15/01/2025
د پکتيا کثيرالرشـتوي انستېټيوټ اداره د تېرو کلونو په څېر په پام کې لري چې د ۱۴۰۴ هـ.ش کال پسرلني
سمستر لپـاره محصلين جذب کړي، ټول هغه کســان چې د دولسم ټولګي څخه فارغ شوي، همدارنګه هغه
کسان چې د کانکور په ازموينه کې بې نتيجې شوي وي، په ۱۳ ټولګي کې منل کيږي او تر ۱۴ ټولګي پورې
مسلکي زده کې ور کول کيږي، د فراغت پر مهــال د ټاکلې فيصـــدي (۷۵٪) په پوره کولو ســره دولتي او
خصوصي پوهنتونونو کې د شموليت چانس ورکول کيږي.
13/03/2024
د پکتیاکثیرالرشتوی انستیتوت خبر تیا!
هغه دولسم پاسان چې د ۱۴۰۳ تعلیمي کال لپاره یې د پکتیاکثیرالرشتوي انسټېټیوټ څخه د شمولیت مخصوص فورمونه تر لاسه کړي او ټول طی مراحل یې خلاص کړي وي خبر ور کول کیږي چې له یادو کسانو څخه روان کال شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۶ نیټه د اختصاصي کانکور آزموینه اخیستل کیږي د پکتیاکثیرالرشتوي انسټېټیوټ ادارې ته د آزموینې په موخه حاضر شئ دلا زیاتو معلوماتو لپاره د لاندې شمیرې سره په اړیکه کې شئ :
0772799281
30/01/2024
د تخنیکي او مسلکي زده کړو څوارلسم پاسانو د اختصاصي کانکور آزموینې ثبت نام فومونه پکتیا پوهنتون ته راغلي هغه فارغ شوي کسان چې عمومي فیصدي یې 75% څخه کمه نه وي چانس له لاسه مه ورکوي
پکتیا پوهنتون د شبانه(شپنۍ) او اختصاصي برنامو د نوم لیکنې خبرتیا!
ټول هغه دواطلبان، چې په انسټیټیوټ/دارالمعلمین کې یې تر څوارلسم(۱۴) ټولګي پورې زده کړې کړې وي، او غواړي چې خپلې زده کړې په اړونده برخه کې د لېسانس تر کچې پورته کړي؛ او همدرانګه هغه زده کوونکي چې له دولسم تولګي څخه فارغ شوي وي، او غواړي چې د شپې په برنامه کې د لیسانس ترکچې زده کړې وکړي، کولی شي، چې د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو عمومی مدیریت ته د (۱۴۰۲/۱۱/۱۰ ـ ۱۴۰۲/۱۲/۱۰) نېټې پورې د نوم لیکنې لپاره مراجعه وکړئ.
هیره دې نۀ وي، چې د پکتیا پوهنتون په انجینري، کرنه، اقتصاد،کمپیوترساینس، ښوونه او روزنه او شرعیاتو پوهنځیو کې اختصاصي محصلین جذبوي.
او د ژبو ادبیاتو پوهنځي په پښتو او دری څانګو؛ د ښوونې او روزنې پوهنځي په (کیمیا بیولوژي) او اسلامي ثقافت څانګو کې د شپې برنامې محصلین جذبوي.
یادونه: هغه دواطلبان چې له انسټیټیوت څخه فارغ شوي وي، د نمراتو سلنه یې باید له(۷۵) څخه کمه نۀ وي.
پکتیا پوهنتون محصلانو معاونیت
02/01/2024
په اکاډمیک چاپیریال کې د سالمې رهبري او مسلکي استادانو پر مټ هڅه کووترڅو ټولنې ته مسلکي او علمي کدرونه وړاندې کړو !
17/03/2023
د نوم لیکنې لړۍ به د ګوتو په شمیر ورځې روانه وي بیړۀ وکړئ، دغه چانس له لاسه مه ورکوئ...
09/03/2023
زېری!!!
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او لوړو زده کړو وزارت د ګډې هوکړې په ترڅ کې د دغه ادارې د فارغینو په وړاندې د یو کال تنزیل ستونزه هواره شوه.
تر دې وروسته به زمونږ د(۱۴) ټولګیو فارغین د ۷۵% فیصدۍ په لرلو سره د ځانګړې آزموینې څخه د بریا په صورت کې پاتې زده کړې په پوهنتونونو کې له پنځم سمستر پیل او پوره کوي.
لوړو زده کړو ته آسانه او آرزانه لار، ستاسو په مخ کې لمړی د تخنیکي او مسلکي زده کړو په ښه بڼه لوستل او لدې لارې د لوړو زده کړو ته هوسا بریالیتوب دی.
09/03/2023
که چیرته غواړئ چې مسلکي او په کارپوه، شخص درڅخه جوړ شي، او د ښه راتلونکي څخه برخمن شئ، هڅه وکړئ، د پکتیاکثیرالرشتوي انسټېټیوټ په مختلفو څانګو کې نوم لیکنه وکړئ...
20/02/2023
که چیرته غواړئ چې مسلکي او په کارپوه، شخص درڅخه جوړ شي، او د ښه راتلونکي څخه برخمن شئ، هڅه وکړئ، د پکتیاکثیرالرشتوي انسټېټیوټ په مختلفو څانګو کې نوم لیکنه وکړئ...
28/12/2022
زيری زیری زیری!
پکتياکثيرالرشتوي انسټيټيوټ دګران هيواد د پرمختګ اوبسايني ته درسيدو لپاره دځوانو کادرونو دروزلو په موخه په مختلفو بهترينو تخنيکي څانګو کي دنوي ۱۴۰۲ ه. ل تحصيلي کال لپاره د دولسمو ټولګيو څخه فارغ محصلين جذبوي.
نو خپلو موخو او لوړو زده کړو ته درسيدو لپاره له پکتيا کثيرالرشتوي انسټيټيوټ سره يوځای شئ.
05/10/2022
د پکتیاتخنیکي او مسلکي زده کړو اړوند کثیرالـــــــــرشتوی انستیتوت او پکتیاکرنې اوبولږولو او مالداري ریاست تــــر منځ د عملــــي کارونــــــو ( پـــــرکتیک) دورې تفاهـــم لیک امضاشو، چې پــــــــــــــــــر بنا به یې دپکتیاکثیــرالرشتــوی انستیتیوت د ځنګلاتو او طبعي زیرمو د ۱۴ ټولګي محصلین د کرنې اوبولږولو او مالداري ریاست ته د عملي کارونـــو په موخه معرفي کیږي، یاد تفاهم لیک د کرنیزو چارو آمــــر اود پکتیاکرنې او اوبولږونې او مالداري ریـــاست سپرست مهمند خروټي او د پکتیاکثیرالرشتــــوي انستیتیوت آمــــــر استـاد ګل بهار سمندر له خوا لاسلیک شو .