07/06/2026
د پکتیا عامې روغتیا ریاست رسمي پاڼه
صفحه رسمی ریاست صحت عامه پکتیا
Paktia Public Health Directorate Official Page
07/06/2026
04/06/2026
19/05/2026
د پکتیا ولایت مرکز ګردېز کې د غذایی او درملیزو توکو څخه څارنه او پلټنه ترسره شوه
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۲۰ څخه تر ۱۴۴۷/۱۱/۳۰ پورې
د پکتیا عامې روغتیا ریاست اړوند د نظارتي ټیمونو له خوا د مرکز ګردېز اړوند سیمو کې له (۶) بابو هوټلونو، (۲) بابو د خوراکي توکو عمده پلورنځیو، (۱۲) بابو د خوراکي توکو پرچون پلورنځیو، (۱۴) بابو د درملو عمده پلورنځیو او (۳) بابو معاینهخانو څخه څارنه او پلټنه ترسره شوه.
د څارنې او پلټنې په جریان کې (۷۴) قلمه تاریختېر درمل، (۹۰) بسته تاریختېره شفا انرژي، (۴۰) بسته تاریختېرې شیدې، (۴۹) کیلوګرامه تخریب شوی چاکلېټ، (۴) بسته د «اېم» جوس او یو شمېر نور تاریختېر او بېکیفیته خوراکي او غیرخوراکي توکي چې ټولیز وزن یې نږدې (۳) ټنه کېده، راټول او د له منځه وړلو په موخه د نظارت او بازرسي آمریت ودانۍ ته انتقال شول.
همدارنګه، د څارنې پر مهال ټولو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې او هدایتونه وشول ترڅو د عامې روغتیا د معیارونو مطابق خدمات وړاندې کړي.
د درملو د بیو کنټرول او د شفري نسخو د لیکلو څخه د مخنیوي په موخه هم لازمې څارنې ترسره شوې او مسؤلینو ته اړینې لارښوونې وشوې.
د یادې ارزونې په جریان کې د سرغړونو له امله (۱) باب عمدهفروشي او (۲) بابې معاینهخانې مهر او لاک شوې.
د یادونې وړ ده چې د پکتیا عامې روغتیا ریاست اړوند د نظارت او بازرسي آمریت له خوا به د غذایی او درملیزو تأسیساتو څخه څارنه او پلټنه په دوامداره او جدي ډول دوام ولري.
#پکتیا
#ګردېز
03/05/2026
د پکتیا ولایت په جانی خیلو ولسوالۍ کې د غذایی او درملیزو توکو څخه څارنه او پلټنه ترسره شوه
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۱۵
د پکتیا عامې روغتیا ریاست اړوند د غذایی او درملیزو تأسیساتو د څارنې او پلټنې د نظارتي ټیمونو له خوا د پکتیا ولایت د جانی خیلو ولسوالۍ کې له (۱۹) بابو درملتونونو او روغتیايي مراکزو او (۸۳) بابو د خوراکي توکو پلورنځیو څخه څارنه او پلټنه ترسره شوه.
د څارنې او پلټنې په جریان کې، موجودې نیمګړتیاوې په نښه شوې او د اصلاح په موخه اړوند مسؤلینو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې. د یادې څارنې په پایله کې (۸۳) قلمه تاریختېر او غیرمجاز درمل او (۱۶۰) قلمه تاریختېر او بېکیفیته خوراکي توکي چې ټولیز وزن یې نږدې (۳) ټنه کېده، راټول او د اړوندو ادارو د استازو په حضور کې له منځه یوړل شول.
همدارنګه، د څارنې پر مهال (۱۰) بابو درملتونونه او روغتیايي مراکز چې د قیمتفروشي، خودسرانه فعالیت او د غیرمسلکي اشخاصو له خوا اداره کېدل، مهر او لاک شول.
د درملیزو تأسیساتو څخه د چک لېستونو د ډکولو ترڅنګ، مسؤلینو ته د درملو د قیمتونو کنټرول، د احتکار مخنیوي، وطني تولیداتو ته لومړیتوب ورکولو او د باکیفیته درملو د عرضه کولو په اړه لازمې سپارښتنې او هدایتونه وشول.
د یادونې وړ ده چې د پکتیا عامې روغتیا ریاست اړوند د څارنې او پلټنې آمریت له خوا به د غذایی او درملیزو تأسیساتو څخه څارنه او پلټنه په دوامداره او جدي ډول دوام ولري.
#پکتیا
25/02/2026
په ګردیز ښار کې د غذایی او درملیزو توکو څخه څارنه او پلټنه ترسره شوه
نیټه: ۱۴۴۷/۰۹/۰۸
د غذایی او درملیزو تأسیساتو د څارنې او پلټنې آمریت د نظارتی ټیمونو له خوا د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې له (۷۲) بابو د غذایی موادو عمده او پرچون پلورنځیو، (۴) بابو د غذایی موادو تولیدي کارخانو، (۸) بابو د درملو عمده پلورنځیو او (۳) بابو د درملو نمایندهګیو څخه څارنې او پلټنې ترسره شوه.
د څارنې او پلټنې په جریان کې، د نظافت د اصولو نه مراعتولو له امله یو باب د کیک او کلچو تولیدي کارخانه مهر او لاک شوه. همدارنګه، د پلټنې پر مهال (۷۳) قلمه تاریختېر او بېکیفیته غذایی مواد، (۳۵) کارتن تاریختېر درمل، شاوخوا (۶۵۰) کیلوګرامه تاریختېر او بېکیفیته خرما، او (۸۶) قطي کینګ چاکلیټ چې د خوړو او درملو معینیت له خوا د لابراتواري ازموینو پر بنسټ منفي ارزول شوي وو، راټول شول. د یادو موادو ټولیز وزن نږدې (۳) ټنه کېده.
ټول راټول شوي مواد د څارنې او پلټنې آمریت ودانۍ ته د له منځه وړلو (معدومولو) په موخه انتقال شول. همدارنګه، د څارنې او پلټنې پر مهال د غذایی او درملیزو عمده او پرچون پلورونکو ته د تاریختېرو او بېکیفیته موادو او درملو له خرڅلاو څخه د کلکې ډډې کولو او د نورو موجودو نیمګړتیاوو د اصلاح په اړه لازمې سپارښتنې وشوې.
د یادونې وړ ده چې د پکتیا عامې روغتیا ریاست اړوند د څارنې او پلټنې آمریت له خوا به د غذایی او درملیزو تأسیساتو څخه څارنه او پلټنه په دوامداره او جدي ډول دوام ولري.
#پکتیا
#ګردیز