https://www.facebook.com/G.Ghazni.fans/
خیرو کاکا - خیرولا خان Khairu Kaka https://www.youtube.com/GhazniFans
د کاپیسا ولایت امنیه قوماندان د فېسبوک رسمي پاڼه - صفحه
https://www.facebook.com/G.Ghazni.fans/
خیرو کاکا - خیرولا خان Khairu Kaka https://www.youtube.com/GhazniFans
د کب ۹مه د امنیتي او دفاعي ځواکونو ورځ دې مبارک وي.
نهم حوت روز ملی نیروهای امنیتی و دفاعی مبارک.
12/09/2019
کاپيسا ولایت امنیه قوماندان او ورسره پلاوي یې د نجراب ولسوالۍ څخه لیدنه وکړه.
پنجشنبه د غبرګولي ۲۱مه ۱۳۹۸ هـ.ل
د کاپیسا ولایت امنیه قوماندان الحاج مل پاسوال فرید احمد مشعل او په ولسي جرګه کې د کاپیسا ولایت استازي ښاغلي میرداد خان نجرابي د یاد ولایت نجراب ولسوالۍ څخه لیدنه وکړه؛ په دغه لیدنه کې لومړی د یادې ولسوالۍ له سپين ږیرو او مشرانو سره د روانو ولسمشریزو ټاکنو پر اړوند موضوعاتو بحث وشو او په پای کې ښاغلي مشعل د نجراب ولسوالۍ درانه ولس ته زیاته کړه؛ د کاپيسا ولایت پولیس د روانو ولسمشریزو ټاکنو امنیت خوندیتوب لپاره بشپړ چمتووالی لري او د جلالتماب ولسمشر محمد اشرف غني د حکم پر بنسټ ټول پولیس باید د ټاکنو بهیر کې په بشپړه توګه بې پرې اوسي، د خلکو او ټاکنو مراکزو امنیت ټينګښت ته لومړیتوب ورکړي.
---------------------
قوماندان امنیه ولایت کاپیسا با هیئت همراه شان از ولسوالی نجراب ولایت کاپیسا دیدن نمود.
پنجشنبه ۲۱ سنبله ۱۳۹۸ هـ.ش
الحاج مل پاسوال فرید احمد مشعل قوماندان امنیه ولایت کاپیسا و محترم میرداد خان نجرابی نماینده مردم ولایت کاپیسا در ولسی جرگه از ولسوالی نجراب ولایت نامبرده دیدن نمود؛ در این دیدار بعد از ارزیابی وضعیت امنیتی با بزرگان و مو سفیدان ولسوالی نجراب در پیوند به انتخابات پیش رو ریاست جمهوری بحث و تبادل نظر نمود؛ در پایان این دیدار آقای مشعل افزود پولیس ولایت کاپیسا برای برگزاری انتخابات ریاست جمهوری آماده گی کامل دارند و مطابق به حکم جلالتمآب محمد اشرف غنی از تمامی نیروهای پولیس این ولایت میخواهد تا در جریان انتخابات کاملا بی طرف باشند؛ برای امنیت مردم و مراکز رای دهی اولیت دهند.
19/08/2019
کاپیسا ولایت مقام کې د خپلواکۍ د سلمې کلېزې لمانځغونډه جوړه سوه.
د زمري ۲۸مه ۱۳۹۸ هـ.ل
نن سهار د کاپيسا ولایت په مقام کې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ جوړه شوې غونډې ته مو وینا وکړه او د کاپيسا ولایت له دفاعي او امنیتي ځواکونو نه مو ستاینه وکړه او ترې ومو غوښتل څو په را روانو ټاکنو کې په بشپړ ډول بې پري اوسي.
17/08/2019
د کاپيسا ولایت نجراب ولسوالۍ افغانیه سیمې مشرانو سره لیدنه.
شنبه د زمري ۲۶مه ۱۳۹۸ هـ.ل
نن له غرمې وړاندې د نجراب ولسوالۍ افغانیه سیمې ګڼ شمېر مشرانو، علماوو، مخورو، محلي قوماندانانو او سپين ږیرو سره مې ولیدل؛ په دغه لیدنه کې مو د یادې سیمې پر امنیتي ستونزو خبرې وکړې.
14/08/2019
نن د کاپيسا ولایت امنیت رییس او خپلې ادارې ګڼ شمېر منسوبینو سره د تګاب ولسوالۍ احمد بېک غونډۍ ته تللی وم.
هلته مې له قومي مشرانو، سپين ږیرو او د تګاب ولسوالۍ جهادي قوماندانانو سره ولیدل؛ لومړی مو د یادې ولسوالۍ امنيتي وضعیت و ارزاوه او وروسته مو د خلکو ستونزې واورېدلې.
06/08/2019
نن مو د کاپیسا ولایت اله سای او تګاب ولسوالیو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د یاد ولایت امنیت رییس جنرال محمد هاشم (هاشم) او لوا ارکان رییس هم برخه اخیستې وه؛ لومړی مو د دواړو ولسوالیو د امنیتي وضعیت ارزونه وکړه او وروسته د ملي اردو دویم کنډک ته لاړو؛ هلته مو د ملي اردو له هغو دوو قوماندانانو ستاینه وکړه چې څه موده وړاندې یې له ځان نه سرښندنې ښودلې وې؛ ور پسې له ولسوالانو، امنیه قوماندانانو، د اله سای او تګاب ولسوالیو قومي مشرانو سره مخامخ خبرې وکړې؛ ټولو امنیتي منسوبینو ته مو سپارښتنه وکړه تر څو په روانو ولسمشریزو ټاکنو کې په بشپړ ډول بې پرې اوسي؛ هر هغه څوک چې سرغړونه وکړي د قانون پر اساس ګرم دی او وبه نیول شي.
د کاپيسا ولایت درانه ولس ته ډاډ ورکوم چې د لوی اختر په رارسېدو او د هېواد خپلواکۍ سلمې کلیزې په ویاړ ټول امنیتي منسوبین خپل بشپړ چمتووالی لري او د تیار سئ په حال کې دي.
22/07/2019
تېره ورځ له خپلو همکارانو سره د کاپيسا ولایت کوهبند ولسوالۍ؛ ملنګ خیل کلي ته تللی وم؛ په دغه لیدنه کې د یاد ولایت ولایتي شورا لومړي مرستیال ښاغلي محفوظ خان (ساپي) هم را سره برخه اخیستې وه او د ځایي خلکو ستونزې مو واورېدلې؛ د یادې سیمې له مشرانو او ځوانانو څخه نړۍ مننه کوم دا چې زمونږ مېلمه پالنه یې وکړه او خپلو سرتېرو سره یې د تلپاتې مرستو ژمنه وکړه.
له زړه نه خوشحاله شوم دا چې د هېواد په هر ګوډ کې ماشومان ښوونځیو ته ځي او د خپلې روښانه راتلونکې لپاره زده کړې کوي.
13/07/2019
مونږ په تېرو ۴۵ ورځو کې د کاپيسا ولایت او خلکو لپاره څه کړي؟
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د مدني ټولنو له استازو، رسنیو، او کاپيسا ولایت ځوانانو له استازو سره د یاد ولایت امنیه قوماندان الحاج مل پاسوال فرید احمد (مشعل) لیدنه.
شنبه د چنګاښ ۲۲مه ۱۳۹۸ هـ.ل
نن سهار د کاپيسا ولایت امنیه قوماندانۍ په دفتر کې د رسنیو، مدني ټولنو غړو کاپیسا او پروان ولایتونو د ځوانانو له استازو سره ګډه ناسته تر سره شوه؛ په یاده ناسته کې د کاپیسا ولایت امنیه قوماندان ښاغلي الحاج مل پاسوال فرید احمد (مشعل) د امنیت امر ښاغلي محمد مشعوق (کوهستانی) او د قوماندانۍ ملکي مرستیال ښاغلي محمد مصطفی (کوهستانی) هم برخه درلودله چې لومړی ښاغلي مشعل د خپلې ۴۵ ورځو کاري راپور داسې وړاندې کړ:
۱: ۲۵ تنه غیر مسووله وسلوال له خپلو وسلو سره نیول شوي.
۲: د کاپيسا ولایت زیانمنو سیمو کې ۵ تصفیوي عملیاتونه تر شوي چې د یاد ولایت زړورو منسوبینو درنه مرګ ژوبله دښمن ته اړولې.
۳: ۴۶ تنه هغه زورواکي، غله او لنډغر چې د کاپيسا ولایت عامه نظم لپاره یې خنډ جوړ کړی وو ټول نیول شوي او د ناوړو کړنو د بیا ځلې مخنیوي په موخه بایومتریک شول؛ دمګړۍ د قانون په منګلو کې دي.
۴: ګڼ شمېر د ځمکو غاصبین او د نشه یي توکو قاچاقبران نیول شوي.
۵: د دښمن لخوا د کاپيسا اړوند ولسوالیو کې ۴۸ بریدونه په شا تمبول شوي.
۶: د کاپيسا ولایت منسوبینو لخوا ۴۴۰ ګرځنده ګزمې تر سره شوي.
۷: کاپيسا ولایت مرکزي او اړوند سیمو کې د جنایي جرمونو ۶۰-سلنه کموالی.
۸: له چاودېدونکو توکو ډک هغه موټر نیول شوی او خنثی شوی چې موخه یې د کاپیسا ولایت حکومتي تاسیسات ول.
۹: د کاپيسا ولایت مشرتابه او ځایي مشرانو په غوښتنه د نظامي منسوبینو روتېشن (تغیر او تبدیل) تګلاره پیل او ډېری ساتنمنان د یاد ولایت له یوې ولسوالۍ څخه بلې ولسوالۍ ته لېږل شوي.
۱۰: د مل پاسوال فرید احمد (مشعل) تر مشرۍ لاندې ټولو منسوبینو ته ځانګړې سپارښتنه شوې تر څو تروریستان له منځه یووړل شي.
د ناستې په پای کې د مدني ټولنې رییس ښاغلي حشمت الله (اسحاق زاده)، د ولایتي شورا استازي ښاغلي محمد محفوظ (ساپي) او څو تنو نورو غړو د ګډونوالو په استازیتوب خبرې وکړې ویې ویل:
۱: د کاپيسا ولایت امنیه قوماندان نه مننه دا چې د نظامي منسوبینو حاضرۍ کنټرول څاري او د امنیتي پوستو پر مهال د سرتېرو غوره سلوک او چلند تاسو د هلو ځلو نښه ده.
۲: د کاپیسا ولایت اړوند سیمو کې د پولیسو ګرځنده ګزمو جوړول.
۳: د غیر مسووله وسلوالو نیول او د هغوی د ملاتړو د نومونو افشا کول.
۴: د کاپیسا ولایت د افسرانو ټاکلو او تبدیلولو تر منځ د توازن ساتل.
۵: د کاپيسا ولایت امنیتي منسوبینو او سرتېرو نه د مدني ټولنو استازو، رسنیو او ځوانانو ملاتړ ټول هغه زمونږ لومړیتوبونه دي چې باید له تاسو او امنیتي منسوبینو څخه ملاتړ وشي.
07/07/2019
د ډاډګېرنې او خواخوږۍ پیغام
یکشنبه د چنګاښ ۱۶مه ۱۳۹۸ هـ.ل
په ژورې خواشینۍ سره خبر شوم چې طالبانو نن د غزني ولایت مرکز کې یو وحشیانه تروریستي برید تر سره کړی چې له امله یې د ښوونځیو زده کوونکو، ښوونکو، او ماشومانو په ګډون زمونږ ګڼ شمېر بې ګناه هیوادوال شهیدان او ځینې هم ټپیان شوي؛ او دغه برید لسګونه کورنۍ د غم په ټغر کېنولې.
زه دغه ترهګریز برید په کلکو ټکو سره غندم د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او همدردۍ مراتب وړاندې کوم او ټپیانو ته د لوی رب په دربار کې د بشپړې روغتیا هیله کوم.
د خپل هېواد د یوې روښانه راتلونکې لپاره مبارزه کوم؛ امنیتي ځواکونه په اسلامي او هېوادنۍ مینه له ملي نوامیسو ساتنه کوي.