فراه ښاروالۍ Farah Municipality

فراه ښاروالۍ Farah Municipality

Share

Welcome to the Farah Municipality page!

فراه ښاروالۍ رسمي صفحی ته ښه راغلاست - زموږ هدف د پاک، سمسور او پرمختللي ښار رامنځته کول دي.

13/04/2026

د فراه ښاروال د مرکز اړوند د عسکراباد سیمې له سپین‌ ږیرو سره په لیدنه کې وویل چې د دې د سيمې د ۱۷۰۰ متره سړک د جوړولو لپاره د بودیجې د منظورۍ هڅې روانې دي او د بودیجې له ترلاسه کېدو سره سم به یې رغنیزې چارې په عملي ډول پیل شي.

د دغه سړک د لومړي فاز رغنیزې چارې، چې د عسکراباد له پله څخه پیل او تر ریکۍ ځنځیر پورې رسېږي، د ولایت مقام په مالي ملاتړ بشپړې شوې دي؛ تمه ده چې د دویم فاز چارې به یې هم په نږدې راتلونکي کې پیل شي.

05/04/2026

د فراه ولایت د عمومي دروازې د روښنايي سېسټم بېرته ورغول شو

د فراه ولایت د ننوتلو عمومي دروازه چې څه موده وړاندې یې د تخنیکي ستونزو له امله د روښنايي سېسټم غیر فعال شوی و؛ د فراه ښاروالۍ ریاست د تخنیکي ټیم له لوري یې ستونزې حل او بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.


‌‌‌‌ما

01/04/2026

درنو ښاریانو! د اورښتونو او سېلابي اوبو له امله د ستونزو پېښېدو پر مهال، د فراه ښاروالۍ د تنظیف مدیریت له لاندې شمېرو سره اړیکه ونیسئ:
0707286757
0792880098
0706536657

01/04/2026

د فراه ښاروالۍ د ښاریانو شکایتونو ته په غبرګون کې، په درېیمه ناحیه کې یوه غیرقانوني ډکه وتړله چې د عامې لارې د بندېدو لامل شوې وه. همدارنګه، د مرکزي شفاخانې مخې ته پټرول پلورونکي هم بل مناسب ځای ته ولېږدول شول.د ښاروالۍ دا اقدام د خلکو د تګ راتګ د ستونزو د حل او د ښاري نظم د ټینګښت په موخه ترسره شو. ورسره جوخت پلورونکو ته پوهاوی ورکړل شو چې خپل فعالیتونه یوازې په قانوني ځایونو کې ترسره کړي.


‌‌‌‌ما

31/03/2026

د فراه ښاروالۍ خبرتيا
درنو ښاريانو په دغه موسم کي د بارانونو د اوريدو له امله، د باراني اوبو د راټولېدو او احتمالي سيلابي خطرونو د مخنيوي په موخه فراه ښاروالي ټولو درنو ښاريانو ته خبر ورکوي:که چيري د باران پر مهال ستاسو په سيمه کي د باراني اوبو د بندېدو، راټولېدو او يا د سيلاب خطر موجود وي، مهرباني وکړئ سمدستي د خپلي ناحيې له مدير سره تماس ونيسئ:

1️⃣ اوله ناحيه:0704057589
2️⃣ دوهمه ناحيه:0700840653
3️⃣ دريمه ناحيه:0799652737
4️⃣ څلورمه ناحيه:0708975205
5️⃣ پنځمه ناحيه:0796064899
6️⃣ شپږمه ناحيه: 0702722946
7️⃣ اومه ناحيه:0703676294
8️⃣ اتمه ناحيه: 0702489407

30/03/2026

د فراه ښاروالۍ هڅې د ښار د زرغونتیا او ښکلا لپاره روانې دي

د زرغونتیا مدیریت له لوري د نوو نیالګیو او ګلانو پالنه، اوبولو چارې په منظم ډول ترسره کېږي. د مسؤولینو په وینا، سږ کال سلګونه مثمر او غیر مثمر نیالګي په بېلابېلو سیمو کې اېښودل شوي دي.


‌‌‌‌ما

30/03/2026

فراه ښاروالۍ له لوري د ښار د زرغونتیا په موخه د امينه قوماندانۍ سړک د پلو لارو په ګلدانونو کې نيالګي کینول شول.

فراه ښاروالي د ټولو ښاريانو څخه غوښتنه کوي چې د نيالګيو په پالنه او ساتنه کې د ښاروالۍ سره همکار پاتې شي.


‌‌‌‌ما

11/03/2026

د فراه ښاروالۍ کې د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د درېیمې ګڼې فرمان د تشریح او عامه پوهاوي ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې د فراه ښاروال ښاغلي مفتي سردار محمد مرصاد، د ادارې آمرینو، علماوو، د ګذر وکیلانو، قومي مشرانو او د ناحیو مسؤلین ګډون درلود.

د فراه ښاروال ښاغلي مفتي سردار محمد مرصاد وویل؛ یاد فرمان چې په ۳۸ مادو کې ترتیب شوی، د امارتي ځمکو د وېش، خرڅولو، استرداد او د ودانیو د اجازې د ورکړې اړوند واضح اصول ټاکي. نوموړي ټینګار وکړ چې ښاروالۍ د فرمان پلي کولو ته ژمنه ده او ښاریان دې د قانون او ښاري پلان له مخې ودانۍ جوړې کړي.

بل خوا د تخنیکي او مسلکي چارو امر ښاغلي انجنير شاه محمود جلالي، بیا یاد فرمان د ښاري پراختیا د نظم، اقتصادي ودې او د بې نظمیو د مخنیوي لپاره مهم ګام بلل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امارتي ځمکو د نمرو د خرڅولو او وېش، د ساختمان د اجازې د ورکړې او استرداد د تنظيم او تشریح قانون د ا.ا.ا د عاليقدر امير المؤمنين حفظه الله له لوري د بې نظمي د مخنيوي په موخه توشيح شوی دی.


‌‌‌‌ما

11/03/2026

د فراه ښاروال مفتي سردار محمد مرصاد د ناحیو له مدیرانو او انجنیرانو سره په ناسته کې ټینګار وکړ چې د ښاروالۍ عواید باید د منظم پلان او بشپړ شفافیت له مخې راټول شي، څو ښاریانو ته پر وخت او معیاري خدمتونه وړاندې شي.

نوموړي همداراز د ښاري نظم پر ټینګښت او د خپلسرو ودانیو او نورو ښاري تخلفاتو پر مخنیوي هم ټینګار وکړ.


‌‌‌‌ما

10/03/2026

فراه ښاروالۍ له لوري د باغ پل په سیمه کې یوه نانوایي وتړله

د فراه ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم چارو مدیریت د مسؤلینو د ښار په بېلابېلو برخو کې د اصنافو د کنټرول په ترڅ کې، د باغ پل په سیمه کې یوه نانوایي د قانوني جواز د نه لرلو له امله مهرلاک او بنده کړه.

د مارکېټونو د تنظیم چارو مدير ښاغلي جنيد وايي، دغه نانوایۍ له رسمي جواز پرته فعالیت کاوه چې د ښاروالۍ له اصولو سرغړونه ده. د هغه په وينا یادې نانوایۍ ته دمخه خبر ورکړل شوی و، خو د جواز په ترلاسه کولو کې یې ناغېړي کړې وه، چې په پایله کې یې فعالیت ودرول شو.

د فراه ښاروالۍ مسؤلينو ، د ښار په ټولو سیمو کې د ښاري نظم رامنځته کولو او د جوازونو د څارنې لړۍ په جدي ډول جريان لري او له ټولو کسبګرو غوښتنه کیږي چې د قانوني فعالیت لپاره خپل جوازونه ترلاسه کړي.

‌‌‌‌ما

08/03/2026

فراه ښاروالۍ په ښار کې د نانوايانو له فعاليتونو او د ډوډۍ له وزن څخه څارنه وکړه

د فراه ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم چارو مدیریت له لوري د ښار په بېلابېلو سیمو کې د ډوډۍ د وزن، بیې او کیفیت د کنټرول په موخه څارنه ترسره شوه.

د مارکېټونو د تنظیم چارو مدير، ښاغلي جنید د دغې څارنې پر مهال له نږدې د نانوايانو کاري بهیر وکاته او ټولو نانوايانو ته یې لارښوونه وکړه چې د ډوډۍ په پخولو کې روغتیايي معیارونه (حفظ الصحه) او د ښاروالۍ له خوا ټاکل شوی وزن په پوره امانتدارۍ سره مراعات کړي.

ښاغلي جنید همداراز ټینګار وکړ چې هیڅ نانوايي حق نه لري چې له ټاکلي وخت څخه مخکې د ډوډۍ پخول پیل کړي. هغه زیاته کړه: که هر نانوايي له ټاکل شوي وزن او وخت څخه سرغړونه وکړي، له قانوني او اصولي چلند سره به مخ شي او بیا د شکایت حق نه لري.
د فراه ښاروالۍ له لوري د ښاریانو د حقونو د خونديتوب او په بازار کې د نظم رامنځته کولو په موخه، دا ډول څارنې په دوامداره توګه جریان لري.


‌‌‌‌ما

Want your business to be the top-listed Government Service in Farah?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Website

Address


Farah