10/08/2021
پکتیا: د ولایتي ادارې لخوا مخامخ له ولس سره د آزاد بحث په نوم غونډه تر سره شوه
سه شنبه: ۱۹ زمری ۱۴۰۰
نن د پکتیا د ولایتي ادارې له خوا له ولس سره مخامخ د آزاد بحث په نوم غونډه کې، چې د پکتیا والي ښاغلي ډګر جنرال ګل نبي احمدزي، د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان تورن جنرال دادان لونګ، د ولایتي شورا رئیس عبدالمالک مجاهد ځاځي، د ملي امنیت لومړي مرستیال ډګروال نجیب الله شیرزوی، د ولایتي ادارو رئیس صاحبانو، قومي مشرانو، ځوانانو، د مدني ټولنو فعالینو او خبریالانو ګډون کړی وه.
په یاد آزاد بحث کې د ولایتي مسؤلینو له خوا د پکتیا مشرانو او ځوانانو پوښتنو، نیوکو، وړاندیزونو او د اوسني امنیتي وضعیت په اړه مفصل او قناعت بخښونکي ځوابونه وویل. قومي مشر اسلام الدین منګل، کندهارۍ، لایق وحدت، احسان کمال، نبي جان ملکزاده، ډاکټر سمیع الله احمدزی، اسد الله غیرت، یونس احمدزی او یو شمیر نورو ګډونوالو د پکتیا له ملکي، نظامي رهبرۍ او ولایتي رئیسانو خپلې هر اړخیزې پوښتنې مخامخ شریکې کړې، چې د ولایتي مسؤلینو له خوا ورته مفصل او قناعت بخشه ځوابونه وویل شول او د پکتیا په ځانګړې توګه د مرکز ګردیز د ځینو سیمو د اوسني امنیتي وضعیت د سمون په موخه یې بشپړ ډاډ ورکړ.
پکتیا ولایتي مسؤلینو له مشرانو او ځوانانو وغوښتل، چې د دښمن د ناوړه تبلیغ تر تاثیر لاندې را نشي او د خپل نظام تر شاه په کله او میړانه سره ودریږي.
شورا رسنیز_دفتر
10/08/2021
د پکتیا ولایتي شورا ریس الحاج عبدالمالک مجاهد ځاځی د خپلو ولسونو سره مخامخ ازاد بحث ترعنوان لاندې جوړه شوي غونډه کې وینا
09/08/2021
پکتیا ولسونه: له خپل نظام څخه په کلکه ملاتړ کوو او دښمن ته به اجازه ورنه کړو، چې شته ملي شتمنۍ لوټ کړي
دوشنبه: ۱۸ زمری ۱۴۰۰
نن د پکتیا د مېشتو قومونو یو شمیر مشرانو او مخورو د پکتیا له ملکي او نظامي رهبرۍ سره هر يو د پکتيا والي ښاغلي ډګر جنرال ګل نبي احمدزي ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان بريد جنرال دادان لونګ، امنيې قوماندان پاسوال عبدالقيوم باقي زوی، د ملي امنيت رئيس تورن جنرال عطا محمد اريوبي او د ولايتي شورا رئيس عبدالملک مجاهد ځاځي په شتون کې ولیدل او له هیواد په ځانګړې توګه له پکتیا څخه یې د دفاع په برخه کې د بشپړې همکارۍ او ملاتړ ډاډ څرګند کړ.
یادو مشرانو په خپلو خبرو کې د تیرو ترخو تجربو او د پردیو د شومو اهدافو ته په کتو سره یې وویل، موږ به هیڅ وخت د هیواد او ملي منافعو خلاف او د پردیو لاسپوڅو ته اجازه ورنه کړو، چې هیواد مو یو ځل بیا د تیر په څیر وران او له بدبختیو سره مخ کړي.
پکتیا والي ډګر جنرال ښاغلي ګل نبي احمدزي راغلو مشرانو ته له ښه راغلي وروسته وویل، روانه بدمرغه جګړه، چې ډیری قرباني یې افغان ولس ورکوي، پردۍ او د پردیو د ګټو جګړه ده، چې ګټې یې پردیو او لوی تاریخي زیان یې یوازې او یوازې افغان بې چاره ولس ته پاتې کیږي.
پکتیا والي ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې روان حالت د اندیښنې وړ ندی او ډیر ژر به یې د هیواد ویاړلي امنیتي او دفاعي ځواک او د پکتیا د میړنیو ولسونو په مرسته به کنټرول کړي.
پکتیا امنیه قوماندان پاسوال عبدالقیوم باقي زوی او د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان تورن جنرال دادان لونګ په خپلو خبرو کې وویل، دښمن یې په ګونډو کړی او په دې وروستیو کې یې د پکتیا په مربوطاتو کې دښمن ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی دی. دوی په ډاډ سره وویل، چې له هیواد او خاورې څخه به د ژوند تر اخیرې سلګۍ پورې له خپلو نظامي قوتونو سره اوږه په اوږه ساتنه وکړي او دښمن ته به د نظامي ځواک او د ولسونو په همکارۍ سره غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.
شورا رسنیز_دفتر
05/08/2021
د افغانستان د ولایتي شوراګانو همغږۍ شورا څخه د جمهوررئیس د مننې پیغام
د افغانستان د ولایتي شوراګانو همغږۍ شورا مشرتابه او غړو څخه د جمهوري نظام، د ملي ګټو او ارزښتونو او د هیواد د اتلو او زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو د ټینګ ملاتړ او برحقه دریځ مننه کوم.
د افغانستان ولایتي شوراګانې چې د هیواد په ولایتونو، ولسوالیو، کلیو او ولسونو کې ژورې رېښې لري، د پروني پرېکړه لیک په خپرولو سره د افغان ولس رسا غږ او ملي اراده ټولو ته څرګنده کړه او زه یې د زړه له کومې قدرداني کوم.
د هیواد په دې حساسو شرایطو کې به زموږ ملي یووالی، همغږي او د امنیتي او دفاعي ځواکونو کلک او بېساری ولسي ملاتړ د نیابتي جګړې او طالبانو د فتنې په مقابل کې د افغان ولس د اتلولۍ، سرلوړۍ او بریالیتوب لامل شي.
محمداشرف غني
د افغانستان اسلامي جمهوریت رئیس
05/08/2021
د نظام، امنیتي ا و دفاعي ځواکونو په ملاتړ د ولایتي شوراګانو د همغږۍ شورا پرېکړه لیک!
١٣ زمری, ١۴٠٠
بسم الله الرحمن الرحیم
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت
ولایتي شوراګانې چې د هیواد له هر کور او هرې ولسوالۍ سره نږدې پاتي او له ورځنیو حالاتو ښه درک لري؛ دافغانستان اسلامي جمهوریت د تېرو دوو لسېزو لاسته راوړنو چې د اتلو امنیتي او دفاعي ځواکونو د پاکو او مقدسووینو په نذرانه ساتل شوي، په یوه غږ
اعلان کوو:
1 ولسونو ته نږدې ولایتي شوراګانو ته لا له مخکې جوته شوې چې زموږ پر ملت او خاوره پردی جنګ تپل شوی دی،ولایتي شوراګانې نه غواړي چې په بېلابېلو برخو کې د تېرو دوو لسېزو لاسته راوړنې خاورې شي. موږ د جمهوریتاو امنیتي او دفاعي ځواکونو
ملاتړ پر ځان فرض ملي او اسلامي وجیبه ګڼو.
2 ولایتي شوراګانو د دولت له هغو نه ستړي کېدونکو هلو ځلو چې د خپلې خاورې، اسلامي نظام او د یوه هوسا ملتد بقا لپاره یې د سولې د راوستولو په بهیر کې کړي د زړه له تله مننه کوي، اما مقابل لوري ورته درناوی ونه کړ،برعکس یې بې رحمه پردۍ جګړه نوره هم ګرمه او د فتنې او شر لاره یې خپله کړه. بېګناه افغانان وژني، ملي شتمنۍلوټوي، اسلامي مقدسات او اصیل افغاني فرهنګ تر پښو لاندې کوي، موږ دا ډول کارونه په کلکه
غندو.
3 طالبان او د دولت نور مخالفین یواځې د انسانیت له بې احترامۍ، د بشریت له وژنې او د عامه تاسیساتو له ورانۍاو ویجاړۍ خوند اخلي. سوله چې یو اسلامي او قرآني اصل دی دوی ورباندې هېڅ باور نه لري؛ ولایتي شوراګانې لهخپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره
اوږه په اوږه درېږي او د خپل هیواد او نظام قاطعانه دفاع او ملاتړ کوي.
4 افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د خپلې خاورې اسلامي ارزښتونو د ساتنې سربېره د ښځو او ټولو نړیوالوبشري حقونو، انسانیت او د علم او پوهې ساتنه کړې ، ولایتي شوراګانې اراده لري چې د مکار دښمن د شومو او ناروااهدافو د مخنیوي په موخه د خپلو
امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ جاري او لاهم پیاوړی کړي.
5 ولایتي شوراګانې د ملګرو ملتونو، د امریکا متحدو ایالتونو، نورو هیوادونو او بین المللي بنسټونو څخه هیله لريچې د بشریت او زموږ د مشروع او منتخب جمهوري نظام څخه لکه څرنګه چې یې مخکې ملاتړ کړی، په موجودهبحراني حالت کې هم راسره خپله
هراړخیزه همکاري جاري وساتي.
6 ولایتي شوراګانې هیله لري هغه نظامي اشخاص چې په درنو جرمونو نه وي محکوم شوي د خاص رحم له مخې ترزندانونو خلاص کړي.
7 ولایتي شوراګانې له قدرمن، مهربان او وطندوست ولسمشر هیله لري د هغو ولسونو لپاره چې د خپلو امنیتي اودفاعي ځواکونو سره یو ځای د دښمن پر وړاندې خپل سنګر ګرم ساتل غواړي، د یوه منظم چوکات لمخې راته امکاناتبرابر کړئ، ترڅو ورته له نږدې رسیدګي وکړای شو او موږ هم هم د ځمکنۍ بشپړتیا، ملي نوامیسو او د جمهوري نظامد بقا لپاره د خپلو اتلو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره اوږه په اوږه خپله اسلامي، ایماني او
وجداني دنده په درست ډول ترسره کړو.
8 په ملي شورا کې د جمهوررئیس د هراړخیزې وینا په کلکه ملاتړ کوو، ځکه دا د افغانستان د ولس غږ وو چېجمهوررئیس په ملي شورا کې بیان کړ.
و من الله التوفیق
تل دې وي افغانستان
بریالي دې وي زموږ اتل امنیتي او دفاعي ځواکونه
04/08/2021
جمهوررئیس غني د ولایتي شوراګانو غړو ته په خطاب کې: تاسې ددې وطن ژورې ریښې یاستئ، نن ستاسو غږ د ټول افغانستان غږ دی. له جمهوري نظام او امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه ستاسو له ملاتړ او قطعنامې د زړه له کومې مننه کوم.
31/07/2021
د پکتیا ولایت مرکز ګردیز عسکري فامیلیو مشرانو صحي اوبو کمبود ستونزې شریکولو په موخه ولایتي شورا وکیل محمد رحمن قادري سره ناسته ترسره کړه.
چې یادو مشرانو په عسکري فامیلیو کې د صحي اوبو کمبود او همداراز یو لړ نورې ستونزې د ولایتي شورا وکیل ښاغلي قادري سره له نږدې شریکې کړې.
وکیل محمدرحمن قادري د راغلو مشرانو ستونزې واوریدې او دحل په موخه یې مشرانو ته ډاډ ورکړ چې تاسو ستونزې به پروخت د ولایت مقام او مربوطه ریاستونو سره شریکوو
وروسته د عسکري فامیلیو مشرانو د ولایتي شورا کړنو او هڅو مننه وکړه چې د خپل ولس ستونزې مو هر وخت د دولتي ادارو سره شریکې کړي دي.
پکتیا ولایتي شورا رسنیز دفتر
29/07/2021
#پکتيا
د هيواد هره سيمه ځانګړې ښکلا لري خو دغه درۍ رنګه بيرغ يې ښکلا څو برابر زياته کړې.
تل د هسک او رپانده وي
شورا رسنيز_دفتر
14/07/2021
د پکتیا ولسونو د دایمي سولې ټینګښت په موخه سوله ييز لاریون وکړ
چهارشنبه: ۲۳/۴/۱۴۰۰
دا چې د پکتیا ولایتي شورا رئیس الحاج عبدالمالک مجاهد ځاځي او ولایتي شورا غړو او د پکتیا ولسونو او په ټوله کې افغان ولس له روانې جګړې ډېر ستړی شوی او همدا راز جګړه پرته له وینې تویونې، ورانۍ او بدبختۍ بل څه له ځان سره نه لري، نو له دې امله د پکتیا ولسونو له نظام څخه د ملاتړ او د حقیقت په درکولو سره د دایمي سولې ټینګښت په پار پراخ سوله ييز لاریون وکړ. لاریون کوونکو په ګډه پر وسوالو طالبانو غږ وکړ چې روان جنګ ته د پای ټکی کيږدي، ځکه له تیرو شلو کلونو تر ننه ستره قرباني ولس ورکړې او لا هم په دې لړ کې درد او رنځ وړي.
لاریون کوونکو له وسلوالو طالبانو وغوښتل چې دایمي سولې ته دې بهانې نه لټوي، د دولت له پاک نیت څخه دې ناوړه استفاده نه کوي او د واقعي ژمنيتا په صورت کې دې سولې ته لبیک ووايي، تر څو ولسونه د ډاډمن امنیت په فضا کې بې له ویرې او تهديد عادي ژوند وکړي. همدا ډول لاریون کوونکو له شخصي ملیشو جوړوونې سره هم مخالفت وښود او په ټنګار سره یې د دایمي اوربند غوښتنې او جنګ پای ته رسيدو غوښتنه کوله.
13/07/2021
پکتیا: (۸۵۳۳) کیلوګرامه نشه یي توکي وسوزول شول
سه شنبه ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۰
نن د پکتیا والي ډګر جنرال ښاغلي ګل نبي احمدزي، امنیه قوماندان پاسوال عبدالقیوم باقي زوی، د ولایتي شورا وکیل سخي جان وفایار لخوا هغه (۸۵۳۳) کیلوګرامه نشه یي توکي چې د پکتیا امنیه قومانداني اړوند د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت لخوا د روان کال په اوږدو کې نیول شوي ول د دوې په حضور کې وسوزول شول.
په دغو نشه یي توکو کې شیشه، شراب، الکول او نور نشه یي توکي شامل وو، چې د ولایتي ملکي او نظامي رهبري او د رسنیو په حضور کې وسوځول شول.
امنیه قوماندان پاسوال عبدالقیوم باقي زوی وویل، د نشه یي توکو پر وړاندې زمونږ مبارزه چټکه ده او هیچا ته به اجازه ورنکړو، چې نور ددې ناوړه بوټي پیر او پلور مخته یوسي او د عاملینو سره به یې جدي قانوني چلند کیږي.
پکتیا ولایتي شورا رسنیز دفتر
11/07/2021
پکتیا امنیه قوماندان د ولایتي شورا رئیس او غړو سره ولیدل!
ورځ: یکشنبه
نېټه: ۲۰/۴/۱۴۰۰
د پکتیا امنیه قوماندان پاسوال عبدالقیوم باقي زوی په خپل کاري دفتر کې د ولایتي شورا رئیس الحاج عبدالمالک مجاهد ځاځي او د ولایتي شورا وکیل شفیق الله منګل سره ولیدل او د پکتیا په امنیتي وضیعت یې سره خبرې وکړې.
د ولایتي شورا رئیس عبدالمالک امنیه قوماندان ته د ولسونو په استازیتوب د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او په وینا یې چې ولسونه د خپلو امنیتي ځواکونو ترڅنګ ولاړ دي او هر وخت به د دوی سره یوځای په سنګر کې د هیواده دفاع کوي.
هغه د پکتیا امنیتي وضیعت د ښه والي په موخه هم د امنیه قوماندان څخه ځینې غوښتنې وکړې چې د امنیه قوماندان له لوري ورته بشپړ ډاډ ورکړل شو.
امنیه قوماندان پاسوال عبدالقیوم باقي زوی د ولایتي شورا د رئیس او غړو څخه مننه وکړه، چې تل یې د امنیتي ځواکونو ملاتړ کړی او په خپلو نیکو مشورو سره یې دا لیکې لا غښتلې او پیاوړې کړې.
امنیه قوماندان دوی ته وویل، موږ د پکتیا د ښه او ډاډمن امنیت د تامین په موخه پلانونه لرو، چې ډیر ژر به یې عملي او پکتیاوال به ډیر ژر د یوه قوي بدلون شاهدان ووسي، زموږ اولیت په عملیاتو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلی مخنیوی او دقت دی، چې په همدې موخه په تدریجي ډول مخته تګ کوو.
امنیه قوماندان د ولسونو څخه د تل په څیر د همکاریو غوښتنه وکړه او بې د ولس د همکارۍ څخه یې د امنیتي ځواکونو مخته تک ستونزمن وباله.
شورا رسنیز دفتر