Sabir Takan

Sabir Takan

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Sabir Takan, Library, Herat.

07/06/2024
18/05/2024

دا مې په یو کتاب کې نه شو لوستی

له محبته چې مې څه زده کړه

20/04/2024

سختې د ژوند برخه ده
پام
چي تسليم نشی

03/08/2022

‏په اننګو باندې د ګران هېواد بیرغ جوړوم!😘
یو قلم شین یو قلم سور یو قلم تور راکړه!

🇦🇫

🖤❤💚
‎.....★

21/03/2022

نوی کال مو نيکمرغه
او
په حقيقت کې مو دمړيني د پيړی ابتدا

Photos from Sabir Takan's post 08/12/2021

شير کول يي پر تاسو چي لږ خپل ګريوان ته سر ور ټيټ کړو چي څوک ګرم دي


!
بـسم الله الرحمن الرحیم
ﺩﺍ ﺗﺎﺳﻮ افغانیانو ﭼﯥ ﺩﺍ ﺩﻭﻣﺮﻩ ﭘﺎﮐـﺴﺘﺎﻥ ﭘـﺴﯥ ﺧـﺒﺮﯤ ﮐـﻮﺉ ! ﺯﻩ ﺗﺎﺳﻮ ﻧﻪ ﯾﻮ څو ﺗﭙﻮﺳﻮﻧﻪ ﮐﻮﻡ:
ﭼﯥ ﺟﻮﺍﺏ ﯦﯥ ﺭﺍ ﮐړﺉ؟
ﺩﺍ ﺳﺘﺎﺳﻮ ﺩﺍﻓﻐﺎﻧﺴـــــﺘﺎﻥ ﺧــﺎﻭﺭﻩ ﭘﻪ ﺍﻧﮕﺮﯾﺰﺍﻧﻮ ﺳﺘﺎﺳﻮ مـشـر
ﺍﻣﯿﺮ ﻋﺒﺪﺍﻟﺮﺣﻤﻦ خانﺧﺮڅه کړې ﻭﻩ ؟
ﮐﻪ ﺯﻣﻮنږ ﻗﺎﯾﺪ ﺍﻋﻈﻢ ؟

ﺩﺍ ﺳﺘﺎﺳﻮ ﺍﻣﯿﺮ غازی ﺍﻣﺎﻥ ﺍﻟﻠﻪ ﺧﺎﻥ ﭘﺴــﯥ خلک ﻟﻪ ﻣﻠــﺘﺎﻥ ﻧﻪ ﺩﺭﻏﻠﻲ ﻭ ﮐﻪ ﺩ ﮐﻠﮑﺎﻥ ﻧﻪ ؟
ﺩﺍ ﭼﯥ ﺗﺎﺳﻮ ﭘﻪ ﺗﯿﺮﻭ ﮐﻠـﻮﻧﻮ ﮐﯥ ځانــــته ﯾﻮ ﺍﺳﻼﻣﯿﻪ ﮐﺎﻟﺞ ، ﯾﻮ ﺷﯿﺮ ﭘﺎؤ ﻫﺴﭙﺘﺎﻝ ﺍﻭ ﯾﻮ ﺭﯾﻞ ﮔﺎډی ﺟﻮړ ﻧﻪ ﮐړﻭ ؟

ﻧﻮ ﺯﻣﻮنږ ﺍﯾﺠﻨﺴﻮ ﺩﺭﺗﻪ ﻭﯾﻠﻲ ؤ ؟
ﮐﻪ ستاسی ﺧﭙﻠﻮ ﻣﺸﺮﺍﻧﻮ ﻣﻮ ﻋﯿﺸﻮﻧﻪ ﮐﻮﻝ؟
ﺩﺍ ﺭﺍﺗﻪ ﻭﻭﺍﯾﻪ ﭼﯥ ﺳﺘﺎﺳﻮ ﺳﺮﺩﺍﺭ ﺩﺍﻭﺩ ﺧﺎﻥ ﭼﺎ ﻭﻭﮊﻟﻮ؟
ﺗﺮﮐﻲ ﺗﻪ ( ﺍﯼ ﺍﯾﺲ ﺍﯼ ) ﻭﯾﻠﻲ ﻭﻭ؟
ﮐﻪ ﮐﺎﺭﻣﻞ ﺩ ﺟﻤﺎﻋﺖ ﺍﺳﻼﻣﻲ ﺳﺮﻩ ﮐﺎﺭ ﮐﻮﻩ؟
اﻭ ﮐﻪ ﺣﻔﯿﻆ ﺍﻟﻠﻪ ﺍﻣﯿﻦ ﻣﺴﻠﻢ ﻟﯿﮓ ﮐﯥ ﻭ؟
ﺩﺍ ﺭﻭﺳﺎﻧﻮ ﺗﻪ ﺟﻨﺮﺍﻝ ﺿﯿﺎالحق ﺧﻂ ﻟﯿﮑﻠﯽ ﻭﻩ؟
ﺩﺍ ﺍﻓﻐﺎﻥ مهاﺟﺮ ﭘﺎﮐﺴﺘﺎﻥ ﺗﻪ ﭼﺎ ﺭﺍ غوښتی ﻭ؟
ﮐﻪ ﺳﺘﺎﺳﻮ ﺩ ﺧﭙﻠﻮ ﺩﻻﺳﻪ ﺭﺍ مهاﺟﺮ ﺷﻮﻱ و؟
ﺗﺎﺳﻮ وایئ ﭼﯥ ﻧﺼﯿﺮﺍﻟﻠﻪ ﺑـﺎﺑـﺮ او جنرال حمید ګـــــلﺳﺘﺎﺳﻮ ﺟﻬﺎﺩﯾﺎﻧﻮ ﺗﻪ ټریننګ ﻭﺭﮐﺎﻭﻩ ﭼﯥ ﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ ﻭﺭﺍﻥ ﮐړﻱ !
ﻧﻮ ﺩﻭﻱ ﻣﺎﺷﻮﻣﺎﻥ ؤ !
ﭼﯥ ﺑﺎﺑﺮ ﺑﻪ ﻭﺭﺗﻪ ﻭﯾﻞ ﭼﯥ وطـن مو وران کړه او خـپل افغان ورونه ﻭﻭﻟﻪ ﺍﻭ ﺩﻭﻱ ﺑﻪ ﮐﻮﻝ؟
ﮐﻪ ﺯﻣﻮنږ ﭘﺎﮐﺴﺘﺎﻥ ﺩﻭﻣﺮﻩ ﺗﮑړﻩ ﻭای ﻧﻮ ﺑﻨﮕﻠﻪ ﺩﯾﺶ ﺑﻪ ﻭﺭﻧـﻪ ﻧﻪ ﺗﻠﻮ !!!
په دمره وخت کې ﮐﺸﻤﯿﺮ ﺑﻪ ﯦﯥ ﺁﺯﺍﺩ ﮐړاﯼ ﻭای !

ﺧﻮ اصلی ﺧﺒﺮه ﺩﺍ ﺩﻩ ﭼﯥ ﺑﻨﮕـﺎﻟﯿﺎﻧﻮ ﺍﻭ ﺍﻧـډﯾﺎ ﻭﺍﻟـﻮ ﮐﯥ ﻏﺪﺍﺭﺍﻥ ﻧﺸﺘﻪ دوی خپل خاوری ته ژمن دي !!!

ﺑﺲ ﺗﺶ ﺩ ﭘﺎﮐﺴــﺘﺎﻥ ﮔـﻨﺎﻩ ﺩﺭﺗﻪ ښکـاري ﺧﭙﻞ ﻗﺼـﻮﺭ بیلکل ﻧﻪ ﻣﻨﺊ ، ﭘﺎﮐﺴﺘﺎﻥ ﺩﺭﺗﻪ ﻭﯾﻠﻲ ﺍﻭ ﺗﺎﺳﻮ کړي ده .!!؟؟

ﺗﺎﺳﻮ ﺧﻮ وایئ ﭼﯥ ﻣﻮنږ ﺩ ﺍﺣﻤﺪ ﺷﺎﻩ ﺑﺎﺑﺎ ځامن یوو !
اﻭ ﺩ ﺣﺎجي ﻣﯿﺮﻭﯾﺲﻧﯿﮑﻪ ﻟﻤﺴﯿﺎﻥ ﯾﻮ !
ﻧﻮ څنګه ﺩ ﯾﻮ ﭘﻨﺠﺎﺑﻲ کرنیل ﭘﻪ ﺍﺷﺎﺭﻩ ﺧﭙﻞ ﻭﻃﻦ ﻭﺭﺍﻧﻮﺉ ؟؟؟

ﺭﻭﺳﺎﻥ ﺗﺎﺳﻮ ﭘﻪ ځان ﺭﺍﻭﺳﺘﻞ !
ﭘﺨﭙﻠﻮ ﻣﻮ ﺧﭙﻠﻪ ﺑﻤﻮﻧﻪ ﻭﺭﻭﻝ !
ﺧﭙﻞ ﻣﻮ ﺩﺭ ﭘﻪ ﺩﺭﻩ ﮐړﻝ !
ﺧﭙﻞ ﮐﺎﺑﻞ ﻣﻮ ﻭﺭﺍﻥ کړو !
ﺑﯿﺎ ﻭﺍﯼ ﭼﯥ ﭘﺎﮐﺴﺘﺎﻥ ﺩﻻﺳﻪ !
دا خبره در سره سمه ده او منم ،ﻧﻮ ﮐﻪ ﺍﺷﺎﺭﻩ ﺩ ﭘﺎﮐﺴﺘﺎﻥ ﻭﻩ...
ﻧﻮ ﮔﻮﺗﻪ ﺍﻭ ﻣﺎﺷﻪ ﺧﻮ ﺳﺘﺎﺳﻮ ﻭﻩ ﮐﻨﻪ ..؟
که ایجنټ د (ای اس ای) وو کور خو ستاسو وو !

ﺩﯤ ﺧﭙﻠﻮ ﻏﺪاﺭﺍﻧﻮ ﮐﯥ ﯾﻮ ﺟټ ﺑټ ﺍﻭ ﭼﻮﻫﺪﺭﻱ ﺭﺍﺗﻪ ﻭښاﯾئ؟
ﯾﺎ ﺧﺎﻥ ﺩﯼ ! ﯾﺎ ﻣﻼ ﺩﯼ ! ﯾﺎ ﻣﮑﺘﺒﻲ !
ﻧﻮ ښه ﺑﻪ ﺩﺍ ﻭﻱ ﭼﯥ ﺧﭙﻠﻪ ﮔﻨﺎﻩ ﻭﻣﻨﺊ !
ﺧﭙﻞ ﮔﺮﯾﻮﺍﻥ ﮐﯥ ﻭﮔﻮﺭﺉ !
ﺍﻭﻝ ﺩ ﺧﭙﻠﻮ مینځوﻧﻪ ﻏﺪﺍﺭﺍﻥ ﻭﺑﺎﺳﺊ !
ﺩ ﭘﺮﺩﻭ ﻭﻓﺎﺩﺍﺭﺍﻥ او ایجنټان ﻭﺑﺎﺳﺊ !
ﮐﻪ څه ﻫﻢ ﺩﺍ ﻭﻓﺎﺩﺍﺭﻥ ﺩ ﭘﺎﮐﺴﺘﺎﻥ ﻭي ﺍﻭ ﯾﺎ ﻫﻢ ﺩ ﺑﻞ ﻣﻠﮏ ! ﺗــﺮڅـو ﭼﯥ ﺧﭙﻞ ځان ﺳﻢ ﻧﻪ ﮐـړﺉ ﻧﻮ ﻫﺮ ﭼﺎ ﺗﻪ ﺑﻪ ﯾﻮ ﯾﻮ ﻏﻼﻡ ﭘﻪ ﻻﺱ ﻭﺭځئ !!!
ﺍﻧﮕﺮﯾﺰ ﻧﻪ ﻭﺍﺧﻠﻪ ﭘﺎﮐﺴﺘﺎﻥ ﭘﻮﺭﯤ ﻫﺮ ﭼﺎﺗﻪ ﯾﻮ ﮐـﻠﮑـﺎﻧﻲ ﺍﻭ ﺣﻘﺎﻧﻲ ﺗﺎﺳﻮ ﮐﯥ ﭘﯿﺪﺍ ﮐﯿږﻱ !!!
ﺩﺍ ﻭلې ؟؟؟؟
ﺑﯿﺎ ﻭﺍئﭼﯥ ﭘﺎﮐﺴﺘﺎﻥ ﺧﺮﺍﺏ ﮐړﻭ !!!
ﺧﭙﻞ ﮐﻮﺭ ﺳﻢ ﮐړئ !
ﻣﺮﻭﺭ ﻣﻮ ﭘﺨﻼ ﮐړئ !
ﺩ ﺑﻞ ﻣﻨﻞ ﭘﺮﯾږﺩﺉ !
ﺩ ﭘﺎﮐﺴﺘﺎﻥ ﻣﺮﺩﻩ ﺑﺎﺩ ﺳﺮﻩ ﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ ﻧﻪ ﮊﻭﻧﺪﯼ ﮐﯿږﯼ ﮐﺎﺭ ﮐﻮﻝ ﭘﻪ ﺻﺪﺍﻗﺖ ﺳﺮﻩ ﻫﻢ ﻏﻮﺍړي !
ګـنې ﺳـﺒﺎ او هر وخت ﺑـﻪ ﺩ ﺗـﻮﺭخم ﺍﻭ ﻫﻢ ﺩ ﺳﭙـﯿﻦ ﺑﻮﻟﺪﮎ ﭘﻪ ﮔﯿټ ﻫﻤﺪﺍﺳﯥ ټیټ ﺳﺮ خړ سترګې ﻭﻻړ یئ !
ځئ ﺩ ﺧﺪﺍﯼ ﭘﻪ ﻟﺤﺎﻅ ﺧﭙﻞ ﮐﻮﺭ ﻣﻮ ﻭﺩﺍﻥ ﮐړﺉ !
ﺧﭙﻞ ځاﻥ ﻭﭘﯿﮋﻧﺊ !
ﺧﭙﻞ ﺗﺎﻭﺍﻥ ﺍﻭ ﻏﯿﺮﺕ ﻭﭘﯿﮋﻧﺊ !
خپل ملی منافع او ملی هویت او ملی ارزښتونه وپیژنئ !
خپل ملی منافـعو او ملی ارزښــتونـو ته په شـخــصی منافعو ترجیح او غوره والۍ ورکړئ !
خپل خاوری ته ژمن پاتې شئ !
متحد او متفق شئ !
علم او پوهه ، سیاست او ریاضیت ترلاسه کړئ !
جهل او فقر خپل ځانونو کې په ځانګړۍ ډول ختم کړئ !
دخپل ورور اود خپل وطن په ورانولو کې ځـان اتـل او بـوتـل مــه ګـڼـئ !
کــوم یرغــلـګـر بهـرنی هیوادونه چې سـتاسو ملک افغانستان باندې حملې کړي اوهمدارنګې ستاسې کوم ګاونډی هیوادونه چې دبهرني یرغلګلرو سـره په دی یـرغـلــو کې مالي، ځاني ، لوجستکی مرسته کړای وي تاسې کولای شئ چې پـه نړیـواله کچه اود نړیوالو په اصـولو د خپـل هیـواد افغانسـتان جبران (خساره) او تاوان ددواړو څخه واخلئ !
په همغه جبران پیسې باندې خپل هیواد بیرته اباد کړئ !
اود خپلو کونډو او یتیمانو ښه روزنه ور سره وکړئ !

خــو دا هــرڅه البته هغه وخت کیـدونکې دی چې خـپلـو کې متـحـد شئ او خپل خـاری ته داسې ژمـن رهبـر ترلاسـه کـړئ چې سـتاسو ملي منافع او ملي ارزښتونه سره کرښه وګڼي.

؟
ستاسو د جهل او که ستاسو د مشرانو د خیانتونو ده؟
چې د ﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ د ملت سره دوي کړاي دي ؟
سمه ﺩﻩ ﭘﺎﮐﺴﺘﺎﻥ ﺍﻭ ﺍﯾﺮﺍﻥ د خپلو ګټو د پاره به هرڅه کوي؟
تاسې هـم باید د خپلو ملت اود خپـلو ملـک د پاره وکـړئ !

#زماغوښتنه: مونږ افغانانو خپله ملامته یوو راشئ ماهۍ هر وخت د اوبو څخه چې را وباسئ همغه شانته تازه وي:
اوس هم سروخت دی خپل راتلونکې نسلونو دپاره یو سوکاله ارام ښه آباد افغانستان پریږدو !
خپلو کې متحد شو او خـپل ملی منافعو او ملي ارزښتونو ته ترجیح ورکړو دوطن څخه تیښته کول شرم دی.
وطن کې پاتې کیدل عـزت دی اود وطن خـدمت کـول عبادت دی ؛ چاچې څه کړای وي هغه قضاوت به تاریخ وکړي.
دخپلو داخلی انجینرانو په وسېله خپل معدنونه به استخراج کړو او خپل داوبو بندونه به جوړ کړو وطن به ګل ګلذار شي.

ومن الله التوفیق
وصلی الله تعالی علی خیر خلقه محمد وآله وصحبه اجمعین.

#لیکـوال: #استـاد #ابومحـمد #سـعـدالله #حبیبی

18/10/2021

تلم د يار ديدن ته په کي شولي لاري دوه

يو طرف د يار کور بل طرفته ميخانه

17/10/2021

په ماشومانو کې د عزت باالنفس د زیاتوالي لارې چارې:

١- که د شپې هر څومره کار لري، نو خپل
ماشوم ته مو کیسه وکړﺉ
٢- د هغه غلطیانې ور وبښئ.
٣- د هغه ښه کارونه ډیر کړﺉ.
٤- د هغه خبرو ته ښه غوږ شئ.
٥- بې له کوم دلیله یې په غیږ کې ونیسئ او ښکل يې کړﺉ.
٦- هیڅکله یې له نورو سره پرتله کوي مۀ!
٧- کله کله د هغه لپاره د هغه د خوښې کارتون وګورﺉ.
٨- داسې مه ورته وایاست، چې ته نور ستر شوي یئ.
٩- که تاسو اشتباه وکړه په آرامه سره بښنه وغواړﺉ.
١٠- د سفر پر مهال هغه ته زنګ ووهئ، چې زړه خو مو تنګ شوي نه ده.
١١- خپلې اړیکې د خپلې میرمني سره تصحیح کړﺉ.
١٢- د تفریح او لوبو کولو لپاره وخت وټاکئ.

04/09/2021

ريښتيا رېښتيا به وايم
که وم وم که نه وم نه وم

21/08/2021

خير
صبر کوو
اوريدلي مي دي
رب ج د صابرانو سره وي

24/04/2021

ولور

«««««««( د پښتنو ولور رواج او غني بابا )»»»»»»»»»
(ليک او تحقيق شبير دراني)
ولور يا په لور خور پیسې اخستل په سويلي پښتونخوا جنوبي پښتونخوا قبائيلو او لوې افغانستان کې د ځينې پښتنو يو رواج دې
ولې غني بابا يوازې د ولور نه جهيز اخستلو هم خلاف وو او د حيثيت نه د زيات جهيز غوښتنه ئې ډلاتوب کنړلو غني بابا هم د دغه ولور په ضد دا نظم ناوې ليک کړې دې تراوسه دا نظم په لکونو پښتنو لوستلې دې ولې د غني بابا په کلام پوهيدل ګران يا مشکل نه ناممکن دي
«««««««««««««««( ناوې )»»»»»»»»»»»»»»»
اف دنياګې پلتې
ګنده د ګندو بوټې
ته يو لمبه ئې د اور
درکې غیرت سوزيږي
سړيتوب علم پښتو
ډوب او نازک خيالونه
بال بچ اؤ دين اؤ ايمان
په مال او ښار ورکوي
د سرو بدل کې والله
جانان دلدار ورکوي
لوړ خاندان ښه خصلت
دا هيڅ قيمت نه لري
ښايسته صورت د ګلاب
چې جيب ئې تش وي څه وي
د لور د خوښې تپوس
وائي دا سپک کار دې
يو سپي ته ئې ناوې کړي
خو سپې مالدار دې
ډمه غریبه سپې ده
چې په ښکاره چلیږي
دلته زرګونه ډمې
په سرو ډولو کې پټې
په زمکه مال او دولت
ښه په عزت ورکيږي
که په يو نوټ لاړه
ډمه ده ډمه ده
د زر جريبو خرڅه
ترې په څه کمه ده
(غني بابا)

غني بابا دلته جهيز اخستل هم په ولور ياد کړي دي او وائي چې ولې په نغدو پيسو څرخه شي نو هغه ولور دې او که يو پلار ورور دا شرط ولګوي چې زما لور خور ته د خپل حيثيت څخه پورته زمکه بنګله فيکټري يا کارخانه واخله دغه جهيز دې ؟
غني بابا وائي چې د خپل حيثيت نه پورته که د لور خور په سر د هر څيز غوښتنه وشي نو هغه ولور دې په لور خور پیسې اخستل دي ؟

دا ته تير باسې څوک
په دې سرو بريتو خانه
ماله دهوکه راکوې
که دهوکه کې دې ځان
(غني بابا)
ځکه دلته غني بابا په جار وائي چې که غريب په لور خور پیسې واخلي نو هغه ولور دې او که خان ته ئې په سر د مال جايداد اؤ کارخانې سودا وکړې نو هغه جهيز دې هيڅکله هم نه دغه هم ولور يا پيسې اخيستل دي ؟

لکه غوا خرڅه ليلی
په شړنګا شړنګ ورکوي
دې دله توب له بريتو
د پښتو رنګ ورکوي
(غني بابا)
غني بابا وائي چې يو اړخ ته د مال دولت او فيکټرې يا کارخانې په لالچ کې لکه د ګډې بيزې يا غوا ميښې خپله لور خور بې تپوسه د جلب ونيسې او د خپلو مفاداتو لپاره ئې چا شته من ته لاس کې ورکړې اؤ بل اړخ ته وائي چې دا مې د پښتو کار وکړو په غټانو کې مې د لور خور رشته وکړه

بيا لاړ شي ګوټ کې له کور
نوټونه وشماري
که زر پردو کې پټ شي
دله ښکاره ښکاري
که وي خينزر سره مال
ګل اؤ جانان به اخلي
ستا شريفان فقيران
تش بيابان به اخلي
دا دلاګان شو مونږه
که ستا قانون دې دا
دا زه چې ويم پښتو دا
او که جنون دې دا
اے مصوره د خيشت
اے د ځوانې خدايه
(غني بابا )
څه رنګې چې ما مخکې وضاحت کړې دې چې ولور د ناوې قیمت ته ویل کېږي. دا هغه بيه ده قيمت دې (پیسې دي) چې د ناوې پلار، ورور یا خپلوان يې د زوم له کورنۍ نه د لور خور په سر اخلي.
دا یو دود دی چې په سويلي پښتونخوا جنوبي پښتونخوا قبائيلو او افغانستان کې موندلي شي.
دا دود د دې خبرې تصدیق کوي چې پښتانه لور خور په کور لویول یو بوج ګنړلي او په سر پيسې اخیستل د هغې د ساتنې تاوان اخلي.؟
دې خبرې ته هم پام کول په کار دي چې هسې هم زموږ په ټولنه کې د ښځې قدر نشته،؟ او چې په سر ئې پيسې واخلي خو لکه چې ناوک ځانته په مندۍ کې ځناور واخسته او اوس چې ئې څه خوښه وي هغه به ورسره کوي او د ولور يا پيسو اخستلو وروسته مونږ دا حق هم نه لرو چې د ناوک نه د خپلې لور خور سره د ظلم پوښتنه وکړو
ځکه چې مونږ دغه حق د ولور په بدل د خپله لاسه ورکړې وي
د ولور قیمت سیمې ته په کتلو بدلېږي او د ناوې، پېغلې او کونډې ښکلا او ښایست هم په دې کې لوې رول لري ؟
څومره چې ناوې ښکلې وي هغومره يې قیمت ډیر يا پورته وي ؟
ځکه غني بابا وائي چې

او د ګلاب هسې لور
که د سپي کور له لاړه
خير دې چې ته موړ شوې
که هغه ګور له لاړه
اے مصوره دخيشت
اے د ځوانې الله
اورې سلګې د ناوې
پټه بړستن کې ژړا
(غني بابا)

ولور زوړ دود دی نو بايد چې تاریخ ته ئې هم وکتل شي. دا ګیله په ځاي ده چې ولور د لور خرڅول دی او ډېرو پښتنو ترې نه اوس یو کاروبار جوړ کړی دې

خو په پخوانيو وختونو کې د لور خور په سر پیسې اخیستل د دې خبرې دلیل وو چې په خپل کور کې د نجلۍ قدر وشي او ومنلې شي.
یا دا چې د نجلۍ کورنۍ به په دې پیسو خپلې لور خور ته زر او نور توکي واخلي.
په دې کې هېڅ شک نشته چې د اقتصادي حالاتو د لاسه زموږ ولس د ولور په څېر دود په خپل موټي کې نیولې دې او ښځه ئې یو پنګه بينک يا سرمایه ګرځولې ده
زمونږ په ټولنه کې ښځې ته هسې هم په ټيټه يا سپکه سترګه کتلي کېږي خو چې د خرڅ او تجارتي مال ترينه جوړ شي نو نور ئې هم قدر کم شي وغورځول شي
ستونزه دا ده چې خلک خپله لور خور په داسې کورونو کې ودوي چې د هغوي دروند والې د هغوی په مال دولت کې وي مطلب اسل نسبت رنګ صورت اؤ چال چلند ته نه ګوري
ډېر ځوانان د غریبۍ د لاسه د ولور پیسې نه شي پوره کولي او هم دغه وجه ده چې ډېرې نجونې او د هغوی کورنۍ غواړي چې له شتمنو سره خېښي يا رشته وکړي ــ تر دې چې که زوم ئې نجلۍ يا لور خور نه شل کلونه مشر هم وي ؟
ځکه غني بابا وائي چې

لوړ خاندان ښه خصلت
دا هيڅ قيمت نه لري
ښايسته صورت د ګلاب
چې جيب ئې تش وي څه وي
(غني بابا)
هم په دې وجه اکثر نجونې يا جينکې په یو مشر سړي چې څو نورې مېرمنې يا ښځې هم لري صرف په دې خاطر واده شوي وي چې شتمن وي له ډول ډول ستونزو او ناروغتيا سره مخامخ کېږي.
په ډېرو نجونو رنګ رنګ ظلمونه کېږي، او ډېری خپل ژوند په خپله واخلي او ځانونه ووژني.
ځکه غني بابا وائي چې

د لور د خوښې تپوس
وائي دا سپک کار دې
يو سپي ته ئې ناوې کړي
خو سپې مالدار دې
(غني بابا)

14/11/2020

‏پاک وجدان دنړی تر ټولو نرم بالښت دی

Want your business to be the top-listed Government Service in Herat?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address


Herat