17/07/2026
زمونږ یو شمیر هغه محصلین چې، په پاکستان هېواد کې یي ذدکړې ترسره کولی، په اجبارې ډول را ستانه کړلای شول.
دوئ له بلها امیدونو او اینده سازۍ په خاطر کلونه سفر کړی وو، د دوئ هلته اوسیدنه کومه غیر قانوني کړنه نه وه، دا چې هلته د اوسیدلو لپاره ورته لازمې اسانتیاوې نه وي او قصدي را ستانه شول د دوئ په حق کې بې انصافي ده.
02/06/2026
خبرتيا
هغه کورنۍ چې په ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو کې راستنې شوي کولی شي چې د لاندې مهالوېش له مخې د فورمو ثبت لپاره کډوالو رياست ته مراجعه وکړي. د نورو کلونو راستنې شوې کورنۍ دې د راتګ تکليف نه کوي.
همدا راز هغه کورنۍ چې په فورمو کې يې نوم اصلاح ته اړتيا لري او يا د مثنی فورمې لارښوونه ورته شوې وي؛ نو کولی شي چې د کډوالو چارو وزارت د تحقیق رياست ته رجوع وکړي.
-
27/05/2026
محترمو مشرانو او قدرمنو هېوادوالو!
تاسو ټولو ته دې لوی اختر مبارک وي، قربانۍ او عبادات مو قبول شه.
18/05/2026
خبرتیا
مهاجرینو وروڼو ته ویشل شوي نمرې د سرپناه جوړولو لپاره ورکړل شوي دي.
د معاملاتو لارښود دفترونو په شمول هيڅوک يې د رانيولو او خرڅولو حق نلري،
که چا وپلورلې نو د قانوني چلند سره به مخ شي.
13/05/2026
مهاجرت فورمې اړوند مهمه خبرتیا
هغه کسان چې:
🔹 د مهاجرت فورمې یې په خپل وخت د مهاجرينو چارو رياست کې نه وي ثبت کړې؛
🔹 يا یې نومونه د وزارت مقام له لوري په رالېږل شويو لستونو کې شامل نه وي؛
🔹 او يا د ننګرهار ولايت پرته د نورو ولايتونو اصلي اوسېدونکي وي، خو خپلې فورمې یې د کور او ښار جوړولو رياست ته سپارلې وي؛
خبر ورکول کېږي، که ستاسو نومونه په لاندې لستونو کې موجود وي، نو مهرباني وکړئ خپلې اصلي د مهاجرت فورمې د ننګرهار د کور او ښار جوړولو رياست څخه ترلاسه کړئ.
📌 【 نوټ 】
✅ د نورو ولايتونو اصلي اوسېدونکو ته به نمرې په خپلو اړوندو ولايتونو کې ورکول کېږي.
✅ هغه کسان چې نومونه یې په لومړي او دوهم لست کې شامل نه وي، د مقام د راتلونکي هدايت تر صادرېدو پورې دې منتظر پاتې شي.
والسلام
21/04/2026
همیشه مو په خدمت کې یو، ډاډه او پخیر را ستانه شئ.
07/04/2026
د بګیاړي په مقام کې ولاړو کډوالو لپاره خبرتیا.
که سبا هوا ښه وي او باران ونه شي، نو کډوالو ته به د سهار له ۷ بجو څخه تر ۱۰ بجو پورې د بګیاړي په چیکپوست کې د تګ اجازه ورکول کېږي، او له دې وخت وروسته به لار بنده وي.
په لارو کې ولاړو کډوالو ته خبر ورکول کېږي چې د حمزه بابا کمپ پر ځای د ناصر باغ چیکنګ سنټر ته لاړ شي، ځکه هلته ګڼهګوڼه نشته. نو هڅه وکړئ چې هلته چیکنګ وکړئ او بیا مستقیم تورخم ته ولاړ شئ.
همکار او خادم: اسلام آفریدي تازه خبرتیا.
مهاجرینو وزارت، ننګرهار ولایت، تورخم انتقالاتو آمریت
07/04/2026
د پېښور سيمې کميشنر سره ليدنه:
نن سه شنبه چې د حمل مياشتې ۱۸مې نېټې سره برابره ده، په پېښور کې د ا.ا.ا لويې قونسلګرۍ پلاوي د يادې قونسلګرۍ د لمړي مرستیال ښاغلي مفتي نور الله هوتک په مشرۍ چې د کډوالو چارو آتشې رئيس ښاغلي قاري نياز محمد عارف او د کلتوري آتشې رئيس ښاغلي مفتي عبدالکريم پکې ګډون درلود د پېښور سيمې کميشنر ښاغلي رياض خان محسود سره ليدنه وکړه.
په ياده ليدنه کې د خيبر پښتونخواه د پوليسو مرستيال عمومي مشر ښاغلي محمد علي باباخيل، د خيبر سيمې مرستيال کميشنر ښاغلي محمد بلال خان او د پېښور ضلعې مرستيال کميشنر ښاغلي ثناء الله خان هم ګډون درلود.
د يادې ليدنې عمده موخه په لنډيکوتل کې د حمزه بابا ټرانزيټ مرکز ستونزې، کاري ظرفيت او اسانتياوې، د لارې په اوږدو کې افغان کډوالو ته شته ستونزې او ننګوونې، د ټرانزيټ مرکزونو زياتوالی او په جېلونو کې ډيپورټ لپاره د شته افغان بنديانو وضعيت تر بحث لاندې نيول او په اړه يې اغېزمن او چټک اقدامات کول وو ترڅو د افغان کډوالو د بې عزتۍ، سپکاوي او عدم مصؤنيت څخه مخنيوی وشي .
په ياده ليدنه کې غوښتنه وشوه چې په تورخم کې هم د ستيندو لپاره د پخوا په څير سيسټم فعال شي، سربيره پردې ټرانزيټ مرکزونه زيات شي، دستنيدو پروسې لپاره امکانات زيات شي ترڅو د رش او بيروبار څخه مخنيوی وشي او د افغان کډوالو د اخراج پروسه په چټکتيا سره په خوندي او باعزته توګه مخ ته يوړل شي.
همداراز کوم افغان کډوال چې په جيلونو کې د ډيپورټ لپاره انتظار کوي د ډيپورټ پروسه يې بايد چټکه کړای شي ترڅو ژر تر ژره خپلو کورنيو سره يوځای شي.
د ليدنې په پايله کې د پېښور ساحې کميشنر له لوري د لويې قونسلګرۍ پلاوي ته د هر اړخيزه همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
07/04/2026
نېټه: ۱۴۰۵/۱/۱۸هـ ش
د تورخم بندر د انتقالاتو آمر، محترم حاجي ملا محمد (خالص)، په تورخم کې د راستنېدونکو مهاجرینو په برخه کې د مرستندویه مؤسساتو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې د مؤسساتو مسؤلینو هر یوه د خپلو کړنو راپور، راتلونکو پلانونو او خدماتي پروسو په اړه خبرې وکړې.
د هینډکپ مؤسسې استازي د خپلو خدماتو په اړه هراړخیز معلومات وړاندې کړل او د خپلو کاري وختونو په اړه یې له آمریت سره معلومات شریک کړل. همدارنګه یې یادونه وکړه چې د بیړني حالت له امله به د خپلو کارکوونکو شمېر زیات کړي.
د AYSO مؤسسې استازي په خپلو خبرو کې وویل چې د خپلو اصولو له مخې به راستنېدونکو کورنیو ته د خدماتي ساحو اړوند معلومات ورکوي، او د آمریت د غوښتنې پر اساس به د اضافي کارکوونکو غوښتنه له مرکزي دفتر څخه هم وکړي، ترڅو راستنېدونکې کورنۍ په بشپړ ډول معلوماتو ته لاسرسی ولري.
د WFP پروژې د تطبیق کوونکې RRDPO مؤسسې استازي د تغذیوي موادو او نغدي مرستو د وېش په اړه معلومات ورکړل.
د OCHR مؤسسې استازي د حفظ الصحې او پاکوالي په اړه معلومات وړاندې کړل.
د UNHCR اړوند ودان مؤسسې د نغدي مرستو د وېش او ډول په اړه رڼا واچوله. همدارنګه د IOM مؤسسې استازي د بېاسناده کورنیو لپاره د خپلې ټاکلې کړنلارې مطابق د مرستو د څرنګوالي، د تورخم آمریت سره د ښې همغږۍ، او د تېرو جګړو له امله د اوښتو زیانونو په اړه خبرې وکړې.
د HARO مؤسسې استازي د کم عمره ماشومانو په برخه کې خپل راپور وړاندې کړ. د AADA صحي کلینک استازي د روغتیايي خدماتو په برخه کې ډاډ ورکړ چې د ۲۴ ساعته خدماتو په دوام به لکه د پخوا په څېر چمتو وي، څو په ټولو برخو کې لازم خدمات وړاندې کړي.
د تورخم د انتقالاتو آمر، محترم حاجي ملا محمد (خالص)، د یادو مؤسساتو له تېرو همکاریو څخه مننه وکړه او شته نیمګړتیاوو ته یې اشاره وکړه. همدارنګه یې په راتلونکي کې د کاري ساحو د پراختیا غوښتنه وکړه او د مؤسساتو لپاره یې د کاري وختونو د پیل او پای په اړه د پابندۍ لارښوونه وکړه.
نوموړي سپارښتنه وکړه چې د راستنېدونکو کورنیو په برخه کې ټولې خدماتي ادارې باید په اسلامي او افغاني روحیه خدمات وړاندې کړي، له هغوی سره نېک سلوک او غوره اخلاق وکړي او ټولو راستنېدونکو ته ښه راغلاست ووایي.
همدارنګه یې وویل چې د اس... لامي ام.. ارت د حکم له مخې ټولې ښځینه کارکوونکې باید په خپل کاري چاپېریال کې محرم ولري.
د یادو مؤسساتو مسؤلینو د تورخم د انتقالاتو آمر، حاجي ملا محمد (خالص)، څخه د مننې ترڅنګ خوښي وښوده چې مناسب کاري چاپېریال ورته برابر شوی او د کار په بېلابېلو برخو کې ورته فرصتونه رامنځته شوي، او دا چې د دوی مشروع غوښتنو ته په وخت رسېدنه شوې ده.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د جګړو او سېلابونو له امله د زیانمنو شویو سیمو څخه لیدنه وشوه او په دې اړه لازمې سپارښتنې وشوې.
مهاجرینو وزارت، ننګرهار ولایت، تورخم انتقالاتو آمریت