په ننګرهار کې د سېلابونو وضعیت او ژغورنی هڅې
په ننګرهار ولایت کې د شدیدو ورښتونو له امله سېلابونه راوتلي، چې له کبله یې یو شمېر هېوادوال شهیدان شوي، ګڼ ټپیان دي او خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
د وضعیت د کنټرول لپاره، د ننګرهار والي، مرستیال والي، ښاروال، د سیندیزې حوزې رئیس او نور مسؤلین په ګډه د ژغورنې په عملیاتو کې برخه لري او سېلاب ځپلو سیمو ته تللي دي.
ټول ملکی او نظامی چارواکی لاس په کار دی، او د ژغورنی ډلې ټپیان روغتیايي مرکزونو ته انتقالوي او له زیانمنو کورنیو سره مرستې روانې دي.
له خلکو غوښتنه شوې، چې احتیاطي تدابیر مراعت کړي او د سېلابي سیمو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي
د ننګرهار د اوبو او انرژۍ ریاست
د ننګرهار ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست رسمي صفحه.
07/04/2026
د اوبو او انرژۍ وزیر ننګرهار ولایت ته د رسمی سفر په ترڅ کی د اوبو او انرژی له پروژو څخه لیدنه ترسره کړه
نېټه: ۱۷/۱/۱۴۰۵ هـ ش
د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزیر، الحاج ملا محمد یونس اخندزاده، د یو رسمي کاري سفر په ترڅ، کی په ننګرهار ولایت کی د اوبو او انرژۍ اړوند مهمو پروژو څخه له نږدې لیدنه ترسره کړه کړه.
وزیر صاحب د دې سفر پر مهال د ننګرهار سیندیزې حوزې رئیس، الحاج سید فضل احد هاشمي، په ملتیا لومړی د بهسودو ولسوالۍ اړوند د میرانو تاپو سیمې ته ولاړ. هلته یی د سیندونو د بستر او حریم د ساتنې پر ارزښت ټینګار وکړ.
نوموړي مسئولینو ته سپارښتنه وکړه چې د سیندونو بستر او حریم دې په جدي توګه خوندي وساتل شي او هېڅ شخص ته دې اجازه ورنکړل شي چې په خپل سر پکې لاس وهنه وکړي، ځکه دا ډول کړنې نه یوازې د عامه شتمنیو زیانمنولو لامل ګرځي، بلکې د سیلابونو او چاپېریالي خطرونو کچه هم لوړه وي.
وروسته، وزیر صاحب د درونټې بند له روانو چارو څخه لیدنه وکړه. د بند له مسئولینو سره په کتنه کې، نوموړي د بند د تخنیکي وضعیت، د اوبو د تنظیم، او د تجهیزاتو د ساتنې په اړه مفصل معلومات ترلاسه کړل.
وزیر صاحب د بند مسئولینو ته ټینګار وکړ چې د بند ټولې برخې باید په دوامداره، منظم او مسلکي ډول وساتل شي، تر څو د بند د فعالیت دوام، د کرنیزو ځمکو خړوبونه، او د برېښنا تولید په مؤثره توګه یقیني شی.
د اوبو او انرژۍ وزیر د خپلو خبرو په پای کې وویل، چې د اوبو د سرچینو اغېزمن مدیریت، د سیندونو د بستر او حریم کلکه ساتنه، او د بندونو معیاري پالنه د هېواد د اقتصادي ودې، چاپېریالي خوندیتوب او دوامدار پرمختګ لپاره بنسټیز ارزښت لري.
نوموړي زیاته کړه، چې اړوند ادارې باید خپل مسؤلیتونه په پوره ژمنتیا، همغږۍ او مسلکي تګلارې سره ترسره کړي، تر څو د هېواد د اوبو او انرژۍ سکتور لا پیاوړی او اغېزمن شي
18/02/2026
کوټ ولسوالی کی د یوی تحکیماتی پروژی څخه نظارت ترسره شو.
نیټه: ۱۴۴۷/۸/۲۹
د ننګرهار سیندیزی فرعی حوزی ریس الحاج سید فضل احد (هاشمی) د هدايت په اساس، په ياده نېټه د کوټ ولسوالۍ د لاغرجو کلي اړوند د سيند تحکيماتو پروژې څخه د کار د کيفيت د ارزونې او کنټرول په موخه ساحوي لیدنه ترسره شوه. په دغه سفر کې د ګډ هيئت غړي ګډون درلود.
ياده پروژه چې موخه يې د خوړ د بستر پاکوالی و، د اړتيا له مخې پکې د ۵۲ مترو په اوږدوالي د تحکيمي دېوال نوې طرحه هم په نظر کې ونيول شوه. د دېوال ټول لوړوالی ۴.۵ متره (۲ متره تهداب او ۲.۵ متره ارتفاع) او سور يې ۲ متره ټاکل شوی دی.
د پروژې ټولټال بوديجه ۳۰۰,۰۰۰ افغانۍ ده، چې د کندنکارۍ، سنګکارۍ، د تيږو او شګې انتقال او نورو اړينو چارو لپاره ځانګړې شوې ده. سمنټ (۶۰۰ بوجۍ) د اړوند رياست له لوري برابر شوی، چې تر اوسه ۳۶۳ بوجۍ مصرف او شاوخوا ۵۸٪ کارونه بشپړ شوي دي.
ياده پروژه د شديدو سيلابونو د مخنيوي په موخه پلې کېږي، چې له امله به لسګونه جريبه کرنيزه ځمکه او ګڼ کورونه د سيلاب له خطره خوندي شي او د ځاني او مالي زيانونو مخه به ونيول شي.
18/02/2026
روداتو ولسوالۍ کې د یو چکډیم له ساختماني چارو څخه نظارت ترسره شو.
نیټه: ۱۴۴۷/۹/۱
د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې ریس الحاج سید فضل احد (هاشمی) په لارښوونه، په روداتو ولسوالۍ کې د جوړېدونکي چکډیم له ساختماني چارو څخه لیدنه ترسره شوه.
یاد چکډیم د سیمې د سیلابي اوبو د کنټرول او د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا په موخه طرحه او تر کار لاندې نیول شوی دی. دا مهال د سیمې لسګونه اوسېدونکي په یادې پروژې کې په کار بوخت دي.
دغه پروژه د مسلم هنډز خیریه بنسټ په مالي لګښت تطبیقېږي او ساختماني چارې یې د ابر بنا ساختماني شرکت له لوري پر مخ وړل کېږي.
د پروژې له بشپړېدو سره به سیمه د سیلابي اوبو له زیانونو څخه خوندي شي او د ځمکې لاندې اوبه به په کافي اندازه تقویه شي، چې دا به د کرنې، څښاک اوبو او د سیمې د عمومي پرمختګ لپاره مثبتې پایلې ولري.
15/01/2026
د ننګرهار ولایت لعلپوری ولسوالۍ اړوند چکنور کانال لپاره د اوبو ټولنه جوړه شوه.
نیټه: 1404/10/23
د ننګرهار اوبو او انرژی ریس الحاج سید فضل احد (هاشمی) په لارښوونه ددی ریاست اړوند د اوبو د تنظیم امریت تخنیکي پلاوي د لعلپورې ولسوالۍ اړوند سیمو ته کاري سفر ترسره کړ.
د یاد سفر پر مهال، د وزارت د منظور شوی پلان پر اساس د چکنور کلي پورې اړوند د چکنور کانال لپاره د اوبو د کاروونکو ټولنه جوړه شوه. د یادې ټولنې د شورا غړي د شفافو ټاکنو له لارې وټاکل شول، تر څو د اوبو عادلانه وېش، ساتنه او دوامداره مدیریت تضمین شي.
همدارنګه، د یادې سیمې د مالدارۍ او کرنیزو ځمکو ابتدایي سروې هم ترسره شوه، چې موخه یې د اوبو د اړتیاوو ارزونه، د کرنې د پراختیا زمینه برابرول او د خلکو د اقتصادي وضعیت ښه کول دي
نورستان ولایت نورګرام ولسوالۍ کی د سولر پمپ پروژی تخنیکی سروی ترسره شوه.
نیټه: ۱۴۰۴/۱۰/۱۱
د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ اوسیدونکو د عرض پاڼی او د اوبو او انرژۍ وزارت محترم مقام د کتبی هدایت په اساس د ننګرهار اوبو او انرژۍ ریاست اړوند د شرقی زون انرژۍ چارو د تنظیم امریت له لوری د یاد ولایت غړوند د نورګرام ولسوالۍ د ننګراج کلي کې د سولر پمپ پروژی تخنیکی سروې ترسره شوه، چی د یادی پروژی د تطبیق په صورت کې به شاوخوا ۲۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبېږي او د کرنیز تولید د زیاتوالي او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لامل به شي.
د ترسره شوی سروې پایلې ښيي چې یاده پروژه له تخنیکي پلوه عملي امکان لري او د تطبیق په صورت کې به د سیمې د خلکو لپاره مهمې اقتصادي، ټولنیزې او پراختیايي ګټې ولري
02/01/2026
لغمان ولایت فراشغان ولسوالۍ کی د کوچنی ابی (MHP) بریښنا بند ابتدایی سروی ترسره شوه،
نیټه: ۱۴۰۴/۱۰/۹
د ننګرهار اوبو او انرژي ریاست ریس الحاج سید فضل احد (هاشمی) په لارښوونه او د اوبو او انرژي وزارت د کاری پلان سره سم ددی ریاست اړوند د ختيځ زون انرژی چارو د تنظیم امریت د انجینری تخنیکی ټيم د لغمان ولایت اړوند د فراشغان ولسوالۍ کی د یو کوچنی ابی بریښنا بند ابتدایی سروی ترسر کړه، په یاده سروی کی د ولسوالۍ مسولینو او کلیو مشرانو په همکارۍ ټول تخنیکی اجتماعی او اقتصادی معلومات راټول او د ننګرهار اوبو او انرژۍ ریاست له یائد وروسته به د نورو اجراتو لپاره د اوبو او انرژۍ وزارت ته ولیږل شی.
02/01/2026
چپرهار ولسوالۍ اړوند غلام ډاک کلی کی د یو تخریب شوی کانال د بیارغونی تخنیکی سروی ترسره شوه.
نیټه: ۱۴۰۴/۱۰/۱۱
د ننګرهار اوبو او انرژي ریاست اړوند د انجینری خدمتونو امریت له لوری چپرهار ولسوالۍ د قومي مشرانو د عرضپاڼې پر بنسټ، چې د ننګرهار ولايت مقام له خوا د اوبو او انرژۍ رياست ته راجع شوې وه، د ياد رياست د هدايت له مخې د اړوند سيمی تخنيکي سروي ترسره شوه. د سروي موندنې ښيي چې د غلام ډاګ کلي څخه د څلورو تر پنځو کيلومترو په واټن کې يو سربند، چې په تېرو لسيزو کې جوړ شوی و، د پرلهپسې سيلابونو له امله په بشپړ ډول ويجاړ شوی او ورسره د ياد سربند اړوند کانال زياته برخه هم تخريب شوې ده، چې له امله يې د سيمې پراخې زراعتي ځمکې دا مهال للمي شوې دي.
همدارنګه، په همدې ساحه کې يو کاريز هم شتون لري چې د شاوخوا شلو کلونو راهيسې يې د سپرغيو سيستم په بشپړ ډول تخريب شوی او د اوبو ټول اثار پکې له منځه تللي دي. د تخنيکي ارزونې له مخې، که د ياد کاريز د لومړۍ سپرغۍ ترڅنګ يو متوسط بند يا چکډم د ۱۲۰ تر ۱۵۰ مترو په اوږدوالي او د ۶ تر ۸ مترو په لوړوالي سره جوړ شي، نو د دې پروژې د پلي کېدو په صورت کې به لسګونه جريبه موجوده زراعتي ځمکه تر منظمې ابيارۍ لاندې راشي او همدارنګه به سلګونه جريبه للمي ځمکه په خړوبه زراعتي ځمکه بدله شي.
د راپور له مخې، د يادې پروژې عملي کېدل به د سيمې د کرنيز وضعيت په ښه والي، د اوبو د مؤثر مديريت او د خلکو د اقتصادي ژوند د پياوړتيا په برخه کې مهم او دوامدار اغېز ولري.
30/12/2025
روداتو ولسوالۍ کی د اوبه خوړ چکډیم پروژی خط اندازی ترسره شوه.
نیټه:۱۴۰۴/۱۰/۹
د ننګرهار اوبو او انرژی ریاست د تخنیکی ټیم له لوری د روداتو ولسوالۍ اړوند د حصارک کلي د اوبه خوړ چکډم پروژه چی د سروی او ډیزاین چارې یی پخوا د اړوند امریت له لوری ترسره شوی. چی اوس د یادی پروژی د عملی کولو په خاطر د اوبو او انرژی وزارت او Muslim Hand موسسې ترمنځ تفاهمنامه لاسلیک او ذکر شوی پروژه د ابر بنا ساختمانی شرکت ته په قرارداد ورکړل شوی.
د اوبو او انرژی ریاست تخنیکی ټیم د Muslim Hand موسسی او ساختمانی شرکت د مسولینو او استازو په شتون کی د یادی پروژی موقعیت ټاکنه او خط اندازی ترسره کړه، او قرارداتی شرکت ته لارښونه وشوه ترڅو د پروژی چاری د نقشی او پروپوزل مطابق په ټاکلی وخت ترسره کړی.
د یادی پروژی په تطبیق سره به د ځمکی لاندی اوبو سطحه لوړه موجوده کاریزونه فعال او خلکو ته د کار زمینه برابره شی.
29/12/2025
لعلپورې ولسوالۍ کې د چکنور کانال پروژې څارنه ترسره شوه.
نیټه:۱۴۰۴/۱۰/۷
د ننګرهار ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست تخنیکي ټیم د FAO ادارې له تخنیکي ټیم او د قراردادي شرکت له مسؤلینو سره یوځای لعلپورې ولسوالۍ ته سفر وکړ. د یادې پروژې په اړه د ولسوالۍ له محترم ولسوال صاحب سره ګډ مجلس ترسره شو، وروسته د چکنور کانال د سربند له ساحې څخه لیدنه وشوه، چې دا مهال د سربند د بولډر وال او کندنکارۍ چارې د کار په حال کې وې. د منظور شویو نقشو له مخې په ځینو برخو کې بدلونونو ته اړتیا وه، چې د FAO انجنیرانو ته په ګوته شول تر څو لازم اصلاحات پکې راولي، همدارنګه په پروژه کې موجود ځینې ستونزې د قراردادي شرکت مسؤلینو ته واضح او د اصلاح لازمې لارښوونې ورکړل شوې.
د یادې پروژې د تطبیق له بشپړېدو سره به د سیمې سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې خړوبې شي او د ځایي اوسېدونکو په اقتصادي او ټولنیز ژوند کې به د پام وړ مثبت بدلونونه رامنځته شي.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Website
Address
5th Street, Rokhan Meena
Jalalabad
2601
Opening Hours
| Monday | 08:00 - 16:00 |
| Tuesday | 08:00 - 16:00 |
| Wednesday | 08:00 - 16:00 |
| Thursday | 08:00 - 13:00 |
| Saturday | 08:00 - 16:00 |
| Sunday | 08:00 - 16:00 |
