د خلکو د ژوند اسانتیاوو ته ځانګړې پاملرنه وشوه. د کابل ښاري سیستم د نوي او مدرن شکل په لور د حرکت په برخه کې د غني هڅې د افغانستان د ودانیزو چارو په برخه کې یو مهم ګام و.
۷. د ګمرکاتو ډیجیتلایزیشن
د ګمرکاتو د ډیجیتل سیسټم بنسټ د ولسمشر غني په دوره کې کېښودل شو، چې موخه یې د وارداتو او صادراتو مدیریت او د فساد مخنیوی و. که څه هم فساد په بشپړ ډول ختم نشو، خو د ډیجیتلایزیشن له امله یې د فساد کچه راټیټه کړه او د ګمرکاتو سیستم یې شفاف او معیاري کړ.
۸. د ترانسپورت او ټرانزیټ مدیریت
د ترانسپورت او ټرانزیټ په برخه کې هم ولسمشر غني د مهمو بدلونونو هڅه وکړه. هغه د ریل پټلۍ سیستم ته پراختیا ورکړه او د افغانستان د تجارتي لارې چارې پراخې شوې، چې له دې لارې افغانستان وتوانېد چې له پاکستان پرته نورو هېوادونو سره هم اقتصادي اړیکې ولري او د اقتصادي مجبوریتونو د مخنیوي لپاره نوې لارې چارې پيدا کړي.
۹. د پاکستان اقتصادي انحصار پای ته رسول
ولسمشر غني په خپلې دوره کې هڅه وکړه چې افغانستان د پاکستان د اقتصادي انحصار څخه خلاص کړي. هغه د نورو هېوادونو لکه ایران، ترکمنستان او چین سره خپلې اقتصادي اړیکې پراخې کړې او د افغانستان لپاره یې د نوو تجارتي لارو چارو زمینه برابره کړه، چې هېواد له اقتصادي اړخه پر ځان متکي شي او له ګاونډیو فشارونو خلاص شي.
۱۰. د حکومت سقوط او نړیوال فشارونه
سره له دې چې ولسمشر غني په خپله دوره کې ځینې مهمې پروژې پیل او پای ته ورسولې، د حکومت سقوط یو له هغه ناخوالو څخه و چې د نړيوالو او داخلي ستونزو له امله رامنځته شو. غني د نړیوالو فشارونو له مخې اړ شو چې هېواد پرېږدي، چې په دې پریکړه کې د داخلي اختلافاتو، بهرني فشارونو او امنیتي ګواښونو لویه برخه درلوده. باید یادونه وکړو چې د عبدالله عبدالله سره د ګډ حکومت شراکت د ولسمشر غني لپاره ډېر وخت خنډونه جوړ کړل، چې په سمه توګه د خپلو پروګرامونو په تطبیق کې بریالی نشو.
تاسو د ولسمشر غني د کړنو په هکله څه نظر لری؟
31/07/2024
د اسماعیل هنیة شهادت څو عاجل او چریکي پیغامونه لري!!📜💌 *ليک او زيار:-* نوم ورکۍ خدايي خدمتګار
د درهبری شورا یو تن لیک دود
العربیة تلویزیون وایي، هنیة د شپې په دوه بجې د تهران په یوه ډیر محافظت شوې څو ستوریزه میلمستون کې د رهبري شوې زرنگ راکټ چې د ایران له جغرافیا نه د باندې راویشتل شوی، ترور شوی دى.❤🩹
(۱) که داسې دقیق ترور دلته تر سره کیدای شي نو د ابراهیم رئیس د وژنې په هکله هغه د عوامو شک او گومان هم د مکث وړ دی؟؟!، د دغسې زرنگ او رهبري شویو مزایلو مالکان حتی کولی شي په هر ځای کې، هر هدف او هر مطلوب شخص او هر مطلوب هدف په نښه کړي،
#اوس به د ایران د حقیقت موندونکى کمیسیون کار څه نا څه آسانه شوی وي...
#بله دا چې د ایران د مزایلو کارخانې به د دغه «ایکي یواځې یوه زرنگ راکټ» او د هغو «درې سوه دور بُرده مزایلو او پدافند!» په فرق پوه شوې وي چې په «ملک ناخدا آباد» یی ورشړلې ول!!؟ د کیفیت آزمایل ضروري دی، هم مخکې له ډوډۍ هم وروسته له ډوډۍ...💌
(۲). داسې هدف گرځول د دولتونو او خاصتاً د میزبان دولتونو امنیتي توان تر جدي سوال لاندې راولي،ډیپلوماسي، قوانین، بین المللي دولتي حدود، سیاسي سرحدونه او حرمت یی، د جنگ او انتقام اصول، جنگي اخلاق او هر څه مات شوي دي...نړۍ نور د ارزښتونو او اصولو دهکده نده، معنا دا چې هر څوک او هره ډله دیته تشجیع کیږي چې د انتقام لپاره هیڅ رعایت په پام کې ونه نیسي، دا ډول انتقام هغه هم د یوه داسې دولت لخوا چې تر ټولو زیات د نړیوالو تر ملاتړ لاندې دی په حقیقت کې د نړیوال نظم او اصولو د ماتولو مخکښ بلل کیږي، بیا نو مقاومتي ډلې (چې د دولتي قوانینو تابع ندي) تر دینه زیات جسارت ترسره کولی شي.🩸
(۳). د دشمن لخوا د دغسې توانمندو زرنگو وسلو موجودیت کاملاً هغو رهبرانو ته د ناپناه کیدو او د پټیدو برائت ورکوي چې د محافظت لپاره يې پوشیده تدابیر نیولي، معنا دا چې هیڅوک په هیڅ ځای کې محفوظ ندی، او هر آسیب پذیره رهبر د ځان لپاره باید خپل تدابیر ونیسي...معنا دا چې دشمن هره لحظه لاس په ماشه دی نو امان جایز دی...🇦🇫
(۴). د زرنگو وسلو په زور او زبردستۍ باید ډېر پیغامونه ترتیب او تکثیر شي، بلخصوص هغوي ته چې په معاصرو علومو د بطلان سره چلیپا راکاږي...معاصره جگړه معاصر فهم غواړي، قوی تعلیم غواړي، قوي ملت غواړي نه قوي ډله، قوي ټکنالوژي غواړي، قوي اقتصاد غواړي، قوی نظام غواړي او...🇦🇫⚖️
(۵). هغوي چې لا تر اوسه د دا ډول وسلو هدف شوې ندي د خدای د شکر تر څنگ دې په وار وار سوچ او سنجش هم وکړي، که نوبت یی راشي او اراده وشي نو هر یو ددشمن لخوا ښکار کیدای شي، معنا دا چې د «بروجٍ مشیدة» او پناه گاه تر څنگ، د خدای لمن او د غښتلې ملت عیارول، په علومو یی مزین کول، په قوت او قدرت خپل نظام او دولتونه عیارول، د انساني غوښوو او ککریو تر څنگ د معاصرې ټکنالوژۍ خپلول هم لازم، هم مطلوب او هم واجب دی!! مگر آیا د دنیا یو اسلامي هېواد داسې سمارټ وسله او داسې قوت لري؟ آیا د دغسې وسلو په وړاندې زموږ پټنځایونه او تدابیر کافي دي؟🇦🇫
(۶). هغوي چې پر ټکنالوژۍ باور لري نو د د زرنگو وسلو او د ټکنالوژۍ د قدرت او ارتقا کچه به یې څو کاله پس تر دینه هم لوړه او بهتره وي، تر هغو به زموږ د شاتگ، ناتوانۍ، فقر او د بندو علومو کچه نوره هم د زوال په حد کې وي، بیا به د میداني ضعف تر څنگ د بقا په مجادله کې نور هم ناتوانه شوي یو بیا به د ضعیف او مستضعف ملت په شان په آسانه میدان پریږدو حتی خپل ضعیفه دشمن او گاونډ به هم پر موږ تخت و تاز کوي.❤🩹🇦🇫⏳
(۷). د هنیة تر مرگ د مخه د ده ټوله کورنۍ له منځه لاړه، یو لک فلسطینیان د سل اسرائیلي گروگانانو لپاره شهیدان شول، دوه میلیون غزه میشتي وگړي بې کوره، آواره، مختاج، مهاجر، در به در او په لسگونو زره یی ټپیان او معیوب شول، ټول وطن کاملاً په مخروبه تبدیل شو...مگر دوي یې فتح او ظفر بولي...!! لوبه لا زیاته سخته روانه ده...مگر د تعقل کچه کمه او د عبرت لپاره سبقونه زیات پراته دي... فاعتبروا یا اولی الابصار!!!
🇦🇫چې فکرونه بدل نه شي،
افغانستان نه بدليږي🇦🇫
اسرائیلو دقیقه محاسبه درلوده چې د اسماعیل هنیة مرگ به د قاسم سلیماني او ورپسې د نورو هغو چې په سوریه کې د ایران په سفارت کې په نښه شول او هیڅ تاواني جوابدهي یی نه درلوده، دا به هم یوه دوه ورځ خبري سرلیک وی او بس
د ایران جمهور رئیس مسعود پزشکیان به په داسې حال لوړه کوي چې عملاً یې هیواد تر مستقیم تجاوز لاندې دى، معنا دا چې د ده مزل به په وینو او جگړو کې وي، داسې معلومیږي چې د خلیج جگړه نږدې سوله نلري، ممکن دا جگړه نور ابعاد ولري چې عواقب به یی د سیمې لپاره خوندور نه وي، حتی د ټرمپ راتگ به دغه پیچلتیا لاپسې کړکیچنه کړي او جگړې به نورو سیمو ته پراختیا ومومي.
*خدای* پوهیږي چې څو کاله وروسته په مصنوعي ځیرکتیا سمبال رهبري شوي راکټونو څخه به یو مستقل سوچ والا مسلمان هم خلاص نشي ....📿🇦🇫
د بشریت د پرمختگ او نویو علمي پرمختگونو سرعت دومره چابک دی چې ډیر قوي دولتونه یې له گواښ سره مخامخ کړي، منتها پدې چټکو پرمختگونو کې زموږ بنیادي او سیسټماټیک په شاتگ او فکري رکود جداً د تشویش وړ دی، یوه ورځ به ډیر پخپل ځان او پخپل فکري پسماندگۍ تاسف او افسوس وکړو خو فایده به ونلري.❤🩹
لاس په نامه کېناستل بايد وغندل شي، حکمت، قدرت، درایت او تدبیر پکار دی، داسې تدبیر او درایت چې د جنگ او یرغل گنجایش ختم شي، اما هغه حالت چې یو ملت پکې د هلاکت کچې ته رسوي هغه به چاته مطلوب وی؟ داسې سرښیندنه چې هیڅ سر پکې پاتې نه شي غوره ده که د سرونو سرلوړى چې پکې راځي هغه بهتره ده؟💫
د یوه مستضعف ملت د شهید رهبر بزدلانه ترور او مظلومانه شهادت ډېره دردناکه حادثه ده، مگر تر دې زیاته دردناکه د یوه مستضعف ملت ضعف، بې وسي، ناتواني او مظلومیت دی، تر څو چې د مسلمان مبارز او مسلمان عابد سوچ تبدیل نه شي او دغه ضعف په قوت تبدیل نشي د جگړي په ډگر کې به توازن برابر نه شي.
جگړه ښه انتخاب نه دی مگر کله چې تحمیل شي باید چاره یې وشي، جگړه هر ځل پر هغه ځای د زورواکو لخوا تحمل کیږي چیرته چې ضعف وجود ولري، چیرته چې د قواوو توازن وجود لري هلته جگړه نه ورځي، شمالي کوریا او... دا یې ساده نمونه ده📜 او بل هغه هیوادونه چی جزیه ورکوي تر هغو به جگړه د دي کور ته نه ورځي ترڅو چې دا چینه اوبه ورکوي.💧
د نړیوالو اصولو له مخې په میزبان هېواد کې د یوه میلمه وژنه او ترور سخت حقوقي عواقب او تعقیبي دستور لري، دا کاملاً د جنگ رسمي اعلان دی د متجاوز په وړاندې، بر علاوه میزبان ملک د میلمه په اړه اړوند ملک ته ځوابده هم دی، خو د داسې مظلوم میلمه په هکله به دغه رعایتونه څوک رعایت کړي!♥️
اوبخښى مونږ د بلې نړۍ مخلوق يو، په دې باريکيو مو سر نه خلاصيږي او نه ورته ضرورت لرو. ژمى دى هوا يخه شوه، کاکو♟️کمپلان مو پر سر راکش کړى، بيده شى❤🩹🇦🇫⚖️
🇦🇫چې فکرونه بدل نه شي،
افغانستان نه بدليږي🇦🇫
12/11/2023
دډیورند کرغیړنی کرښی اړوند د ولسی حرکت او ادرس دریځ دلاندی لیکنۍ سره تطابق لری.
لیکوال
محترم دوکتور محمد عثمان تره کی
د افغانستان سرہ د پیښور
د الحاق حقوقي اړخ
د پیښور ښار افغانانو ته سمبولیک ارزښت لري.
د تاریخ په روایت پېښور د پښتنو د شجرې تاریخي زیږنځای او د کندهارا فرهنګي حوزې پورې اړه لري.
پښتانه د میلاد څخه ۱۰۰۰ کاله پخوا د پېښور څخه د سلیمان غره شاوخوا سیمو ته کډه شوي وو.
پیښور په دوهمه میلادي پیړۍ کې د کنیشکا پاچا پلازمینه وہ چې بیا وروسته د کوشان امپراتورۍ په ولکه کې پریوته.
پیښور د ورښمین لارې له لوري هند ته د فاتحینو د تمځاي حیثیت درلود او د غوریانو، غزنویانو او درانیانو د امپراتورۍ یوه برخه وه.
پیښور په۱۷۸۹ م کال د احمد شاه دراني له امپراتورۍ سره وتړل شو.
د اتلسمې پیړي په پیل کې وروسته له هغه چې انګریزانو خپل اروپایی سیالان شاته کړل او د هند او اروپا سوداګري یې انحصار کړه، نو د هند پر لور د ټولو سمندري لارو کنترول یې په لاس کې ونیوه او د یرغلګرو څخه د هند د ساتنې له پاره یې د راغلیو وچو لارو د کنټرول په لټه کې شو. د همدې موخې د تأمین د پاره یې افغانستان او ایران ته پام واړوہ. ھماغه و چې دا دواړه هیوادونه د اوږدې مودې له پاره د انګریز د دسیسو او یرغلونو په امله کله په کورنيو شخړو او کله له اشغالګرو سره په جګړو کې ښکیل وساتل شول.
افغانستان د زمان شاه پر مهال په سیمه کې د مسلمانانو پیاوړی مورچل و.
انګریزانو ھغه د خپلو استعماري پلانونو د عملي کولو په لار کې لوي خنډ ګانه. نو تر ټولو لومړی یې افغان شاهنشاهي ړنګولو او افغانستان په خپل کنترول کې راوستلو ته ملا وتړله. دغه مهال په هند کې انګریزي پوځونه د زمانشاه د مقابلې جوګه نه وو. نو ئې د دُراني سلطنتي کورني په منځ کې له یوې خواه او د درانيو او محمدزیو تر منځ د تفرقه اچولو سیاست ته مخ کړ. د واک په سر یې په کورنیو جګړو کې د افغانستان لویه امپراتوري ړنګه او د طبعي سیاسی پولو د ننه دیره خاوره د افغانستان څخه جلا کړہ.
د افغاني شهزادګانو د اختلاف څخه په ګټه اخیستنې، انګریزانو هندوستان تر لودیانې پورې ونیوه . او په (۱۸۰۸-۱۸۰۴ م ) کې یې شاه شجاع چې د پیښور والي و د کابل په تخت کښیناوه. خو یو کال وروسته شاه شجاع د خپل ناسکه ورور شاه محمود له لاسه ماتې وخوړه او انګریزانو ته یې پناه یوړه.
انگریز د ھمدې طلايي فرصت څاؤ ته ناست و. ھغوی، د پیښور په شمول د افغانستان نورې خاورې لاندې کولو ته پام اړولې وو او فراري شاه شجاع د افغانستان د تاج او تخت بیرته نیولو ته.
د سدوزیو او محمدزیو د سیالیو د ګډوډیو په چاپیریال کې رنجیت سنګ په ۱۸۰۹ م د پنجاب خپلواکي اعلان کړه او په ۱۸۳۸ م کې یې په پیښور باندې قبضه ولګول.
انګریزانو په ۱۸۴۹ م د امیر دوست محمد خان د سلطنت په وخت کې د پیښور په شمول د اباسین شمال او لویدیز ته د سیکانو لخوا د افغانستان غصب شوې خاوره د سیکانو څخه په زور ونیوله.
پدې ډول د افغانستان لږتر لږه نیمیایي خاوره یانې اوسنی پښتونستان د برتانوي هند سره پاتې شو.
کله چې انګریزان د سیمې څخه وتو ته اړ شول نو د هند د نیمې وچې د ویش یانې د هند او پاکستان د جلا کیدو پر مهال دغه خاوره د انګریزانو د میراث په نامه د پاکستان سره پاتې شوہ.
اوس، راځو دیته تم کیږو چې نړیوال حقوق د افغانستان د غصب شوې خاورې په اړه څه وایي ؟
موضوع په دوه برخو تر ویش پس ارزوو :
لومړی د هند په نیمه وچه کې د انګریزانو د استعماري حضور په موده کې او دوھم د پاکستان د جوړیدو نه را وروسته.
لومړی – افغانستان په هندوستان کې د انګریزانو د حاکمانه حضور په وخت کې، د انګریزانو د دوامدارو دسیسو او فشارونو قرباني و. پادشاهان لاسپوڅي وو او د انګریزانو مستمرمعاش خوړونکي وو.
په هند کې د انګریزانو د واکمنۍ په موده کې افغانستان تحت الحمایه هیواد پاتې شو. د افغانستان د بهرني سیاست واک د انګریزانو په لاس کې وو.
له همدې کبله ټول هغه تړونونه چې د افغانستان بېواکه پادشاهانو د زر ، زور توطئیه، تطمیع او تزویر په بنسټ له انگریزانو سره لاسلیک کړي ځکه حقوقي باور او ارزښت نه شي لرلای چې افغان لوري خپل ارادیت نه درلود.
خپل ارادیت د نړیوالو تړونونو بنسټیز اصل دی. د تړون لاسلیک کونکي باید په خپله اراده کې خپلواکه وي. آزاده اراده د لاسلیک کونکو د بشپړ رضایت ښکارندوی دی .
د ۱۹۶۹ م کال د ویانا کنوانسیون د ۶ مه مادې له مخې په نړیوالو حقوقو کې یواځې یو خپلواک دولت د یو باوري بین المللی تړون د لاسلیک کولو حق لری.
د بین المللي حقوقو ټول پوهان پدی نظر دي چې : « کله چې یو هیواد تحت الحمایه (پروتکتورات) وي، یواځې حامي یانې (پروتکتور) دولت د بین المللی تړون د انعقاد حق او صلاحیت لری ». پدې اړه تاریخي مثالونه زیات دي. د هغې جملې نه :
– په افغانستان کې د ګوډاګي پادشاهانو په وخت کې بهرني امنیت او باندني سیاست اداره د انگریزانو په لاس کې وه. یواځې انگریزانو د بین المللی تړون د انعقاد حق او صلاحیت درلود. افغاني تحت الحمایه دولت د بین المللي تړون د انعقاد حق څخه بې برخې وو. دغه واقعیت چې انگریز او تزاری روس په ۱۸۷۷،۱۸۷۳او۱۸۹۵ م کلونو کې د افغانستان د شمالی پولو په تعیین کې د افغان واکمنانو په غیاب کې تړونونه لاسلیکول، دا ثابتوي چې هیواد په خپل بهرني سیاست کې د انگریزانو تر استعماري حکم لاندې او یو تحت الحمایه دولت وو.
– بل مثال : په ۱۹۳۹م د مارچ په ۱۵ مه د چکوسلواکیا ولسمشر « ها شا » او د هغه د باندنیو چارو وزیر، د هتلری آلمان تر فشار لاندی دیته اړ شو، چې د یو تحت الحمایه تړون په چوکات کې، « بوخوم » او « موراوی » ایالتونه آلمان ته وسپاري .
د آلمان له ماتې وروسته تحت الحمایه تړون لغوه او نوموړي ایالتونه بیرته چکوسلواکیا پورې وتړل شول.
– بل مثال : کمبودیا په ۱۹۴۹ م کې د فرانسې تحت الحمایه وو. په همدغه کال کې فرانسې د پروتکتور دولت په څیر، د تایلند سره د کمبودیا د پولو ټاکلو په اړه یو تړون لاسلیک کړ. کمبودیا د خپلواکۍ نه وروسته مخکنې استعماري تړون ملغا کړ.
پرته د خپل ارادیت نه نړیوال باوري تړون د بطلان نور لاملونه هم لري چي د هغو په شته والې تړون ملغا کیږي. دغه لاملونه د کورنیو حقوقو څخه بهرنیو حقوقو ته لار موندلې ده: دوکه ( غبن ) او اجبار ( خشونت ) د هغې جملې څخه دي. نوموړي سببونه هر یو کولای شي، چې د لاسلیک کونکو بشپړ رضایت او خپلواکه اراده تر سوال لاندې راولي او په وروستي تحلیل کې د تړون د بطلان لامل وګرځي.
د پیښور ښار په اړه په دواړو لاملونو یانې غبن او خشونت باندې رڼا اچوو :
الف . سکانو او انگریزانو غبن یا دوکه د پیښور د لاندې کولو په مقصد په بیلو بیلو ډولونو کارولې دہ؛ په نړیوالو حقوقو کې بډی یا رشوت هم د دوکې یو ډول ګنل کیږی. د بډې ورکولو موخه د بډو ورکونکي په ګټه د تړون اړول دي.
د ۱۹۶۹م د ویانا کنوانسیون ۵۰ مې مادې بډې د لاسلیک کونکو د آزادې ارادې، چې د تړون بنسټیز اصل جوړوي د سلبولو لامل ګڼلی دی.
دلته د پیښور په اړه د پیسې د معاملې په تړاو د یوه تاریخي روایت یادونه کوو :
وروسته له دې چې د پاچاهۍ واک له سدوزو کورنۍ څخه محمدزیو ته انتقال شو، ټول ولایتونه چې د ابدالي حکومت له خوا نیول شوي وو د پاینده محمد خان د زامنو ترمنځ وویشل شول. په دې وېش کې سردار سلطان محمد طلايي د نادر خان نیکه د پیښور والي وګمارل شو.
جنرال « جوسیا هارلان » یو امریکایی جراح چې د انګریزانو په پوځ کې دنده درلوده « د افغانستان سلطنت او امریکا » نومې په کتاب کې د پیښور د سقوط د توطئي څرنګوالې داسې په ګوته کوي:
« سردار سلطان محمد زما په منځګړیتوب له رنجیت سنګ سره د پیسو معامله وکړه او پیښور یې رنجییت سنګ ته پریښود.
زه پدې بریالي شوم چې سردار، د هغه د لس زره ایله جاري لشکر سره د رنحیت سنګ په ملاتړ وهڅوم.
کله چې امیر دوست محمد د سردار سلطان محمد له پټې معاملې څخه خبر شو له رنجیت سنګ سره د جګړې په نیت له یو لوی لښکر سره د پېښور پر لور روان شو. خو لږ وروسته شاتګ ته اړ شو او پبیښور رنجیت سنګ ته پاتې شو ». ( د جوسیا هارلان د نقل قول پاي).
( جوسیا هارلان ـ د افغانستان سلطنتي هیواد او امریکا ـ فیلادلفي ـ ۱۸۴۲م ـ ۱۲۴ او ۱۲۵ مخونه ).
ب ـ پرته د غبن نه په بین المللی حقوقو کې د تړون د انعقاد په بهیر کې اجبار او تشدد د پخوا زمانې راهیسې د تړون د بطلان لامل پیژندل شوې.
پر بل دولت باندې هر ډول نظامي، سیاسي یا اقتصادي فشاراو تشدد د تړون د بطلان لامل ګرځي.
دغه حالت ته په لاتینی اصطلاح کې « لاکس لاتا » ویل شوې. د ویانا کنوانسیون په۵۱ مه ماده کې راغلي : «هر هغه تړون چې د یو دولت پر استازي د ګواښ او فشار په وسیله وتړل شي، هیڅ ډول حقوقی آغیز نشي لرلی او بالکل باطل ګڼل کیږي». د ویانا کنوانسیون په ۵۲ مه ماده کې زیاتوي : « هرهغه تړون چې د ګواښ یا زور کارولو پر بنسټ تصویب شوی وي او د ملګرو ملتونو د منشور د منل شویو بین المللي حقوقي اصولوسره په ټکر کې وي، ملغا اعلانیږي . »
د تاریخ په اوږدو کې داسې تړونونه، چې د زور او زر له لارې تصویب شوي او بیا باطل اعلام شوي دي، خورا زیات دي.
دلته دوه مثالونه یوه وطني او بل بهرني بیانوو :
ـ وطنی مثال : په ۱۸۳۸م په لاهور کې د برتانوي ګورنر جنرال، شاه شجاع او رنجیت سنګ تر منځ یو موافقه لیک لاسلیک شو. په موافقه لیک کې شاه شجاع د افغانستان د پادشاهي د بیرته نیولو د ژمنې په بدل کې د افغانستان د ټولو ځمکو یعنې ماورأ بولان او ماورأ خیبر چې د سکانو تر ولکې لاندې وو تیر شو. د افغانانو د خاورې لویه برخه د سیکانو په نوې زیږیدلې دولت پورې جبراً وتړل شول. پدې دول د انګریزانو تر فشار لاندې، پیښور د افغانستان د طبعي او سیاسې جغرافیا نه جلا شول. لمړي سکانو او ورپسې انګریزانو پرې قبضه وکړہ.
د لاهور د موافقه لیک پر بنسټ د انګریز او رنجیت سنګ ګډ پوځ شاه شجاع په زوره د کابل په تخت کښیناوه. خو کابل ته د ګوډاګي پادشاه راتګ په ۱۸۳۹ م د افغانانو او انګریزانو د لومړې جګړې لامل وګرځید.
پدې جګړه کې د انګریز سفیر « مکناتن » په شمول دیرش زره پوځ ووژل شول.
– بهرني مثال : په ۱۹۰۵م کې جاپان « سیول» اشغال کړاو کوریایي استازی یې دیته اړ کړ، چې یو تحت الحمایه تړون ته غاړه کیږدی. تړون سره له دی چې ۴۰ کاله تر اجراء لاندی و، په ۱۹۴۵ م کال کې د جاپان د ماتې وروسته باطل اعلام شو.
څه چې تر اوسه پورې وویل شو د پیښور په اړه داستعماري تړونونو د بطلان حقوقي اړخ و.
اوس پر دې موضوع رڼا اچوو چې نړیوال حقوق د پاکستان د جوړیدو څخه وروسته د پیښور برخه لیک ته په کوم انداز پام اړوي.
دوهم ـ دلته بحث په دوه موضوعاتو باندې متمرکز کیږي : د تړونونو نسبیت او د تړونونو وراثت.
ـ په لاتیني حقوقي دود کې د تړون نسبیت په دې ډول څرګند شوی دی :د دوہ خواو ترمنځ « یو تړون د ثالث له پاره کومه وجیبه او حق نه زیږوی ».
په نړیوالو تړونونو کې د نسبیت اصل د ۱۹۷۵م د اکتوبر د ۱۴ نیټې د « بن » په اعلامیه کې داسې راغلي دي: « فرانسه ، انگلستان، شمالی آیرلند او امریکا په ډاګه اعلاموي، چې د دوۍ تر منځ تړل شوی تړونونه پر هیڅ ثالث دولت باندې حقوقی اثر نشي اچولی ». په پای کې همدغه د محتوا ډکه مخکنی حقوقي دود او دستور، د ویانا کنفرانس د اعلامیی په ۳۴ ماده کې داسې سجل وموند : « یو تړون د ثالث دولتونو په اړه هیڅ حق او وجیبه نشي رامنځته کولای.»
نړیوالې قضایي ادارې هم پدې متفق دي چې کوم تړون د دوو هیوادونو تر منځ لاسلیک کیږی پر دریم هیواد حقوقي اغیزنشي ښندلای.
د پیښور په اړه موافقه لیکونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ نه، بلکې د تحت الحمایه افغانستان او حامی یا پروتکتور انگلستان تر منځ منعقد شوی وو. پاکستان د موافقه لیکونو د انعقاد په وخت کې له سره موجود نه وو او د تړونونو د مفاداتو څخه لرې پاته کیږي.
یو مثال: په ۱۹۹۷ م کې د عدالت نړیوال دیوان هغه تړون چې په۱۹۷۷م د « دنیوب» سیند د شاوخوآ ځمکو د ویش په هکله د چکوسلواکیا او هنگري تر منځ لاسلیک شوی و لدې کبله چې د سلواکیا نوي جوړ شوي دولت په تاوان وو، ملغا اعلام کړ.
د تړون د نسبیت څخه چې تیر شو، پاکستان ځان د انګریز ښکیلاک وارث ګڼي.
د تړون وراثت په اړه عمومي قاعده داده چې د ښکیلاک د واکمنۍ څخه راپاتې نوی دولت د مخکني دولت د معاهداتو په وړاندی د دریم دولت حیثیت لري او د تړونونو د امتیازاتو او احیانآ د وجایبو څخه ګټه نشي پورته کولای. په بل عبارت کله چې د یو تړون یو اړخ له صحنی څخه حذف کیږی تړون د خپلی پشتوانې څخه بې برخې کیږي او جنساً له منځه ځي».
پدې حساب د پاکستان دولت چې د برتانوی هند استعماري واکمنۍ له نسکوریدو راوروسته جوړشو، د پیښور په ګډون د افغانستان د غصب شوې خاورې د موافقه لیکونو د مفاداتو څخه بی برخی پاتې کیږي.
پیښور د افغانستان د خاورې ھغه برخه ده چې په ۱۹ مه پیړي کې د زور، زر او دسیسو پر بنیاد د خپلي طبیعی جغرافیې څخه جلا شوې. پدې برخه کې نړیوال حقوق د افغانستان د ځمکني دعوا څخه ملاتړ کوي.
پایله:
نڼ افغانستان او پاکستان د سیمې او د سیمې نه د باندې هیوادونو په ژیوپولتیک لوبه کې راګیر دي.
افغانستان هغه وخت د خپلې ځمکنۍ دعوا لوبه میدان ته وړاندې کولي شي، چې یو پیاوړې ملي، اسلامي او مشروع واکمني ولري او د یو با انډوله دیپلوماسي له لارې د خپلې داعیې په ملاتړ د نړي زبر ځواکونو پام ځانته راجلب کړي.
دیو اباد پرمختللی او ازاد لوی افغانستان په لوری.
د
دنشراتو کمیسون
ومن الله التوفیق
26/10/2023
زده کړه !
چې خوش ګفت پیامبر راستګویم
ز ګهواره تا ګور دانش بجویم ..
انځور خپلې خبرې په خپل ظاهر کې څرګندوي .
د اسلام په سپیڅلي دين کې د ښځو پر تعلیم او زده کړې هېڅ ډول ممانعت نشته، نه په قرآن کريم کې د
ښځو پر تعلیم بنديز لګول شوى او نه هم د رسول الله (ص )په احاديثو کې؛ بلکې ددې
برعکس د اسلام په دين کې د علم او پوهې فضیلت بیان شوى دى، لکه چې د قرآن کريم لاندې آيت شريف
په همدې خبره ګواهي ورکوي:
ژباړه: (اى محمده! ووايه چې ايا پوهان او ناپوهان سره برابريدلى شي؟)په پورتني آيت کې دا حقیقت په ګوته شوی چې الله تعالى هغو خلکو ته غوره او بهتر ويلي دي چې د علم
او پوهې له نعمته برخمن وي، پدې آيت شريف کې دا نه دي ويل شوي چې د علم زده کړه يواځې د سړو
لپاره ده؛ بلکې پدې کې په مطلق ډول د علم او پوهې اهمیت ښودل شوې چې ښځو او سړو ته يو ډول ارزښت لري.
حضرت قتاده رض فرمايي : قلم د الله تعالیٰ لوي نعمت دي؛ که قلم نه وای نه به دین کې څه پاتي ول او نه به د دنیا څه کارو بار کېده .
افغانستان نن له داسې یو بحران سره مخ دی چې قلم خپل ارزښت پکې بایللې ، د الله تعالیٰ د بنده ګانو پر حقونو پښې کېښودل کېږي .
دداسې بنده ګانو چې نیمه دنیا ، هېواد ، ټولنه ، او کور تشکېلوي ؛ چې غیر له دغو بنده ګانو يې ټولنه مخکې تګ نشي کولاې .
هغه بنده چې په بطن ، غېږ کې يې انسان خپل لومړنۍ زده کړې زده کوي .
سربیره پر دې چې الله تعالیٰ زده کړې په ښځینه او نارینه فرض کړې ؛ ځکه چې زده کړه ددین او دنیا ذریعه ده .
یا موږ نه پوهېږو پدې ارزښتونو یا ښه پوهېږو مګر پرې سترګې پټوو ..
چې دا کړنې مو نه تنها ښځینوو ته بلکې په ټوله کې ټول هېواد ته ضرر رسولاې شي .
یو ملک یا هېواد په هره برخه کې ښځینوو ته اړتیا لري په تیره بیا اسلامې هېوادونو کې چیرته چې محرم او نامحرم ، عزت ، دا وکړه دا مکړه ته ډیر توجه کېږي ډیر اړتیا لیدل کېږي که هغه د صحت ، نظام ، سره سره داسې نورې برخي وي .
کله چې الله تعالیٰ د ښځینوو پیدایښت پر انسانانو انعام او د خپل د قدرت یوه معجزه ګڼلې ده نو تاسې يې ولې قدر نکوي .
01/10/2023
ګرانو هــېوادوالو
چی نور په کالدرو راکړه ورکړه مه کوی.
اوس ځینی هیواد وال خپلی کالداری په افغانیو تبادله کوی.
نو موږ هم تاسو ته دا معلومات درکوو چی کله تبادیله کوی نو ډیر پام به مو وی.
چی کالداری په بدلی/جعلی افغانیو سره تبادله نه کړی.
زموږ معلومات خاص هغو سیمو ته دی چی نیږدی د پاکستان سرحد سره وی..
د ځینو معلوماتو په اساس وایو.
چی پاکستان جعلی افغانی جوړی کړی دی.
او هلته په عام بازار کی خرڅیږی.
یو لکه افغانی په ۳۰ زره پاکستانی کالدارو خرڅوی او هغه جعلی افغانی هغو سیمو ته انتقالیږی چی هلته هیوادوالو افغانی اصلأ لیدلی نه وی او یا هم نه په پوهیږی.
دغه جعلی افغانی د یو، یو لوټ په ذریعه سره استعمالوی.
مه تاسو ته د اصلی او بدل لوټ تصویر پورته کړی دی جعلی لوټ کی چی پټ زر 1000 لیکل شوی دی. پر هغه ځای چی ګوته کش کړی نو تاسو دا نه شی حس کولی چی دلته یو څه لیکل شته کنه! او دغه ورته عمل چی کله اصلی لوټ کی تر سره کړی نو تاسو به دا حس کړی چی دلته لیکل شته.
کابل صرافانو لخوا
17/09/2023
د ټالبانو لخوا خر آساني جاوید کوهستاني ته هم د افغانیت تذکره ورکړل شوه. خره او آسانو ته تسلیت وایم. 🤫😆😂😜🤪😝