26/03/2023
Congratulations Afghanistan for another stunning victory in the T20 series against Pakistan! It's amazing to see the team's hard work and determination paying off. Keep up the great performance, and we're all rooting for you in the final match!
15/12/2021
د ننګرهار ولایت صنعت او سوداګرۍ ریاست محترم رئیس محمد حسن (محسن) ددی ریاست اړوند د صنعتي پارکونو او سوداګریزو چارو آمریت کارمندانو سره یوځای (۲۳/ ۹/ ۱۴۰۰) نیټه جلال آباد ښار اړوند لسمه ویاله کې د (فارم مرغداری متحد شمال شرق) د تولیدي فابریکی څخه له نږدی لیدنه ترسره کړه.
فارم مرغداری متحد شمال شرق شرکت د صنعت او سوداګرۍ وزارت(D-30776)نمبر جواز درلودونکی دی ننګرهار ولایت اړوند لسمه ویاله کې موقیعت لري چه په (۱۳۸۸) کال کې تاسیس شوی او په فعالیت یی پیل کړی اوس مهال پدی فابریکه کې تقریباً (7000000)اوه میلیونه امریکائی ډالره سرمایه ګزاري شوی نوموړي شرکت کې یو پایه مکمل الاسباب ماشین نصب دی چې د چرګانو خورکی دانې تولیدوي چې په فی ساعت کې (۲۰) شل ټنه تولیدي ظرفیت لري په ورځنۍ توګه (۱۵) کاری ساعتونو کې تقریباً (۳۰۰) دری سوه ټنه چرګانو او ماهیانو باکیفیته دانه تولیدوي ددی ترڅنګ (۱۵۰۰۰۰) یو سلو پنځوس زره هګۍ اچوونکی چرګان روزل کېږي په (۲۴) ساعتونو کې (۱۵۰) زره دانی هګۍ تولیدوي. فارم مرغداری متحد شمال شرق فابریکه کې دری هیچرۍ ماشینونه هم نصب دی چې فی هچري(۹۵۰۴۰) دانی چوزي چه مجمو عاً (۲۸۵۱۲۰) چوزو(یو ورځنۍ چرګوړو) د تولیدولو ظرفیت لري په ذ کر شوي فابریکه کې اوس مهال په مستقیم ډول ( 260) دوه سوه شپیته تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوی ده ددی فابریکی تولیدات د ننګرهار ولایت سربیره د هیواد نورو ولایتونو ته هم لېږل کېږي دا چې نوموړی فابریکه معیاری او باکیفیته تولیدات مارکیټ ته عرضه کوي مارکیټ کې د ورته تقاضا هم زیاته ده.
05/07/2021
د صنعت او سوداګرۍ رئیس په ختیځ کې د افغان ملي بیمې له مشر ښاغلي صبور دانش سره د کارونو د همغږۍ او د جوازونو په واحد مرکز کې د افغان ملي بیمې د استازي پر لرلو خبرې وکړې.
د ښاغلي محمد حسن محسن په خبره چې تر دې وروسته به د سوداګرو د بیمې لپاره په همدې واحد مرکز کې د بیمې اړوند چارو اسانتیا موجوده وي.
دغه راز د افغان ملي بیمې له لوري د صنعت او سوداګرۍ رئیس محمد حسن محسن ته د دواړو ادارو ترمنځ د رسمي کارونو له امله د رامنځ ته شوې همغږۍ په مناسبت ستاینلیک هم ورکړل شو.
16/06/2021
د صنعت او سوداګرۍ ریاست اړوند د ولایت په سطحه د تاریخ تېرو، بې کیفیته او تقلبي جنس له تولید، واردولو او عرضې مخنیوي کمیسون د ښار په لومړۍ ناحیه کې مختلف تاریخ تېري توکي را ټول کړل.
یاد کمیسون نن د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه (۹۳) کیلو ګرامه تاریخ تېري، بې کيفيته او تقلبي توکي راټول کړل او د صنعت او سوداګرۍ ریاست په ډیپو کې یې ځای پر ځای کړ .
د یادونې ده چې د یاد ریاست رئیس محمد حسن محسن د مالونو او هټیوالو سره د هغوی د مالونو د ساتنې په تړاو پوهاوی هم ورکړ.
د یادونې ده چې دغه کمیسون فعالیت د تاریخ تېرو جنسونو د مخنیوي په موخه دوام لري.
15/06/2021
د ننګرهار صنعت او سوداګرۍ رئیس په ختیځ کې د ملي پراختیا اداري له مشر او د شیخ مصري صنعتي ښارګوټي د صنعتکارانو سره د همدې ښارګوټي د سړکونو د هموارۍ په موخه ناسته وکړه.
دغه ناسته چې نن سه شنبه د صنعت او سوداګرۍ په ریاست کې ترسره شوه، پکې د یاد ریاست رئیس محمد حسن محسن په ختیځ کې د ملي پراختیا ادارې له مسوول انجینر فهیم د چارو د منظم ترسره کیدو پر ټینګار مننه وکړه چې وخت په وخت یې د کارونو په اړه همغږي برابره کړې ده.
په عین حال کې انجنیر فهیم ډاډ وښود چې د یاد صنعتي ښارګوټي د سړکونو د هموارۍ او د زیر بنایي چارو د سم ترسره کیدو په برخه کې به خپله نهایي هڅه کوي.
03/05/2021
۱۳/۲/۱۴۰۰
#ننګرهار څخه د ۲ مياشتو په ترڅ کې له ۱۰۰ زرو ټنو څخه زيات #شوکاڼی بهرنيو هېوادونو ته صادر شوی، چې نږدې ۱۰۰ ميليونه افغانۍ عوايد ترې ترلاسه شوي دي.
ننګرهار ولایت څخه د وري او غويي مياشتو په ترڅ کې لس بهرنيو هېوادونو پاکستان، هندوستان، تاجکستان، قزاقستان، ازبکستان، تايوان، کلمبيا، جرمني، ترکيې، او سرېلنکا ته ۱۰۱۸۸۷.۰۶ ټنه شوکاڼی صادر شوی، چې نږدې سل ميليونه افغانۍ عواید ترې د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.
د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ رئيس محمد حسن محسن وايي، چې د شوکاڼي پروسس چارې دوه مياشتې کيږي، چې يو ځل بيا پيل شوي دي او په دې سکتور کې شاوخوا پنځه زره کسان په کار بوخت دي.
نوموړی وايي، چې هره ورځ شاوخوا دوه سوه لاريو کې، چې په هره لارۍ کې ۳۷ ټنه شوکاڼی بار وي بهرنيو هېوادونو ته صادريږي، چې تر دې دمه ۲۷۵۳ لاريو کې ۱۰۱۸۸۷.۰۶ټنه شوکاڼی صادر شوی دی.
د صنعت او سوداګرۍ رئيس وايي چې ننګرهار کې د شوکاڼي پروسس ۳۷ فابريکې فعاليت کوي او په ياد سکتور شاوخوا سل ميليونه امريکايي ډالره پانګونه شوې ده.
15/04/2021
د افغان وریجو پرفابریکه د پانګونې ډيروالی
پنجشنبه : دوري 26مه 1400
د افغان وريجو فابریکه ، چې د ننگرهار ولایت په شيخ مصري صنعتي پارک کې فعاليت کوي ، د تولید ، پروسس ، بسته بندۍ او ماشینري په برخو کې خپله پانګونه زیاته کړې.
دغه فابریکه په ننګرهار ولایت کې د وريجو د تولید ، پروسس او بسته بندۍ په برخه کې د 6سوه زره امريکايي. ډالرو په لومړنۍ پانګونې سره خپل فعاليت پيل کړی وو ، خو اوس یې خپله پانګونه 4 ملیونه ډالرو ته لوړه کړې ده.
دا فابریکه په يوه شپه او ورځ کې یو سل او شل ټنه وریجو دپروسس او بسته بندۍ ظرفیت لري او ترڅنګ يې ددغه ولايت د اوو سوو څخه زیاتو اوسيدونکو ته د کار زمینه برابره کړې.
د دې فابریکې چارواکي وايي چې د دې فابریکې پروسس شوې محصولات له امنیتي او دفاعي بنسټونو سره قرارداد شوي او د هېواد بازارونو ته هم وړاندی کيږي.
په همدې حال کې ، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشرتابه تل هڅه کړې چې د اقتصادي ودې او پرځان بسياينې په موخه خصوصي سکتور او د هیواد صنعت کارانو ملاتړ وکړي.
06/04/2021
خبرتیا!!!!
ټولو هغو صنعت کارونو ته یو ځل بیا او د اخر ځل لپاره خبر ورکول کیږی،چې د ننګرهار ولایت په شیخ مصري صنعتي پارک کې د صنعت د پر مخ بیولو په موخه ځمکه توزیع شوې او تر دې دمه یې خپلې کارخانې نه دي فعالې کړي او يا يي هم د ننګرهار صنعت او سوداګرۍ رياست ته د فابريکې د فعالولو تعهد ندې سپارلې، چې د صنعت او سوداګرۍ ریاست ته په عاجله توګه یعني د پنځلس (۱۵)کاري ورځو په جریان کې د کارخانې د فعالولو لپاره او د رسمي تعهد سپارلو په موخه مراجعه وکړي، د نه مراجعې په صورت کې قانوني اجراآت ورسره کیږی چي بیا د شکایت حق نه لري.
04/04/2021
له ننګرهاره بلخ ته ورغلي پلاوي، د بلخ ولایت د چارواکو په ګډون د حیرتان بندر او ریل پټلۍ څخه لیدنه وکړه.
پدغه لیدنه کې ننګرهار ولایت د ټولنیزو چارو مرستیاله حبیبه کاکړ، د صنعت او سوداګرۍ رئیس محمد حسن محسن، جلال اباد ښاروال انجنیر اباسین بهیر او د بلخ ښاروال او نورو مسولینو ګډون درلود.
ورغلي پلاوي ته د اړوندو مسولینو له لوري د حیرتان او ریل پټلۍ په تړاو هر اړخیز معلومات ور کړل شو چې په خبره یې حیرتان بندر او ریل پټلۍ یوازې د مزار شریف نه بلکې د ټول هېواد لپاره پر اقتصادي ارزښت سربېره د سیمې له هېوادونو سره د اړیکو په بیاوړتیا کې مهم رول لوبولی دی.
دوی د خپلو سوداګریزو اړیکو لپاره حیرتان بندر مهم وباله چې تر ډېره ورباندې د هېواد شمالي ولایتونو کې د خلکو لپاره د کار زمینې هم برابرې شوې دي.
د ننګرهار ورغلي پلاوي هم د حیرتان او ریل پټلۍ په عادي ډول د چارو په جریان خوښي وښوده او باور یې څر ګند کړ چې که د حیرتان بندر په څېر ټولو بندرونو کې د شته ستونزو ته پام وشي، نو د صنعتي او تولیدي توکو د صادریدو او واردیدو له امله به زرګونو هېوادوالو ته کاري فرصتونه رامنځ ته شي.
03/04/2021
د ننګرهار او بلخ ولایتونو چارواکو، صنعت کارانو، سوداګرو او مدني فعالانو د فرصتونو رامنځته کولو، صنعت او سوداګرۍ پر پراختيا او ستونزو لمنځه وړلو په منظور ګډه ناسته او ازاد بحث ترسره کړو.
پدغه ناسته کې د ننګرهار ولایت د ټولینزو چارو مرستیاله، د صنعت او سوداګرۍ رئیس، ښاروالۍ مسولینو او د بلخ ولایت مرستیالانو، د صنعت او سوداګرۍ ریاست مشرانو، د یاد ولایت مدني فعالانو او د دواړو ولایتونو صنعت کارانو او سوداګرو ګډون درلود.
د ننګرهار صنعت او سوداګرۍ رئیس محمد حسن محسن په ناسته کې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د سوداګرو او صنعتکارانو ترمنځ همغږي اړینه یاده کړه او ویي ویل چې د همدې لپاره یې د دواړو ولایتونو له صنعت کارانو او سوداګرو سره دغه ګډه ناسته برابره کړې ده.
ښاغلي محسن د تورخم او حیرتان بندرونو ته په اشارې سره وویل چې که په همدې دوو بندرونو کې هم د هېواد د سوداګرو ستونزې که ختمې شي، د اقتصادي پیاوړتیا او صنعتي او تولیدي ودې لپاره ګټور تمامیدای شي.
نوموړي د بلخ ولایت د صنعتکارانو او سوداګرو سره په ننګرهار کې د هغوی د پانګونو لپاره د زمینې برابرولو ژمنه وکړه او هیله یې وښوده چې په هېواد کې ددغسې ګډو اړیکو له مخې به د ځان بساینې په لور ګړندی مزل وکړي.
په ناسته کې د بلخ ولایت مسوولینو له همکاریو مننه وشوه او دغه راز د یاد ولایت مسوولینو ډاډڅرګند کړ، چې تر دې وروسته به ګډ فعالیت او سوداګریز روابط وپالي.
03/04/2021
د بلخ ولایت د صنايعو او کانونو خونې له مسوول حاجي محمد ياسين اکبري سره ليدنه ترسره شوه:
پدې ليدنه کې چې د ننګرهار صنعت او سوداګرۍ رئیس محمد حسن محسن، د ننګرهار صنعت او معادن خونې عامل رئیس اجمل شمس او د ننګرهار پوهنتون استاد او د جلال اباد ښاروالۍ بورد منشي محمد اصف شينواری هم برخه درلوده دواړو لوریو په خبرو کې د صنعت او سرمايه ګزارۍ اسانتیاوو په رامنځته کولو او د کاري فرصتونو په برابرولو بحث وکړ.
تمه ده چې تر دې وروسته به د دواړو ولایتونو ترمنځ د تېر په څېر په صنعتي او سوداګریزه برخه کې همغږي زیاته او د اړوندې برخې لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځ ته شي.